په افغان سوله کې د پاکستان رول / خان ولي کامران

0 1,072

په اماراتو او قطر کې د طالبانو او امریکایې چارواکو د سولې په اړه د نسبي مثبتو خبرو په اړه د هېواد دننه او بهر کې ګڼ غبرګونونه را پورته شول چې موږ یوازې په دغه لنډه لیکنه کې د پاکستان د غبرګون په اړه یو جاج اخلو چې پاکستان د افغان سولې په اړه څنګه خپله ډیپلوماسي پر مخ وړي.

 زما په اند پاکستان د افغان سولي په خبرو اترو کې چې له امریکایې چارواکو سره رواني دي له داسي ډیپلوماسي کار اخلي چې په دواړو حالاتونو کې دوي خوشاله او په ګټه یې ده او نړیوالو ته هم ددغي  دوه مخي پالیسی له مخي داسي مخکي ځي چې په ښکاره ځانونه فرشته معرفي کوي خو په اصل کې دوي په افغانستان کې د رښتېني سولي د راتلو مخه ډب کوي او کوښښ کوي د سولي په اړه رامنځ ته شوې فرصت له منځه یوسي او د سبوتاژ کولو پخه ډیپلوماسي پرمخ وړي.

نو په همدې تړاو خپله ټوله انرژي یې په کار اچولي او تر یو بریده پکې بریالي هم دي که زموږ افغاني مشران له ژور فکر او سوچ څخه کار وانه اخلي نو د سولي په اړه رامنځ ته شوې دغه فرصت به له منځه لاړ شي او په کور دننه د جنګ جګړو تنور به یو ځل بیا ګرم شي نو راځم خپلی ارې موضوع ته چې پاکستان څنګه غواړي د سولي په کولو او یا په نه کولو کې خپل رول ادا کوي.

لومړی : دسولي خبرو په بریالیتوب سره دوي له مکره ډکه پالیسي غوره کړي که خبرې کامیابي شي نو دوی وار له مخکي داسي پیغامونه خپاره کړي چې په قطر کې د طالبانو او امریکایې چارواکو په مخامخ خبرو کې د دوي مهم رول لوبولي دي او  د دوي په هڅو او زیار سره دغه خبرې تر یو بریده بریالي شوېدي او نړیوالو ته هم ښئ چې دوي په افغانستان کې د سولي پلوي دي او په همدي پلمه له نړیوالو مرستي را جلبوي خو بل پلوه د همدغو خبرو په نتیجه کې په غیر مستقیم ډول په افغانستان کې د پاکستان ضد ایډیالوژي لرونکو سیاستوالو ته داسي پیغام ورکوي چې هغوي د سولي په رامنځ ته کیدو کې د پاکستان ضد ایډیالوژي په اساس خپل غږ پورته کړي ترڅو رواني خبري سبوتاژ کړي چې همداسي هم وشول.

 خو زما په اند په سوله کې کیدای شي د پاکستان رول دومره زیات نه وي او کوم لږ رول چې لري هغه هم د یو شمېر طالب مشرانو کورنۍ دي چې دوي په پاکستان کې له ځانونو سره برمته کړي دي او د هغوي په اساس په طالب مشرانو فشار راوړي ګني طالبانو د دوي رښتیني میلمه پالنه په دغو تېرو اولسو کلونو لیدلي ده او په همدې تړاو یې د خبرو لپاره قطر هم غوره کړي ترڅو ددوي فشار پرې ډېر نه وي. خو والله اعلم

دویم: که د سولي خبرې سبوتاژ شوې نو پاکستان  به پرې زیاته خوښي څرګنده کړي او کیدای شي په پاکستان کې جنشنونه ونیسي او دغه ورځ ونمانځي ځکه دوي هیڅکله هم په افغانستان کې امن نه غواړي ځکه د دوي ګټي د افغانستان په ناامني کې زیاتي دي د پاکستاني چارواکو پخوانیو ویناګانواو په دې وروستیو کې د کرنل امام د چاپ شوې کتاب پس منظر ته که وګورې دوي په افغانستان کې هیڅ وخت امن نه غوښتي او نه به یې په راتلوونکي کې وغواړي کرنل امام په خپل کتاب کې وایې د سر داودخان جمهوریت پرمهال چې پاکستان یې په لړزه کې اچولي وو او بهټو د ویري خوب نه کوه د جهادي رهبرانو ورتګ دوی (پاکستان) ته یو طلایې چانس شو چې تر اوسه دغه اور ته په اافغانستان کې پوکي ورکوي .

د اوسني سولي په تړاو رامنځ ته شوې فرصت چې پاکستان ورڅخه ویره لري نو ځکه د افغان سولې په اړه په ښکاره مثبت پیغامونه خپروي ترڅو د دوي په خبرو باندې افغان سیاستوال غبرګون وښئ او سوله سبوتاژ شي نو د پاکستاني چارواکو ددغو نظرونو په اړه د افغان حکومت مشرتابه غبرګون چې د سولي په اړه یې وښود زیات اندیښمنوونکي دي ځکه پاکستان همدا غواړي چې په افغانستان کې سوله ونشي.

نو د تاریخ په دغه حساس پړاو کې باید ټول ښکیل لورې او افغان سیاستوال پخوانیو تجربو ته په کتو داسي یو افغاني میکانیزم رامنځ ته کړي چې له هر کوچني فرصت څخه باید زیاته ګټه واخلو او د پردیو په لمسه باید د سولي په اړه دغه رامنځ ته شوې فرصت له لاسه ورنکړو ځکه سوله د هر افغان ارمان دی او په سوله کې د هېواد ترقۍ او پرمختیا نغښتي ده موږ کولای شو په ډېر کم وخت کې ځانونه د سیالانو سیال کړو که خدای مکړه دغه چانس مو له لاسه ورکړ نو فکر نکوم سوله بیا په اسانۍ سره سر را  ښکاره کړي او هغه پخوانۍ تېروتنې به یو ځل بیا تکرار شي او له بدو به بدتر شو خو خدای تعالی دې داسي نکوي امین.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply