د صحيح نيت له امله ثواب

ليکوال : الحاج مولوي عصمت الله عزام

0 817

بسم الله الرحمان الرحيم

نحمده و نصلي و نسلم علی رسوله الکريم امابعد :

عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- : مَنْ هَمَّ بِحَسَنَةٍ فَلَمْ يَعْمَلْهَا كُتِبَتْ لَهُ حَسَنَةً وَمَنْ هَمَّ بِحَسَنَةٍ فَعَمِلَهَا كُتِبَتْ لَهُ عَشْرًا إِلَى سَبْعِمِائَةِ ضِعْفٍ وَمَنْ هَمَّ بِسَيِّئَةٍ فَلَمْ يَعْمَلْهَا لَمْ تُكْتَبْ وَإِنْ عَمِلَهَا كُتِبَتْ .( رواه مسلم ص : ۷۸ ج : ۱ )

ژباړه : له حضرت ابوهريره – رضی الله عنه – څخه روايت دی چي رسول الله – صلی الله عليه وسلم – وفرمايل : څوک چي د يوې نېکۍ اراده وکړي، بيا يې و نه کړي، د هغه لپاره يوه نېکۍ ليکل کېږي او  څوک چي د نېکۍ اراده وکړي، بيا يې وکړي، د هغه لپاره لس نېکۍ ليکل کېږي تر ( ۷۰۰ ) اوه سوه چنده پوري .

او څوک چي د بدۍ اراده وکړي، بيا يې و نه کړي، هغه بدي نه ليکل کېږي، که يې وکړي، هغه ( يوه ) بدي ليکل کېږي !!

ځينو عالمانو فرمايلي دي : چي ډېر ځله وړوکی عبادت وي، نيت يې غټ کړي او ډېر ځله لوی عمل وي، خو نيت يې وړوکی کړي !!

 صحابه کرام – رضي الله عنهم – ځکه دومره لويي مرتبې ته و رسېدل چي د دوی نيتونه په اعلی درجه ښه وو .

يوه عالم فرمايلي دي : نيت تر عبادت مخکي وکړه ! او تر څو چي ته د خير نيت لرې ! نو ته په خير او ثواب کي مصروف يې !!

يوه بل عالم فرمايلي دي  : الله پاک له انسان څخه د ده نيت او اراده غواړي . ( يعني د عبادتونو ډېروالی نه غواړي چي په هغو کي نيت گډوډ وي، بلکي صحيح نيت غواړي، که څه هم عبادت کم وي ) .

يوه بل عالم فرمايلي دي : د زړه روغتيا په ښو کارو سره کېږي او د کارو ښه کېدل د نيت په سمېدلو سره کېږي .

يوه عالم فرمايلي دي : نيت زده کړئ ! ځکه نيت تر عبادت ډېر مؤثر دی .

يوه بل عالم ويلي دي : خير ټول په سم نيت کي را غونډ شوی او دا ( د ښه نيت ) خير ستا بس دی، که څه هم ته نه يې ورباندي ستړی شوی !!

يعني په سم نيت کي ډېر خير او ثوابونه شته، سره د دې چي په نيت سړی نه ستړی کېږي .

و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و صحبه اجمعين

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply