د جګړې ښکېلو خواوو پر عامو وګړیو قیامت جوړ کړی

0 465

د غم پر ټغر ناستې کورنۍ؛
د جګړې ښکېلو خواوو پر عامو وګړیو قیامت جوړ کړی

که څه هم په هېواد کې د روانې اتلس کلنې جګړې پر مهال د وسله‌والو ترهګرو، بهرنیو او افغان ځواکونو ته ډېره مرګ‌ژوبله اوښتې، خو ورسره ګڼ ‌شمېر عام وګړي هم د دې خونړۍ جګړې قرباني شوي او هره ورځ لسګونه کورنۍ د غم پر ټغر ناستې وي، خو په ‌دې وروستیو کې د ملکیانو مرګ‌ژوبله هم د پام وړ زیاته شوې او اندېښنې وړ بلل کېږي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما په روان کال کې ملکیانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په تړاو یوه خبرپاڼه خپره کړې ده.
د یوناما د خبرپاڼې له مخې، یوازې په تېرو نهو میاشتو کې ۲۵۶۳ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۵۵۰۰ نور ټپیان دي.
دغې ادارې دغه راز په وروستیو درېوو میاشتو کې د ملکي مرګ‌ژوبلې کچه د تېرو کلونو په پرتله ډېره لوړه بلې ده.
د یوناما د مالوماتو پر بنسټ، د روان کال د جولای له لومړۍ نېټې نه د سپټمپر تر ۳۰مې پورې د تېر مېلادي کال د همدې مودې په پرتله د ملکیانو په مرګ‌ژوبله کې ۴۲ سلنه ډېروالی راغلی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر یا یوناما مشر تدامېچي یاماموتو د ملکي‌ مرګ‌ژوبلې د کچې زیاتوالي په اړه اندېښنه ښوولې او د جګړې له ښکېلو لوریو یې غوښتي چې د خپلو بریدونو، چاودنو او نښتو پر مهال د عامو وګړیو ژوند ته په پام وکړي او د هغوی د مرګ‌ژوبلې مخه ونیسي.
د یوناما په خبرپاڼه کې لیکل شوي، په دغه موده کې د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې په شمېر کې ډېره برخه زیاتوالی د دولت د مخالفو عناصرو له کبله راغلی دی.
په همدې حال کې د میدان وردګو اوسېدونکیو د پنج‌شنبې پر ورځ د دغه ولایت په نرخ ولسوالي کې د یوې کورنۍ د ۷ غړیو شهیدېدلو او ۲ نورو د ټپیانېدو په غبرګون کې لاریون وکړ او د اعتراض په توګه یې د څو شېبو لپاره د کابل ـ کندهار لویه لار وتړله.
معترضانو د «موږ ژوند غواړو» د شعار په ورکولو سره له بهرنیو او افغان ځواکونو وغوښتل چې د جګړې او بریدونو پر مهال په دغه ولایت کې د ملکیانو ژوند ته پام وکړي.
د میدان وردګو د ولایتي شورا غړی شریف‌الله هوتک وايي، په دغه ولایت کې روانې جګړې نه یوازې پر عامو خلکو اور بل کړی، بلکې د هغوی پر کرنیزو محصولاتو یې هم منفي اغېز کړی دی.
هغه د جګړې له ښکېلو لوریو غواړي چې د خپلو نښتو، بریدونو او چاودنو پر مهال د عامو وګړیو ژوند ته پام وکړي.
پرون د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالي د جودرې سیمې اړوند په یوه جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال چاودنې شوې چې له کبله یې لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.
تر دې وړاندې د لغمان د الیشنګ ولسوالي په مرکز کې هم موټربم برید شوی و چې له کبله یې په جومات کې لسګونو ماشومانو ته چې د درس لپاره ورغلي وو، مرګ‌ژوبله واوښته. د دغه برید مسوولیت وسله‌والو طالبانو پر غاړه اخیستی و.
بل ‌خوا عام خلک او مدني فعالان هم په هېواد کې د روانې پردۍ جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې نوره جګړه پای ته ورسوي او د سولې مېز ته سره کېني.
د کابل اوسېدونکی شکرالله احمدي وايي، افغانان له جګړې او تاوتریخوالي ستړي دي او د جګړې ښکېل لوري باید د یو بل، په تېره د عامو وګړیو له شهیدانولو لاس واخلي.
مدني فعال حبیب ځواک بیا په هېواد کې د روان تاوتریخوالي ډېره پړه پر وسله‌والو طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ور اچوي او وايي، دغه ډلې نه یوازې په عامه ځایونو کې بریدونه او چاودنې کوي، بلکې له دولتي ځواکونو سره د نښتې پر مهال د ملکیانو کورونه، جوماتونه، ځمکې او نورې سیمې سپر ګرځوي او همدا لامل دی چې عامو وګړیو ته ډېره مرګ‌ژوبله اوړي.
د ده په وینا، وسله‌وال طالبان، افغان حکومت او بهرنیان باید نور په هېواد کې د روان ناورین مخه ونیسي او هڅه وکړي چې د سولې خبرو اترو له لارې نور افغانانو له دغه اوره وژغوري.
دا په داسې حال کې ده چې وسله‌والو طالبانو په هېواد کې د جګړې په دوام او تاوتریخوالي سره د افغان سولې پروسې لومړی فرصت له لاسه ورکړ، خو ښايي یو ځل بیا دغه خبرې اترې پیل شي او طالبانو ته په‌ کار ده چې دا ځل په هېواد کې د بل کړي اور مړه کولو او د افغانانو د وینې تویولو مخنیوي لپاره د سولې له را منځ ته کېدونکي فرصته لازمه ګټه واخلي او له خپل انعطاف نه منونکي ترهګریز فکر او دریځه واوړي، که ‌نه روانه جګړه به همداسې دوام وکړي او هره ورځ به لسګونه کورنیو د خپلو خواخوږیو د غم پر ټغر ناستې وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply