د ټاکنو د پایلو ځنډ ستونزې زېږولی شي؟

ليکوال : عرفان حسن

0 557

په افغانستان کې چې ولسواکۍ نوې په غوړیدا ده دلته هر د ولسواکۍ اصل له ځینو ستونزو څخه خالي نه دی. ټاکنې چې د ولسواکۍ یو مهم اصل دی د افغانستان په څېر په یوه جګړه ییز هیواد کې له ځينو ننګونو سره مخ دی چې دغه ننګونې کولای شي په دیموکراسۍ د افغان ملت باور بیخي راکم کړي.

د بُن له پریکړې راوروسته په ۲۰۰۹م کال کې ټاکنې د ولسواکۍ لومړۍ تجربه وه، که څه هم چې د شفافیت په تړاو به پرې نیوکې وې خو دغه اصل په یو ډول تمثیل شو.

بیا په ۲۰۱۴م کال کې د ټاکنو ترسره کیدل او د ښاغلي کرزي له لورې د واک سپارل بیا  ډيره د پام وړ خبره وه، ځکه په تاریخې لحاظ په دې هېواد کې  جګړه او سنګر نیونه تر ډېره پر واک شوې ده او ډېرې بدې پایلې یې تر شا پریښې دي.

که څه هم د ۲۰۱۴م کال په ولسمشریزو ټاکنو قوي ملاحظات موجود و، تر ډېره سیاسونو او د نظر خاوندانو ته د منلو نه و، دلیل دا و چې ولسمشر غني له ډاکټر عبدالله سره واک شریک اعلان کړ. چې دا په خپل ذات کې د منتقدینو له لورې د اساسي قانون له تثجیلاتو خلاف عمل و.

د ښاغلي غني د پنځه کلنې دورې په پای سره د میزان په شپږمه ولسمشریزې ټاکنې ترسره شوې چې ډېرو افغانانو پکې ګډون درلود، بل د خوښۍ خبر دا و چې په دې دور ټاکنو کې د ډېر شفافیت په پار د بایومټریکو آلو څخه کار واخيستل شو چې د ټاکنو په پروسه کې یې یو مهم ګام او پرمختګ بللی شو.

اوس د ولسمشریزو ټاکنو تقریباً دوه میاشتې تیریږي، اما د لومړیو پایلو اعلان یې هم د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له لوري نه دی اعلان شوی. دلته څو موارد د یادولو او بحث وړ دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون له ټاکنو وړاندې دا ژمنه کړې وه چې د ټاکنو پایلې به په دوه ورځو کې اعلانوي چې د ټاکنو کمیسیون په دې ژمنه کې کاملا پاتې راغی او تر نامعلوم وخت يې د ټاکنو پایلې وځنډولې.

بل لور ته د یو ټاکنیز ټیم له لورې په دې ډير ټينګار کیږي چې درې سوه زره رایې دې باطلې اعلان شي که څه هم دوی پرې قوي شواهد د بطلان نه لري، اما ویل کېږي چې که ذکر شوې رایې د کمیسیون له لورې باطلې اعلان شي تر ډېره امکان شته ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې شي.

اول خو هيڅوک حق نه لري چې د ملت پاکې رایې باطلې کړي، بل لور ته هغه ټیم چې د ملت قوي رايې له ځان سره لري باید د ملت له پاکو رایو دفاع وکړي، نه جوړجاړی او سازش.

د ټاکنو ځنډ د ټاکنو پر پروسه د ملت د بې باوره کولو، د سولې د پروسې او د مذاکراتو د ځنډ، په هېواد کې د نړیوالو د قوي لاسوهنې  تر څنګ ګڼې ستونزې لرلی شي.

د پایلو ځنډ موږ تجربه کړ چې په تېر کې هم همدا د ځنډ او چیلک اچونه وه چې د واک شریکېدل یې نتیجه شوه، اوس پکار دا ده چې یو ګټونکی ټيم بریالی اعلان شي او د ملي پروسو او د هېواد د پرمختګ لپاره کار وشي. دا هېواد حریص او خورا بزدله دښمنان لري، د ټاکنیزو ناندريو په اساس دوی ته د ډېرې مداخلې او توطیو جوړولو لوی فرصت په لاس ورتلای شي.

اصلا د دې خاورې دښمنان نه غواړي د افغانستان په څېر په یو جیوپوليټيک هېواد کې دې یو قوي حکومت شتون ولري. ممکن بیا د شریک حکومت وړاندیز وشي چې دا ټولو افغانانو ته د منلو وړ خبره نه ده.

د افغانانو هیله دا ده، چې د ټاکنو کمیسیون له لورې ژر تر ژره ګټونکی ټيم اعلان شي او همدا شان په پوره مشروعیت سره د جګړې له ښکېلو خواو سره د قوي موقف څخه د ملت په استازولۍ د سولې مذاکرات بیا پیل او له ځانه سره یوه ښه او مثبته نتیجه درلودونکي وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply