د «متحده ایالات؛ سیاست او حکومت» ژباړه

لیکنه: حبیب الرحمن تاثیر

0 1,027

د نړۍ په وروسته پاته ټولنو په ځانګړې توګه په افغانستان کې سیاست او سیاسي مبارزې درواغ او دا د سیاستوالو له لوري د خلکو د غولولو او د خپلو شخصي ګټو له پاره پرمخ وړونکی عمل ګڼل کېږي، خو د نړۍ ستر سیاستپوهان، مفکرین او روڼ اندې سیاست د ټولنې د اصلاح، ټولنیزو، هر اړخیزو او همېشنیو  ګټو او سیالۍ له پاره تر ټولو ښه وسیله ګڼي.

دوی وايي: سیاست د انسانانو په منځ کې په لویه پیمانه د اِبلاغ عمل دی، دا د فرد او د ټولنې له پېچومو څخه د لارې د ایستلو او پوهېدلو هنر دی، دا هنر په کوم نصاب او یا پوهنتون کې نه، بلکې سیاسي کارکوونکی د سیاسي عمل په ذریعه زده کولای شي، له بدغه مرغه په افغانستان کې همېشه سیاست د خپلو ګټو له پاره ترسره کول کیږي، حال دا چې سیاستپوهان وايي: په وړو ذهنونو کې همېشه (خواهشات) او په سترو ذهنونو کې همېشه (مقاصد) هوا کوي.

زما په خیال سیاست او سیاسي مبارزې نه دا چې درواغ بلکې دا یو سپېڅلی عمل او د ټولنې د افرادو خدمت دی، موږ وینو او اورو چې وايي: تر څو چې سیاست ونه کړئ سیاست به درباندې کیږي، تاسو به د افلاطون دا خبره هم اوریدلې وي چې وايي: له سیاست څخه د سرغړونې پایلې دا کیدی شي، چې ټیټ او لویدلي خلک به درباندې سیاست کوي.

تاسو به د هندوستاني بهګت سینګهـ خبره هم اوریدلې وي چې وايي: له مرګ څخه د خلګو تر ویرولو بهتر دا ده چې، هغوی ته د ژوند د ورزده کولو حوصله وروښودل شي، بیا نو انسان په هر مشکل کې بریالی کېدلای شي، اوس د ژوند د ورزده کولو یو غښتلی اړخ سیاست دی، ځکه هغه څوک چې سیاست زده کړي بیا د ژوند په ډیری اړخونو پوهیږي.

زموږ د ټولنې وګړي هم ګرم نه دي چې: سیاست درواغ ګڼي، ځکه چې د افغانستان په تاریخ کې یې سلګونه ځله  بدې سیاسي خاطرې لیدلې دي، خو ولادیمیرلېنن وايي: په سیاست کې ستونځې ګالل او د هغوی برداشتول عظیمو او سترو شخصیتونو ته ژوند ورکوي او چا چې سیاست زده کړ هغوی یو اعظیم فن او هنر تر زده کړ.

که موږ د خپلې ټولنې وګړي په دریو لکه: لومړۍ، منځنۍ او وروستۍ برخو وویشو نو دې نتیجې ته رسیږو چې عموما منځنۍ طبقه د سیاست او د سیاسي مبارزو په مخ کې خنډ جوړیږي، ځکه لومړۍ طبقه ځان لوستی، فعال او سیاسي مبارزین ګڼي، وروستۍ هغه یې ځان بې مسوولیته، خو منځنۍ هغه یې ځان مسوول، خو د کم علمۍ، بېسوادۍ او ځیني وخت د ناپوهۍ له امله د سیاسي مبارزې د بقاء او رشد له پاره خنډ وي، ځکه تاسو به په کتابونو کې د کارل مارکس دا خبره لوستې وي چې وايي: د انقلاب په لاره کې تر ټولو غت خنډ د منځنۍ طبقعې خلک جوړیږي.خو تر دې ټولو د حضرت عمر فاروق د خلافت، حکومت او سیاست دوره چې دا د نړۍ تر ټولو پاکه، سپېڅلې او عادلانه سیاسي دوره وه، ښه مبارزه او ښه سیاست بللی شو.

نن موږ او تاسو دلته په سیاست کولو نه بلکې د یوه سیاسي کتاب د مخکتنې په پلمه سره راټول شوي یو او پر هغه خبرې کوو: (متحده ایالات؛ سیاست او حکومت) له فارسي ژبې څخه راژباړل شوی دا کتاب په دا وروستیو کې په غزني کې فعالې ټولنې کلیوال ملګري ټولنې چاپ کړی، د کتاب په پیل کې د یادې ټولنې په یاداښت کې لیکل شوي دي چې: ((په دې کتاب له دوو اړخونو خبرې کیدای شي، اول دا چې متحده ایالات څه ډول سیاست مخې ته وړي، کومې خواته روان دي او په سیمه یې اثرات څه دي، منفي او مثبتې نقطې یې کومې دي؟. دویم دا چې د داسې کتابونو ژباړه په علمي او ادبي ‌ډګر کې پښتو ژبې ته کومې ګڼي لري.)) دا هغه څه دي چې د کتاب لوستونکی د کتاب له لوستلو وروسته ورباندې پوهیدلی شي.

د کتاب ژباړن ملګری جمیل وقار د (پېل خبرې) تر سرلیک لاندې د خپلو خبرو په یو ځای کې لیکي: ((…. دا کتاب د ایران د وتلي لیکوال او سیاستپوه ډاکټر محمدامجد اثر دی، چې په ډیره ښه او تشریحي بڼه یې د امریکا متحده ایالتونو سیاسي چوکاټ ترسیم کړی، نوموړي په دې کتاب کې د امریکا متحده ایالتونو په اساسي قانون، فډرالي نظام، سیاسي ګوندونو، عامه افکارو، همسود ډلو، ټاکنیز نظام او درې ګونو قوو بحث کړی)).

د متحده ایالات؛ سیاست او حکومت کتاب لیکوال: ډاکټر محمدامجد د کتاب په سریزه کې د کتاب په اړه لیکي: ((…. له همدې امله د دې هېواد په اړه مالومات، اداري جوړښت، حکومتي چوکاټ او په سیاست او دولت کې د نورو اړخونو ځېړنه او مطالعه د زیات اهمیت وړ مسئله ده، د دې کتاب یوازینۍ موخه په علمي ډول، د متحده ایالتونو په سیاست او حکومت بحث دی، اوسنۍ امریکا د نوې نړۍ د نورو برخو په څېر د پنځلسمې پېړۍ له وروستیو کلونو راوروسته، د اروپايي هېوادونو منګولو ته ولویده او یادو هېوادونو خپل فرهنګ، اجتماعي، اقتصادي او سیاسي جوړښتونه په کې ورغول)).

دا چې د دغه کتاب په محتوا، سرلیکونو، د متن په ژبه او نورو اړخونو دلته خبرې وکړو، بهتره به دا وي چې لوستونکي باید په خپله د نورو کتابونو د مطالعې ترڅنګ دغه کتاب مطالعه کړي، ترڅو د متحدایالاتونو د داخلي سیاست ترڅنګ د نړۍ، سیمې او افغانستان په اړه د امریکا په سیاست هم ځان خبر او بلد کړي، ځکه په دا وروستیو پېړیو کې دغه راټوکیدلی هېواد اوس د نړۍ په ډیری هېوادونو خپل راج کوي.

د ښاغلي جمیل وقار دغه ژباړل شوی کتاب په ځوانانو په ځانګړې توګه د غزني په ځوانانو کې پر نوې موضوع د کتاب ژباړلو او ټولنې ته د وړاندې کولو یو غښتلی بنیاد کښېښوود، په افغانستان په ځانګړې توګه په غزني کې د سیاسي کتاب د مطالعې، ژباړې او چاپ دود د نیست برابر دی، خو بیا هم که د سیاسي کتاب د مطالعې، ژباړې او چاپ دود د نیست برابر دی، خو بنیاد یې یوه غښتلي او فکري ځوان پوخ او غښتلی کښېښوود.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply