د حکمتیارله منګولو والوتهK.G.B

عبدالرووف لیوال

0 970

د۱۳۷۱م کال دوږی میاشت کې د روسیې د پاتي شونووروستۍ ډله ترسختو ګواښمنوعملیاتولاندې له کابل نه والوتل .

د ژغورنۍ تاریخی ، مهم او غلچکی ماموریت :

ښاغلی حکمتیار په دارالامان کې د مجاهدینو د دولت صدراعظم دی ، د هغه ځواکونو ته په دریمه کارته کې دنده سپارل شوې چې له خواجه ملا (حبیبیې لیسې ) نه د تلویزیون تر غره پورې ، ټولې لارې او سیمې تر بریدونو لاندې ونیسی.

روسیه له هغه نه په زاریو غواړی چې د دپلوماتیک اصولو او عرف له مخې د روسیې سفارت په تاکوۍ کې اسیرروسانو، سفیراو ټپیانو ته اجازه ورکړی چې له سفارت نه ووځی.

سفارت کې روسان لګیا دی ، د آرشیف مهم او پټ اسناد سوځی ډ ټپیانو ځیګروی هم د دوسیو او کارتنونو د سوزیدو له زوږسره مل دی اوهلته لیرې هم څو مړی په خسا کیدو دی .

حکمتیارمنی چې د دوساعتونو لپاره جګړې ته دمه ورکوی ، تر څودوی له سفارت نه پښې سپکې کړی ، خولاندې کسان (ده پورې اړوند لشکرایثار)چندان په قصه کې نه دی او د جګړې تنور تود دی ،خال، خال ډزې روانې دی.

هلته مسکو کې د اندیښمنو چارواکو خبرې په دې هکله روانې دی چې ،څرنګه په کابل کې دوه سوه بند،روسان له محرم آرشیف سره په داسې حال کې چې جګړه هم روانه ده ، را وباسی؟

د ځمکې له لارې ددې کسانو راویستل ستونزمن کاروو ، ځکه جګړه مارو ډلوهیڅ کله داسې غنیمت له لاسه نه ورکاوه.

د مسکویچیانو په اند ، یوه بله چاره شونې وه او هغه دالوتکوله لارې تر ازبکستانه دکلابندو روسانو راوستل ، په دې خاطرداپټه او مهمه دنده دترانسپورت ۱۱۰م هوایی غنډ قومندان زیلینوف ته وسپارل شوه اوددوهمې الوتکې اداره هم پیلوټ اناتولی کوپیرکین کوله .

لومړی سرکې پتیل شوې وه چې داعملیات ملکی هوابازانوته وسپارل شی ، خوپیلوټان پوهیدل چې دامرګونې دنده ده ، آن تردې چې دډاډلپاره هغوی ته بهرنی پاسپورټونه هم په کار ول.

ددې دندې په تړاو زیلیونوف خپل یادښت داسې تازه کوی((هغوی دمخابرې له لارې ماته خبرراکړچې،زه دغنډ قومندان دنده لرم ، درې الوتکې دکابل دسفارت راویستلولپاره چمتوکړم ، دنظامی عملیاتو امکان موجود  ، خوزموږ سفارت هم دمجاهدینو تر محاصرې لاندې وو ، تردې مهاله زموږدیپلوماتانوله جګړه مارانوسره په یوه چل ګوزاره کړې وه )).

د نظامی پیلوټانود امنیت لپاره د[تولا] ددیسانت کوماندوفرقې سرتیری وګمارل شول ، اوټولو کومندویانو ته وویل شول چې خپلې جامې ځان سره واخلی .

د۱۳۷۱کال دوږی میاشتې په پنځمه شپه کوماندو کسانو دازبکستان د(کوکایدا) دهوایی ډګر په لور حرکت وکړ، ډګرمن اولیګ استروکوف ، چې یو وخت دزیلیونوف ټولیګوال وو،   حالات یې له نږدې څارل وویل : دILالوتکو، الوت به دافغانستان پر فضا تر کنترول لاندې ولری اوپه اضطراری مهال به له هغوی سره مرستې ته ورودانګی .

هیڅ رسمی اجازه او لاسوند شتون نه درلود چې داالوتکې دافغانستان پر آسمان الوت وکړی.

د وږی د میاشتې په پنځمه افګینی اوسترونیکود روسیې سفیر په افغانستان کې ، دخپل سفارت تخلیه اعلان کړه .

د وږی دمیاشتې په شپږم سهار وختی ۳بجې د سفارت اسیرانو ته سپارښتنه وشوه ، تر څو دکابل دهوایی ډګرپه لورتللو ته چمتو شی ، حکمتیارهغوی ته ددو ساعتونولپاره وخت وټاکه تر څو له سیمې نه پښې سپکې کړی ، دوی یواځې اړین توکی موټرو ته وخیژول .

دسهارپه درې نیمو بجودکامازونواوبسونوکتارچې له سورلیو ډک وودکابل دسړکونوپه چوپتیا کې دهوایی ډګرپه لور حرکت وکړ ، په سر کې دسفیر موټر روان وو، خو دکتار په پای کې له مړو نه ډک امبولانسونه روان ول ، دا کتار په لار کې دچین ، شمالی کوریا، منګولیا اواندونیزیا دسفارتونو له مخې تیرشو.

له دې خواپیلوټ ډګرمن زیلیونوف لومړی کس ووچې الوت ته چمتو کیده – تر کابل پورې هوایی واټن څلویښت دقیقې وو، ګهیځ وخته چې جګړه ماران لا له خوبه نه ووراپاڅیدلی ، هغوی دحالاتو دارزونې اودالوتکو ناستې لپاره وخت ته اړتیالرله ، ځکه دکابل په هوایی ډګر کې کوم (دیسپیچر) شتون نه درلود.

ترانسپورتی (ایل نو)الوتکودافغانستان ،ازبکستان له پولې را واوښتې ، چې یو له اندیښنې ډک راډیویی پیغام دپیلوټانوغوږونه وتخنول اوهغه هم دالوتکو په لس کیلومتری واټن کې دجنګی جت دو الوتکو خبرداری وو.

دنښو نښانو له مخې دا هغه دوه ښکاری جت (میک۲۱) وې

دامهال دIL76الوتکوعملې  بوږنوونکو او ویرجنوشیبو سره مخامخ ول .

  ښکاری جت الوتکو له ګواښ نه ډک مانورونو ته ادامه ورکوله ـ سره له دې چې څرګنده نه وه چې دا ښکاری الوتکې چا پورې اړه لری – خوزیګنالونوداسې ښوده چې دجنرال دوستم ځواکونوپورې اړوندې وې ، او هغه چې دشمال واکمن او روسیې ته وفاداروو دواکمن په توګه یې طیارې څارلې .

پیلوټان لانه پوهیدل چې جنرال دوستم دروسی دیپلوماتانو وتل تر خپل پوښښ لاندې نیولی وو.

همدا شیبه چې ددوسوووروسی مسافروقافله دکابل په هوایی ډګر ورننوته په آسمان کې هم لومړۍIL76الوتکه را ښکاره شوه ، اوورپسې دوې نورې الوتکې هم یوه په بلې پسې را څرګندې شوې ، او په همدې شیبو کې دحکمتیار دتوغندیو(شغه هار) هم تر غوږو شو.

توغندی یواځینی مزاحم نه وو ، بلکې دمسکو دهواپیژندنې دادارې ریپوټ چې جوی فشار یې۶۳۲ښوده هم راورسید ، خودوی دتجربې له مخې پوهیدل چې دوږی میاشتې په دې مهال دهوا فشار لږ وی – دګولیو اوریدل پیل شول ،شیبه ترشیبې حالات ترینګلی کیدل ، دوهمه ایلوشن هم راکوزه شوه – په همدې شیبه څلور مرمۍ دهوایی ډګر په ودانۍ ونښتی .

د دوهمې الوتکې دسپریدو پر مهال حکمتیاری توغندی ډیر شول ، لومړۍ الوشن دالوت په حال کې وه ، چې دسرګی ملینکوف الوتکه پرځغاست لیکه راکوزه شوه .

یواځې یو څو دقیقې وروسته له هغې چې لومړۍ الوتکه والوته ، ناببره ، یو جیپ چې نه تنه هندی دیپلوماتان پکې سپاره ول داناتولی کوپیرکن دالوتکې دخدمې ترڅنګ راکوز شول ـ پیلوټ هغوی ته درد ځواب ورنه کړاو په تلوار الوتکې ته وختل ، دې درنې ترانسپورتی الوتکې حرکت او خپل ځای یې دریمې الوتکې ته تش کړ .

په دې وروستی الوتکه کې باید سفیر ، پاتی دیپلوماتان او یو کاماز موټر له نوروتوکوسره الوت کړای وای ، خوپه همدې مهال یو توغندی دالوتکې له وزره لاندې ولګید – پیلوټان په تلوار دالوتکې دخیټې له دریچې نه راووتل ـ دوه یې ټپیان شوی وو ، په الوتکه کې اور لګیدنه پیل شوه او ټول له ویرې په چټکی سره له الوتکې لرې شول ، چې الوتکه ونه چوی .هغه دوهمې الوشن چې وزرونه یې دځغاست لیکې به سرالوت ته تیار کړی وو – کوپرکین پوهیده چې دالوتکې شاسی ته تاوان نه ده رسیدلی ـ الوتکې ډیر سرعت وانه خیست ، دالوتکې ټایر هم دراکټ دپارچو دلګیدو له امله ضربه لیدلې وه خوبیا هم الوتکه والوته .

دوه الوتکې چې ۱۴۰ کسه پکې سپاره ول ، دغرونو نه پناه شوې ـ دلته دهوایی ډګر په ځغاست لیکې دریمې الوتکې اور واخیست – دې سره دکابل په هوایی ډګر کې دپاتې شویو روسانو دژغورنې امید په اوبو لاهو شو، دروسیې سفیر ،۵۸دیپلوماتان چې څو ښځې هم پکې وې او اته کسه کومندویان دلته پاتې شول ( په هغو کې یومهم ټپی قومندان هم وو) ، ټول هغوی ناهیلی دکابل په نمناک اوتیاره هوایی ډګر کې خپل نا څرګند برخلیک څاره – ددوستم کسان چې ددوی امنیت ساتلو لپاره وو ، په اوږدوڅوکیو څه غځیدلی او څه ناست ول .

هلته وروسته له څلویښتو دقیقو هغه دوه الوتکې دازبکستان په هوایی ډګر کیناستې ـ سورلی یې خوشحاله ، څوک نڅیدل ، چا خندل او چاانځورونه اخیستل .

خومسکوپه کابل کې دپاتې کسانوپه هکله هیښ ، پيښ پاتې ووچې څه وکړی ، کله چې سهار دکابل په غرونو دلمر وړانګې ولګیدې ، دجنرال دوستم په مرسته درې نورې الوتکې راغلی اوپاتې کسان یې دافغانستان شمال ته چې دهغه په ولکه کې وو ، ولیږدول ـ چې له ترمزنه هه خوا واوړی.

عبدالرووف لیوال .

سرچینه : زویزدا تلویزیونی چینل .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply