پرکرنیزو محصولاتو پانګونه /اېمل پیاوړی

0 943



د ولسمشر غني د حکومت په څلور کلنه دوره کې چې د کرنیزو محصولاتو ودې ته څومره پام وشو، د ولسمشر کرزي په دیارلس کلنه دوره کې یې ساری نه لیدل کېږي، ځکه ولسمشر غني داخلي محصولاتو ته لومړیتوب ورکړ او تر یوې اندازې یې په حکومتي ادارو دا جبري کړه چې باید له خپلو کرنیزو محصولاتو ګټه واخلي.

حتی تېر کال یې په ډېر ټینګار سره امر وکړ چې د افغانستان مڼې دې د قول اردوګانو لپاره خریداري شي او د بهرنیو مېوو پرځای باید له دغو مېوو څخه استفاده وشي او د سږکال په لومړیو کې یې ارګ ته د بهرنیو شاتو راوړلو پرځای د وطني شاتو د راوړلو سپارښتنه وکړه.

دا او دېته ورته اقدامات د کورنیو محصولاتو د ودې عملي لارې چارې دي، ځکه زموږ د کروندګرو او بڼوالو لویه ستونزه او شکایت همداوي چې محصولات یې بازارونه نه لري او اکثره خلک له بهرنیو محصولاتو څخه استفاده کوي. دا په داسې حال کې ده چې زموږ کرنیز محصولات د کیفیت او قېمت له پلوه له بهرنیو هغو څخه بهتره دي.

همدارنګه ولسمشر غني د سیمې او نړۍ بازارونو ته د افغانستان د محصولاتو او مېوو د رسولو لپاره دوه اړخیز او څو اړخیز تړونونه لاسلیک او هوایي کوریډرونه پرانیستل چې د همدغه کوریډور له برکته په دې وروستیو کې د افغانستان جلغوزي چین ته صادر شول. زموږ د هېواد مېوې د ټولې نړۍ په ځانګړې توګه په عربی هېوادونو کې ډېر او ښه پېرېدونکي لري، خو دا شهرت په یوازې ډول بسنه نه کوي. په دې هېوادونو کې د مېوو مستهلکین د نړۍ په ښو او معیاري محصولاتو عادت کړي دي د همدې لپاره باید زموږ مېوې د منلو وړ روغتیايي معیارونو لرونکې وي څو وکولای شي د عربي هېوادونو په بازارونو کې د مېوو د پېرودونکو رضایت جلب کړي.

دا چې زموږ مېوې او سابه په عنعنوي ډول هېڅ هېواد ته د صادرېدو قابلیت نلري موږ باید د بازار حساسیت او د بازار د علاقه مندانو اړتیاوو ته په پام سره دقیقو او حساب شويو سیاستونو ته اساسي پاملرنه وکړو او د تولید، بسته بندۍ او لېږد د پروسې د معیارونو په بشپړولو سره نه یوازې خپلو محصولاتو ته بازار موندنه وکړو بلکې دننه په هېواد کې هم په سل ګونو زره کارونه رامنځ ته کړو.

د زراعتي محصولاتو او مالدارۍ په برخه کې د پانګونې سیاست او پانګونه مخ پر ودې هېوادونو کې چې د کرنۍ او مالدارۍ په برخه کې د ښو وړتیاوو لرونکي دي لکه افغانستان په منځ مهاله او اوږد مهاله توګه صورت مومي، ترڅو زموږ کرنه میکانیزه او د نړۍ په کچه د کرنې له مودرنو نورمونو سره برابره شي او مالداري هم له عنعنوي حالت څخه عصري حالت ته ننوځي او د مالدارانو لپاره د آسانتیاوو او پرمختګ سبب شي.

افغانستان څلور بېلابېل موسمونه لري او په دغو موسمونو کې موږ بېلابېلې مېوې او محصولات لرو، حال دا چې د نړۍ اکثره هیوادونه له دغو ښېګڼو څخه بې برخې دي، نو که چېرې د کرنې ودې ته پاملرنه او په دې برخه کې پانګونه زیاته شي، نو زموږ مېوې او محصولات د لاجورد لارې څخه ان د اروپا بازارونو ته هم رسېدلی شي، چې له امله به یې هم زموږ د بڼوالو او بزګرو ژوند ښه شي او هم به ورسره داخلي عواید لوړ او د وارداتو او صادراتو بیلان رامنځته شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply