روښاندي څه ده؟

پښتو ژباړونکی : س . سېلنی

0 836

پارسي ته ژباړونکی: صدیق رهپو طرزي
پښتو ژباړونکی : س . سېلنی

ایمانویل کانت

( درنو لوستونکو! د دې علمي اثر ژباړه د پښتو ژبې کره والي ته په پام کې نیولو او کارونې سره ، ښایي یو شمیر ځوانو لوستونکو ته ستونزمن وبریښي ، نو ځکه مې ستاسو د اسانتیا لپاره د اړوندې لیکنې په پای کې د ویینو ” لغاتو ، کلیماتو” یو ځانگړی لړلیک ” فهرست ” جوړ دی ، کېدای شي مخکې تر لوستلو یې د وییو له مانا سره اشنا شوو ) .

* * * *

روښاندي څه ده؟

لکه څنگه چې پوهېږو ، دا رنې ديکارت (۱۶۵۰ -۱۵۹۶) وو چې په پېژندویه کرښه ٫٫ دا چې اندم ، نو یم ،، کې يې د بشري اند پر اوېجه د روښاندي لیدتوگې بنسټ کېښود؛ خو دا اېمانوېل کانت ( ۱۸۰۴/ ۱۷۲۴ ) وو چې د ٫٫ روښاندي څه دى ؟ ،، له لید یې د ډېرو خبرو اترو او پلټونو ور راپرانېست.

هغه څه روسته ٫٫د چاڼ شوي واند کره والي،، « نقد خِرَد ناب » په لیکلو سره دا خبره لوړو پوړیو ته ورسوله .

له دې لیکنې یې پارسي ژبې ته ډېرې ژباړې شوي دي ، خو ما د هغې نوې انگریزي اثر څخه خپلو لوستونکو ته راوژباړه .

د دې اثر لوستونکي دوستان به خامخا د اتلسمې پېړۍ اروپا اکربکر (حال و وضعې )ته په کتو سره هغه په پام کې ونیسي .

زما موخه دا ده چې گران لوستونکي دې ، دې لید ته په کتو ، او له اوسني وخت سره تر غورچاڼ ، کره کتنې او خبرو اترو لاندې ونیسي .

لیکنه

ایمانویل کانت

۱۸۰۴/ ۱۷۲۴ زېږیز

روښاندي ، له ذهني ماشومتوبه د وگړي راوتل ، چې خپله یې په خپل ځان منلي دي ، ویل کېږي .

وړکینه هغې خوارځواکۍ ته وایي چې وگړی نه شي کولای بې له بل لارښوونکي – لکه (د پیر او مرید اړیکې ، مرشد و راشد ، مخکښ و پیرو ، اماریت و ماموریت ، شیخ و سالک ، مراد و مُرید، امام و مقتدی ، لارښود و لارتلونکی ـ (ط ) ځان خبرونې ته ورسېږي .

دا پر ځان منل شوی ماشومتوب ، د نه پوهېدلو په کموالي کې پټ نه دی ، بلکې د نه هوډمنۍ او بې زړه توب له امله دی چې وگړی نشي کولای پرته له یوه پالونکي ، خپل ذهن او پوهې څخه گټه واخلي .

٫٫ جرأت لرل دې د پوهیدو په پار، زړورتیا دې د هوښیارۍ په کارونه ،، دا دی د روښاندۍ د موخې سرلیک .

لټي او نانیسا د دې کار لاملونه دي چې ولې د انسانانو دا لویه برخه مخکې تر دې چې شتون یې د پیر و مخکښ له شر و پسات نه وژغوري او هوسایې ته یې ورسوي ، د ژوند په اوږدو کې زېږدي ماشومان پاتې کېږي .

همدا اسانه لاسوندل دي چې ، نور په ډېره چټکې له ځانه پیر ، مخکښ ، روزونکی ، استازی او شپون جوړوي .

وړوکوالی څه اسان او هوسا کار دی !

كه زه اَندَم چې کتاب شته ( زما په اند ، موخه یې سپېڅلي کتابونه دي ، هر یو یې . ط ) ، چې زما پر ځای اندي ، کشیش ، ملا او اخند شته چې زما د وجدان او خبرتیا پر ځای کړه وړه کوي ، درملگر شته چې ماته پاڼَکۍ ( نسخه) لیکي او همداسې پسې نور اونور … نو ځکه زه هیڅ اړتیا نه وینم چې خپله هڅه و هاند وکړم . اړه یې نشته ، کله چې زه کولای شم پیسې پرېکړم ، اند و اندیښنه وکړم . نور وگړي چې زه ورسره همغږی او هماندی نه یم ،د ستونزو او لانجو کړه وړه رغوي او سرته یې رسوي .

هغه پالونکو ، چې په مینې او پېرزوینې یې د نورو پالنه پر غاړه اخیستي په دې باور دي چې ډیری خلکو ته – د هغو نازکخیالو په گډون( میرمنې . ط.)- نه ښایي چې د ځوانۍ پړاو ( ځاني “ذهنی “او اندیز . ط. ) ته ننوځي ، نه ېوازې چې دا کار ډېر ستونزمن دی ، بلکې په دې مانا چې له ډېرو خطرو ډک دی .

تر هر څه له مخه ، دغه مخکښان او پالندویان ، انسان ته لکه خپله رمه په داسې یو ایل شوي رنگ و بڼې وده ورکوي ، چې له ور پر غاړه شوي غوړوندي یې یو شیبه هم نشي کولای گام واخلي .

روسته ، هغوي دغه خطره ، رمې ته په غوږ وهي ، او ورسره هغوي گواښي چې خپله هم له ټاکل شوې کړۍ یو گام بېدیا وانخلي .

سره له دې هم ، دا کار دومره له زیانمنۍ او خطرې ډک نه دی ، ځکه روسته تر خنډونو ، لویدلو او پر ځمکه پریوتلو ، د کار په پای کې زده کوي چې څنگه پر لار لاړ شي .

خو په دې لویدو سره ، له یو شمېره بیا د کوټلو او لا زیاتو گام اخیستلو زړورتیا اخلي .

په دې توگه ، ځینو ته ډېر ستونزمن دی چې د وړکتوب د دوران له ځاني یا ذهني منگلو ، ځان وژغوري ، کوم چې د هغه په دویم شخصیت او غبرگولي اوښتی دی .

په ځینو برخو کې هغه له دې دود سره روږدی شوی او خپله خوښه یې گڼي .

دا کار د ځان پېژندېنې په وړاندی لمړنی خڼد او دیوال دی ، ځکه دا دود هیڅکله اجازه نه ورکوي چې دغو هلوځلو ته لاس وروړي او یا هغه مخ ته بوځي .

په دې ډول د کرکجنې پوهلنډۍ ؛ او ورسره د کلیشه یې او چوکاټي باورونو چلند ، چې خپله فني اوزار دي تر دې چې د ذاتي استعدادونو او هوښارتیا د گټې اخیستنې په چوپړ کې اوسي ، د همیشنۍ تل پاتې ځاني (ذهني)ماشوموالي د سکندر په دیوال بدلیږي .

هغوي چې دا چوکاټونه او کلیشې ماتوي ، زړه نازړه ناډاډمن گامونه اخلي ، ځکه هغوي له داسې آزاد او خپلواک خوځښت سره روږدي نه دي .

په همدې لاسوند ، ډېر لږ شمېر دي چې کولای شي اوچت او ټینگ گامونه واخلي .

هغه څوک د ماشوالي د دې دوران له منگلو وتلی شي چې ، د ذهن پر ځمکه یې د پوهاندۍ توخم وکري .

سره له دې ، روږدو او ولاندو وگړو ته دا کار ناشونی دی ؛ ان که ازادي او روښانتیا هم ورکړ شي ، تر هغه چې خپله خپل ځان روښانه کړي .

مدام لږ شمېر روښاندي او خپلواک اندي ، او ان د هغو منځ کې داسې کسان شته دي چې ځانونه د پرگنو مخکښان او لارښوونکي بولي چې دې چارو کې لاس وهي .

كله چې داسې وگړي د ماشومتیا اندتوگې (طرز تفکر) جوغ د لید له اوږو لرې وغورځوي ، د دې ځواکمني مومي تر څو د انساني ارزښتونو بنسټیز پوهوالي چلند د دندې په توگه ، هغسې چې پخپله اندي ، نورو ته هم ووېږدوي .

دا مو هېر نشي ، هغه وگړنیز ذهنیتونه چې په تېرو کې د همدغو كسانو ٫٫ مخکښان ،، د ذهني مریتوب تر جوغ لاندې ساتل شوي وو په تیره هغوي چې د روښاندي ځواک نلري ، دې ته یې اړباسي چې ځان سپارنې ته غاړه کېږدي. دا کار د دې رښتیا وینې او سموالي څرگندوی دی چې د کرکې او سختگیري کارَوَنه څومره زیانمن دی .

دا کرکجن او سخت نیوونکی چلند لید ، سوکه سوکه له هغو کسانو خپل غچ اخلي چې هغه دودوي ، خپروي یا یې پلی کوي او ان له پاته وړیو او پاتې کسانو څخه یې بېرته راستنوي ، چې په دې ډول ، ډېری وگړي په کراره سره روښاندي ته لاس رسی مومي .

ښایی یو بدلون یا اوښتون ، ځانگړي زلند (استبداد) او نورو ډولونو ته د پای ټکی کیږدي ، خو هیڅکله نشي کولای ذهنیتونو کې رښتینی سمون او رغاونه

رامنځ ته کړي . په دې توگه ، لنډگروهي (تعصب) او سختگیرۍ د زاړه تېري کونکي د چلند پر ځای ، زور واکو ته لکه د یوېې نوې کړنلارې په توگه ټاکل کېږي .

روښاندي پرته له ازادي ، بل شي ته اړه نه لري . هغه ويی ( کلیمه ) چې ډېر ناچار وگړي یې ښایي په ملنډو ٫٫آزادي،، ولولي :

آزادي یانې دا چې په ټولو چارو کې خلک له خپلې پوهې ترینه گټه واخلي .

اوس زه له هرې خوا دا چیغي او نارې اورم :

٫٫دلیل مه وایه ! ،،

افسر وایي :

٫٫ د عسکری مشق و تمرین په تړاو، استدلال مکوه !،،

مالیه اخیستونکی وایي :

٫٫د پیسو په ورکړه کې ، استدلال مکوه ! ،،

کشیش او ملا وایي:

٫٫ استدلال مکوه ، ایمان ولره !،،

خو یوازې په نړۍ کې یو واکیالی او پرمان ورکوونکی وایي :

٫٫ چې هر څومره کولای شې استدلال وکړه ، خو غاړه کیږده!،، .

موږ په هر ځای کې د آزادۍ له اوسارولو سره مخامخ یوو . خو ، کوم ټاکلی برید روښاندي ته زیان رسوي ؟ ، کوم یو یې ساده دی او کوم یو یې روښاندي پر مخ بیایي ؟

زه یې ځوابوم :

باید د وگړي هوښیاري او پوهه په ټوله موده کې خپلواکه وي ، دا دی چې انسان ته د روښاندي زیری کوي .

له بلې خوا ، کولای شو په ځینو برخو کې له هوښیاري نه ځانگړې گټه اخیستنه رالنډه کړو ، خو هیڅکله هم نه ښایي دا کار د روښاندي د پرمختگ په وړاندې خنډ جوړ کړي .

کله چې زه ٫٫ د وگړي له پوهې د خلکو په گټه ،، خبرې کوم ، مانا یې دا ده چې یو وگړی په تیره یو پوهاند کولای شي هغه د خلکو په وړاندې ووایي . هغه وخت چې په ٫٫ ځانگړې پوهې ،، خبرې کوم موخه مې دا ده ، هغه چا ته چې مدني دنده ورسپارل شوې ده هرومرو یې په کار یوسي .

په ځینو لانجو او ستونزو کې چې په گډو ځانگړو گټو اغیز پرېباسي د کار له هغو لارو هرومرو گټه واخیستل شي چې هغه کې د ټولنې غړي او یوالی اغیزمن نشي . ( ١- د اغیزمنولۍ په اړوند : اغیزمن یا انفعالی غورځنگ . ٢ – د نورو په غوښتنه ، نه ځانگړی هوډ او پتېینه ”نه شخصي اراده او تصمیم ” دا کار د مصنوعي لید د یوالي چاپیریال رأمنځ ته کوي چې د ټولنیزو موخو په دړد لگېږي یا لږترلږ دا موخي له منځه نه وړي .

كه په دې برخه کې استدلال ته اجازه نه ورکول کېږي باید غاړه کېږدو .

تر هغه ځاېه چې د داسې کړو وړو منځگړیتوب وي او هممهال خپل ځان په لویه کې گډ غړی – لکه د نړېوالې ټولنې ښاروند ( راځې داسې ووایو ، هغه چې خپل ځان اندیال پوهاند گڼي ، چې د خپلې پوهې نه په گټه اخیستنې ، او د لیکوالۍ له لارې ، ټولنې سره خبرې کوي . ط ) گڼي ، په هغو لانجو او ستونزو چې هغه پرې بوخت دی ، د یو اغیزمن غړي په توگه ، هیڅکله نه خواشینی کېږي .

دا نو ډېر د بې شامتۍ (بدبختۍ ) ځای دی چې یو گمارل شوی منصبدار دې ، د آمرانو ورکړ شوي پرمان نه روسته د هغو سموالي ته گوته ونیسي .

هغه باید غاړه کېږدي . خو ، د یو پوهاند په پوړۍ (مقام) کې هغه نشې کولای د اند د څرگندولو څخه د هغو تېر وتنو ، چې په عسکري نظام کې روان دي ، وستنوې او یا یې د پرگنیزو اندونو ( نظریاتو)لپاره د اند د څرنگوالي مخه ونیسې .

یو ښاروند نشي کولای چې د مالې له ورکړې سرغړونه وکړي .

هغوي چې د مالې له ورکړې اوږه خالي کوي ، جزا به ویني ، ښایي چې په دې لاسوند به ټولو ته د سرغړاوي موکه برابروي . خو ، که پوهاند ، په روښانه د مالې له لوړې کچې یا زور زیاتي خپله نا خوښي څرگنده کړي د یو ښاروند دنده یې نه ده تر پښو لاندې کړې .

یو ملا حق لري ، د دین او مذهب د حکمونو سره سم چې پرې باور لري په وعظ او نصیحت لاس پوري کړي ، ځکه همدې چارو ته جوړ شوی دی .

خو ، یو پوهاند بشپړه ازادي ان دنده لري ، تر څو خپل څیړنیز سترگلید له خپلو جوړونکو اندونو سره د دیني حکمونو په تړاو او هغه نیمگړتیاوې چه پکې شتون لري – که د نصوصو او دیني بنسټونو خلاف هم وي د خلکو په وړاندې ښکاره او ووایي .

هغه ملا چې زده کړې ورکوي ، د دینې څانگې په هماغه لیکه چې دا یې استازی دی لاس پورې کوي . ځکه ازاد نه دی هغه څه چې ویني ، وې وایي . هغه لکه یو مامور د نورو په امر خبرې کوي .

ښایي ووایي :٫٫ زموږ ډلې ، داسې او هغسې موږ ته رازده کړي دي. همدا خپله ، د ربړې او ستونزې سپیناوی دی .،،

په دې ډول ، تر هغه کولای شي ، د دیني ټولنې په دړد ولگېږي چې امرونه یې زده کوي .

ښایي خپله هم په ځینو برخو کې پر هغو بشپړ باور ونلري . خو ، هغه ژمنه کړې چې دا به زده کوي ، ځکه دا ناشونې نه دي چې هغوي به ځیني پټ رښتینوالي او حقیقتونه ونلري .

سره له دې ، هغه د دین دننه په دې نصوصو او احکامو کې کوم ټکر نه دی موندلی ، كه هغه باوري شوی وو چې داسې ټکرونه شتون لري ، نور یې نشوای کولای خپله دنده په سپیڅلي وجدان ترسره کړي . كه نه ، هرومرو به له دې کاره ځان گوښه کړي .

همدا راز ، یو پوهاند چې د خپلو اوریدونکو په وړاندې له خپلې باوري لید پوهې څخه گټه اخلي ، خو که هر څومره یې اوریدونکي ډېر یا لږ وي ، زښت ډېر ځانگړی او د هماغه څانگې لخوا گومارل شوی دی .

دې ته کولای شو زښت زیات ځانگړې ټولنه او بنسټ ووایو .

په دې توگه ، هغه لکه همغه ملا ازاد نه دی او نه ښایي هم اووسي ، ځکه د نورو پرمان وړونکی دی . له بلې خوا ، هغه پوهاند چې د خپلې پوهې په کارونې یې ، خلکو او ( نړۍ ) سره د لیکوالۍ له لارې خبرې کوي ، د خپلې پوهې د بې پایه ازادۍ نه یی گټه اخلي .

دا کار چې ، اروایي مخکښان دې خلک ماشومان وگڼي ، تشه پوچه ده ، ځکه دا کړه وړه کولای شي پوچ اندي باندې تلپاتی مهر ولگوي .

د کلیسا شورا ، داسې پوښتنه رامنځ ته کوي :

”ایا د کلیسا مخکښان دا حق لري چې د ټاکل شوو حکمونو د ساتلو لپاره ، کوم چې بدلون نه منونکي دي ، د هغه ژمن لیک په لوړې کولو سره ، په خپلو غړو او د هغو له لارې پر خلکو خپلې مخکښۍ ته دوام ورکړي ؟ ”

زه په ډاگه وایم چې دا کار ناشونی دی . داسې چلند د دې لپاره تر لاس لاندې نیول کېږي چې د انسانیت پر مخ د لا ډېرې روښاندي لار وتړي .

که دا حق د رسمي جگپوړو ان د ولسي جرگې او نورو هڅاندو ژمنوالو لخوا منل کېږي ، خامخا دې ونه منل شي .

یو ژمنتیا په یو پړاو کې کېدای شي ونه منل شي چې د ډېر وخت نیوونکی وي ، ځکه دا کار زموږ راتلونکی نسل له بشپړې څیړنې بې برخې کوي ، د تیر وتنو د پېژندگلوۍ ځواک ترې اخلي او د روښاندي د پرمختگ مخه ډبوي . دا کولای شو د ژوند او انساني طبعیت پر وړاندې چې برخلیک یې په ډېر ځیرتیا له همدغه پرمختگ سره تړلی دی یو جنایت وگڼو . په دې ډول خلک راتلونکي کې حق لري تر څو په داسو پریکړو د رد کرښه وکاږي . د داسو پریکړو بنسټ چې خلکو ته د قانون بڼه ورکوي ، د دغې پوښتنې په یرغمل کې دی :

ایا خلک داسې تپل شوی قانون پر ځان مني ؟ اوس کیدای شي د یوې ښې هوساینې له پاره ، یوه لنډه موده ، ځني نظامونه ومنو . ښایي په ترڅ کې یې لنډ مهاله سمون پلی شي ، هر ښاروند ( تر ټولو مخکې ، هر روحاني چې د یو پوهاند نقش پر اوږو وړي ) خامخا دې ازاد پریښودل شي تر څو د اوسنيو بنسټونو تیر وتنې او خپلسري په کره کتنو کې څرگندې کړي .

دا کار دې هغه پورې مخ ته لاړ شي ، چې د وگړنیز پوهاوي کچه تر هغه لوړه شي چې د بیلابیلو دیني عالمانو د غږونو یووالې ( خو نه ټول ) چمتو کړي ، څو د سمون غږ د لوړ پوړو غوږو ته ورسول شي ، تر څو له هغو عبادت کوونکو څخه چې د روښانولۍ په اند لیکه یې ، دین کې سمون منلی دی ، ننگه او ملاتړ وکړي ، خو نه د هغو په وړاندې چې غواړي خپلو پخوانیو دیني ټولونو ته ژمن پاتې شي خنډ شي .

خو که موږ دیني بنسټونو ته اجازه ورکړو چې هیڅکله چمتو نشي د خلکو کره کتنو غږ ته غوږ کېږدي ، دا په دې مانا دی چې موږ یوه موده دانسان د پرمختگ او پراختیا مخه نیولې ده ، چې باید په کلکه ترې مخنیوی وشي .

یو څوک کولای شي یوازې د یوې لنډې مودې له پاره خپله روښاندي وځنډوي .همدا راز هغه کولای شي نور هیڅکله ، نه د ځان یا نورو پاتې کسانو لپاره روښاندي پسې وگرځي ، خو دا به نه هېروي چې یو سپیڅلی انساني حق تر پښو لاندې کوي .

كله چې یو وگړی نشي کولای یوازې خپل ځان ته پریکړه وکړي ، نو یو واکمن چې نوم لاړتوب یې پر همدې لیکي پورې تړلی دی چې هوډ یې د خلکو د غږ ښکارندوی دی،هیڅکله نشي کولای ، په داسې پرېکړې لاس پورې کړي.

کله چې هغه وپتیله ، د یو مدني سمون اونظام په چوکاټ کې د دیني سمونوالۍ لپاره وړاندیزونه پاتې کیږي ، نو اوسېدونکي دې پرې ښودل شي چې لاس په کار شي تر څو خپله اروا وژغوري . د هغه دنده د خلکو د ارواوو ژغورنه او خلاصون نه دی ، هغه دنده لري تر څو د هغه چا خنډ شي چې غواړي په زور زیاتي سره د هغه وگړي د تکل مخه ونیسي چې هغه غواړي خپله د ژغورنې ډېره ښه لار ولټوي .

دا د کرکې او سخت نیونې کمال دی چې واکمن په دې برخو کې لاسوهنه وکړي او پر هغو لیکنو څارنه وکړي چې اوسېدونکې یې غواړي تر څو خپل ( دینی ) اندونه د ټولو د پریکړو او سپیناوۍ په وړاندې کېږدي . هغه نشي کولای دا کار سرته ورسوي ، ان تر دې که له گټور ژور لید هم برخمن وي .

په دې توگه هغه ، د رومیانو دې نامتو خبرې سره مخامخ کیږي چې وایي : ٫٫ شاهنشاه نشي کولای په هغه چا چې د ژبې پښویه ( گرامر) لیکي ، برلاسی ولري ،،.

دا ډېره بد مرغي ده چې هغه د خپلې واکمنۍ سیمه کې د څو خپلسرو د دیني زلند ( استبداد ) په ملاتړ پر نورو اوسېدونکو برتیایي ورکړي . هغه په دې کار سره د ځواک ستنې کمزورې کوي .

كله چې موږ پوښتو، ایا موږ د روښاندي په پېر (دوران) کې ژوند کوو؟ ځواب یې ‘نه’ دی ، خو ، موږ د روښاندۍ په یو دوران کې ژوند کوو.

همدا اوس په رښتیا ، انسان له هغه وخت نه لرې دی چې د بهرنیو لارښوونکو له لارښوونې پرته په دیني برخو کې له خپلې پوهې په پوره باور او یقین ، په ښه توگه گټه واخلي .

سره له دې ، موږ د روښنایي نښې نښانې وینو چې موږ د موخو لور ته درومو ، ځکه د ( دیني رښتمني ) موندلو دړه پرانستل شوې ده .

هغه چې ډېر اړین دي دا دي ، کوم خنډونه چې په ټوله کې او د په لاس جوړ ماشوم لخوا د روښاندي په وړاندې پراته دي په کراره کراره چاود اخلي او ماتېږي . په دې ډول کولای شو دې وخت ته د روښاندي دوران او د فردریک پېړۍ ووایو .

شاه زی نه نباید دا کار د برم ټیټوالی وگڼي ، چې څرگنده کړي ، دنده یې دا نه ده چې د دیني مسالو په برخه کې خپلو اوسیدونکو ته کومه دستوره ورکړي ، بلکې ، هغوي دې پرېږدي چې خپله د بشپړې ازادۍ پرېکړه وکړي . که هغه دا کار رد کړي ، لکه چې وایي د ٫٫ زغم ،، کلیمه ځان غوښتونه نه ده ، هغه خپله روښانه شوی دی ، هغه خپله حق لري نړۍ کې د ستایلو وړ وگرځي او هغه ته داسې یو میړنی وویل شي چې په لمړي ځل یې بشر ، لږ تر لږه د دولت د چاپیریال له بندیزونو وژغوره او ټولو ته یې اجازه ورکړه تر څو په هوډمن تکل سره پر خپلې پوهې او وجدان ډډه ولگوي .

د هغه تر واکمنۍ ، قدرمن کشیشان ، چې د عالمانو نقش لوبونکي دي ، پرته له رسمي دندو یې ، سره له دې چې دلته هلته یې له منل شویو دیني اوامرو سرغړونې کړې دي ، کولای شي د خپلو واندونو په خپراوي کې په ازاده توگه ، د نړۍ پر څیړنې لاس پورې کړي .

دا کار د هغو ټولو وگړو په اړه هم سمون لري چې حکومتي چارواکو ته ژمن ندي .

دا د ازادۍ اروا د پروس پولي وهي او اړینه ده ، په هر ځای کې چې ورته بهرنی خنډ د حکومت لخوا جوړ شي چې وې نشوای کولای په دې گټې پوه شي خامخا به په جگړې لاس پورې کوي .

پروس فردریک ، یو روښانه بیلگه دی او هیڅکله یې ټولنیز نظم ، د ټولنې یوالی او اتحاد گډوډ کړې نه دی . كله چې یو څوک په ځانخبري او قصدي توگه هڅه ونکړي چې بشر د وېرې پنجره کې واچوي ، دا کار د بدلون نوې بڼې ته موکه برابروي .

ما د روښاندي پر گوهر ټینگار کړی دی :

د انسان ژغورنه له رغاویز ماشوم څخه ، په تیره په دیني چارو کې ، ځکه زموږ دینې لارښودي د اوسیدونکو د پوهې او هنر په برخه کې د لارښوونې دنده پر اوږو نه ږدي .

تر ټولو اړین دا چې ، په دیني برخه کې ذهني ماشومتوب نه یوازې چې ډېر زیان و خطرې لري ، بلکې ، ډېر له شرمه ډک دی . خپلواک واکیالی چې د پوهې او هنر په برخه کې ازادي لوړه گڼي ، خامخا دې ورته ارزښتمنه پاملرنه وکړي .

هغه پوهېږي که چیرې اوسیدونکو ته یې اجازه ورکړل شي چې د اندیښنو په خپرولو سره د وگړنیزو خدمتونو په وړاندې خپل واند او پوهه د یو ښه اساسي قانون په اړه ، ان له اوسنیو شتو قوانینو یوه هر اړخیزه او زغرده کره کتنه وکړي ، کوم زیان نه اوړي . موږ د دې ازادۍ ځانگړې بېلگې لرو – او هیڅ پاچا یې گرد ته نه رسېږي .

خو ، هغه یوازینی څوک چې ځان روښانه کوي ، هغه څوک چې هیڅکله له سیورو نه ډارېږي ، او هممهاله پر هغه لوی وسله وال ځواک پرمان چلوي چې د سراسري سولې ساتنه او ذمه واري لري ، یوازې هغه دی چې کولای شي ، کوم څه چې د بل آزاد هېواد ، خپلواک واکمن یې د وېلو زړوتیا نلري ، ووایي :

٫٫ تر کوم ځایه چې کولای شې او په هره برخه کې چې غواړې ، استدلال وکړې ، خو غاړه به ږدۍ .،،.

په دې ډول ، موږ دلته او نورو ځایو کې په انساني برخو کې ، چې په هغه کې هر شی د نه همغږۍ په تگ لوري او ورسره پر نه وړاندوینو پیښو، مخ ته ځي ، گورو چې بیا هم مدني خپلواکي تر یو بریده د خلکو د اندیښنو د ازادۍ په چوکاټ کې ، د پاملرنې وړ لار پرانېزي ، خو له بل پلوه دا هم هیر نکړو چې ، په دې لار کې سکندري دیوالونه سر پورته کوي . سره د هغه ، په ځینو برخو کې ، ان لږه مدني ازادي ، د خپلې وړتیا تر کچې ، د ازادۍ د اروا او جذبې د پراختیا موکه برابروي .

هستي او طبعیت د ژوند د زړي په منځ کې ، په ځیرتیا د خپل اندي لپاره ، د پاملرنې توخم کرلی دی .

له بلې خوا ، دا د اندیښنې ازادي سوکه سوکه د خلکو د اندونو پر دودونو خپل اغیز پرې باسي او انسان کولای شي لا تر ډېره په ازاد چلند لاس پوري کړي .

په روستیو او د کار پایله کې خپلواک اندونه ، خپله لار د لوړو پوړیو پر لور پرانېزي او دولت پوهېږي چې ، اوسنی انسان ، د انساني برم په لرولو سره تر یو ماشین ارزښتناکه گڼل کېږي .

* * * *

روښاندي = روشنگري

اند= اندیښنه ، فکر

اندم = فکر کوم

اوېجه = ځمکه ، هېواد ، خاوره ، نړۍ

٫٫د چاڼ شوي واند کره والي،، =« نقد خِرَد ناب »

اکربکر حال و وضع )

لید = دیدگاه

لټي او نانیسا = تنبلی و جبونی

اوسار = لگام ، تسمة دهنه حیوانات باری

هوسا = آرام و راحت

موخه = هدف و منظور

سپېڅلی = مقدس

پاڼَکۍ = نسخه

هاند اوهڅه = تپ و تلاش

اندیښنه = اندیشه

رغوي = جوړوي ، رغول . ساختن

پالونکی = روزونکی ، تربیه کوونکی

ډیری = زیات ، زیاد

ځاني = ذهنی

اوزار = ابزار

اېل = تابع ، تر حکم لاندې

غړوندی = د غاړې رسې ، ریسمان گردن

غبرگولی = همزاد ، دوگانه

ناډاډگېرن = نامطمین

اندتوگې = طرز تفکر

وېږل = غځول ، ادامه

ووېږدوي = وغځوي

رښتنولي = واقعیت بینی

پاته وړي = باز مانده گان

ډېری وگړي = مردم عام

بدلون او اوښتون = تغیر و انقلاب

ځانگړی زلند = استبداد شخصی

لنډ گروهي = تعصب

ویی = واژه ، کلیمه ، اصطلاح

لاسوند = دلیل

لاسوندله = استدلال

واکیالی = فرماندار

اوسارول =لگام زدن

هوډ او پتېینه = اراده و تصمیم

شامِت = بخت و نصیب

بې شامتي = بدبختۍ

پوړۍ = مقام

سپیناوی = ثبوت ، برهان

ځانگړی = مشخص ، خصوصي

اروایي = روحی

ځیرتیا= دقیق

رد کرښه = خط بطلان

نوم لاړی = نامتو ، مشهور

پتېل = تشخیص

پښویه = گرامر ، دستور زبان

برتیایي = برتري

رښتمني= ثبوت ، حقیقت

رښتمن =حقیقت گو

واند= خیال ، گومان

ژمندويي = تضمين

بياځلتيا = تکرار

رغاویز ماشوم= طفل مصنوعی یا خود ساخته

گروهه =عقیده

لنډگروهي = متعصب

خپلواک اند = آزاد فکر

زړَی = هسته ،

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply