د طالبانو وېره؛ د قطر او سنګر رابطه انفجار کوي

0 1,170

ددې باوجود چې د کویټې شورا، پیښور شورا، حقاني کورنۍ، او قطر ډلې طالب مشرانو تر مینځ اختلافات ورځ تر بلې ژورېږي او شخصي کېږي، خو تر دې لوی درځ چې طالب مشران ډوبولی شي، د قطر د مذاکراتي ټیم د تصمیمونو او په افغانستان کې په جګړه د بوختو دویمه کټګوري طالب قوماندانانو د مستقیم اطاعت دی.

کله چې په دسمبر کې د اخر ځل لپاره طالب پلاوی چمن او کوټې ته له طالب قوماناندانو سره لیدنې ته راغی، یوازې د مرکزي حوزې محدود طالب قوماندانان ورغلل، چې په دې کې د مشرقي، هلمند، روزګان او شمال هغوی نه وو.

د جنګیالیو منطق په درې دلایلو د قطر د طالبانو خلاف واقع دی؛

اول – اکثر طالب قوماندانان له کویټې، پیښور شورا او حقاني نیټورک هدایت اخلي.

دویم – اوربند اکثر د صحنې طالبان چې د تحریک عوامل یې نور دي د خپلې بقا په زیان ويني. نښې په ډاګه کوي، چې دا کټګوري طالبان یا مستقیم د نشي توکو کاروباریان دي یا یې د نشي توکو سوداګر حمایت کوي.

درېیم ـ اوس هم د صحنې یو تعداد طالبان له امریکا سره د طالب مشرانو د جوړجاړي سخت مخالف دي، شاید دې کې یو عامل د ایران، او ورسیې حمایت او دستور وي، خو بل عمده دلیل له امریکا سره د قطر مذاکراتي ټیم د خبرو صمیمانه روش دی چې طالب جنګیالیو ته د حیثیت د بحران مسله جوړوي، ددوی روایت له کاره باسي.

پاکستان پر طالبانو له امریکا سره ډیره سنجیده لوبه وکړه، که څه هم امریکایان وايي، چې د قطر د ټیم له فعالیت سره طالبان د پاکستان له نفوذ څه ناڅه خلاص شوي وو، مګر اوس لیدل کېږي، چې پاکستان تر بل هر وخت طالبان شه لوبوي، هم یې خبرو ته د حاضرولو کریډیټ واخیست، هم یې له خړ او تور لیسته پاکستان د طالب په معامله وایست، هم یې کنګل شوې نظامي مرستې بیرته پیلېږي. اما حالت هماغسې دی، په دې مانا چې نه له طالبانو ای اس ای وتلی نه له ای اس ای طالبان…..

د لوبې پیچیده ګي اوس پیلیږي؛ پاکستان خپل مملکتي بحران د طالب په قیمت مهار کوي، نور نو طالب بیرته تدریجي تحریکوي چې په بله بڼه جګړې ته دوام ورکړي.

د قطر طالبان غواړي هم د سولې د بانیانو په توګه مطرح شي، هم افغان حکومت کې ونډه واخلي، هم اوربند وشي ښه شانداره او قیمتي اوربند چې ګټه یې د طالب په کاته کې جمع شي.

د کویټې او پیښور شورا چې له امتیازاتو محروم شوي نه قطر ماډل اوربند غواړي، نه په مذاکراتو کې له خپل پیکه حضور خوشاله دي. همدا لامل دی، چې د کویټې شورا اوس تر نیمې زیاته یې د ایران لاس ته لوېدلې ده.

اخري جهت چې ټاکونکي نقش لري، په افغانستان کې د نشي توکو سوداګر او د جګړې اړوند کاروبارونو مالک طالب قوماندانان دي، چې جګړه یې د بایلونکې سولې لپاره نه وه پیل کړې چې اوس یې د مجهول برخلیک لپاره ودروي. د جنګ له درېدو سره ددوی کاروبارونه درېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply