ملي پولیس نور مظلوم نه دی

اېمل پیاوړی

0 758

تر همدا پنځه کاله وړاندې موږ د ډېرو داسې پېښو شاهدان وو، چې کله به ملي پولیسو پر واټونو او څلور لارو کې موټرو ته لاس ورکړ او د تالاشۍ په موخه به یې ودرول، نو زورواکان او غیر مسوول وسله وال او د دوی د بانډ ملګري به پسې را کوز شول او پولیس خوارکی به یې د واټ په منځ کې وواهه.

پرون پولیس ځکه بېچاره او مظلوم و چې چا یې پوښتنه نه کوله، ملاتړی یې نه درلود او نه هم پر پولیسو د باور اجماع رامنځته شوې وه، ځکه په ډېرو مواردو کې خلک د پولیسو په لاس لرلو مشکوک وو او داسې ګڼله چې دوی له غلو، جنایتکارو، قاچاقبرو او تروریستانو سره لاس لري او د موادو په لېږد او قاچاق کې ورسره مرسته کوي او یا حداقل د دوی مخه نه نیسي.

مګر له کومې ورځې چې ولسمشر غني واک ته ورسېده، نو له هغه وروسته نه یوازې ملي پولیس نور بېچاره نه وو، بلکې د دوی په ګډون ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دومره پاملرنه زیاته شوه، چې هم د دوی تلفات کم شول، هم یې نهیلي له منځه لاړه، هم د دوی په لیکو کې فساد ختم شو او هم ورسره امنیتي او دفاعي ځواکونه په مسلکي او محاربوي لحاظ پیاوړي شول. د خلکو پام ور واوښت، د ولس باور ورباندې زیات شو او ټول ولس د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو تر شا ودرېد.

د ولس او ولسمشر د ملاتړ له برکته زموږ پولیس نور بېچاره ګان نه دي، دوی خپل حیثیت او مقام لري او خپل وظایف چې د قانون تطبیق، د ټولنې نظم او د جرایمو مخنیوی دی، په ټول قوت ترسره کوي. حتی د وکیلانو موټرونه ودروي، د موټر تورې ښیښې یې سپینوي، د موټر او د وسلو د جواز پوښتنه ورڅخه کوي، بې جوازه وسلې او موټر ورڅخه ضبطوي.

د پولیسو د اقداماتو له برکته په ښار کې کافي نظم راغلی ، د تورو ښیښو والا موټر نه لیدل کېږي او د جرامیو کچه هم تر شپېته سلنه پورې راکمه شوې ده او د کابل ښاریانو رضایت ترلاسه شوی دی، دوی په دې برخه کې د پولیسو د لا ډېر جدیت او اقداماتو غوښتنه کوي او هغوی ته د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکوي، نو که خدای کول ټولنه به کرار کرار د قانون د واکمنۍ، نظم او ثبات لورته ځان نږدې کړي او ډېر ژر به موږ د لا ښه نظم او امن شاهدان اوسو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply