د کرغیړنو شیبو ترخه یادونه

پوهنمل حاجي محمد نوزادي

0 720

        له بده مرغه ترخي خاطري تر اوږدو کلونو د ذهن پر چاپیریال تور لوګۍ غوړولاي شي ، دا ځکه چي دلستوڼي د مار زهر تر بیګانه مارانو  ډیر وژونکی وي .  د ۱۳۵۸ کال د جدي شپږمه د هغه ناورین پیل دی چي غمیزه یې تر ننه پوري را غځیدلې او لا یې د پای ټکی لیري ښکاری . ځیني دوستان ددغي کرغیړني ورځي په  اړه ډیر ساده فکر کوي او وایی چي د نور محمد تره کی په مړینه برژنیف پر حفیظ الله امین باندي دومره په قهر شو چي نور یې د خپل قهر زغم د لاسه ووت ، سمدستی یې د افغانستان د اشغالولو او د امین د وژلو امر یې ورکړ .

       دغه ډول دوستانو ته غواړم د خپلو سترګو لیدلی حال ووایم تر د ځینو پټو واقعیتونو څخه خبر او د دغسي ذهني قضاوت  نه تیر سي . د ۱۳۵۷ کاال د عقرب میاشت وه او زه د کانو او صنایعو وزارت کي د کانو او جیولوجي د سروې رئیس په توګه د یوه قرارداد د لاسلیک پخاطر مسکو ته تللی وم . پوهاند دوریانکوف د پښتو ژبی ډیر وتلی متخصص او استاد وو . کله چي مي د خپلي ډاکترۍ پر تیزس باندي د مسکو په دولتي پوهنتون څیړني کولی ، په هغه وخت د پروګرس مطبعې لخوا راته د حق الزحمي په بدل کي د  شوروي اتحاد د نوي قبول شوي اساسي قانون و پښتو ته د ژباړلو چاري و سپارل شوي . که څه د روسي ژبي څخه پښتو ته ما د ژباړلو پراخه تجربه درلوده . خو داچي دا اساسي قانون ډیر مهم سند وو ، ما به کله ناکله د پوهاند صاحب دوریانکوف نه مرسته غوښته او هغه هم په ورین تندي منل . پدې توګه مو شناخت په یارۍ واوښت او راشه درشه مو پخه شوه . را به شم اصلی خبري ته  . مسکو کي می د نوموړي سفر په مهال یو ماښام زنګ ورته وواهه او هغه زما د ږغ په ارویدو ډیر خوښ شو او هیله یې وکړه چي بیله ځنډه یې همدا ګړی لیدو ته ورشم . په کور کي یې زما ښه هرکلی وکړ . سر یې لږ ګرم غوندي وو او سمدستي یې د ثور تر اوښتون وروسته د نوي حکومت د کړو وړو او خپلمنځي مناسباتو په اړه پوښتني پیل کړي . ما ورته د اته ګونو فرمانو او په ځانګړی ډول د د اووم او اتم لمبر فرمانو چی د نجونو د ولور د منع کیدو او بزګرانو ته د ځمکي د اصلاحاتو له مخي د ځمکو د ویشلو کیسي وکړی . د خپلمنځي مناسباتو په هکله می ورته وویل چي امین صاحب په هره بیانیه کی ځان او تره کي نوک او غوښه بولي . تره کي  صاحب هم تل دې ته ورته خبري کوي .

      دوریانکوف  ددغو خبرو په ارویدو ډیر خوښ شو او وروسته یې په ډیر ټیټ اواز ، ګویا ویریده چي بل څوک یې وا نه وري ، رانه و پوښتل چي د کرملین او کابل تر منځ مناسبات څنګه ارزوې ؟ ما ورته وویل چي ډیر صمیمی دي او او یو لړ فورمالیټي خبري می ورته و کړي . ده راته وویل دا یوه خبره په زړه کي در سره وساته چی دلته د کرملین نظر د کابل د مشرانو په اړه ډیر منفی دي . بیله ملګري  تره کي او ملګري امین نه باید بل ځای  دا خبره تر خولي  و نه باسي ( دیرږي یازیک زا زوبامي ) دا یوه روسي مقوله وه چي مانا یې ( ژبه دی تل د غاښونو شاته ساته ) ده . ما هم تر ده لا په ټیټ اواز ترې نه و پوښتل چي دا منفی نظر د کوم یوه په اړه دی ؟ ده وویل د دواړو . دلته دواړو ته په یوه نظر کوري او وایي چي دوی نه یوازی کمونیسټان  ندي بلکه متعصب نیشنلیستان دي ، د ثور پاڅون اصلا انقلاب نه بولی او وایي چی دا د نظامي  افسرانو کودتا وه . دلته په لوړ پوړ کي چارواکي داسي فکر کوي چي د وطن خواخوږي اصلی کمونیستان ( د کارمل ډله ) یې د وطنه و شړل او واک یی په دوو لاسونو ( تره کی او امین ) کی غصب کړ . ددي خبرو په ارویدو هیښ پاته شوم .

      په کابل کي مي حفیظ الله امین ته دا جریان ووایه ، هغه ډیره عادي و نیول او ویې ویل چي ښایی دوریانکوف زموږ او کرملین د دښمنانو د تبلیغاتو تر اغیز لاندي راغلی او تشویش پر سر اخیستی وي . دده په دغو خبرو زه هم ډاډه شوم او نور می و نه غوښته چي تر بل چا پوري یې و رسوم .

      ددغه واقعیت په ارویدو به ښایی ټول دوستان پدي پوه شوي وی چي کرملین ددغو دواړو مشرانو ګډ دښمن وو او د ۱۳۵۸ کال د سنبلې نه ډیر وړاندي او آن د اوښتون د لومړیو ورځو څخه یې د امین او تره کي د دواړو د پرځولو نقشی جوړولې . که چيري د ۱۳۵۸ کال د سنبلې میاشتي په شخړو کي امین وژل شوی وای او تره کي میدان ګټلي وای ، هغه به یې هم مجبور کړی وای چی یا واک کارمل ته وسپاري او یا دې د امین و سرنوشت ته غاړه کښیږدي . راشئ موضوع ته هر اړخیز نظر واچوو ، ځکه ساده ګي مو په سیاست کي پر کږو لارو بیایي . په دې خبره باید یقین و لرو چي برژنیف د کارمل یو ویښته د ګوند د ټول خلقي اړخ سره نه برابراوه او دا هغه ټکی دی چي ټولو پوښتنو ته مو ځواب وایي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply