پي ټي ایم د پاکستاني اسټبلشمنټ خوبونه تښتولي

جواد مختار

0 719

د روان کال د جنورۍ ۱۲ مه ورځ د پي ټي ايم لپاره خورا تاریخي ورځ وه، په لکونو پښتانه په بنو کې د پاکستاني پوځ او ریاست په خلاف را پورته شول او په خورا مهذبه توګه یې د پښتنو د نسل وژنې او د پښتون په ځمکه د شويو او کېدونکي ظلمونو خلاف غږ پورته کړ، دا غږ د پاکستان د پوځ لپاره لړزوونکی و او د هغوی خوبونه یې و تښتول  په دې لیکنه کې غواړم P.T.M ته په مخ کې په پرتو خنډونو، کړنو او دا چې په راتلونکې کې به پي ټي ایم په کوم حالت او مقام کې وي وغږېږم:

  P.T.M د پښتنو د انسجام توان لري؟ 

ډيری خلکو دا فکر کاوه چې P.T.M د لویو غونډو جوړولو توان له لاسه ورکړی او اوس یې هغه پخوانی زور نه دی پاتې؛ اما د بنو تاریخي غونډې دا وښودله چې P.T.M نه یوازې دا چې د ډېرو خلکو د انسجام توان لري بلکه په ډېر ښه توګه کولای شي د پښتون  ولس درد او مدعا بیان کړي.

د پاکستان پوځ او اسټبلشمنټ او همدا رنګه په ټولو سیاسي حلقاتو کې په دې ډېر بحث روان دی چې P.T.M اوس په یو نه ماتېدونکي قوت اوښتی او یو شمېر سیاسي ګوندونه هم کوښښ کوي چې P.T.M ځان ته جذب کړي او د دوی له پراخ ولسي قوت نه سیاسي او د رایو د بانک په څېر استفاده وکړي  داسې اوازې هم شته چې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی د P.T.M سره ښې اړيکي لري او له همدې امله د اسفندیار ولي خان په مشرۍ عوامي نیشنل پارټي (ANP) له P.T.M نه په ویره کې ده چې هسې نه د پښتنو د حقوقو داعیه چې دوی یې پر مخ وړي ترې و نه نیسي؛ همدا علت دی چې وخت نا وخت د A.N.P  ګوند له لورې په P.T.M پسې مرموزې او له حقیقت پرته څرګندونې کېږي.

ایا P.T.M په پاکستان کې د نورو پښتنو ګوندونو ځایناستی کېدای شي؟ 

لومړی ددې خبرې وضاحت اړین دی چې P.T.M په خپل ذات کې له تحریک پورته یو څه دي ځکه تحریک د یوې معضلې د حل یا یوې غوښتنې په اساس را منځته کېږي کله چې معضله حل شي یا غوښتنه پوره شي نو تحریک هم ورسره ختمیږي مګر P.T.M په ډيره ښه توګه د پښتنو سره د شويو او کېدونکو ظلمونو پوښتنه کوي او تر څنګ د پښتنو د سیاسي، ټولنیزې او جغرافیاوي بقا داعیه هم پر مخ وړي چې دا مسئله اوږد مهاله ده؛ دا مسایل هغه څه دي چې په پښتونخوا کې د قاطع اکثریت غوښتنه او هیله ده چې نورو هغو ګوندونو چې د پښتنو د حقوقو لپاره سیاست کوي په ښه توګه او یا هم د پاکستاني پوځ د فشار او محدود دستوري چوکاټ له امله نه ده مطرح کړې.

همدا اوس هم ډير پښتانه له ANP  اوMAP څخه P.T.M ته راغلي او دلته یې د مبارزې سنګر تود ساتلی دا مسئله د سیاسي ګوندونو د رایو په بانک هم تاثیر کوي چې له امله یې دا ګوندونه سخت په اندېښنه کې دي؛ خو مهمه پوښتنه دا ده چې P.T.M به سیاسي ګوند شي که نه؟

په پاکستان کې یوازې هغو ګوندونو ته د فعالیت اجازه شته چې د پاکستان لخوا تعين شوي محدود سياسي چوکاټ، مخصوص دستور او دوی ته منلي سیاسي ذهنيت ته درناوی وکړي او تر ټولو مهمه دا چې د پوځ په اشاره او غوښتنو عمل وکړي چې دا ټول شیان د P.T.M له لورې سخت چیلنج شوي دي. د پاکستان پوځ هم په دې کوښښ کې دی چې P.T.M ته حتی د امتیازاتو په ورکړې دا مبارزین په دې قانع کړي چې دی مخصوص سستم ته داخل شي او لکه د نورو سياسي ګوندونو په شیان یې په څه واخله او څه راکړه کنترول کړي نو که P.T.M ددې مخصوص چوکاټ دلاندې د يو ګوند په شکل رامنځته کېږي دا به یې د زوال پیل وي؛ P.T.M ته په کار دي چې لومړي خپلې غوښتنې حکومت ته د سرو کرښو په توګه وړاندې کړي او د هغې له منلو پس په خورا حکيمانه توګه خپله داعیه پر مخ یوسي.

له P.T.M د پاکستاني اسټبلشمنټ وېره

پاکستاني استخباراتي ادارهISI  چې په سيمه او نړۍ کې د شر اچونې او تروریستي کړنو په تر سره کولو کې نوم لري او اوس یې تروریزم د بزنس او تجارت په شکل عام کړی او د تروریزم د صادراتو له امله ښه عاید هم لري یو ځانګړی او همه کاره ګروپ دې ته جوړ کړی چې د P.T.M حرکتونه و څاري چې کوم لور ته روان دی؟ څه به ترې جوړيږي او په کوم ډول یې را وپرځوي؟ چې له مخې لرې او بدنام شي دا کار پوځ او استخبارات په هر حالت کې کولای شي خو ښکاره ځکه په دې خلکو لاس نه اچوي چې پوځ اوس په دوی لاس پورته کول حکمت نه ګڼي. اوس د پاکستان پوځ په دې حالت کې دی چې دلته او هلته د P.T.M مبارزین ونیسي، تهدید یې کړي او وروسته یې په ضمانت بېرته خوشې کړي، په دې ضمانتونو کې داسې شیان هم  شته چې د P.T.M د غړو راتلونکې ته زیان رسوي ځکه په تضمین خوشې کېدونکی شخص به دا ډاډ ورکوي چې نور به د حکومت له غوښتنو اخوا یا دیخوا پښه نه اړوي او کله چې داسې لیکلی سند هم موجود وي او د هغې سربېره یاد مبارزین خپلو غوښتنو ته دوام ورکړی نو د یو سیستماتیک سر دردي سره به مخ وي.

د دې تر څنګ د پاکستان پوځ په دې هم مصروف دی چې په مختلفو نومونو او حتی بدنامیو باندې د پښتنو مبارزین تورن کړي او دا کارونه بیا د بلیک میل په توګه وکاروي؛ د P.T.M ګلالۍ اسماعیل همدې تهدیدونو فرار ته مجبوره کړه.

همدا رنګه پاکستانۍ رسنۍ او میډيا د P.T.M په اړه د پوځ تر سخت کنټرول لاندې ده هیڅ یوه رسنۍ حق نه لري چې د P.T.M فعالیتونه او غوښتنې منعکس کړي دا ټولې هغه کړنې دي چې له P.T.M څخه د پاکستانی رياست شدیده وېره څرګندېږي.

د P.T.M په کړنو د افغانستان د خلکو او حکومتي چارواکي د ملاتړ اغېزې

له دې حقیقت هيڅکله سترګې نه شي پټېدای چې زموږ تر منځ فرضي کرښه موږ سره نه شي بېلولای که په لر یا بر کې کومه بدبختی راځي د ټولو درد و غم یو دی، دا د افغانانو ملي، اسلامي او نسلي مسؤلیت دی چې د P.T.M له داعیې هر اړخيز ملاتړ وکړي، ددې ترڅنګ زموږ د دولت مسؤلیت هم دی چې وخت نا وخت په کوزه پښتونخوا کې د P.T.M اخلاقي او سیاسي ملاتړ وکړي، پاکستان چې څومره په سپین سترګۍ د طالبانو نظامي ملاتړ کوي زموږ د دولت لپاره خو د P.T.M  د سیاسي او اخلاقي ملاتړ جواز بلکل شته، اما د پاکستان پوځ په ځلونو ویلي چې د افغانستان د ملي امنیت اداره او د هند استخبارات د P.T.M هر اړخیز ملاتړ کوي افغان حکومت ته په کار دي چې له داسې حکمت کار واخلي چې هم غازي وي او هم یې سر سلامت وي.

P.T.M وړاندې څه وکړي؟

منظور پشتین او ملګرو یې په نشتو امکاناتو دومره څه کړي چې په پښتني ټولنه کې ترې د دومره ستر کار د تر سره کېدو تمه نه وه اوس چې پښتانه را ويښ شوی P.T.M ته په کار دي چې لاندې څو مهم کارونه تر سره کړي:

اول: د خلکو جذب او دوامداره ملاتړ چې که مشران یې وغواړي هر مهال د ظلم خلاف لاریون او مبارزې ته چمتو وي.

دویم: مالی منابع د P.T.M لپاره ځکه اړیني دي چې له لارې یې کولای شي خپل تحریک منظم کړي.

درېیم: په نړيواله کچه سیاسي حمایت او ملاتړ به وکولای شي چې نوره نړۍ د پښتنو سره د کېدونکو او شویو ظلمونو خبره کړي.

څلورم: د P.T.M د مشرانو له لورې د جذباتي خبرو ډډه کول چې په هغې سره د پوځ سخت غبرګون را پاریږي او په هر ځای کې د دوی مخه نیسي دوی چې څه لري باید په سر کې یې وساتي او عملاً یې وکړي، له جذباتي بیان او تشدد وروسته د اقداماتو مخه یې پوځ نیسي او دوی نه شي کولای چې خپلو موخو ته ورسیږي.

پنځم: د P.T.M د مرکزي کمیټې ناستې باید ډيرې مخفي وي د مهمو پرېکړو په ناستو کې باید هر سړی دوی ته لاسرسی و نه لري ځکه هره شېبه ددې امکان شته چې د یو غلط کس د ناستې له وجې په تحریک کې ستر انتشار را منځته شي.

شپږم: په پاکستان کې له نورو مظلومو او ځپل شویو اقلیتونو سره د اړیکو جوړول او بیا د خپلو حقوقو لپاره په ګډه غږ پورته کول.

ایا پښتانه را ويښ شوي؟

پاکستان طبیعي ملک نه دی؛ سیمې او نړۍ ته د سردرد جوړولو په موخه له وړاندې ترتیب شوې دسیسه ده چې د انګریزانو له لورې په ۱۹۴۷ کې پلې شوه او له هند او افغانستان یې د بدن د برخو په پرې کولو رامنځته کړ؛ د دې دسیسې د لوبولو لپاره پنجابیان غوره شول او له هماغه پيله تر دې دمه یې په پاکستان کې پښتانه، بلوچ، سندیان او نور اقلیتونه وځپل/ ځپي او د دوی له منابعو او ځمکو استفاده کوي چې له هماغه مهاله یې پر وړاندې مبارزه پیل شوې وه او ددې مبارزو سرلاری حضرت باچا خان و، هغه او ملګرو یې ډېرې قربانۍ ورکړې، د چارسدې د بابړې ناورین د پنجابي وحشت ستره نمونه ده، خو د باچا خان له مرګ پس څنګه چې په کار وه د هغوی کورنۍ و نه شو کولای چې پښتانه په یوه ټغر راټول کړي، له ۲۰۰۱ نه وروسته په سيمه کې د تحولاتو په پایله کې پاکستاني قبایل چې له دې مخکې خپلواک و پوځ د دوی ټولې سیمې قبضه کړې، د پښتنو نسل وژنه، له کورونو ایستل او غیبول، د تجارتي او کاروباري مرکزونو ړنګول، په سيمه کې د پوځ په خوښه جعلي طالبان جوړول او بیرته پرې خپل قبایل ځپل، ځای په ځای بمونه ښخول هغه څه و چې د یادو سیمو اوسېدونکي یې در په در کړل او د پنجابي اسټبلشمنټ لپاره د دې کار ګټه دا وه چې نړۍ اوځانګړې توګه امریکا ته وښايي چې پښتانه ترهګر دي موږ ستاسو د ملاتړ په خاطر دا ترهګر ځپو، پوځ په دې کار په یوه غشي دوه ښکاره وکړل هم یې پښتانه وځپل چې په راتلونکي کې د پنجابي سامراج لپاره سر دردی جوړ نه کړي او هم یې له امريکې د پښتون د وینو په بدل کې پرېمانه ډالر تر لاسه کړل،  په داسې یوه حالت کې د پښتنو شته ګوندونو ددې وحشت غندنه او یا یې په خلاف درېدنه څنګه چې لازم و؛ و نه کړه، هماغه و چې د قبایلو له منځه داسې یو څوک را پورته شو چې د دوی درد وژاړي، خلک یې په دې پوه کړل چې تاسره کوم ظلم کېږي دا څوک کوي؟ د کومو ګټو لپاره یې کوي او د خلاصون لار څه ده؟ په هغسې انقلابي شرایطو کې دا جرئت کول چې د خپل حق غوښتنه وکړي، د خپل قاتل(پوځ) نوم واخلي او د خپلې در بدرۍ کیسه نورو ته ورسوي تر معجزې کمه نه ده او دا معجزه منظور پشتین وکړه؛ ددې معجزې له برکته پښتانه را ويښ شول او دا ويښتابه د پښتنو د روښانه راتلونکې زیری له ځانه سره لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply