ګونګه سوله

جان روان ځاځی

0 665

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشرانو سره په ۹ پړاوونو کې د سولې خبرې اترې ترسره کړې او دواړه لوري تقریباَ یوې هوکړې ته نږدې وو، چې د امریکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ستمبر په ۷مه نېټه وروسته تر هغې يادې خبرې لغوه اعلان کړې، چې د افغانستان په پلازمېنې کابل کې د دغې ډلې په موټربم بريد کې د یوه امريکايي په شمول ۱۲ کسان ووژل شول.

د طالبانو په دغه بريد کې د دغه امريکايي سرتيري په وژل کېدو سره په ۲۰۱۹ کال کې د امريکايي ځواکونو د مرګژوبلې شمېر ۱۶ ته ورسېد، حال دا چې هره ورځ په سلګونه افغانان شهیدان کيږي، خو څوک خپل غوږ هم پرې نه ګروي.

د تېرې نومبر په اته ویشتمه  نېټه ولسمشر ډونالډ ټرمپ له امریکايي سرتېرو سره د شکرانې ورځې د نمانځنې په پار افغانستان ته ناڅاپي سفر وکړ او هلته یې خپلو سرتېرو ته په  وینا کې وویل، چې له طالبانو سره یې د سولې خبرې بیا پيل کړي او دا ځل به د خبرو تمرکز په اوربند وي.

 د ټرمپ له دغه اعلان سره هممهاله د امریکې د بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړ، چې زلمی خلیلزاد به  قطر ته سفر وکړي او له طالبانو سره به د سولې لسم پړاو خبرې پیل کړي.

ورپسې زلمي خلیلزاد د سولې موزې بیا پر پښو کړې او کابل ته لاړ او هلته یې له افغان ولسمشر او د هيواد یو شمېر سياسونو سره د سولې په اړه سلامشورې وکړې.

 د سولې دغو خبرو سیلاب اخیستو افغانانو ته یو ځل بیا سوله بښونکې هيلې ورکړې دي.

اوس د خلیلزاد په مشرۍ امريکايي پلاوی په قطر کې له طالب استازو سره د سولې په خبرو بوخت دی، ځینې سرچېنې د امریکايي چارواکو له قوله وايي، چې د خبرو د روان پړاو منځپانګه په بین الافغاني خبرو اترو او اوربند راڅرخي.

طالبانو هم منلې، چې له امریکايي پلاوي سره یې د سولې خبرې بیا پیل کړي، خو دوی له امریکې سره پر خبرو اترو ټینګار کړی او افغان حکومت نه یوازې د جنګ لوری نه بولي، بلکې د امریکې مزدور او غلام یې یادوي، خو خپل تحریک خپلواک او سپيڅلي بولي.

شک نشته، چې طالبان د خپل غرور پرغونډۍ ناست دي او تل یې د ټوپک په شپيلۍ خبرې کړي او کوي یې، خو د هيواد د ښيرازۍ او پرمختګ لپاره یې تر اوسه داسې هیڅ طرحه نه ده وړاندې کړې او نه یې لري، چې د افغانستان د پرمختګ څرک پکې وښکاري، بلکې شته لاسته راوړنې هم ننګوي.

طالبان دې دا درک کړي، چې پر دې خاورې یو داسې نظام شته، چې ګرده نړۍ یې په رسمیت پيژني او افغانان د همدې نظام په برکت په ټولو هیوادونو کې سرې سترګې ګرځي او خپلې چارې پر مخ وړي.

اوس افغانان دې ته نه دي مجبور چې په بهرنيو هيوادونو کې د خپل سفارت پر ځای د پاکستان سفارت دروازه وټکوي.

طالبان دې د غرور په هوس په هوا نه ګرځي، بلکې پر ځمکې دې ارام ګام کیږدي او فکر دې وکړي،  چې افغانان څه غواړي؟

دوی دې د امریکې په ژمنو ډېر باوري نه اوسي، امریکې ته خپلې ګټې مهمې دي، دوی د افغانستان او افغانانو په کېسه کې نه دي، نو بناءً له تېر تاریخ نه باید پوره عبرت واخلي.

 په دې وروستيو کې ځینو رسنيو داسې خبرهم  ورکړی، چې امریکا او طالبان اوربند کوي او یوې داسې هوکړې ته نږدې شوي، چې له مخې به یې امريکايي ځواکونه له افغانستانه وځي او پر طالبانو به بریدونه نه کوي او مقابل کې به طالبان پر دوی حملې نه کوي، خو طالبان وايي، چې د افغان ځواکونو پر وړاندې به يې بریدونه تر هغې دوام ولري، چې بين الافغاني خبرو کې پر اوربند هوکړه نه وي شوي.

   شاعر وايي:

هر یو سړی د باچا خلاف نارې وهي تل
خو د دې جنګ تر شا کېسه، چاته معلومه نه ده

دلته یوازې  امریکايي ځواکونه نه دي میشت بلکې تر افغان خاورې ډېر لاسونه راغځيدلي دي.

 هیڅ افغان ته پر خپلې خاورې د بهرنيو ځواکونو شتون د منلو نه دی، د پښتو متل دی، وايي په شېدو سوی له شړومبو هم یريږي.

افغانان یريږي، دوی ته د تېرې پېړۍ د ۸۰ مو او ۹۰ مو کالونو بدګړې یادې دي، هر افغان په دې فکر کې دی، چې د بهرنيو ځواکونو په نشتون کې مجاهدين او طالبان یو بل ته بيا غومبر ونه وهي؟

  طالبان دې د ټوپک په شپیلۍ خبرې نه کوي، بلکې افغانانو ته دې د افغانستان د پرمختګ او د نظام د ساتلو لپاره طرحه وړاندې کړي؟

دوی د افغانستان د پرمختګ لپاره څه لري؟

په اوس وخت کې افغانستان له خپلې بودجې ملکي مامورينو ته معاش نه شي ورکولی، نو کله چې بهرني هيوادونه افغانستان ترک کړي، طالبان د ملکي مامورينو او افغان امنیتي ځواکونو معاش او لګښت او د بنسټیزو تأسیساتو د جوړونې او تقویې بودجه له کومه راوړي؟

اې د سوي باغ مالياره ـــــ د نورونو جهان جوړ کړه

د دې باغ خاوره را واخله ـــــ ترېنه نوی بوستان جوړ کړه                    غني خان

راشه خپل افغان ورور ته غاړه ورکړه او ددې هيواد او ددې درديدلي او ځوريدلي ملت ته کار وکړه، افغان دولت سره یو ځای شه، ټولو افغانانو ته د زوروهنې او جنګ ثمره مالومه ده.

که زړونه سره یو کړو او لاسونه سره ورکړو

دا غرونه به لالونه  شي، دا بوټي به لونګ شي                                 دروېش درانی

د دغه بدمرغه جنګ له  امله هره ورځ سلګونه افغان ځوانان وژل کیږي، یوازې د وژنې خبره نه ده، د دوي په وژل کېدو سلګونه کورنۍ بې سرپرسته کیږي، میندې یې بوریږي، مېرمنې يې کونډې او خویندې يې بې وروره او ماشومان یې بې اسرې يتيمان پاتې کیږي، د دغو کورنيو په ځانګړې توګه د دغو ماشومانو راتلونکی به څنګه وي؟

امریکا او نړيوال پر افغان خاوره روانې غمیزې ګوري، خو سترګې يې پرې پټې کړي او خپلې  ګټې لټوي، طالبان ددې پرځای چې افغان حکومت سره اوربند وکړي، برعکس امریکې سره د سندرې غږ وړي او د خپل افغان ورور پر وړاندې جګړې ته دوام ورکوي.

  رحمت شاه ساحل وايي:

هر ليوني د خپل جنت په طرف لار ونيوه

هيڅوک پر خپل ولس راتلونکی غذاب نه پيژني

دلته سړي ته فکرونه او سوچونه ودريږي، ځکه؛ که طالبان افغان امنیتي ځواکونه د امریکایانو ګوډاګيان، اجیر او ځای ناستي بولي، نو بیا يې ولې له امریکې سره په اوربند کې نه شاملوي او پر دوی بریدونو ته دوام ورکوي؟

پخوا چې امریکايي ځواکونو د طالبانو پر وړاندې پلي عمليات کول، نو طالبانو به ویل، چې مونږ افغان ځواکونو سره کار نه لرو، خو دوی د امریکايي ځواکونو کاروان سره روان وي، نو ځکه تر برید لاندې راځي.

کله چې د هیواد د امنیت چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې او امریکایان اډو ته ستانه شول، نو طالبانو ۱۸۰ درجې تغیر وکړ، اوس امریکا سره اوربند کوي، خو د افغان ځواکونو پر وړاندې به جنګیږي.

عجيبه ده!

 که چېرې طالبان د افغان ځواکونو پر وړاندې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي، نو بیا یې څنګه توجيه کوي او بیا یې ولې د جګړې یو اړخ نه ګڼي؟ بیا یې ولې د امریکې اجیر ځواکونه بولي؟

بله خبره دا ده:

 که امريکا او طالبان خپل غم ژاړي او اوربند کوي، نو امریکا ولې افغان حکومت بې خبره پاتې کوي، دلته بیا د افغانستان او امریکې امنیتي او دفاعي تړونونه په څه مانا دي؟

امریکې د افغانستان د ۱۸ کلن جنګ په اړه خپل ولس ته دروغ ویلي او هغوی یې غولولي دي، نو افغانانو سره به رېښتوني پاتې شي؟ نه هيڅکله هم نه!

 امریکا د افغانستان د ګټو او افغان وژنې په کېسه کې نه ده، دوی ته خپلې ګټې مهمې دي.

ما خو پر دې هم غوږونه بریږي او له حقیقته هم لرې راته نه ښکاري، چې امریکا به د خپل سفارت د ساتلو په پلمه افغانستان کې یو شمېر ځواکونه پرېږدي، خو دا به وخت ثابته کړي.

ارمان دا دی:

 خانان به بیا سره خانان شي

په منځ کې دل شول، د رامبېل چامبېل ګلونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply