د ټاکنو لومړنيو پايلو په اړه لنډ نظر

خان ولي کامران

0 663

د ولسمشرۍ د ټاکنو د لومړنيو پايلو له اعلان څخه نړیوال او په ځانګړې توګه امريکايان کیدای شي دوه موخې ولري.

١: نړیوال یا امریکايان غواړي د سولي په راونو خبرو کې له طالبانو څخه امتياز واخلي او د هغوي پر وړاندي د يو فشار په توګه کاروي چې دا دي د ولسمشرۍ ټاکنو لومړني پايلي اعلان شوې که زموږ غوښتنې ونه منئ نو په افغانستان کې حکومت جوړېږي او تاسو (طالبان) به پنځه کاله صبر کوٸ.

٢: د حکومت په اوسنې واکمن غني د ټولو روا او ناروا غوښتنو منل که لږ یې سرغړونه وکړه نو ټاکني به دويم پړاو ته وړي چې پلازمینه کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفير جان بس هم ورته اشاره کړې ده.

نو پایله دا راووځي چې :

که له طالبانو سره د سولي په خبرو کې پرمختګ وشي او هوکړه لاسلیک شوه نو ټاکني دويم پړاو ته وړي او بالاخره یې د ژمي، لګښت او نورو عواملو له کبله ځنډوي او د طالبانو په ګډون ټول شموله حکومت رامنځ ته کوي چې غني به پکې واکمن نه وي.

او که د سولي هوکړه له طالبانو سره ونه شوه نو غني په دويم پړاو ټاکنو کې تر هغې ننګوي نو دی به مجبورا د امريکا هرې ناروا او روا  ته لبيک وايې لکه چې تېر پنځه کالونه يې وويلي او داسي یو حکومت به رامنځ ته کړي چې په دغه تېر به شکر وباسي.

 خو الله دې هغه وکړي چې زموږ او د وطن په خير وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply