ټاکنې، لوبه او اصول

0 573

د ټاکنو اصلاحي معنی همدا ده چې له یوې ډلې به یو کس ټاکل کېږي او نور به د ټاکلو د دې لوبې یا سیستم د قواعدو او اصولو پر اساس خپله ماته مني او ټاکل شوي یا بریالي شخص ته به مبارکي وایي.

په افغانستان کې بیا لوبه کېږي، د لوبې له امتیازاتو ګټه اخیستل کېږي، خو په اخر کې د لوبې د قواعدو او اصولو پر اساس په کې بری او ماته نه وي. نه ګټونکی معلوم وي او نه بایلونکی

خلک د منم او نه منم لوبې یو لوبغاړی پېژني او کله هم چې د ټاکنو لوبې یادونه کېږي، نو سمدستي یې د قواعدو او اصولو ماتولو یو تصویر سترګو ته درېږي، خو زه نن په دې لیکنه کې په یوه بل اړخ خبرې کوم

د نوماندانو شورا په نوم تېره ورځ د ولسمشرۍ ټاکنو یو څو کاندیدان راټول شوي وو او د نه منم لوبې دویم پارټ یې زمزمه کړ. څوک په شپږ سوه او څوک په زر یو نیم زر رایو د نه منم تشریحي بڼه (مشارکت) رامخته کوي.

لومړۍ پوښتنه دا ده، چې په افغانستان کې خو خلک په پارلماني او ولسمشرۍ ټاکنو کې همدې یوه ټکي ډېر ځپلي او تل یې د همدې قېمت ورکړی چې واک ته د رسېدو لپاره پر روانه لار اتفاق نشته او د بې اتفاقۍ زیان همدا دی، چې یوه ملي پروسه یو څو کسه انحصار کړي. نو د نوماندانو دا اتفاق او یووالی په څه شي شوی دی؟

د نوماندانو شورا نو څه معنی؟ که چېرې دوی دومره پخپل منځ کې په اتفاق او اتحاد دي او هره خبره او عمل یې د دې وطن او خلکو د ګټې لپاره دی، نو ولې په یوه ټاکنیز ټکټ کې سره نه راټولېدل، نه به منابع ضایع کېدې او نه به یې نن ادرس ریشخند کېده

د اته سوه، زر او درې زرو رایو پر ځای به یې د مجموعي رایو شمېر پنځه زره وای. د اوه سوه رایو دفاع به غښتلې وای او که د پنځه زره؟ دغه جوړښت پخپله خلکو ته زما د تشویش تشریح کوي، چې ناکام لوبغاړي تل د ناکامۍ پړه پر نورو اچوي.

دویمه پوښتنه دا ده، چې تر دې وروسته دې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو لپاره معیارونه لږ زیات او لوړ کړي. د کپېټلېزم له ادرسه چاغ شوی هر لوبغاړی راپاڅي په یوې ملي پروسې کې د لوبې د لوبغاړي جامې واغوندي، خو نه بیا د لوبڅار اصول مني او نه د لوبې قواعدو او اصولو ته غاړه ږدي

ایا د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو مشخص ادرس ته د افغان زعامت سپارلو لپاره هغه معیارونه پوره کړي دي، چې ورته په کار دي؟

یوازې پیسې خو معیار نه دی، چې د تورو او سپینو پیسو هر سوداګر راپورته شي ځان کاندید کړي او د دې ولس او وطن د رهبرۍ په نوم منابع ضایع کړي، د ولس اراده ګروګان کړي او بالاخره زعامت د مسوولیت پر ځای د امتیاز اخیستو پر وسیلې تبدیل کړي

افغانستان د ولسواکۍ د تمثیل په ډګر پروت دی، خو خودغرضه لوبغاړي په دې ډګر کې رقیب ته د هرې لوبې د ترسره کېدو چلینج ورکوي، لوبڅار هم پخپله ټاکي، خو بیا د لوبڅار فیصله نه مني او د خلکو وخت ضایع کوي.

په لوبه کې داخلېږم، خو د لوبې اصول او قواعد نه منم او بېرته د خوردګي له حسابه کله د موقت او کله هم د مشارکت په نوم چوکاټونه مطرح کوم. ستاسو وړاندیزونه دقیق چې د یو څو ورځو هوایي خبرې دي، نه د څه کولو توان لرئ او نه وړتیا… خو د ولسواکۍ د تمثیل لپاره زما اندېښنه له دې ټکي ده، چې هر کاندید د ټاکنو په دې لوبه کې په دې ډګر تر خپلې وسې منډه ووهله، خو چې کله ترې ناکام ووتلئ نو اوس هڅه کوئ په دې ډګر ګندګي وپاشئ، کنډ و کپر یې کړئ او راتلونکو نسلونو ته یې وران ویجاړ پرېږدئ

ستاسو د میم زر ما او ټوله زما لوبه ډېره دوام نه کوي، ځکه ولسي ریښه نه لري، خو د ځوان نسل اندېښنه بیا تکراروم؛ له همدې ټکي ده، چې ستاسو ناروغي ساري نشي او میراثي نشي چې دا کار موږ بېرته د نوییمو لسیزو تیارو ته ګرځوي. ستاسو دا نیمګړي کارونه به د بهرنیو له لوري زموږ د سرنوشت ټاکلو زمینه برابره کړي او هر ځل به بیا خلک د سر او مال په زیان د خپل زعامت ټاکلو اراده ونه لري. یا به خلک دا ټول زغمي، خو د رایو پر ځای به یې یو دریمګړي زعامت ټاکي او د ناکامې نتیجې تاوان به هر ځل همدا خلک ورکوي. دا ځل نو داسې نشي کېدای!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply