د جهاني ژوندلیک ”زماژوند، شاعري او لیکوالي“ اثر چاپ سو

0 947

د افغانستان د نومیالي شاعر، لیکوال او مورخ او دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پخواني وزیر ښاغلي عبدالباري جهاني ژوندلیک (آټوبیوګرافي) ”زماژوند، شاعري او لیکوالي“ چاپ او خپور سو.

په دغه اثر کي، ښاغلي جهاني د خپل شخصي، علمي، ادبي او سیاسي ژوند ترڅنګ، د چاپیریال په توګه د افغانستان د تېري نیمي پېړۍ پرمهمو چارو تمرکز کړی دی او د نږدې څلورو لسیزو مطبوعاتي او وروسته د کابینې ترکچي، سیاسي چارو پرمهال مهمو پېښو ناویلي اړخونه یې واضح کړیدي.

د کتاب وروستي څپرکي یې، د افغانستان د کشالې په هکله د بهرمېشتو افغانو منورینو پرهلوځلو، د مجاهدینو پرخپلمنځي شخړو، د طالبانو د تحریک پر منځ ته راتګ، د ملاعُمر سره پر پام وړ لیدنه، د حامدکرزي پر واک ته رسېدو، ملي سرود، د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر په توګه کارپیلولو، د طالبانو سره د سولي پر هڅو او د وزارت څخه پر استعفا، ګڼ ناویل سوي واقعیتونه بیانوي.

په ۲۰۹ پاڼو کي دا اثر، له کندهاره صداقت خپرندويي ټولني خپور کړی چي په پلازمېنه کابل او لره پښتونخوا کي لوستونکي یې په نږدې کتابپلورنځیو کي موندلای سي او بهرمېشتي افغانان یې د خپروندیي ټولني سره د اړیکو له لاري د نړۍ په هره برخه کي ترلاسه کولای سي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply