استاد عبدالرسول امین د تلپاتې یادونو په غېږ کې

 پوهاند دوکتور م.ا. زیار

0 827

د لسم تلین له کبله:

 پوهاند دوکتور م.ا. زیار

کابل- ۷ لیندۍ ۹۸

ارواښاد استاد امین په ټوله مانا دخپلې پښتني- افغاني ټولنې یو رښتینېټولنپال ټولنپوهاند وو.داسې چې کړه وړه او له نورو سره چال چلند یې د همداسې لوښې او ځانګړتیا ځلندویې کوله. د چا خبره له هرچاسره یار وو او دېته یې نه کتل، هغه ښی دی که کیڼ، څه راز اندتوګه او لیدتوګه لري؟

 همدا دک ودلیل وو چې له  سوسیالېت او کمونیست او ماوېسته نیولې، تر ملي او دیني بنسټپاله د هرې سیاسي او ایډیالوژیکي ډلې ټپلې والا خپل پلوی (هواخواه) انګېره او د راخپلولو هڅه یې کوله؛ له دې ناخبره چې دغې درنې علمي، فرهنګي او سیاسي سټې خپله ځانتنۍ پرمختللې ملي لاره رَوده پرمخ اخېستې وه او له هماغې ځوانۍ یېد ژوند تر پایه پرې په پوره ایمان و باور ټینګ و ترینګ پاتې شو….

له ناسوبانه  تر سوبانه پېژندویۍ

د سویس په بېرن پوهنتون کې زما  د لوړو زدکړو کال نیم پاتې وو چې له هېواده راته په  راتلونکې یوازېنۍ مهالنۍکابل مجله کې مې د رسول امین تر نامه لاندې د ټولنپوهنې په اړه پر یوه ژباړه سترګې ولګېدې.په پوره لېوالتيامې ولوسته او په ورپسې ګڼو کې مې پاتې لړۍ ترپایه ورسوله.  داچې هغه مهال انګرېزي پوه او بیا ټولنپوه پښتانه له نشته برابر ول، نو داسې مې انګېرله چې ګوندې رسول امین به له آره دحفیظ اله امین (پټ نوم) وي!

خو له دې ناخبره  چې په لوی ننګرهار  او بیا روسته پاتې کونړ، هغه هم د پېچدرې د سر کلي وټه پور په خانانو کې د ارواښاد محمدامین خان  مشر زوی او (امین) يې خپل کورنی نوم دی او له خونړي (انقلابي امین ) سره يې کوم اړاو

تړاو نه دی درلودلی،که نه ولې به يې د نورو زرګونو بېګناهو  افغانانو او بیا روښاندانو، پوهیالانو او فرهنګیالانو غوندې زندیو او زندان ته سپاره؛ د جلادانو یې ورته یېنګۍ په دې هم اېشېده چې نورو ټول د (ملګري امین)  له ګواښنې سره سره له ورته لنډ یا کورنی نومه تېرشول او ده لا هغسې ټینګ و ترینګ ساتلی دی!

هسې خو استاد له وړکینې تر ځلمینې لکه یتیم په ژړا پوخ وو او د لیوني سردار داود له خوا یې د ساپیو تر جنګ روسته د غازي میرزمان خان،د باډېل، قا سم خان ساپي او نورو خانانو او مخورو غوندې له خپلې کورنۍ سره چې په هغه ور تپلي کورني جنګ کې یې  څه برخه بنډه  هم نه وه اخېستې، د هېواد دننه ورته لرې لرې ولایتونو او ولسوالیو (هرات، بلخ او جوزجان…) ته شړونتیا (تبعید) هم تر زندۍ او زندانه کمه نه وو.

د ۱۳۴۴ل. په پسرلي کې چې زه له مېرمنې سره د (افغانستان ژبپوهنې اطلس) پروژې له مخې د ډبډبي په سپرلۍد پښتو ګړدود څېړنې په لړکې د پېچ درې له لېچه لامه¸د (دیګاني)، یا د افغانستان د ژبو پلار استاد مورګنستیرن  په نومېرنه  او نومَونه (وټه پوري) ژبې  د څېړنې په موخه  وټه پور ته راستانه شو،د ارواښادحکم خان په مېلمستون کې مو ورځې دوې واړول،او د قیوم جان زوی او د کابل پوهنتون له بل زدیاند ملګري داود زماني سره د غره برسرته د دیګانانو تر بانډو وختو.نو هغه  مهال مو له ځوان  رسول امین سره ځکهنه وه لیدليچېدی له لسکلنېشړونتیا روستههماغه شپې ورځېد لوړو زدکړو په موخه د کابل پرځایپېښورته پښې یبله سر سرتور ځان رسولی اوتر انګرېزي زدکړېاو په اسلامیه کالج کې تر رښتپوهنې (حقوقو) روسته په پېښورپوهنتون کېټولنپوهنه پرمخ وړله.

د ۱۹۷۲ ز په پسرلي ول کې چې زه د لوړو زدکړو تر بشپړولو روسته هېواد ته راستون شوم او خپل پوهنځي ته ورغلم، په نویو استادانو کې مې لومړی پر همده رښتیني امین سترګې خوږې شوې، له واره مې مخامخ وپېژند، هماغه رسول امین چې په کابل مجله کې د ټولنپوهنیزو لیکنو ژباړنو له مخې پرې ناسو بانه (غیابانه)هسې شکمن  شوی غوندې وم. او اوس دادی،تر پښتو ټولنې رو سته راسره د ژبو او وګړپوهنو (بشري علومو) پوهنځي کې د ټولنپوهنې استاد شوی دی.!

په زړه پورې بیا داچې اونۍ نیمه پس ماته د پښتو خپرونو په ترڅ کې وږمه مهالنۍ زما ترغاړې شوه،د  ټولنپو هنې په برخه کې یې راسره  دقلمي همکارۍ ټټر وټپاوه بې له دې چې د مهالنۍ پرټنډه  کښلی آر وآړ(یوه پښتو-  کره پښتو). یې ټنډه تروه کاندې!

ښه مې پر یاد دی چې یوه ورځ مې چاپ مرستیال په لیکنې پسې ټولګي ته ورولېږه او لیکنه یې چې ترې اخېستې وه، ورته ویلي یې ول: ډېره ښایسته لیکنه ده،خو زیارصاحب به یې درته بدرنګه کړي او (سوسیالوجي) به درته (ټو لنپوهنه)کاندې خو ده ورته د شاګردانو په مخ کې په خندا خندا ورغبرګه کړې وه: ٬زما ټنګې په کار دي٬،او داهم ورته پته وه چې دوږمې لاسباړه د کابل هغې دوه برابره وه!

زه او استاد امین د سرو لښکرو له راتګ سره له امیني زندیو او زندانونو هممها له ژوندي راووتو، او دی د اړوند پوهنځي له استاد مجروح،حکیم تڼیوال او نو رو استادانو سره د پوهې اوفرهنګ د استازیو او بیا استادانود لومړۍڅپې کډ والو په لړ کې پېښورته  پښې سپکې کړې.  هلته د منځلاري جهادي ډلې اسلامي ملي محاذ سرغندوی پیر سید احمد ګيلاني سلاکار او څلور کاله روسته (۱۹۸۴ ز) د کډوالود اړوند دوتر دپازوالۍ تر څنګ د رامنخته شوې (ازاد افغا نستان دلیکو الو) فرهنګي-رسنیزې ټولنې (وفا) مشر وټاکل شو. د پیر ګیلاني د سلاکاري یا انډیوالي پېره دا خوندوره ټوکه د ډېرو دوستانو پریاد پاتې ده او هغه داچې چا به وپوښت،له پېر صاحب سره  دې وخت ښه تېرېږي، او ده  به همدومره ورغبرګه کړه: هو، کله چې راباندې مهربانه شي، بوتل نیم راباندې لوروي!

خو ما د ګوندي په توګه د پوهنځي او ورسره ورسره دکارملي- ستمي نوې ډلې ټپلې پښتني ضد ناخوالې وزغملې،ترڅو یې زه او مېرمن د هو مبولت پوهنتون افغان پېژندني څانګې د استادۍ په پلمه ختیز برلین ته واستولو او له بیرته را ستنېدا سره مو په پښتو او الماني څانګو کې  خپلېاستادي دندې له سره پیل کړې،ترهغې روسته، چېډاکتر نجیب اله د دفاع وزیرشهنواز تڼي او نورو بېلارو او ناراضيجنرالانو ډلې ټپلې کودتا په څو ساتو کې شنډه کړه، بیاهم  کال دوه موږ مېړه او مېرمن دواړو خپلې څانګپوهیزې بوختیاوې پرې نه ښووې او په کابل کې پاتې شو، خوپر هماغه یوازني ولسپال و هېوادپال باندې د پرچمي-خلکي او ستمي-جهادی ناسپېڅلې  ټلوالېکودتااو د پېښور ګورنر هاوس له پرېکړې سره سم چې د هماغه شوربازارحضرت بچی د (ددویم سقاو) په بدرګهد کابل شاهي ارګ جوګه شو،موږ ته هم له خیبره پرته بله لار راپاتې نه شوه

د باچاخان پاتوړي نېشنل عوامي ګوند په مېړانه زموږ د چپیانو پرمخ  هم د تور خم دروازه پرانېستل شوه او اپرېدي دوستانومو په جمرود، او پچګۍ روډ کې سرپنا را پر برخه کړه. هله بیاد کار په لټه د امین صاحب دوتر (وفا) ته، ورغلم، خو د ورسره ناست …جان خلیل له لامَله، نه ماورته د کار څه یاده وکړه او نه ده. هغه تش په نامه خلیل۷- ۸کاله وړاندېپه کابل پوهنتون کې ماتهځان د پېښور پوهنتون ستوډنټ راښوولی او ما په تېروتنه د خپل ریاست په سرکاري ګاډي کې د سرحداتو وزارت ترکتابتونه رسولی وو. روسته راته پته ولګېده چې هغه له امین صاحبه په(سفر وحضر) کې لکه سیوری نه بېلېدونکی وو!

په هرډول د امین صاحب مرستیال (حکیم تڼیوال) یوه ورځ راباندې غږ وکړ چې د (پاک-جرمن)  ښوونیز سازمان مشر ته يې زموږ د کار سپارښت کړی، خو چې ورغلو هلته هم، یوازې ښځینه همکارې ته اړتیا وه،خو مېرمن مې د نشه یي تو کو له اړوند نړیوال سازمان (UNDP) سره د خپلې کړې انټرویو پایلې ته هیله منه وه او ماته يې د (پېښورۍ) پښتو لیکلوست(literacy) له افغاني کولو سره د دوه میاشتني کاردومره  لاسباړه راکړه چې په  هغه بلسازمان کې د مېرمنې تر ګومار ېدنې پرې میاشت نیمه وچلېدو.

زه هم پېښور پوهنتون د وېزیټینګ پروفېسر په توګه هله وګومارلم چې پښتو ماستري او ډاکتري پروګرام ته یې وپتېیله او له خورشید علیخان ګورنره يې  را ته سرباندې (فوق العاده)هوکې واخېسته او کال یونیم مې ورسره په هاسټل کې هوسا ژوند تېرکړ؛که تر جهادي پېر راروسته یې د افغاني استادانو پر مخ نورې پوهنتوني دروازې تړلې وې!

څنګه چې لور ومېرمن مې وارله مخه برېتش ویزې ترلاسه کړې او هملته پاتې شوې وې،نو زه هم پسې د (فامیلي رییونین) له رښتې سره  ورغلم.لور مو نیمګړې طبي زدکړې پرمخ واخېستې او مېرمن مې بي بي سي پښتو خپرونې د ویاندې په توګه پرکار لګولې وه. ماهم د څانګپوهیزو څېړنو تر څنګ په اکسفورډ او لندن پوهنتونو کې دپښتو، پارسي، بلوڅي او نورو افغاني ژبو د لارښود استاد په توګه لاتراوسه وزګار پاتې شوی نه یم!

پر ۲۰۰۵ ز. کال مې چېله اکسفورډه کابل ته د ۶لکو نومَونود راپښتوکولو په موخه د مخابراتو کمپیوټر ساینس څانګې د بلنې له مخې ولاړم، نو دامې ټینګه پتېیلې وه چې د نورو پوهنتوني استادانو په سر سر کې له استاد امین سره  وګورم او تېر هېر یادونه سره راتاند کړو. دا هغه ورځې شپې وې چې تر بون کنفرانس روسته یې  د روم یا پخواني پاچا پلوي ډلې د یوه مخکښ په توګه د حامد کرزي په منځمهاله اداره کې د ښوونې وزیر شوی وو، په دې کې څه اړنګ بړنګ نه وو چې که پاچا د ارواښاد ډاکتر نجیباله بلنه منلی وای او ځایناستی شوی یې وای، ټول پرې راټولېدل،او  د عربو عجمو دغه پای نه منونکی ناورین ناتار به افغان ولس او هېواد دومره نه وو تارومارکړی، او تر منځنیو پېړیو به يې شاتګ ته نه اړېستلو،خو له بده مرغه امریکاورته هلهد راتګ اجازه ورکړه چې ستمي اخواني جهاديان یې  وارله مخه پرخپلو ځواکمنو ګوډاګیانو اړولي ول او کرزی یې هم د  هغو ګوډاګیانو،پرګوډاګي؛ که نه،ولې به یې  په منځمهالې اولداۍ پسېخلیلزاد پاچا لاس نیولی له خېمې رایسته او د کرزي په ګټه به یې له کاندیدۍ لاس پر سراوه!

 په دې ډول د نورو ګڼو رښتینو رویالېستانو غوندې به زموږ مترقي ملتپال  استاد څه کړی وای او زه باور لرم چې د کرزي له خواورته ورکړي (بابای ملت) ستاینوم  ده ته هم  له ټګۍ برګۍ او ریاکارۍپرته بله مانا نه وه درلودلې!

 استاد امین تر وزارت راروسته بې له کومې رسمي دندې دیوه ازاد روښاندي په توګه له مدني ډلو ټپلو سره خپله ملي لاره رَوده پرمخ وړله. هرګوره، د ژوند په روستیو کې یې د (افغانستان د مطالعاتو مرکز) رامنځته کړ.

ماته یې هم مټې انګلیستان ته دبیرت تګ  په هماغه روستیو شېبو کې د لیدو کابو پرلاس راغله او په شړکنده باران کې دخپلې وفادارې شاګردې اغلې صفیې صدیقي جیپ د انصاري څلارۍ  له لارې د نوي پرانېستي (دافغانستان دمطالعا تو مرکز) ته ورسولم او داچې الوتنې ته مې هم بیړه وه، تر پیالې چای روسته مې ورسره مخه ښه وکړه، خو له دې څه باګه چې هغه به مې ورسره روستنۍ لیدنه او مخه ښه وي

د ۲۰۱۶ ز. کال د یانه (سفر) په ترڅ کې د سید جمال الدین افغان او د زاهد ازاد پوهنتون په بلنه اسداباد ته ولاړم، تر لکچرونو روسته د دوه درو استادانو په ملتیا پرنوی پله کرهالې ته ورپورېوتو، ړومبی مو د(امین نا امین) دبلهارو شهید انو ډلیز مړیستونونو ته یوه شېبه تم شو او ورته مو دعا او نمانځنه وکړه او هله يو څه واټن مخپورته د رښتیني ارواښاد استاد امین مړیستون او کتابنون ته ورغلو،نمسي یې راته د وربوی دړه راپرانېسته، دعا او درناوی مو ورته وکړل او بیا يې کتابتون ته ورننوتو. هلته مو د استاد د ټولنپوهنې او سیاست په اړه د یوشمېر خپلواکو رسنیزو،څېړنیزو او ژباړیزو کتابونو تر څنګ د اوږدمهالې (وفا) رسنیزې او فرهنګي ټولنې د مهالنیو ګڼ شمېر کلکسینونه په خرو (قفسو) کې او ډل شوي ول، هلته د اوسېدونکي او ساتونکي  زوم په وینا يې هغه ټوله وداني او باغچه د اغلې مېرمنې په مېړانه جوړه شوې ده.په راوتو کې د خدای بښلي دوست  استاد امین مزارته له درناوي سره داشعر پرزړه راوورېد:

په خندا خندا راتلم دې چې دیدار ته

اوس راځم دې په ژړا ژړا مزار ته

د تلیاد استاد رسول امین اروادې ښاده  او برکت دې یې د درنې کورنۍهېواد مېشتو او بهرمېشتو پاتوړو ته ورسي!

                                                د پوهې او فرهنګ دګردومترقي استازیو زیار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply