جګړې يوازې سږ کال يې ۳۷۵ زره کسان بې‌ځايه کړي دي

سرخط

0 649

د جګړې ټغر دې ټول شي؛
يوازې سږ کال يې ۳۷۵ زره کسان بې‌ځايه کړي دي

جګړې له تېرو شاوخوا څلور لسیزو راهیسې نه یوازې د لکونو افغانانو ژوند اخیستی، بلکې همدومره کورنۍ یې کړولې، د کور سرپرست یې ترې اخیستی، مېندې یې بورې، مېرمنې یې کونډې، ماشومان یې بې‌پلاره او خویندې یې بې‌وروره کړې دي.
دغې خونړۍ جګړې چې لا هم روانه ده او هره ورځ په بېلابېلو نومونو لسګونه افغانان وژل کېږي، په تېرو څلورو لسیزو کې افغانان پر خپلو پښو درېدو ته نه ‌دې پرې ايښي او نه یې هم افغانستان د نړۍ له چټک کاروان سره سیالي ته چمتو کړی، بلکې لا یې ځپلی، نړولی او د نړۍ په نقشه کې د یوه وروسته پاتې هېواد په حیث ساتلی دی.
د وروستۍ شاوخوا یوې نیمې لسیزې جګړه هم له تېرو هغو نه یوازې کمه نه‌ ده، بلکې لا خونړۍ او د لسګونه زره افغانانو د ژوند اخیستو تر څنګ یې، ګڼ‌ شمېر هېوادوال د خپلو کورونو او مېنو پرې ښودو ته اړ کړي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي دفتر «اوچا» د جګړو له کبله د بې‌ځایه شویو افغانانو په اړه یو تازه راپور خپور کړی چې له مخې یې، یوازې د ۲۰۱۹ مېلادي کال له پیله تر روانې اوونۍ پورې ۳۷۵ زره او ۸ سوه افغانان له خپلو مېنو نورو سیمو ته کډه کېدو ته اړ کړي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، دا شمېر کسان هغه افغانان دي چې د وسله‌والو ترهګرو او دولتي ځواکونو د نښتو له کبله له خپلو مېنو نورو سیمو ته کډه کېدو ته اړ شوي چې ډېری یې د جګړو د دوام له کبله بېرته خپلو سیمو ته نه‌ دې ستانه شوي.
د اوچا اداره وايي، په روان مېلادي کال کې تر شاوخوا یو میلیون پورې افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري چې باید ورته رسېدنه وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، تازه د جوزجان ولایت له درزاب ولسوالي هم د جګړو او نښتو له کبله تر زرو ډېرې کورنۍ د خپلو مېنو پرې ښودو ته اړ شوي او شاوخوا نورو سیمو ته کډه شوې دي.
د دغو بې‌ځایه شویو له ډلې اسماعیل وايي، په دې وروستیو کې په دغه ولسوالي کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو تر منځ جګړې زور اخیستی چې پر مهال یې د کورنۍ ځینې غړي هم له لاسه ورکړي دي.
دی وايي، اوس له درزاب ولسوالي شبرغان ښار ته له خپلو ماشومانو سره را کډه شوي او په سختو شرایطو کې تر خېمو لاندې ژوند کوي.
هغه له حکومت او نورو اړوندو کورنیو او بهرنیو موسسو او ادارو غواړي چې د ژوند لومړنیو امکاناتو برابرولو په برخه کې ورسره مرسته وکړي، ځکه په وینا یې، که بېړنۍ مرستې ورته و نه رسېږي، ښايي د هوا د سړښت او ناسم وضعیت له کبله ګڼ‌ شمېر کسان خپل ژوند له لاسه ورکړي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي دفتر ویلي، پر دغه شمېر بې‌ځایه شویو کورنیو سربېره د هغو ۲۵۴ زرو بې‌ځایه شویو کډوالو له ډلې چې د وچکالي له کبله په ۲۰۱۸ مېلادي کال کې د خپلو مېنو پرې ښودو ته اړ شوي وو، ۷۵ زره یې بېرته خپلو سیمو ته نه‌ دې ستانه شوي او لا هم په هرات ولایت کې شپې او ورځې تېروي.
د اوچا د راپور پر بنسټ د سږ مېلادي کال پر مهال له ايران نه هم ۳۰۰ زره او ۵۰۰ افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي. اوچا زیاتوي، په دغه کال کې ۲۲ زره او ۹۰۰ نور افغانان بیا له پاکستانه او ۲۲ زره او ۷۲۳ هم له ترکیې خپل هېواد ته راستانه شوي چې ډېر شمېر یې په سختو شرایطو کې ژوند کوي. د راپور له مخې، یو شمېر نور کډوال له اروپايي هېوادونو هم افغانستان ته راستانه شوي دي.
بل خوا د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت د مالوماتو له مخې، د ۲۰۱۹ مېلادي کال پر مهال له بهرنیو هېوادونو شاوخوا څلورنیم لکه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ژمي موسم په را نږدې کېدو او د سړې هوا پر زیاتېدو سره ورځ تر بلې پر کورنیو بې‌ځایه شویو د ژوند چارې سختېږي او که لازمې مرستې ورته و نه رسېږي او د ژوند لومړني امکانات ورته برابر نه‌شې ښايي ګڼ‌ شمېر یې پر ناروغیو اخته او خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply