پر مشروطو مرستو د ولسمشر غني د ټینګار دلیل

اېمل پیاوړی

0 552

ولسمشر غني چې کله واک ته ورسېده، نو په لومړیو شپږ میاشتو کې یې کورنیو مسایلو ته لږ وخت ورکړ، مګر زیات تمرکز یې په بهرنیو مسایلو او سفرونو وو، ځکه چې د ولسمشر کرزي په دیارلس کلنۍ واکمنۍ کې د بې کفایتۍ، فساد او نهیلۍ له امله بهرنیان زاره ترکي شوي وو او له افغانستان څخه یې د وتلو او تېښتې لارې لټولې او دې کار د افغانانو پر ژوند او د هیواد پر وضعیت بد اغېز ځکه کړی وو چې لا هم افغانستان د دې جوګه نه وو شوی چې یوازې د خپلو مامورینو لګښتونه پوره کړي، نو لا هم بهرنیو مرستو ته جدي اړتیا لیدل کېدله.

ولسمشر غني په بهرنیو سفرونو، کنفرانسونو او له نړیوالې ټولنې سره د ملاقاتونو پرمهال د سپین چک او وړیا مرستو پرځای مشروطې مرستې وغوښتې، ځکه هغه پوهېده چې د مرستو زیاتوالی نه، بلکې د هغوی سم مدیریت مهم دی او د دې ترڅنګ هغه په دې نظر هم دی چې هیڅ هیواد هم تراوسه په بهرنیو مرستو او د خیرات په پیسو نه جوړ شوی او نه ثبات ته رسېدلی دی، نو دا امکان نه لري چې په دغو خیراتونو دې افغانستان باثباته شي، مګر بهرنۍ مرستې یوازې د لنډمهال لپاره غنیمت وي.

ولسمشر غني له نړیوالو څخه وغوښټل چې له موږ سره مشروطې مرستې وکړئ. زموږ لپاره شرایط وضع کړئ او هر ځل مو چې یو شرط پوره کاوه او یو قدم مخته تګ مو درلود، نو بیا مرسته کوئ، د دې کار ګټه دا شوه چې په هیواد کې د تاسیساتو او بنسټونو رغاولو ته پاملرنه وشوه او حداقل دا فکر را منځته شو، چې موږ د ابد لپاره په نورو تکیه نشو کولای، بلکې د خودکفایي لورته باید په خپلو امکاناتو تګ پیل کړ او بالاخره ځانونه خودکفا کړو.

د دې لپاره ولسمشر غني طرحې او برنامې جوړې کړې او د دغو برنامو له برکته افغانستان هغه مزل پیل کړ چې په تېرو دیارلسو کالو کې یې ساری نه لیدل کېده. د ولسمشر غني په وینا: د لارې نقشو، ټاکلو معیارونو او د باور جوړولو شاخصونو څخه په ګټه اخیستنې زموږ امنیتي او انکشافي همکارۍ د بیا رغېدو په حال کې دي. موږ په ویاړ سره ویلی شو چې یا مو کاملاً پر خپلو ژمنو عمل کړی یا د هغو د پوره کولو په حال کې یوو. دې دقیقې شیوې موږ په دې قادر کړي یوو چې په تېرو درې کالو کې خپل عواید ۷۰ په سلو کې زیات کړو. د ۱۹ شاخصونو له جملې څخه مو له فساد سره د مبارزې ستراتیژۍ ۱۴ شاخصونه تطبیق کړي او د اردو او پولیسو۵۳۵ جنرالان مو د امنیتي سکتور د اصلاحاتو د برخې په توګه په ۲۰۱۸ کال کې تقاعد ته سوق کړي. موږ د سولې، پانګونې، سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د نړیوالې او سیمه ییزه همکاریو د پراختیا په حال کې یوو.  

دا مهال افغانستان نږدې دوه نیم میلیارد ډالر داخلي عواید لري او په پام کې ده چې راتلونکی کال دغه عواید دوه چنده شي، مګر که په افغانستان کې جګړه ودرېږي او سوله راشي، نو باور دی چې داخلي عواید ورسره څو برابره زیاتېدلی شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply