تصوف او اسلام

زمری محقق

1,133

د کتابونو د لنډی  پیژندنې په لړ کی دا دی د دې لړۍ د دوویشتم کتاب، چی تازه می ګوته ته راغلی دی، منځ پانګه  درپیژنم .

 دا کتاب چی تصوف او اسلام نومیږی، د هیواد د پیژندل سوی شاعر، لیکوال او مؤریخ ښاغلی جهانی په زیار اوزحمت لیکل سوی او په ۱۴۰۰ ل کال کی د دری زره ټوګه په تیراژ سره د صداقت د خپرندوی ټولنی له خوا په ۴۰۸ مخونو کی چاپ سوی دی .

د کتاب لیکوال د دې کتاب د لیکلو انګیزه په اوسنی یوشتمی پیړی کی د حتی د لوړو زدکړو لرونکو ځوانانو په منځ کی د خرافاتواوغیر علمی افکارو موجدیت ښیی . او وایی :

 « … له بده مرغه چی په اوس عصر کی په اروپا او امریکا کی تحصیل کړی او خارج لیدلی خلک ددی مکتب یا مفکوری (تصوف ) له پاره تبلیغ کوی ، کتابونه ورباندی لیکی او لا نوی پیران  پیدا کوی .

 کلونه مخکی په ویرجنیا کی ، دافغانانو یوی ټولنی ته چی شام عرفان بلل کیده  کله کله ورتلم . ددی محفل تقریبآ ټولو حاضرینوو عالی تحصیلات درلودل او په میاشت کی به یو ځل غونډیدل ،داسی شپه نه وه چی د مولانا شعرونه به نه ویل کیدل ….

یوه شپه د محفل یوه تحصیل یافته سړی پر مولانا جلالدین باندی د لکچر ورکول په ترځ کی وویل چی هغه مبارک یوه ورځ یو لوی دګ پر اور کیښود  کله چی اوبه وایشیدلی نو مبارک په خپله دیک ته ولویدی . په دیګ کی یې څه د پاسه اته څلویښت ساعته تیر کړل او کله چی د دیګ څخه راووت نو دا مستانه غزل یې وویل :

باز آمدم باز آمدم از پیش یار آمدم     درمن نه ګرد درمن نګر بهر تو غمخوار آمدم »

ځکه نو دی وایی چی ددغو لرغونو افسانو خپریدل سړی دی ته مجبوره کوی چی چی څه ولیکی که ډیره ګټه نه وکوی نو بی ګټی به هم نه وی .

په کتاب کی د یو لړ معتبره مآخذونو په حواله ، په اسلامی ټولنه کی د اختلافاتو د را پیدا کیدو او د تصوف د ظهور په هکله څرګندونی سوی دی . د بېلګی په توګه لیکوال لیکی :

« که څه هم د حضرت رسول (ص) له وفات څخه وروسته سمدستی ، دخلا فت پر سر  اختلاف رامنځ ته سو او سعد بن عباده انصاری په عامه د ابوبکر صدیق ته بیعت ورنه کړ خو اختلافات ډیر ژر کرار سول.

 د عمر فاروق تر وژل کیدو وروسته یو ځل بیا د خلافت پر سر اختلاف منځ ته راځی او په هغی شپږ کسیزی شورا کی چی عمر د خلیفه د انتخاب له پاره ټاکلی وه، د عثمان بن عوف او سعد بن ابی وقاص  یوی خواته او علی بن ابو طالب، زبیر بن عوام او طلحه بی عبدالله بل خواته سول .

 حضرت علی زړه نازړه د عبدالرحمان خبره ومنل او عثمان بن عفان خلیفه سو .»

ورسته ببا د حضرت عثما ن سره هم ډیر ژر له دی امله چی هغه خپلو خپلوانو ته یې زیات امتیازات ورکول ، مخالفتونه پیل سول چی د ا اختلافات اوشکایتونه په خطرناکه ښورښونو بدل او د عثمان قصر محاصره سوو جهانی زیاتوی چی یوه ورځ ښورښیان د عثمان کورته ننوتل هغه په داسی حال کی چی د قرآن طلاوت یې کوی، محمد بن ابوبکر هغه تر ږیری ونیوی عثمان جواب ورکړ که دی پلار ژوندی وای دا کار یې نه کوی. محمد د هغه ږیره خوشی کړل او نورو ورسره ملګرو یې د تورو وارونه ور باندی وکړل او عثمان یې وواژه .

په دی وخت کی یوه ږغ کړه چی وینی یې حلالی وی نو مال یې ولی ناروا دی . له دی ږغ سره چور او تالان پیل سو. (طبری: ص ۲۲۸۶ )

په دی ډول نو ویلای سو چی د خلیفه عثمان وژل کیدل په اسلامی نړی کی د وینو تویولو پیلامه ده .

دغه راز د دمشق والی معاویه بن ابو صیفان چی د عثمان په څېر د بن امیه له کورنی څخه وو او د هغه د خلافت په زمانه کی یې ډیر زیات امتیازات تر لاسه کړی ول .

هغه د عثمان د قتلیدو د بدل ږغ پورته کړ او عمر بن عاص او په وروسته کی عبدالله بن عمر بن خطاب او نور سره یو ځای سول.

 دحضرت رسول( ص) میر منی عایشی له مدینې څخه چیغه پروته کړه او دعثمان د قا تیلانو د نیولو ږغ یې وکړ .

 طلحه او زبیر چی په لومړی سر کی د علی شاته ولاړ ول او هغه یې د خلافت منلو او بیعت اخیستلو ته تشویق کړ ، د عایشی سره مالګری سول اود علی پر ضد یې جنک اعلان کړ.

علی په کوفه کی خپل امارت اعلان کړ او د خلیفه کیدلو سر سم یې معاویه د شام له ولایت څخه بر طرف کړ.

 معاویه په د مشق کی خپل ځان خلیفه اعلان کړ او د علی پر ضد یې بیرغ پورته کړ .

شعیه ډله چی مذهبی اصول یې په دې پیښو څخه اوه اته قرنه ورسته جوړ سول او په اسلام کی یې تر ټولو لوی درز منځ ته راوړ ، خپله سر چینه له دغوپېښو سره تړی .

په دی ډول د مسلمانانو په منځ کی د یولړ وسلوالو نښتو او وینو تویدلو بیانونه په تفصیل سره راوړل سوی دی چی د دی  جملی څخه دحضرت علی او بی بی عایشی ترمنځ د جمل مشهور جنګ چی د دواړو خواوو څخه تر لس زره زیات  کسان ووژل سول اوپه نتیجه کی عایشې ماته وخوړل .

د علی او معاویه تر منځ د( صفین ) جکړی هم دری میاشتی دوام وکړ چی د معاویی د لښکرون څخه څلویښت زره تنه او د علی د لښکرو څخه پنځه ویشت تنه ووژل سول .

( مسعودی . مروج الذهب ص ۷۰۹)

د دغو جکړو په نتیجه کی ( خوارج ) هم را پیداسول . دغه ډله د علی د لښکرو څخه را بیله سول چی هم د علی اوهم د معاویه په خلاف یې بیرغ پورته کړ دوی ویله چی حکمیت یوازی د خدای سره دی ، علی او معاویه یې دواړه ګمراهان وبلل او د دواړوه په مقابل کی یې جکړه پیل کړل .

تصوف ، موسیقی او رقص :

په دی برخه کی د اسلام د علماوو نظرونه تو پیر سره لری د بیلګي په توګه ابن جوزی چی مشهور اثر یې( تلبیس ابلیس ) دی د موسیقی سخت مخالف دی . دی وایی :

 « پوه سه چی موسیقی اوریبدل دوه اړخه لری : یو دا چی د خدای په عظمت کی له تفکر  اود هغه په خدمت کی له دریدلو څخه سړی را ګرځوی او بل دا چی انسان د دې نړی د خوندونو او نعمتونو څخه برخمن کیدلو ته هڅوی او د خوند تر ټولو برتر له مختلفو ښخو سره پریوتل دی او دا له حرام څخه پرته نه میسر کیږی ‍. نو موسیقی سړی ځینا ته تشویقوی ….» (هم هغه کتاب  ص ۲۴۰  )

خو هغه ایاتونه چی بن جوزی یې د موسیقی د تحریم په برخه کی راوړی ،صراحت نه لری . دده اسیتدلال یوازی د ایاتونو پر تفصبر او نقل قول دی . لومړی آیّه ( ومن الناس من بشتری لهو الحدیث ) چی معنا یی ځینی هغه کسان چی چټی خبری را نیسی . جوزی وایی ابن مسعود ویلی دی چی په خدای می دی قسم وی چی د (لهــو ) څخه مقصد موسیقی ده .

په داسی حال کی چی د پیغمبررسول الله  ص په خپل کور کی د نجونو  د موسیقی او سندری ویلو، بیان په صحیح مسلم بخاری کی راغلی دی  .( صحیح بخاری ۱۹۱۴۰،۱۹۳۹،۱۹۴۲،۱۹۳۸)

ابوبکر صدیق خپل لور عایشی ته په غوسه کیږی خو پیغمبر رسول ص یې مانع کیږی . د بیغمبر سره دونه وسعت نظر موجود وو چی د اختر په ورځ یې د حبشانو سره د شمشیر بازی لوبه کوله . عمر بن خطاب غوښتل چی هغوی په کاڼو وولی خو پیغمبر منع کړ .( ۱۹۴۱ـ۱۹۴۶،) حادیث .

د معاویه څخه وروسته له یزید څخه نیولی د آخرین خلیفه او د سلطانانو په در بارونو کی موسیقی ږغیدله. که چیری موسیقی حرامه یا ناروا وای، نو د ابو حامد غزالی، مولانا جالاالدین رومی، شهاب الدین سهروردی په څیر دینی علما وو د موسیقی په باب د مثبتی تبصری جرآت نه سوای کولای .

 او په قرآن شریف کی خو موسیقی ته هیڅ اشاره نه ده سوی .د معاویه څخه وروسته له یزید څخه نیولی د آخرین خلیف او د سلطانانو په در بارونو کی موسیقی ږغیدل . د آموی او عباسی خلیفه ګانو په در بارونو کی خو ښایستو نجونو هم غزلی ویلی.

په کتاب کی د خرافاتی کیسو بیلکی په تفصیل سره راوړل سوی او د صوفیانو د خصوصیاتو پر بیلا بیلو برخو رڼا اچول سوی ده د بیلګی په توګه د صوفیانو په تبلیغاتو کی یو مهم ټکی له انسانانو سره د رابطې شلول ، ګوښې ته تلل او په ژوند کی مجرد پاته کیدل ، له یوی خوا اخلاقی انحراف او د هم جنسو تر منځ د جنسی اړیکو د ټینګیدولو سبب کیږی او له بله پلوه صالح او عابد خلک د صالح اولادو لرلو څخه محرومیږی .

ابن جوزی هم په دغه عقیده دی چی مجرد پاته کیدل ګناه لری . دی وایې چی حضرت رسول ص څورلس ښځی په نکاح کړی وی او د وفات په وخت کی یې نه ښځی ژوندی وی او دهغه څخه دا حدیث را پاته دی ( حب الی من الدنیا الطیب والنسآ ) ( وقرّه عینی فی الصلاه بارد )

یعنی ستا په دنیا کی می دری شیان خوښیږی : عطر ، ښځی او سړی اوبه .

په کتاب کی د دینی علماوو او د تصوف د طریقو د پلویانو ترمنځ د اختلافاتو پر مسایلو هم په تفصیل سره رڼا اچول سوی ده .

د تصوف او صوفیانو په طریقو کی زیات توپیرونه رامنځ ته سول چی د دوی د لارو د بیلېد لو دوه علته ښودل سوی دی یو دا چی تصوف کوم خاص. فکری مکتب نه وو ، او د هیڅ ډول خاصی فکری عقیدی پیروی یې نه کوله . په بیلا بیلو خانقاوو او خلوتونوکی سره را ټولیدل او هلته هم خاص درس او تعلیم موجود نه وو .

 ټوله مشغولا يې ذکر او د ځپل مرشد په پټو سترګو پیروی وه .په زیاتره خانقاوو کی وړیا ډوډی ورکول کیدل . طبعی خبره ده چی که مشځصه لاره او مکتب وجود ونه لری نو د اوږده سفر په لومړیو رباتونو کی لاره بیلیږی .

موږ وینو چی ډیر ژر لویو پیرانو خپلی لاری او طریقې بیلی کړی . لکه  قادریه ،سهرودیه ، شازلیه ، قلندری ، نقشبندی ، کبرویه  او داسی نور .

دوهم علت یې د اسلامی فتوحاتو او او اسلامی قلمرو چټک پراخیدل وه چی مسلمانان د نوو خلکو او نوو کلتورونو او کتابونواو مذهبونو سره اشنا سول .

که څه هم په لومړی سر کی د دینی علماوو او صوفیانو ترمنځ تضاد موجود نه وو خو په وروسته ورسته کی صوفیانو داسی کارونو ته لاس واچاوه چی په ښکاره د دینی احکامو سره په ټکر کی وه .

په دی ډول نو ملایانو او دینی علماوو د صوفی مشرانو په مقابل کی د تبلیغاتو تر څنک د هغو پر ضد اقداماتو ته هم لاس واچاوه. د صوفیانو لوی مشران لکه ذولنون مصری، حسین بن منصور، حلاج شهاب الدین سهروردی، او داسی نور یې د علماوو د فتوا او خلیفه ګانو د حکم سره سم، ووژل سول .

څرنکه چی پهعمومی ډول عوام افسانو ته تر واقعیتونو زیات ارزښت ورکوی او دیوه لوی دینی عالم په پرتله یو ببرسری ملنګ ته زیات اخلاص لری او د ښیرا څخه یې بیریږی  نو صوفیانو هم د هغوی د دی احساس څخه په ګټه اخیستلو سره زیات مریدان پر ځانونو را ټول کړل ، څو وکولای سی چی د ملایانو د حملو او یرغلونو څخه نجات ومومی .

په کتاب کی د یو لړ زیاتو صوفیانو د ژوند او طریقو په هکله په پراخه پیمانه یادونه سوی ده چی د هغی جملی څخه د حسین بن منصور الحاج چی په تصوفی ادبیاتو کی یې د حق دلاری د قربانی د سمبول حیثیت غوره کړی دی ، زیاتی څرګندونی سوی دی .

منصور :

حسین بن منصور چی نن ورځ هم د منصور په نوم مشهوره دی د عباسی خلیفګانو په وخت کی یې ژوند کړی او په ۹۲۰ میلادی کال کی د زندیق او کافر په نوم دشیعه او سنی علماوو په موافقه ، ووژل سوو .

ځکه چی دی د خپلو عقایدو او د (اناالحق) ویلو په تور محکوم وو .

مشهور فرانسوی عالم او د مستشریق لویی مارینیون د منصور د یوه کتاب په اساس دهغه پر. ژوند باندی یو بشپړه کتاب لیکلی او ډاکتر عبدالغفور روان فرهادی ترجمه کړی دی .

که څه هم منصور په ظاهره رسول اکرم ته درناوی لری خو د لویی مازینیو په عقیده منصور غواړی چی ثابته کړی چی د حق له ذات سره د عشق اوبالاخره له هغه سره و وصلېدو مقام د اولیاؤ دی او پیغمبر د دغه کار لپاره خلق سوی نه دی.

 نو دی (ماینیون) وایې چی مسلمانان د حسین بن منصور په عقیده پوه نه سول ځکه یې نو دی ووژی .

شمس تبریزی او مولانا رومی :

ښاغلی جهانی لیکی : که د د شعر او او نظم په دنیا کی نوابغ موجود وی نو له هغو څخه به یو هم مولانا جلال الدین رومی وی .

 د شمس تبریزی په باب ټولی لیکنی پر روایاتو او اټکلونو ولاړی دی یوازی دا خبره یقینی ده چی هغه په قوینه کی د مولانا سره کتلی او پر هغه یې اغیزه کړی ده .

 داسی فکر کیږی چی شمس د د مولانا د زوی علاوالدین په تحریک دی وژل سوی وی

.له همدی امله مولانا د ځپل زوی په جنازه کی ګډون ونه کړ .

کتاب چی د ۵۰ پښتو او فارسی مآخذونو تر څنګ د څلورویشت انګریزی مآخذونو څخه استفاده او استفاضه لیکل سوی ده ، د دغو عنوانو لاندی (قلندر او درویشان ، ظاهر او باطن، عشق په تصوف کی، تصوف. په افسانو کی، د تصوف ریښې ….) په تفصیل سره د تصوف او اسلام په هکله ، بیلا بیل کټور معلومات وړاندی سوی دی چی لوستل یې په تیره بیا په اوسنیو شرایطو کی چی ګران هیواد مو د روحانیت تر سیوری لاندی، د علم او تنویر ضد د خرافاتو تورو اوریځو پوښلی دی ، لوستل یې اړین او ګټور بولم .

د ښاغلی جهانی پر ژوند او قلم دی برکت وی  .

په درنښت

زمری محقق

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.