د افغانستان ملي ژبو د ودې او پراختیا ورکشاپ

پوهاند دوکتور م. ا. زیار

0 881

پوهاند دوکتور م. ا. زیار

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نوښت:

د افغانستان ملي ژبو د ودې او پراختیا (پرمختیا) ورکشاپ

تر دغه سرلیک لاندې یوورځنۍ غونډه چې د ۱۳۹۸ لیندۍ پر لسمه د ملي موزیم په تالار کې جوړه شوې وه، دوې برخې درلودې: سهارنۍ  برخه له لویه سره د بېلابېلو علمي-فرهنګي بنسټونو ګوزارشونو ته ځانګړې شوې وه او ماسپښینۍ هغه اړوندو کارغالیو ته.

د پرانېستې ویناد اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ اوهنر معین پوهاند رسول باوري  وکړه. ورپسې د هېواد مشر فرهنګي سلاکار استاد غضنفر پر سکالو رڼا واچوله بیا د نو مو ړي وزارت فرهنګي سلاکار ډاکتر خوشال روهي وغږېد. د ګوزارشونو په لړ کې یعقوب مو مند د پوهنې وزارت،څېړنوال وجیه الله شپون د علومو اکادمۍ،پوهنوال بیت ا لرحمان رودوال د ښوونې روزنې  پوهنتون، پوهنوال اجمل ښکلي  د ژبو اوادبیاتو پوهنځي په استازۍخپلې څرګندونې وړا ندې کړې… او بیا  استاد عطامحمد پویا د ښوونيز سېستم د ښه ترا اغېزمنتیا  په موخه پر دې ټینګار وکړ چې په کارده،د پرمختللي نړۍ  پرپلیونۍ بکلو ریایي پېر پر دوه برخو ووېشل شي: تر لسم ټولګي ټولیز نصاب  ته ځانګړي شي او ور پسې دوه کلن پېر (لږ ترلږه) پر دوه ګونو پوهنتوني څانګپوهنو، یانې ټولنيزو او ساینسی پوهنو  ووېشل شي او په دې ډول زدکړیالان یوازې هماغه ټاکلي لوستونه پرمخ یوسي. اغلې لطیفې مجیدي د  د افغان ښځو لپاره د کاناډايي سازمان  د استازۍ په توګه د  ملي ژبو په وده او پر مختیا کې دخبرتیایي  تېکنالوجۍ ونډه  ګټوره وبلله او په زړه پورې لارې چارې یې را پرګوته کړي.

تر  اوږدې غرمنۍ لارغې (وقفې ) روسته غونډه پر پېنځګونو ژبپوهنیزو کارغالیو (کارګاهو، ورکشاپو) ووېشل شوه او  همداچې یې دوې ګړۍ پس د خپل کارندویو ګوزارشونه وړا ندې کړل،ډاکتر خوشال روهي ماته د ټولیزې ارزونې بلنه را کړه.  ماکه څه هم  غوښتل، د ژبپوهنې د سلاکار په توګه د څېړنوال شپون  پر ګوزارش  داهم ورسرباری کړم چې  اکا دمي  نه یوازې تربل هر پوهنیز،ښوونیز یا فرهنګي  بنسټه د ډېرو لویو او وړو ژبو څېړ نیزې چارې پرمخ وړي، بلکې ترڅنګه یې له یو کال راهیسې د څه ناڅه دېرش ژبو له اړوند ۲۸۴ ګړدودو سره (دافغانستان ژبپوهنې اطلس) د ځنډېدلي  بهیر د بیا پایلونې په اړه روستۍ پرمختیاوې له ګډونوالو سره شریکې کړم او بیا هله  د نوموړې غونډې یوه لنډه او کوټلې ارزونه وړاندې کړم،*

خو لمر نور پر ډوبېدو شو او راخپرېدونکې تیارېدټولو،په تېره دښځمنو پر سترګو تیاره  راوسته  او ورسره د تړلې تورې غدۍ تراه په تراره کړې؛لومړی تورسرې او بیا تورسري ورو ورو په توره تېښته شول.نو زما هم د اور ژبي شاعر (صنوبر مومند کاکاجي) شعر پر زړه راوورېد او بې پایلې مې  خبرو ته پایټکی کېښود:

د هغه ملا پر وعظ به څوک غوږ کېږدي

                                                                                   تر ممبره چې شغار ستا د پڼو ځي!

ستاسې د ټولو زیار

}} *  د اطلس دغه پروژه له آره د کابل پو هنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ، د ژبپوهنې مؤسسې  په چوکاټ کې  د څلوېښتمو او پېنځوسمو لمریزو کلونو تر منځ رامنځته شوې وه. په دغه موخه د اروپایي آریانپوهانو  په مرسته او لارښوونه د  افغاني څېړونکو له خوا د هېواد له پېنځوسو ژوندیو او نیمژواندو ژبو ځنې  دېرش ژبې له ۲۸۴ ګړدودو سره په نړیواله ابېڅې ثبت شوې وې. راروسته بیا د یونسکو له غوښتنې سره سم د سویس دولت  په خپل مالي فنډ د بېرن پوهنتون د آریانپوهنې څانګې د مشر آریانېست پروفیسر ژارژ ردار او اړوندو همکارانو له خوا يې تخنیکي چارې تر اتیایمې زېږدي کاله پرمخ وړې او له هغه راهیسې یې بهیر (پراسېس) نور همداسې نیمګړی پرېښی وو.  له تېر یوه کال راهیسې چې د  جمهوري مقام له هوکې سره سم  اکادمۍ ته سپارل شوې او بلخوا داچې زه  پر افغاني او اروپایي کچ د هغې پروژې یوازني ژوندی پاتې او ډېرکاري استازی وم، د اکادمۍ  ژبپوهنې د سلاکار په توګه د درې کسیز پلاوي په ترڅ کې مې اروپاته سفر وکړ .

لومړي  مو په پاریس کې د افغان سفارت  له لارې د یونسکو له نړیوال سازمان سره خپلې غوښتنې شریکې کړې او بیا د سویس په ژنېف کې دافغاني سیاسي استازولۍ له لارې د پلازمېنې بېرن پوهنتون له مشرتابه سره د اطلس بهیر دبیا پیلونې په موخه د مالي اوتخنیکي مرستې غوښتنې رامخته کړې او ورسره مو د افغانی او سويسي غاړو تر منځ د یو نوي تړون پر اړینتیا جوړ جاړي ته ورسېدو. همداراز اړوند یونلیک{{

افغانستان د ۵۰ ژبو ټاټوبی

داخبره خو ټول خپل پردي کوي چې افغانستان یو ګڼ ژبتوکمیز هېواد دی: څلورګوني (آریايی- تورک ومغولي- سامي- دراویدي) توکمونه له پېنځوسو ژوندیو او نیمژواندو ژبو سره.

۱-آریاني، لکه: پښتو، پارسي، بلوڅي، اورمړي، پراچي، (۲۵) پامیري ژبې(واخي،شوغني، روښاني، اشکاشمي، يیدغه، مونجي، زیباکي،اوروشوري، سنګلېچي…)؛

 ۲-هندو-آرین ګډ بریدي ژبې، نورستاني (کتي، پارسوني، وایګلي،…)، دردي (پشه يي، ساوجي، ګَوري، تیراهي یا تیرو، وټپوري…)؛

۳-د هند د بومي دراویدي ژبتوکمیزې ډلې یوازې  (براهوي) ژبه استازي کوي.؛ هندي آریایي (پنجابي، سیندي، شکارپوري، هندکو) ژبې په لږکیو هندوانو او سېکهانو ویونکیو  اړه لري او ګوجرو، ګوجري یا ګوجراتي) په پوونده وو(ګوجرو) ؛

تورک و مغولي یا التایي ژبې،  لکه:  مغولي  چې د هرات ګذرې ولسوالۍ د سیاوشان په کنده کې پاتې ده، خو پر وړاند یې ۷-۸ تورکي ژبې ټیکاو لري. په هغوی کې وزبکي د هېواد د وګړو پېنځه  سلنه رغوي،  او تر څنګ یې تورکمني  تر نیم میلیونو ویونکیو سره دویم دریځ  راخپلوي؛ قرغزي، قزاقي، قره پاکي، اویغوري… ټولټال د ویونکیو یوه  وړکۍ شا نتې سلنه رغوي.

۴-   له سامي ژبو څخه  یوازې نیمه نیمژواندې عربي راپاتې ده او عبري یې اسراییلو ته د ویونکيو ؛ او بیا په کابل کې څه ناڅه ۳۰  وړاندې د روستني ربای له مړینې سره نوره نه ویل کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply