په هرات کې راپاڅېدلی ملا انصاري څوک دی او څه غواړي؟

0 1,195

مولوي مجیب الرحمن انصاري هغه وهابیزم ته متمایل با نفوذه هراتی دیني عالم دی، چې د ګذرګاه په جامع کې په سیاسي ديني توګه ستر شوی او په وروستیو کې په شعیه مذهبیانو له لفظي حملو او پخپل سر د امربالمعروف د یو محلي تحریک په جوړلو د رسنیو او خلکو د تبصرو سر ته راغلی دی.
نوموړی له څو کلونو د قلندري کسانو، مریدانو، او کاکه ګانو څو حلقې لري، چې نوموړي ته خاص ارادت لري آن تر دې چې دده یوه ډله پلویان ځانونو ته دفدایان نوم کاروي
. انصاري په خاموشانه اما تدریجي ډول له اقتصادي او نفوذي پلوه په تيرو پینځو کلونو کې پوره پرځان بسیا شوی دی.
کله چې اسماعیل خان د هرات والي و، د خپل سیمیز سیاست او دیني محلي نفوذ لپاره یې له هراتي عالمانو سره چې هغوی هم لکه مولوي خدایداد او نور سیاسي تمایلات لري اختلافات زیات شول، په انصاري باندې تمرکز او د هغه نازولو ته یې مخه کړه. خلک وايي، هغه یې د هرات د علماو د شورا په مقابل کې راپورته کړ، خو وروسته تر ټاکلي هدف ډير مخته لاړ او په تیزۍ سره لاړ معلومه نده چې اسماعیل خان د هغه د ټولو برنامو تر شا وي اما ښې خپل منځني اړیکې یې تاييدېږي.
په مولوي انصاري تور دی، چې څو کاله وړاندې په محرم کې یې خلک لاریونونو ته راوایستل، هغه لاریونونه بیا په تاوتریخوالي واوښتل او څو تکیه خانې پکې وسوځول شوې. دغه راز څو کاله وړاندې په هرات کې د یونما ددفترونو د سوځولو لپاره راوتلي قهرجن معترضین هم ده ته متمایل ګڼل شوي دي.
مولوي انصاري په ۱۳۹۰ کال کې د لومړي ځل لپاره سعودي عرب ته موقت لپاره لاړ دی، خو په ۲۰۱۶-۲۰۱۷ کې سعودي عربستان ته د دیني زده کړو په پلمه تللی و او دوه کاله هلته پاتې شو. د هرات د گذرگاه په سیمه کې په ۲۰۰ جریبه ځمکه جوړه کړې عیدګاه یې فکر مرکز دی او له سعودي له راتګ سره سم تر اوسه له همدې ځایه یې ویناوې کولې، کله به دا ویناوې توندې کله به اصلاحي وې خو د انصاري په شهرت کې دې ممبر او ویناوو خپل فوق العاده رول ولوباوه.
په مولوي انصاري تور دی، چې د یو لوی دیني شخصي کمپلکس لپاره یې څلور کاله وړاندې بیخي زیاته دولتي ځمکه غصب کړه او هلته یې د ددیني مدرسې، درسي ودانیو، لیليو، شنې ساحې، لوبو میدان او خوړنځي لپاره پینځه ودانۍ جوړې کړې دي.
دی پخپل سیستم کې دارالافتاه، ویډیو ـ اډیو پروډکشن، محکمه…. او نورې مجهزې برخې لري.
دده ویناوې ټولې په امر بالمعروف او نهی عن المنکر له پخوا متمرکزې وې، وروستیو کې یې د سعودي ماډل امربالمعروف جوړ کړی دی.
دوی د خپلې هستې له خوا د (وصال حق) په نوم یو تلویزیون هم چلوي او دا تلویزیون ادعا کېږي، څو کاله وړاندې سعودي عربستان جوړ کړ. مولوي انصاري له همدې تلویزیون پر شعیه لږکیو حملې وکړې او لومړنۍ وینا یې چې اوس په ویډیويي بڼه لاس په لاس کېږي همدا وه، چې (شعیه دې په افغانستان کې په حکومت او سیاست کې نه وي، یوازې تجارت کولای شي.) د مولوي انصاري د امربالمعروف طرحه هم کټ مټ د سعودي په شان ده خو نه خپله مولوي او نه یې پلویان مني چې دوی دې د سعودي په اشاره حرکت کوي.
د مولوي مجیب الرحمن انصاري د پلویانو دیني غوغا پارونکې هسته د ( بنیاد پیر هرات ) په نوم یو بنسټ لري، چې د مولوي عبدالطیف په نوم انصاري ته نږدې کس یې چلوي. دوی مالي مرستې اکثر له همدې طریقه راجلبوي او د بنیاد په نوم مشروع او سپينېږي. د انصاري په سیاسي دیني کاروبار کې ټوله مسله یوازې په ده نه راتمامېږي… معلومات په ډاګه کوي، چې د بشیري په نوم د یوې تجارتي کورنۍ یا شبکې جدي ملاتړ ترشا دی، بشيري تجارتي شبکه اسماعیل خان ته د نږدې یو ځايي تاجر حاجي محی الدین د کورنۍ ده، چې اوس په اماراتو کې اوسېږي.
په محی الدین او شبکه یې تور دی، چې د مولوي انصاري د پارونکو فعالیتونو مالي ملاتړ کوي، مرستې ورته راجلبوي او حتا ادعا کېږي چې د تدریسي کمپلکس لپاره په غصب شوې ځمکې قضیه کې د بشیري کورنۍ لاس و.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply