د ایران د سلیمانی وژل او زمونږ رهبران د چلو صافه ایستل

سید عبیدالله نادر

0 812

د ایران د پوځ مشر سلیمانی وژل او یا زمونږ رهبران د چلو صافه ایستل

په دې څو ورځو کې د ایران د پوځ مشر د سلیمانی په وژلو د آمریکا په لا س یو لړ غبرګونونه او تبصری د بیلو بیلو خلکو له خوا شوي ، چې یو څه یي لوستونکو ته وړاندی کوم ،

قدرمنو نجیب ننګیال او مجید قرار شریک کړي دي ،

(ملا هیبت الله فکر کوي چې ما نه شي وژلی، او ملاعباس د قطرامریکایي اډې په پنځوس متری کې د فتحي خوبونه ویني، سړیه! امریکا مو نه وژني ، که تاسي ختم کړي بیا دغسي خره نور نه پیدا کیږي، چې د مسلمانانو وطنونه پرې وران کړي ،کدرونه یې ووژني، ځمکي یې شاړي کړي، او مهاجرتونو ته یې داسي اړ کړي، چې ماشومان یې د سمندرونو ماهیان وخوري، که وغواړي تاسي ووژني نو د قاسم سلیمانی نه ستاسو نه امنیت او نه مو حرکات او سکنات ځیني پټ دي، خو د سړي ځامن شئ، خپل وطن مه نړوئ، له زورورو سره ښکر مه جنګوئ، هر هغه جنګ ته کښیوتل چې انجام او نتیجه یې معلوم ستا شکست وي، حماقت دی)

د افغان داجراییه مشر عــبدالله عـبدالله په یوه اعلا میه کې داسي وییلي :

( د نن ګهیځ پر هغه پیښه چــې قاسم سلیمانی او ملګري یې په کې ووژل شـول خواشینی یم د نــوموړی کورنۍ او د ایران خلــکو ته تسلیت وایم )

همدا رنګه پخواني ولس مــشر حامد کرزی د ښــاغلي سلېماني وژنه غندلي او دا کار یې د نړۍ والو اصولو او سیمه کې د سولي او ثبات خلاف ګڼلی

د ولسي جرګي پخواني غړي لطیف پدرام د قاسم سلیمانی وژنه حکومتی تــرهګري بللي

همدا رنګه عصمت قانع په یوه پیام کې لیکلي دي، ( که سړی اوس طالب ته ووایي، چې طالبه آمریکا په بغداد کې د ایـران تر ټولو لوی سر لښکر وژلای شي، خو تا په دوحه قطر کـې ساتي، ځکه له تا سره غیبی لـښکر ملګری وي، وه قربانه، ته زورور نه یې یو ابـزاري ټریکټر یې چې آمریکا خپله شودیاره درباندی قلبه کوي، کلیمه ووایه پر ځان دي چف کړه خپل خلک مه وژنه .

.او بیا سیدا ګل شینواري په خپله پاڼي کې داسي لیکلي: عـزیزانو طـالبان قاسـم سلیمانی خپل د ابی ځوی ګڼي او یایي (وایي )چې دا زمونږ ملی شهید دی

بیا زمونږ زړور جنرال تــادین خان اڅکزی داسي لیکلي :

په عراق کې هلاک شوی ایــرانی جنرال قاسم سلیماني نه یواځي بین المللی تروریست وو، بلکه په افــغانستان کې هم په وحشتونو کې ښکیل وو، هغه په افغانستان کــې د زرګونو ښځو ځوانانو او ســـر تیرو د شــهادت عــامل شوی وو ،او که ژوند ته پــریښودل شوي وای ،ممکن په افغانستان کې د نورو وحشتونو لامل شوای وای، ډیر مـتأسف یم چې زمونږ سیاسیون د ملت له فکره پرخــلاف هغه ته د ستاینې القاب کار کړي ،

بیا قدرمن نـجیم شـینواري لیکلي دي :

لمړی چې امــریکا څوک دښمن وبــولي، که د ایــران په شان د یو طاقتور پوځ مشر هم شي، داسي یې دَل دَل کولی شي … نو مانا هغه کسان چې ځانونو ته د امریکا سر سخته دښمنان وايي، او ۱۷ کاله د امریکي ضد جهاد دعوه هم کوي ،لکه ګلبدین صیب ،نو هغه یې نه شو وژلی؟ حال دا چې ګلبدین ډیر عادی ساده او آسانه هدف وو، خو یو ویښته یې ضایع نه شو ،که څه هم د سترو سترو طااقتونو د دښمنۍ دعوه هم کوي ،!! داسي د نورو حال آمریکا هغوي نه وژني چې زمونږ هیواد ته شر وي ،او بهر ته رهبر!!!

بیا محترم محمد مــهدی د آریـــانا د دانشــنامی له قــوله لیکلي: (در پــی کشته شدن قــاسم سلیماني افــشا شد، کـه سپاه پاسداران ایران از دوران طــالبان جبهه متـحد شـمال را حمایت مالي و نظـامی میکرد و در کنفرانس بن هم ازین ګروه در افغانستان پشــتیبانی می نمود، و در انتخابات اخیر نیز از داکتر عبدالله عبدالله حمایت جدی میکرد

بیا قدرمن نذیر زاهد د افغانستان ځوانان له قوله داسي لیکلي ډي :

د ایران د استخباراتو ارشد غړي قاسم سلیماني د وژل کیدو په هکله مطبوعاتي اعـلامیه!

قاسم سلیماني د افغانستان او بلخصوص د مــسلمانې نړۍ د جګړو او کشمکشونو اصلي طراح، د قبیلوي او مــذهبي جګړو متخصص او د فاطیمیون لښکر مشر چې د تــیرې جمعې په شــپه د عراق په هوائي ډګر کې د امریکې متحده آیالاتو له لوري په یوه برید کې ووژل شو زمـونږ د هرکلي وړ وګرځيده، هر هغه شخص یا ګروپ چې د خـپلو ګټو په خاطر په افغانستان کې د نفاق اور بلوي باید مـــخه یې ونیول شي او یا هــم ووژل شي، دغه شخص چې د افغانستان په جــګړو کې یې مستقیم دخــالت درلود او د مــذهبي شخړو له امله یې زمونږ په هیواد کې د ایران د ګټو لپاره هلې ځلې کولې او غوښتل یې چې په افغانستان کې د نفاق اور بل وساتي چې هدف ته د رسیدو څخه مخکې ووژل شو.

مونږ د امریکا متحده آیالاتو دغه کړنه د ستاینې وړ بولو او غوښتنه ور څخه کوو چې دغو چارو ته دوام ورکړي او هر هغه شخص یا ګروپ چې غواړي په افغانستان کې خپلو نیابتي جګړو ته دوام ورکړي په نښه او له مینځه یې یوسي، د افغانستان بې ګناه افغانان د لویو قدرتونو د شخړو او زور ازمایو له امله هره ورځ په لسګونه کسان له لاسه ورکوي، افغانان د تیرو څلویښتو کلونو را پدیخوا د مذهبي او عقیدوي جګړو په واسطه وژل کیږي چې ګټې یې یوازې د سیمې هیوادونو ته رسیږي او افغانان یې یوازې قرباني شوي دي. مونږ تل د تروریزم سره د مبارزې په نامه قربانۍ ورکړي او تل مو دا غږ پورته کړی چې د تروریزم مرکزونه د افغانستان په داخل کې نه بلکې د افغانستان څخه بهر دي باید په نښه او له مینځه یوړل شي، د افغانستان سوله او ثبات تل د ســیمه ایزو قدرتونو د کشمکشونو له امله تر ګواښ لاندې راغلي او هیڅ ډله نه غواړي چې د افغانستان په خاوره د سولې او ثبات بیرغ رپانده اووسي.

په داسې کشـمکشونو کې د افغانستان حکومت باید بې طرفه پاتې شی او د لویو قدرتونو ترمینځ دې ځان د قربانۍ سمبول نه ګرځوي ځکه چې مونږ په ټوله کې ډيرې قربانۍ ورکړي او نور نه غواړو چې د نیابتي جګړو ښکار وګرځو.

تل دې وي افغانستان

ژوندي دې وي زمونږ امنیتي سرتیري

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply