خپله خوله هم کلا ده هم بلا!

احسان الله ارینزی

0 845

پنځه ورځې د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوند مشر او د اجراییه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق، د هېواد د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال، عبدالرشید دوستم، لیدو ته لاړ چې نوی له ترکیی څخه بېرته هېواد ته ستون شوی دی.
په دې سفر کې له محمد محقق سره، چې اوس د ثبات او همپالنې په ټاکنیز ټکټ کې، د ډاکټر عبدالله عبدالله دوهم مرستیال هم دی، د ولسي جرګې څو غړي هم شبرغان ته تللي وو.

محمد محقق په هغه غونډه کې چې هلته جوړه شوې وه، وویل چې ټاکنې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له واکه وتلی، قواعد او قوانین تر پښو لاندې شوي او کمیسیون هغه 137 زره رایي په سمو منلي چې مخکې قرنطین شوې وې.

محمد محقق له دې هم مخکې لاړ، د یوناما مشر تادامیچي یاماموتو یې یو بې غیرته (!) او رشوت اخستونکی دیپلومات وباله او ادعا یی وکړه چې تادامیچی د افغانستان د دولت مامور دی، د ټاکنو کمیسیون د حکومت په امر کار کوي او ټاکنې عملاْ بحران ته تللي!
په غونډه کې جنرال دوستم هم ورته څرګندونې درلودې. ده د هغه پولیسو په هکله چی ممکن د رایو د بیا شمیر له پاره ، د ټاکنو کمیسیون له مامورینو سره مرسته وکړی، وویل چې که بیا په خلکو ډزې وکړي، وضعیت به د ډاکټر نجیب له وخته هم بد شي! جنرال همدا راز وویل چې ټاکنې باید رڼې وي او د ثبات او همپالنې له ټیم څخه یی وغوښتل چې د خلکو د رایو دفاع وکړي.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان په تاریخ کې، د ټاکنو د کمیسیون او د ټاکنو د شکایاتو د اورېدو د کمیسیون غړي د سیاسي ګوندونو په خوښه ټاکل شوي دي. د دې خبرې مانا دا ده چې د دې دواړو کمیسیونونو محترم غړي، د ډاکټر غني د خوښې خلک نه؛ بلکه د حزب وحدت اسلامي مردم افغانستان او جنبش په ګډون، د ټولو سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو توافقي خلک دي.

دوهمه خبره چې ډېره واضحه ده، دا ده چې د کال 1398 هـ ش ټاکنو وښوده چې نور نو د رایو پخوانیو بانکونو ماته خوړلې او له صحنې څخه څنډې ته شوي دي. اوس نو همغه (د نام رستم به ز رستم) خبره ډېره سمه ښکاري! په داسې یو هېواد کې چې 35 ملیونه نفوس لري، 17 – 18 ملیونه د رایو ورکولو وړ دي، 9.5 ملیونه کسانو نومونه ثبت کړي او بیا له دوو ملیونو څخه کم خلک یا د ټول نفوس 5.7% رایه ورکوي؛ نو ښاغلو محقق او دوستم دې دا ومني چې ډېره کاریزما نه ده ورپاته او د نورو تنظیمونو، سیاسي شخصیتونو او بهیرونو په ګډون یې، بشپړه ماته خوړلې ده!

دې ښاغلو به هرومرو ډاکټر عبدالله عبدالله ته سینې ډبولي وي چې میلونونه خلک به ټاکنیزه مراکزو ته وباسي؛ خو که چېرته د دوی ټیم له یو ملیون کمې رایي وړې وي؛ نو دا حضرات دې ومني چې یوازې 2.5% خلک یي پلویان دي او بس. دلته دا خبره هم د یادولو وړ ده چې دا 2.5% هم یوازې په ډاکټر عبدالله عبدالله، محقق او دوستم پورې اړه نه لري؛ دلته نور ډېرې لونګۍ، پکولونه، نکټایي ګانې او ږیرې هم شته چې ځانونه د عبدالله په ټیم کې د رایو بانکونه بولي! حاجي دین محمد، حضرت علي، ملا قلم الدین، احدي، خلیلي، جمعیت اسلامي او صلاح الدین رباني خو هم یو څو رایي لري، که نه ټولې یوازې د دوستم او محقق دي؟

اوس چې د افغانستان له ولسمشریزه ټاکنو څخه څو پنځوس ورځې تېرېږي او ټوله نړۍ د دې ټاکنو لومړنیو پایلو ته په تمه ده، داسې تبصرې کېږي چې د ټاکنو کمیسیون د ارګ په خوښه کار کوي او د محقق په شان خلک حتی په هغه بهرنیانو هم تورونه لګوي چې د دوی د خوښې خلاف خبره وکړي! لکه چې ښاغلي محقق، د یوناما مشر د حکومت مستخدم او یو بی غیرته انسان وباله او وی ویل چې یاماموتو د افغانستان د خلکو په وړاندې درېدلی دی!! نه پوهېږم یاماموتو کومه خبره یا کار کړې چې محقق ته بې غیرته (!) ښکاره شوی؟ که فرضاْ یاماموتو ویلي وای چې عبدالله او محقق او دوستم بریالي خلک دي او د افغانستان له پاره منظمې طرحې لري او د ملیونونو خلکو رایي یې ګټلي، بیا به هم محقق، هغه یو بې غیرته انسان بللی وای!!

ظاهراٌ محقق او د ثبات ټیم ځکه یاماموتو ته په غوسه دي چې یوناما څو ورځې مخکې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشرې، مېرمن حوا علم نورستاني ته یو لیک استولی و او په هغه کې یې په کمیشنر مولانا محمدعبدالله ادعا کړې وه چې د کمیسیون د معلوماتو د مرکز مشر ښاغلی بصیرعلی ته یې قومي او مذهبي کنځلې کړي او هغه یې په مرګ ګواښلی.

دری ورځی مخکی، د ثبات او همپالنې ټیم مشر ډاکټرعبدالله، محقق له شا څخه په چاړه وواهه او د افغانستان د خلکو له پاره یې، د ملګروملتونو او د هغوی د ځانګړي استازي خدمتونه وستایل. ده همدا راز وویل د خبرو په وخت کې باید ډېر پام وشي، هسی نه چې د افغانستان د خلک او نړیوالو ملګرو اړیکې سړې شي او په بهرنیو منابعو یې هم غږ وکړ چې د ټاکنو په اړه دې له احتیاط څخه ځکه کار واخلي چې د افغانستان د خلکو او نړیوالو ملګرو اړیکو ته زیان ونه رسوي.
ډاکټر عبدالله ممکن د امریکا د سفیر جان باس هغه خبرو ته هم غیرمستقیمه اشاره کړی وي چې دوه ورځې مخکې یې ویلي و چې د افغانستان وسله وال پوځونه په ټاکنو کې بې پري او مسلکي دي. په داسې حال کې چې دا ټیم د ځینو شمالي ولایاتو په پولیسو نیوکه لري چې د رایو د بیا شمېرلو له پاره یې، د خلکو د حرکتونو(!) مخه نیولی. دوی هغه خپل ټیمي ملګري چې د رایو د بیا شمېرنې د مخنیوي له پاره یې ټاکنیز مراکز محاصره کړي، د افغانستان خلک بولي!

په پای کې دا ویل په کار دي چې که افغانستان امن و؛ نو ښاغلي محقق او دوستم او ټول خلک به خوندي وي او خپل ژوند به کوي؛ خو که وضع له کنتروله ووته او سیاسیونو د خپلو شخصي او تنظیمي ګټو له پاره، د هېواد ملي ګټو په پرتله خپلې ګټې درنې وبللې، بیا به همدوي اول تښتی. پخوانیو ترخو تجاربو ښودلې چې هغه کسان چې په افغانستان کې په امتیازاتو، قراردادونو، مناصبو، چور او غضب کې لومړي دي، په تیښته کې هم لومړي دي او ژر ایران، پاکستان، ترکیې، تاجکستان او ازبکستان ته تښتي!!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply