وخت مو مدیریت کړئ

ژباړه: ګلاب بهار

2,027
وخت هغه څه دی چې په دومداره توګه مصرف کېږي او د ذخیره کېدو وړ نه دی. الله ج انسانانو ته د ډېرو مهمو نعمتونو له جملې څخه وخت تر ټولو ستر نعمت ورکړی، چې له وخت څخه سمه ګټه اخیستنه د انسان په حال او راتلونکي ښه ژوند باندې خورا زیاته اغېز لري، هغوی چې له وخته یې سمه ګټه اخیستې، خپلې موخې یې ترلاسه کړې او برعکس یې یوازې د پښېمانتیا او فکرونو دنیاګۍ ته ور ټېل وهلې دي. دا چې وخت په بشري ژوند کې تر ټولو لویه شتمني ده او په خپله د وخت مدیریت د پلانولو او ترتیبولو هغه پروسې ته ویل کېږي، چې خپل وخت د مشخصو فعالیتونو ترمنځ په داسې ترتیب سره ووېشل شي، څو د وخت ښه مدیریت کول د دې جوګه وا وسي چې کارونه په سمه توګه او اسانه طریقې سره سرته ورسېږي. یعنې مثلاً فرضوو که تاسې ډېر لږ وخت ولری، خو د کار فشار درباندې لوړ وي، نو تر هغې وخته پوري نه شی کولای چې کارونه په مؤثریت سرته ورسوی، ترڅو چې د وخت مدیریت وړتیا ونلری. د وخت مدیریت د تخنیکونو په کارولو سره تاسې خپلې وړتیاوې رابرسېره کولای شی او کارونه په اغېزمن ډول مخ ته وړلای شی، خو د وخت ښه مدیریت کې مهمه دا ده چې د فعالیتونو پر ځای د کارونو په پایلو تمرکز وشي، خو دلته باید دې خبرې ته هم نظر وکړو، چې ډېر بوخت کېدل او ډېر کار کول د اغېزمنتیا سره یو شان نه وي، بلکې کار باید په داسې ترتیب سره صورت ونیسي چې د ترسره کولو او اجرا کولو د مخه ورته وخت مدیریت کړای شي، ترڅو له یوې خوا د وخت محدودیت سره مخ نه شو او له بلې خوا مو کارونه په کم وخت او اغېزمنتیا سره سرته رسولې وي. لکه څرنګه چې مخکې مو یادونه وکړه، چې په انساني ژوند کې د انسان لپاره وخت مهمه معنوي شتمني بلل کېږي، نو په همدې اساس د وخت تنظیمول او مدیریت کول تر بل هر څه خورا اړین فکټور دی. که وګورو اکثراً وخت مونږ فکر کوو چې یو کار وځنډوو یا کېدل یې بل وخت ته پرېږدو خو وروسته بیا محسوسه شي چې دغه معنوي شتمني مو څومره ضایع کړې ده، چې پر همدې اساس سره ویلای شو چې وخت یوه داسې معنوي شتمني ده چې هېچاته هم انتظار نه کوي بلکې همداسې تېریږي، خو هغه انسانان په کې ډېر بریالي وي چې د وخت په تنظیم، مدیریت او همدا شان د وخت څخه په ګټه اخیستنه باندې پوهېږي.
د وخت تنظیم او مدیریت په روزمره توګه تر ټولو ښه کېدای شي. په دې مانا چې هره ورځ، دوه یا څو ورځو کې موږ د ځان لپاره د لومړیتوب په اساس هغه مهم کارونه وټاکو چې کول یې اړین وي او دغه کارونه چې د خپل منظم تقسیم اوقات په اساس ترسره کړو، نو د یو ډول راحت احساس کولای شو. د لومړیتوب لرونکو کارونو ترسره کول د وخت په اساس انسان ته دا احساس ورکوي چې رښتیا هم مهم کارونه مې کړې دي او دا یې لا نور د کارونو د ترسره کولو لپاره د هڅونې باعث ګرځي.
د وخت مدیریت په دې مانا نه دی چې انسان د هر ډول کار د ترسره کولو لپاره ځان چمتو کړي، بلکې لومړی باید انسان خپله توانایی وګوري او د هغې وروسته د یو کار د ترسره کولو یا نه ترسره کولو تصمیم ونیسي. اکثراً وخت موږ وخت ځکه نشو مدیریت کولای چې ځانونه په هغو کارونو کې بوختوو چې زمونږ د توانایی نه لوړ وي او د کافي سفر وروسته موږ ته احساس شي چې دا کار مې باید نه وای پیل کړی. اړینه ده چې مخکې د کار کولو نه انسان د کار د ترسره کېدلو وخت او فرصت نظر کې ونیسي، که لازم وخت مو د کار کولو لپاره د خپلې توانایی په تناس کې لره، نو بلکل یې وکړئ، کنه نو مه یې ترسره کوئ. همدارنګه د دې لپاره چې بدن مو نورمال وي نو د وخت په تنظیم کې باید خوب کولو ته هم فکر وشي او د همدې پرنسیپ په اساس باید انسان په څېلرویشتو ساعتونو کې د راحت مطابق خوب هم وکړي، ترڅو د کارونو د ترسره کولو لپاره یې بدن جوګه او ارام وي.
د وخت نه د ښې ګټې اخیستنې په خاطر ضروري ده چې انسان د کار په وخت ټوله پاملرنه خپل کار ته وکړي، ترڅو په پوره مثمریت سره کار سرته ورسوي او ترڅنګ یې په یو وخت کې دا کوشش وشي، چې یو کار ته توجه وشي، ځکه په یو وخت کې د څو کارونو سرته رسول په همزمانه توګه په کاري پرمختګ کې خنډ رامنځته کوي. پس د دې لپاره چې د وخت سم مدیریت وکړل شي، اړینه ده چې د خپلو کارونو لېست ترتیب او اهمیت ته یې په کتو سره په روزمره توګه دغه لېست یا نوملړ تعقیب او د وخت د تنظیم په اساس ترسره شي او د هر کار لپاره باید معین او مشخص وخت وټاکل شي. داسې هم نه ده چې د تفریح وخت هم سړی په کار بوخته کړي، څومره چې د انسان ذهن ارام او راحت وي په هماغه توګه یې د کار ګټورتوب او ارزښت هم زیات وي او د وخت تنظیم عیناً د پلانګذارۍ یوه پروسه ده، خو په دې پروسه کې مهمه دا ده چې انسان د دغه تېریدونکي معنوي شتمنۍ څخه څنګه ګټه واخلي، ځکه وخت داسې یوه شتمني ده چې مونږ کولای شو اعظمي ګټه ورځیني واخلو او د وخت د ښه مدیریت کولو په اساس به وکولای شو، چې خپل ژوند په ښه ډول تحلیل کړو او هر اړخ ته یې تقویت ورکړو. جیم ران چې یو تر ټولو مؤثر ویناوال و، ده د وخت د ښه مدیریت او مصرف په اړه معلومات راټول کړل چې د ده معلومات په عمل کې ثابت شوي معلومات دي او په مېلیونونو انسانانو کې یې د هڅونې حس پیاوړی (بیا ژوندی) کړی دی، وایي: «د وخت د مدیریت لپاره پلان ترتیبول اسان دي، خو په عمل کې یې ثابتول ګران کار دی، لکه بل هر لوی څه چې موږ تر اوسه هم په خپل ژوند کې بشپړ کړی دی، همداسې د وخت مدیریت دی چې تر ټولو مشکله مرحله یې شروع کول دي، نو یوازې دا هڅه مه کوه چې دغه مرحلې له سره تر پایه ولولې، بلکې هڅه وکړه چې په عمل کې یې ثابتې کړې او بله دا چې مشکل دا نه دی چې مونږ معلومات نه لرو، اصلي مشکل دا دی چې زمونږ سره شته معلومات په سم ډول نه شو کارولای او د عمل جامه نشو ور اغوستلی، موږ د معلوماتو په ډنډ کې غرکېږو، خو د پوهې لپاره له لوږې مرو.»
بالاخره ویلای شو چې د وخت مدیریت د ژوند مدیریت دی. د فرد مدیریت دی! د وخت مدیریت د دې سبب کېږي، چې تاسو کارونه په هماغه منطقي تسلسل کې ترسره کړی چې اړتیا یې وي او همدارنګه وخت د سرو زرو هم قېمتی دی، ځکه د وخت په وسیله سره زر اخیستلای شو، خو د سرو زرو په وسیله یوه تېره شوې ثانیه هم نه شو اخیستلای. د نړۍ ستر شخصیتونه چې نن یې نومونه د اتلانو په حیث په تاریخ کې ثبت دي، تر ډېره د دوی د ځیرکتیا یا سخت کار پایله نه وه، بلکې د وخت د ښه مدیریت او له وخت څخه اغېزناکه ګټه اخیستل د دې باعث شوه، چې دوی د نړۍ اتلان شي. پس که تاسو هم غواړی چې نومونه مو د اتلانو په کتاب کې ولیکل شي، همدا نن مو وخت مدیریت کړئ. خپل کارونه مو لېست کړئ، اړین او نااړینو کارونو ته لومړیتوب ورکړئ او د هر کار لپاره وخت مشخص کړئ او کله مو چې د هر کار لپاره وخت مشخص کړ، سمدلاسه لاس په کار شئ او تر هغې ادامه ورکړئ څو پای ته یې ورسوئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.