ژوندياري په کار ده

عنايت الله صميم

0 564

ژوند خوږ او ښکلی دی، نه بويه چې په ډېرو کم ارزښته، بې ځايه او ناسالمو رقابتونو يې ولګوو. موږ د يوې وړې شېبې خوشالۍ لپاره لويې هغه له لاسه ورکوو. ډېری چارې مو خپل ځان او کورنۍ ته غير مسئولانه او د بې انصافۍ په حد کې دي. د نن ستړې قبلول ستاسو د راتلونکې ورځې د راحتۍ بنياد دی.

په دې موضوع مو يو ځل مخکې هم ليکل کړي ول، خو د بيا يادونې او زما د ورسره مخامخېدو په پار يې تازه کوم.
زموږ د ژوند هره شېبه قيمتي، بې مثله او بديل يې نه شو موندلای، موږ ته ژوند د دې لپاره نه دی راکړل شوی، چې د خوړلو، څښلو او د سر پناه کولو تر مسائلو يې محدود کړو، د ژوند پر وړاندې زموږ مسئوليت ډېر لوی او په کوچنيو مسائلو کې نه دی نغښتی.

لومړنی مسئوليت د خپل ژوند ډول او مسير ټاکل دي، ورپسې په ټولنه کې د فرد په توګه د انسان درناوی او حقوق يې پر ځای کول زموږ د غاړې طاق ګڼل کېږي.

فلسفي معقوله ده چې انسان د انسان پر وړاندې انسان دی.

په پخواني يونان کې به خلکو په شپه کې په شرابو ځانونه نشه کړل، وروسته به کوڅو ته راووتل او چيغې يې به يې وهلې. ګاونډيان به يې پسې راووتل، چې ولې چيغې وهئ، دوی به ورته ويل چې دا خو زموږ حق دی، ګاونډيانو به يې ويل چې خوب خو زموږ حق دی، ستاسو چيغې موږ خوب ته نه پرېږدي. د دغسې مسايلو شتون او ټکر زموږ ژوند بې مانا او له هدفه لرې کوي، نه يوازې دا چې خپل مسير مو نه دی نيولی، بلکې  نور هم ژوند کولو ته نه پرېږدو.

د ژوند هره شېبه مو خوښي ده او کوښښ وکړئ هره کوچنۍ خوښي ولمانځئ او نورو ته هم مسکا ور ولېږدوئ.

د انسانيت او نورو بشري مفاهيمو درلودل او کلکه پالنه يې کول زموږ شتون ارزښتناک کوي، نورو ته مو ګټه رسېږي او په ټولنه کې د يو نظيم او لارښود په توګه راپورته کېږو.

مينه ګر اوسېدل د بې غمو خلکو او له هرې خوا په خوښيو کې پټو خلکو ځانګړتيا ده، خو داسې نه ده چې موږ مينه ګر نه شو کېدای. لکه څنګه چې مې مخکې يادونه وکړه، د خوښيو لپاره بهانې ولټوئ او بل هم خوشاله کړئ.

مثلا زموږ په ژوند کې د کورنۍ د هر يو غړي ژوند او د دوی شتون يوه خوښي وبولئ، د ملګري شتون خوښي وګڼئ، داسې فکر وکړئ چې زموږ په ژوند کې غمونو ته ځای نشته.

شاعر يې وايي:
دا ژوند خو زموږ کم د محبت لپاره هم دی
حيران يو چې نفرت وزګارېږي خلک څنګه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply