بې‌پيلوټه الوتکه يو متر شوه

0 1,091

یوې ترکي کمپنۍ د سونګار په نوم یوه بې‌پیلوټه الوتکه جوړه کړې چې پر یو ټوپک او ۲۰۰ ګولیو سمبال ده.
د دغه بې‌پیلوټه الوتکې نښه دومره پر ځای ده چې په ۶۵۶ فوټه واټن کې هم څوک نه ترې خطا کېږي. ویل کېږي چې ترکي پوځونو دغه الوتکه پېرلې او راتلونکی کال به یې په نظامي ماموریتونو کې وکاروي.
د سونګار په نوم دا بې‌پیلوټه د اسیسګارډ ترکي کمپنۍ جوړه کړې ده، که څه هم دغې کمپنۍ د الوتکې د چارج په اړه څه نه دي ویلي چې تر څومره وخته الوتنه کولای شي، خو لکه څنګه چې مالومه ده، یو ډرون اپرېټر یې په ۱۰ کیلومټري کې اپریټ کولای شي.
بل خاصيت يې دا دی چې کله بشپړ پر وسلو سمبال شي او الوتنه وکړي؛ نو وزن یې تر ډېره ۲۵ کیلوګرامه کېږي او ان تر ۲۸۰۰ متره پورته الوتنه کولای شي.
دغه راز دوې کېمرې پکې لګېدلي چې یوه یې د پیلوټ ده او په مرسته یې نه یوازې شاوخوا څارلی او لیدلای شي، بلکې د نږدې کېدو وړتیا یې دومره پیاوړې ده چې تصویر تر ډېره غټولای شي. دویمه کېمره یې د ټوپک پر میل لګېدلې چې د نښه کولو لپاره کارول کیږی.
چې ناسته وي اوږدوالی يې ۶۵، سور ۶۲ او لوړوالی ۷۵ سانټي مټره دی، خو د الوتنې پر مهال تر ۱۰۵ سانټي مټرو، یانې له یو مټره هم غټېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply