ملالۍ او فیمینزم!؟

سجیه جدي

0 862

هر کله چې د ناوړه دودنو او د انساني حقونو د نشتون خبر اورو لومړنی بدرنګه تصویر چې مو تر سترګو کېږي هغه مو د خپلې ټولنې دی او تر ټولو زیات میرمنې د یادو ستونزو قرباني بولو؛ بیا (فیمینزم او د جندر مساوات) د کلیمو تر عنوان لاندې چې ډیری خویندې په مانا هم خبرې نه دي د دې تصویر د ښایسته کیدو هڅې کوي؛ خو ایا رښتیا دا دوه برخې د ټولنې سمون سبب کیدای شي؟ ایا رښتیا هم  د میرمنو د ستونزو د حل برخې کې اساسي رول لوبولی شي؟ د دې ایا ځواب لپاره باید لومړی دا تصویر چې موږ ذهن کې جوړ کړی هغه  مخې ته کیږدو او سر تر پایه ووینو چې کومې برخې کې بدرنګه او ښایست یې چیرې دی ؟!

 نن د اسیا زړه په مرض اخته شوی او یوې سرطان دانې  پکې پخه ریښه کړې افغانستان د (۱۹)  کالو جګړو ښکار دی او دې جګړې په میلیونو قربانیان تر دې دمه ورکړي ، چې د خپلو وګړو تر څنګ یې د ګوتو تر شمیر لږ څه ډیر بهرنیانان هم  قرباني دي بیا دې جګړې د زرهاو میرمنو تر څنګ ځینو برخو کې له سړو یې هم ډیری انساني حقونه اخیستي . او دا هر پړاو د ناوړه دود، له زده کړو بې برخې کیدل ، د ارامې فضا نشتون سبب شوی؛ خو په دې ټولنې کې د (فیمنزم او د جندر مساواتو) مبارزې اغیز څه دی او اساسي ستونزه چیرې ده ؟

 یو بیلګه د هرې ستونزې د حل لپاره: که د سړک غاړو ته د اوبو ویالې په اساسي ډول جوړ نشي. له  هر باران سره  اوبو  ډنډ جوړیږي . او که چیرې دغو اوبو ته د حل لاره ونه موندلای شي دا ډنډ شوې اوبه د خوسا کیدو سبب کیږي  بالاخره ډیرې ناروغې رامنځته کوي نو د هرې ستونزې حل لپاره اساس موندل ډیر اړین دي .

 (فیمنزم او جندر مساوات ) هغه مبارزه وه ، چې په بهرنیو ټولنو کې د ښځو د حقونو تر لاسه کولو لپاره تر سره شوه او تر ډیره دغې مبارزې ښه رنګ هم راوړو ډیری میرمنو وشو کولای خپل حقوق تر لاسه کړي ؛ خو  د وخت په تیریدو یادو ټولنو میرمنې لا هم د لوږې له امله جسم پلوري ،بیا هم میرمنې د جنسي تیري ښکار دي ،بیا هم تر ټولو لوې بندخانې د ښځو لپاره شتون لري .

 هلته چې نوې فیمنزم ساه اخیسته د میوند ملالې غږ افغان سړي تر بریا  ورسول، د نازو انا شتون د میرویس نیکه د هر بریا سبب و ، زرغونې انا د یوه ملت د امپرطور ترتبیت مسووله وه، ملکه ثریا طرزي قلم د ملت ویښتیا لپاره په زرهاو پاڼې ډکې کړې همداسې نورې د هیواد پیاوړې میرمنې خپل د وخت ډیوې وې .

  خو اوس ولې د ډیرو پیاوړو میرمنو شتون سره ، سره یاده مبارزه رنګ نه راوړي ؟!

  افغانې ټولنې کې دغې مبارزې  ولې اوسنیو حالتو د بدلون سبب نه شوې ؟ ځکه دا اساسي لاندې  ستونزې شتون لري .

 لومړی: تر ډیره ښځو تر منځ  شخصي عقدو نابرابري رامنځته کړې  نن یوه ښځه په کاري برخو کې د یو بلې شتون نشي زغملی او د دې ترڅنګ یوه ښځه په خپله بنې، معشوقې ،خواښې، لېور ښځې، اندرور په جامه کې  بلې ښځې ته د تاوتریخوالي سبب دي.

 دوهم: د اجتماعي، فرهنګي ، دیني توپیر له وجې نشو د یوې ټولنې تګاره په بلې کې پایلې کړو او د بریا په هیله اوسو په هغه اساس چې د (فیمنزم) مبارزه پیل شوې د وخت په تیریدو او د حالتو د بدلون په سبب نشو په دغه وخت کې  په افغاني ټولنې کې پلې کړو شاید چې غلط فورمول د ټولنې ستونزې حل لپاره مو راخیستی !؟

 دریم: د زده کړو نشتون ډیری خویندې له زده کړو بې برخي دي او بیا دیني برخو کې هم نالوستي دي همدې لپاره له خپلو حقونو بې خبره پاتې کیږي او بله اساسي ستونزه هغه دا چې نن په زرهاو سړي هم له یادو  حقونو بې برخې دي نو په دې اساس وخت کې مقابل قشر ته د غږ پورته کول پخپله تاوتریخوالی زیږوي. که یو سړی په خپله له زده کړې برخمن وي او د ټولنې حالت ورته د خپلې مور، خور او میرمنې د امنیت ډاډ ورکړي،  نو په ډاډ سره ویلی شمه، چې هیڅوک یوه بل مخه نه نیسي.

 نو ناروغیو د مخنیوي لپاره باید لومړی ناروغي تشخیص کړو داسې نه چې د هر رنګه درمل په خوړلو ناروغ ته نور ناروغیانې وزیږو، په رښتیا که د ناروغې په تشخیص پوهیدو اوس به مو د هر درمل په اخیستو میلیونونه پیسې نه ضایع کیدل.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply