د امریکایی ځواکونو کمول، پر جګړه اغېزه نه شی کولى

عبدالمنان توحیدیار

0 957

د امریکا پیاوړی او مخکښ سناتور نېنزی ګراهام افغانستان ته په راتګ سره له ولسمشر غنی سره وړمه ورځ په ارګ کې وکتل او بیا یې خبری غونډې ته مالومات ورکړل، دى وایی، چې په راروان نوی کال کې به د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د یو شمېر ځواکونو د ایستلو اعلام وکړی، خو ښاغلی ګراهام په دې اړه اندېښنه هم ښکاره کړې ده، ده ویلی، چې له افغانستانه د امریکایی ځواکونو ایستل به په داسې حال کې چې ترهګری په ګاونډ کې بېرته پیاوړې شوې او اورپکی هم ورسره یوځاى ده، ستونزې را منځته کړی چې دا نه د امریکا لپاره په خیر ده او نه هم د افغانستان او سیمې په خیر، ده ویلی، چې دا کار باید د افغان ځواکونو د پیاوړتیا په صورت کې وشی، کله چې افغان ځواکونه دومره پیاوړی شی، چې ترهګری وځپی، نو بیا دې امریکا خپل ځواکونه له افغانستانه وباسی! د ځواکونو خبره په داسې حال کې کېږی، چې په افغانستان کې لا هم جګړه ماران مهار شوی نه دی او په پاکستان کې ترهګری او اورپکی له بل هر وخته اوس ډېره پراخه او پیاوړې شوې ده، دې ترهګرۍ په افغانستان کې د سولې امکانات له خطر سره مخ کړی، بل لورى له پاکستان سره د ایران او روسیې په شمول نور هېوادونه هم ملګری شوی، چې هغوى د خپلو موخو او د امریکا او ناټو د ماتې په هیله د دې ترهګرۍ او اورپکۍ علنی ملاتړ ته لاس اچولى دى! له همدې امله اوسنۍ ترهګرۍ له پخوانۍ هغې خطرناکه او ملاتړی یې عملاً موندلی دی! په دې اړه خپله په امریکا کې هم رسنۍ اندېښنې ښکاره کوی او سیاسی او پوځی کارپوهان د ټرمپ په دغه تصمیم نیوکې کوی، واشنګټن ټایمز ورځپاڼې هم له افغانستانه د امریکایی ځواکونو پر وتلو اندېښنه ښکاره کړې ده.

دغې ورځپاڼې لیکلی، چې د طالب جنګیالیو له‌خوا پر زیاتو بریدونو سربېره، ټرمپ په افغانستان کې د عسکرو کمولو ته لېواله دى.

د این بی سی ټلوېزیونی چینل دتېرې شنبې ورځې په  ماښام راپور ورکړ چې تمه کېږی د ډونالد ټرمپ اداره روانه اوونۍ له افغانستانه د ۴ زرو امریکایی عسکرو د وتلو اعلام وکړی. که چېرې دغه شمېر سرتېری وایستل شی، نو په افغانستان کې د متحدو ایالتونو د پاتې سرتېریو شمېر به د ۸ او ۹ زرو ترمنځ وی. بله خوا یو شمېر نور سناتوران د دغه تصمیم ننګه کوی، د امریکا د کانګرېس یو شمېر غړی استدلال کوی چې ښاغلى ټرمپ خپل هېواد ته د خپلو ځواکونو د لویې برخې د بېرته راستنولو په هدف کې پاتې راغلى دى جمهوری غوښتونکی سناتور رانډ پاول په دې وروستیو کې  CNN ټلوېزیون ته ویلی: (( ټرمپ خپل هېواد ته د عسکرو په راوستلو کې خپله ژمنه نه ‌ده پوره کړې.))

ښاغلى پاول باور لری اوس‌یې وخت دى چې امریکا له افغانستانه ووځی، خو دا د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ښاغلی ټرمپ ستر کمپاین دى، په اصل کې دا ډول تصامیم څو څو ځله نیول شوی وو، خو امریکا په اسانۍ سره افغانستان نه پرېږدی او دلته یې د افغانستان په امنیت او ثبات کې خپل امنیت او د نړۍ امنیت خوندی دى! دا منو چې ښاغلى ټرمپ به د کمپاین لپاره یو شمېر ځواکونه وباسی، خو د ټولو هغو د ایستلو خبره یې نه ده کړې او نه هم داسې پلان لری، بلکې د ځواکونو کمول او زیاتول معمول ګرځېدلی دی. امریکا د ترهګرۍ او اورپکۍ د خطر له امله او له افغانستان سره د ستراتیژیکې او امنیتی او دفاعی ملګرتیاوو په ترڅ کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستو ته ژمنه ده، د ۴ زرو عسکرو ایستل افغانستان د ناامنۍ کندې ته نه شی ټېل وهلى، بلکې کورنی ځواکونه د هغوى ځاى ډکولى شی او اوس عملاً کورنی ځواکونه پر ترهګرۍ او اورپکۍ لاسبری دی! بل دا چې له افغانستانه د ترهګرۍ ضد مبازره مهمه ګڼل کېږی او ناټو هم د افغانستان اوږدمهالی ملاتړ ته زور ورکوی!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply