د ټرمپ ناڅاپي، لومړنۍ او 2:30 ساعته سفر افغانستان ته

لیکوال: احمدشاه راشد

0 806

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د قوس میاشتې په ۷مه نېټه ماسخوتن ناوخته په یوه ناڅاپي او نا اعلان شوي سفر افغانستان ته راغی، افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د ده لیدلو په پار د بګرام هوایي اډې ته ورغلی او ور سره کتلي یې دي.

لیکوال: احمدشاه راشد

په داسې حال کې چې د امریکا لوی درستیز جنرال مارک مېلي، افغان ولسمشر غني، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قومندان جنرال مېلر او نور امریکايي چارواکي ي یې تر څنګ ولاړ ؤو، سرتېرو ته په وینا کې ووېلې، له افغانستان څخه یې د وتلو پلان د تطبیق په حال کې دی خو په ډاګه یې نه کړه چې څومره سرتېري به له دغه هېواد څخه باسي.

همدا راز ده د خبرو په مهال وویل، چې طالبان غواړي له افغان حکومت او امریکا سره  خبرې وکړي او دوی دېته هم قانع شوي چې اوربند وکړي خو ده ووېلې چې طالبان ډېره بده معامله او هوکړه غواړي خو دېته یې اشاره ونکړه چې څه ډول بده هوکړه او معامله کول غواړي خو ده زیاته کړه چې موږ به تر هغه وخته پورې په افغانستان کې پاتې شو تر څو پورې چې بریا تر لاسه کړو او د سولې واقعي هوکړه وشي، ښاغلي ټرمپ همدا راز له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغان ځواکونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه د دوی کارنامو خورا متاثره کړی دی.

نوموړی په داسې حال کې افغانستان ته خپل لومړنی ناڅاپي سفر کوي، چې د سولې خبرې اترې له یو څه ځنډ وروسته بیرته د نورمال حالت پر خوا روانې دي تر ټرمپ یوه شپه وړاندې د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي هم کابل ته رارسېدلی ؤو. د امریکا ولسمشر په داسې حال کې افغانستان ته ناڅاپي سفر کوي چې په تېره سپټمبر میاشت کې یې له افغان طالبانو سره د سولې روانې خبرې په ناڅاپي توګه ودرولې. خو تېره اوونۍ د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د یو شمېر مهمو بندیانو له تبادلې وروسته اوس داسې ښکاري چې د سولې خبرې ښایي یو ځل بیا پیل شي. په دې تبادله کې افغان حکومت د انس حقاني په ګډون درې تنه طالبان له خپله بنده خوشي کړل. په بدل کې یې طالبانو په کابل کې د امریکایي پوهنتون دوه تنه بهرني استادان خوشي کړل. چې په پایله کې شته بې باوري کمه، چې ورسره ممکن د سولې خبرې بیا پیل شي.

د ټرمپ سفر افغانستان ته

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ماښام دافغانستان په وخت د شپې اته نیمې بجی ناڅاپي او نا اعلان شوی سفر افغانستان ته وکړ او له دوه نیم ساعتونو ځنډ وروسته بېرته خپل هېواد ته ستون شو، د نوموړي د سفر په اړه بېلا بېل تحلیلونه کېدای شي درست وي د نوموړي سفر یو غیرې رسمي سفر ؤو،  چی په ډېره بيړه او په کم وخت کی پشپړ شو تر ډېره امکان لري چې ښاغلی ټرمپ د دغه سفر ځخه یوازې او یوازې کمپایني ګټه پورته کړي او د شکرانې مراسم په افغانستان کې له خپلو مېشتو فوځيانو سره ولمانځي تر ځو په دې سره په دې اړه باندې د خپل ملت توجه ځانته را جلب کړي او بل ده له خپلو خلکو سره وعده کړې وه، چې د افغانستان جګړه، د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده بهرنی جګړه ده ختموم، ده په خپلو خبرو کې وویل چې طالبان په افغانستان کې سوله غواړي او د خپلو سرتېرو د کمېدو یادونه یې هم وکړه خو دا یې په ډاګه نه کړه چې څومره شمېر سرتيري به په افغانستان کې پاتې شي، نیویارک ټایمز لیکلي، چې د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د خپل لومړني سفر پر مهال پر جمهور رئیس محمد اشرف غني باندې فشار راوړی، چې خپل داخلي مشکلات حل کړي او له طالبانو سره سولې ته د رسېدو په برخه کې خپله همکاري زیاته کړي. همدارنګه دوی زیاتوي، چې د افغانستان په ټپه ولاړه او اداري فساد ځپلې اداره کیدای شي د طالبانو د تشدد په خلاف د امریکا د بریالیتوب تر ټولو لوی خنډ وي. بهرنیو ګډونوالو خبریالانو لیکلي دي، چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره د خبرو په وخت، د ډونالډ ټرمپ لهجه تېزه وه، هغه د غني هېڅ تعریف ونکړ. شاید په دې سره ټرمپ غوښتل غني په دې پوه کړي، چې د هغه په دوهمه دوره کې داسې ډیر شیان دي چې د لومړۍ ورځې نه ورته توجه نه ده شوې.

د سولې په پروسه یې اغېزې

د ولسمشر ټرمپ دا سفر په داسې وخت کې تر سره کیږي، چې هم د سولې خبرو هڅې کېږي او هم د ځواکونو کمولو خبره ورسره مل ده. افغانستان ته د ټرمپ اول سفر دی او جنګي سیمې ته یې دویم سفر دی، تېر کال د کرېسمس وخت کې عراق ته تللی او دا ځل افغانستان ته راغی، دا سفر داسې مهال کیږي چې کابو دری میاشتې وړاندې د طالبانو او امریکا ترمنځ ۹ پړاوه خبرې تر سره شوې او دواړو لوریو د پرمختګ او د توافق‌نامې د نهایي خبره کوله، خو په دې پلمه چې طالبانو په یوه برید کې یو امریکایي سرتېری وژلی، دا خبرې د ټرمپ په یوه ټوېټ سره بندې شوې خو هغه وخت هم کیسه د سرتيري د وژل کېدو وه. موخه دا وه چې طالبانو پلاوی او د افغان حکومت په مشری به محمد اشرف غني امریکا ته سفر کوي او دا کومه توافق‌نامه چې د امریکا او طالبانو تر منځ نهایي شوې ده دا به په کېم ډېوېډ کې د درېیو واړو لوریو په شتون کې امضاء کیږي. خو دا چاره د طالبانو له لوري رد، خو هغه وخت افغان حکومت منلې وه، نو له همدې امله هغه مهال خبرې بندې شوې، او په نړېواله سطحه داسې معلومه شوه، چې د خبرو د بندېدو سبب خپله امریکایانو ؤو نو له همدې امله دوی مجبور شول، چې بېرته له طالبانو سره خبرې پیل کړي د باور جوړونې په موخه طالبانو پاکستان ته سفر وکړ او په افغان سوله کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد هم اسلام اباد ته راغی او له طالبانو سره یې وکتل خو د ناستو جزیات روښانه نشول، چې همدې ناستو دوام پیدا کړ او د باور جوړونې په موخه یې د بندیانو تبادله هم تر سره کړه نو اوس له بل هر وخت نه د سولې د خبرو پیل ته زمینه برابره شوې خپله د ټرمپ راتګ دا د خبرو د پیل لپاره یو ښه فرصت دی او د په خپلو خبرو کې هم یادونه وکړه، چې موږ له طالبانو سره بیا خبرې پیل کړې دي،  موږ کوښښ کړو چې له دوی سر نتیجې ته ورسیږو.

ټرمپ سولې راتلو ته لېواله دی؟

ټرمپ کوښښ کړي چې د ۲۰۲۰م کال له ټاکنو مخکې له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسیږي، تر څو له ملت سره شوې وعده پوره او د ده بیا ځل راتګ سپینې ماڼۍ ته یقني کړي او بل په اوس وخت کې د امریکا او چین اقتصادي ټکر، د شمالي کوریا او ایران اټومي کېدل، په سوریه کې له ترکانو او روسانو سره ستونزې، په اروپا کې د ناټو د شتون او نه شتون خبره خوله په خوله کېدل، منځني ختیځ کې کړکېچن وضعیت، د ترکيې او روسیې نېږدې کېدل، د چین او هند ترمنځ د اړیکو تر هر بل وخت نه د اړیکو رغېدل او په خپله دننه امریکا کې د ډيموکراتانو او جمهوریت‌پالو ترمنځ ستونزې او د ټرمپ استیضاح، چې اوس کې دده پر وړاندې تر ټولو لوی مشکل دی او دی هڅه کړي چې د دویم ځل لپاره د امریکا واګې په خپل لاس کې واخلي.  افغانستان ته د سفر موخه د خپلو سرتېرو سره لیدل ؤو او دا امریکا کې دود دی چې د دغه هېواد ولسمشر دې ورځو کې بهر کې خپلې پوځي اډو ته ځي، د خپلو سرتېرو سره ډوډۍ خوري، د دوی مننه کوي او قرباني یې ستايي. خو د دې ترځنګ دې سفر یو څه نور پیغامونه هم له ځان سره لرل لومړی: په دې راتګ سره یې هغه هېوادونو ته دا وښودله چې موږ په افغانستان کې شته یو او د افغانستان موضوع هم تر اوسه پورې زموږ د لومړنیو او د مېز د سر له موضوعاتو مو ده، چې په بیجېنګ کې کېدونکې ناسته یې په دې سر بیخي بې معني کړه. دویم: خپل ملت ته وښیي چې دی غواړي تر څو د افغانستان جګړه نوره پای ته ورسیږي او د خپلو سرتېرو د کمېدو اعلان یې هم وکړ، چې دا اعلان یې بار بار کړی دی. درېیم: طالبانو ته یې د خبرو د پیل شین چراغ ورکړ او داسې یې وښودله، چې دا ځل به خبرې خپل منزل ته رسیږي او په دې یې دا هم ورته ثابته کړه، چې زه ستاسو هېواد ته سفر کوم نو تاسو هم باید امریکا ته سفر وکړئ. دا او دېته ورته نور موضوعات، چې ټرمپ غواړي په افغانستان کې دا جګړه پای ته ورسوي او دا هم غواړي، چې د دوی له وتلو وروسته د شوروي د وتلو تجربه تکرار نشي دا هم له وېرې نه که داسې وشي نو بیا به یې مخه نيول او کنټرول ناشونی وي.

افغان غرور او د غني کتنه له ټرمپ سره

د ټرمپ د راتګ معلومات له ارګ  سره هغه وخت شریک شول، چې کله د ټرمپ الوتکه د بګرام په هوایي اډه کې ناسته وکړه، له ارګ مېشتو یې غوښتنه وکړه، چې بګرام هوایي اډې ته تشریف راوړي بګرام د پروان ولایت ولسوالي ده د افغانستان د پایتخت اړوند هم نه کیږي، ارګ مېشتو هم خبره تائید او بګرام هوايي اډې ته یې د ټرمپ سره د لیدنې په موخه تشریف یووړ، دا برخه ځکه مهمه ده چې کله اوباما خپله واکمنۍ کې افغانستان ته راغی او بګرام کې یې سرتېرو سره ولیدل پخواني ولسمشر حامدکرزي ور سره ځکه ونه لیدل چې هغه کابل ته نه راغی. د دوه هېوادونو ترمنځ د مشرانو لیدل یې د ځانګړو وضع شویو اصولو له مخې تر سره کیږي هغه، دا چې د یو هېواد جمهور رئیس بل هېواد ته سفر کوي د خپل سفر موخه مخکې له مخکې له مقابل هېواد سره شریکوي د دوی له توافق‌ وروسته خپل سفر پلان کوي خو دا، چې موږ داسې مهال خبریږو چې هغه زما په کور کې دننه ناست وي او ماته وایي چې زه راغلی یم ته راته راشه دا د دې ښکارندويي کوي، چې نه یوازې زموږ خاوره اشغال ده بلکې هغه ځوک چې دلته زموږ پر سر باداري چلوي هغه په هر ډول تړلي خلک له اشغال‌ګرانو سره دي، دا چې کرزي په خپل دور کې دا توره وکړه چې ورسره یې ونه لیدل ده هم کولی شوی خو په دې خاطر چې د ده راتګ تر پنځو نورو کلونو یقیني شي هر ډول معاملې ته اماده دی، چې د دې بیه دا خوار او په لاسو پښو تړلی ویاړلی ملت ورکوي چې تر یې تاریخونه جوړ کړي خو د دې بې کفایته رهبرانو له لاسه له خاورو سره خاورې شوي دي.

پایله

دا چې ټرمپ ولې ناڅاپي راغی، زموږ حکومت یې ولي په جریان کې نه دی کړی او بیا یې ولې زموږ جمهور رئیس نظامي اډې ته د لیدنې په موخه غوښتی دا هغه څه دي، چې موږ  په دې باندې اوس موږ  خبره نشو کولای ځکه هغه زموږ له کنترول وتلې خبره ده، دا چې څه ډول کولای شو له شته فرصت نه ګټه واخلو هغه دا چې امریکا له بل هر وخت نه په افغانستان کې اوس سولې راتلو ته لېواله ده او شرایط داسې راغلي، چې دوی باید له افغانستان نه ووځي. نو پکار ده، چې افغان حکومت او طالبان له دې نه په خپل هېواد کې د ځلوېښت کلن ناورین د ختم په موخه ګټه واخلي هغه دا، چې شته حکومت د خپل شتون په خاطر له طالبانو سره له سولې وېره لري او طالبان هم د شته حکومت سره خبرې نه کوي چې په دې سره د افغان کشالې لپاره حل موندل سختوي او بهرنیان هېڅکله نه غواړي، چې داسې سوله او حکومت راشي کومه څه چې افغانان غواړي. معنې ده، چې دواړه لوري باید سولې ته د رسېدو په موخه یو څه له لاسه ورکړي او یو څه تر لاسه کړي نو په جګړه کې ښکېل ټول اړخونه باید له دې فرصت نه ګټه پورته کړي، که وګورو ټول دخیل اړخونه په هر لحاظ د بل د حمایې سره مخکې ځي نو چې حمایه کوي دي نو حتما پلان هم هغه درته جوړوي، چې موږ یې هره ورځ ژوندي مثالونه ګورو او خپل ملت وینو چې دا ۴ لسیزي د اور په لمبو کې سوځیږي. نو پکار ده، چې ټول دخیل اړخونه د په شخصي، ګوندي او سمتي ګټو پر ځای ملي ګټو ته اهمیت ورکړي او سولې ته دې کار وکړي چې انشاء الله په پایله کې به یې مو تل پاتې سولې ته ورسیږو.

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply