نارینه=مافیا

لیکوال: عبدالواحد تابع

0 1,361
سریزه:
ښاغلو لوستونکو!
لکه څنګه چې تاسو پوهیږی له څه باندې څلویښت کلونو څخه را په دیخوا د افغانستان جغرافیه د اور په لمبو کې سوځی او هره ورځ له خلکو څخه یې قربانی اخلی. په افغانستان کې داسې کسانو سره واک دی چې په هیڅ شی باندې رحم نه کوی.دوی غصب،فساد،قاچاق،انسان وژنو،سوځولو،لوټلو،جنسی تیریو او خپل منځی اختلافاتو سره د هیواد هستی ،ارامښت تر پښو لاندې کړی دی.له کله نه چې ما دی نړئ ته سترګې غړولی او خپل ښی او کیڼ لاس مې پیژندلی نو د بمباریو،چاودنو،وژنو،بی کوره توب،ظلم،تیری،سوځول د انسانانو سر پری کول او داسې نورې نارواوؤ سره مې خپل تش په نوم انسانی ژوند کړی دی. ما د ځان په ګډون د خپلې کورنې، خپلوانو او هیوادوالو پر سر د هر ډول ظلم، بې کوره توب او د غمونو امبارونه لیدلی او زغملی دی.ما څه باندې څلویښت کاله خپل عمر ټول په ویره او جګړه کې تیر کړی دی. ما ته تل د تاریخ،غیرت،میړانې او استقلال او ازدې په نوم سره د درواغجنو حاکمانو له لوری کیسې شوی او دی ته یې هڅولی یم چې ټولې ناخوالې ومنم . ما د یوه انسان په حیث دا حق ځان ته ورکړ تر څو څیړنه وکړم او ځان په دی پوه کړم چې زه ولې او د څه لپاره د نړې ته راغلی یم او ولې مرم. خو له ډیرو مطالعو او تحقیق څخه وروسته مې یو ټکی پیدا کړ هغه دا چې له پیل د ژوندانه څخه یواځې مغروره نارینه د ټولو ناخوالو او ناورینونو لامل ده. نن چې نړې په ناورین کې ګیر ده او په هره سیمه او ځای کې د نفرت تخم پاشل شوی دا د نارینه وؤ د مکاره ګی،غرور او د درواغو لامل دی. دا ښکلې نړې نن نارینه وؤ د انسانانو لپاره دوزخ ګزځولې او د انسان ژوند یې له کرکې او نفرتونو څخه ډک کړی دی.په باور او یقین سره ویلی شم چې یواځې ښځئ او ماشومان د مینې او ژوند کولو په حقیقی مانا بوهیږی او د مینې او عاطفې په نوم سره ژوند کوی.
نارینه=مافیا
مافیا څه ته وایی او ولې یاد نوم کرکجن دی؟
نن په ټوله نړئ کې د مافیا په نوم سره د خلکو سترګو ته خاورې ورشیندل کیږی او له دغه کرکجن نوم څخه په ګټې اخیستنې سره هغوی چې د هیواد او خلکو واک ورسره دی ،په بیلابیلو نومونو او ډولونو غولول کیږی.حال دا چې که هر یو وګړی د نړئ ځیر شی نو  دا به ورته جوته شی ،هره ناروا کړنه چې په هر ځای کی پیښیږی نو دا یوه مافیایی کړنه بللی شو.هر انسان د ژوندانه ځانګړی حقوق لری او هیڅوک نشی کولای چې د بل ژوند ته ګواښ وګرځی.هر انسان چې په هر ډول یې خوښه وی کولای شی خپل ژوند تر سره کړی او د خپل ژوندانه چارې مخ ته یوسی.هره ناوړه او ناروا کړنه هر څوک یې چې تر سره کوی هغه مافیایی کړنه ده.نن چې کله ورځپاڼو ته نظر واچول شی او یا هم د ګردی میز د یو شمیر ګډونوالو ویناوؤ ته غوږ کیښودل شی ، یوه کلمه په کې کارول کیږی ((جګړه))!
د دې کلمې کارونکی په ښکاره او یا هم په شرمناکه توګه ورڅخه ګټه پورته کوی . ستونزه ورڅخه په ګټې اخیستو کې نه ده،ستونزه په دی کې ده چې په نړئ کې د کومو موخو د تحقق لپاره ورڅخه ګټه پورته کیږی.جګړه د پیښو یوه شومه پیښه ده چې د جګړې په پیښیدو سره کور،کلی،ښار ،هیواد او نړئ ویجاړیږی،پرمختګ او مثبتو چارو څخه بیرته پاتی کیږی.سوله یوه خوږه او د جګړئ مترادفه کلمه ده،جګړه کیدای شی د دوؤ تنو،دوه کورنیو،دوه کلیو،دوه قومونو،دوه یا څو هیوادونو او یا هم دوه قطبونو تر منځ پیښه شی، خو بیلابیل عوامل موجود دی چې د دی کرغیړنې پيښې سبب ګرځی.
هغه که تکناوژیکی،فزیکی،ټولنیزې یا هم معنوی وی او یا یو کس او یا یوه هیواد د مقابل لوری څخه یرغل وشی یا په بل عبارت حقوق یې تر پښولاندې شی هغه مهال به نوموړی کس یا هیواد دی ته اړ کیږی چې د دوی په وړاندې جګړې ته لاس پورې کړی.له بلې خوا:کله چې خلکو ته د سمو مالوماتو پرځای ناسم مالومات وړاندې شی او د ولس ذهن د ناسمو مالوماتو منلو لپاره اړ شی پر ناسمه مالوماتو باور وشی .دا په خپله د یوه هیواد وګړو تر منځ شک پیدا کوی.چې دا د تبلیغاتی جګړې یوه برخه ده او پلانونه ورته ټول د مافیایی کړیو مشران ورته جوړوی او ترینه خوند اخلی.مافیایی کړې د کرکې او ویرې تر څنګ توانیدلی د انسانانو په منځ کې د نفرت تخم وپاشی.دوی د قاچاقو،فساد،غصب،ترور،وژنو،فحاشی،تجاوز،جنسی تیری،همجنسګرایی،قومی او نژادی تبلیغات،د ویرسو خپرول،د وسلو جوړول او کاروبار،د نشه یی توکو کرکیل او قاچاق،قمار او ورته نورو جرمونو رواجول یې کار دی تر څو د انسانانو ژوند ته ګواښ وی.چې له بده مرغه دا ټولې ناروا کړنې د نارینه وؤ پرمټ ترسره شوی،چې نن یې ښځینه وې هم ښکار ګرځیدلی دی.
نشه یی توکی:
نشه یی توکی که په هرنوع وی او په هره طریقه استعمال شی،هغه که خوړل وی،څښل،پیچکاری کول او یا هم بویول  وی د انسان لپاره جسمی ،روانی،مالی ،ټولنیز او اخلاقی زیانونه له ځانه سره لری.دا چې د نشه یی توکو او شرابو په استعمال یو انسان ته جسمی،روانی،مالی ،ټولنیز او اخلاقی زیانونه پیدا کیږی.بلاخره انسان له ټولنې لرې او د هلاکت کندې ته ورغورځوی انسان په موجوده مخلوقاتو کې یو بې ساری او بې جوړې مخلوق دی او داسې ځانګړتیاوې لری چې په نورو مخلوقاتو کې یې څرک هم نه په سترګو کیږی ،د بیلګې په توګه د زده کړې او روزنې قابلیت لرل،د بیان او مافی ضمیر د ښکاره کولو توان لرل، ټولنیزې ځانګړتیاوې لرل، د کومک اومرستې روحیه لرل،په ارادې کې استقلالیت د برخلیک په ټاکنه او تصمیم نیولو کې اختیار لرل،ښه شکل لرل او همدا راز نورې فزیکی ځانګړتیاوې هم لری.د پورتنیو ځانګړتیاوؤ سره،سره په مادی ژوند کې هم د نورو موجوداتو په څیر اکسیجن ،خوراک،څښاک،استوګنځای،خوب،ارامی او داسې نورو ته اړ دی چې د دغو په نظر کې نیولو سره یې انسان داسې تعریف کړی دی.
انسان د تی لرونکو ژویو له جنس څخه یو ژوندی موجود دی،د پرمختللی عقل،ولاړ قد،د وینا او بیان د قوې په لرلو سره د نورو ژویو نه جلا کیږی.ولې د انسان واقعی تعریف چې د هغه هر اړخیزه مادی او معنوی ټول اړخونه را ونیسی او د انسان واقعی مفهوم ته انعکاس ورکړی ډیر ګران او له ستونزو ډک کار دی.تر نن ورځې خو لاناشونی ورته ویل شوی .
د نړیوالو او نورو جګړو اغیزې:
د هیڅ ستر سیاسی ارزښت لپاره د یوه انسان قتل د منلو وړ نه دی،خو له بده مرغه چې نارینه وؤ د خپل غرور او خودخواهې له وجې د انسانانو وینې په بیلابیلو نومونو او طریقو تویوی.د لومړئ نړیوالې جګړې څخه سل کاله تیر شوی.هغه جګړه چې په اروپا کې پیل شوه ،خو د اور لمبې یې نورې نړئ ته هم ورسیدلې .د لومړئ نړیوالې جګړئ پایلې او اغیزې د اروپا لپاره ډیرې سترې او څوک ترینه انکار نشی کولای.دی جګړې د اروپا نقشه بدله او په شلمه عیسوی پیړې کې د لوی تحولاتو د هغې له جملې څخه په دی وچه کې د یوې بلې نړیوالې جګړې د رامنځ ته کیدو لامل شو.خو د دی جګړې پایلې نه یواځې د اروپا پورې محدودې پاتې شوې ، بلکې د نړئ په نورو هیوادونو او ټولنو یې هم خپل ژور تاثیرات پریښودل.
دوهمه نړیواله جګړه:
دا جګړه د ۱۹۳۹ عیسیوی کال د سپتمبر میاشتی څخه تر ۱۹۴۵ عیسوی کاله پورې د قطبونو تر منځ وشوه او دا جګړه یوه کروی وسله واله نښته وه.په دی نښته کې ۶۰تر۷۰میلیونه انسانان ووژل شول.نوموړې جګړه د نړئ پرسیاست ، اقتصاد او پوځونو باندې مهمه اغیزه درلودله.اوس ویلی شو چې جګړو دومره منفی اغیزې تر شا پرځای پریښودلی چې تر ننه یې اغیزې شتون لری. د بیلګې په توګه د یورانیمو د ککړتیا د اوږدمهاله نښو په شمول په نویو زیږیدلو ماشومانو کې هم د زیږیون ستونزې په ارثی توګه پاتی شوی. همدا رانګه د تبې ګنګسیت،د عضلاتو درد،ساه لنډی،عصبی اختلال او د دوی په وینوکې د یورانیمو کچه په سلګونو مرتبه لوړیدله.له نړیوالو او نورو جګړو تر اوسه ډیر کلونه تیریږی خو منفی اغیزې یې په هر اړخ د انسانی ژوندانه کې لیدلی شو.جګړه غوښتونکو او د انسانیت دښمنانو دومره کرکه خپره کړه چې د راتلونکو لپاره یې داسې دود په میراث پریښود چې یو انسان له بل انسان څخه ویره ولری او په همدې ډول یو کلی له بل کلی څخه او یو هیواد له بل هیواد څخه او یو قطب له بل قطب څخه باید کرکه،نفرت او ویره ولری. همدا لامل شوی چې نن داسې وسلې جوړیږی تر څو د تل لپاره یوه انسانی جغرافیه له ژوندانه څخه محرومه کړی.دغه وسلې چې له یورانیمو څخه جوړې شوی د استعمال په وخت کې لومړی اور اخلی او تر هغه سوځیږی چې خپل هدف ته ورسیږی او له هغه وروسته چاودنه کوی،هلته موجوده انسانان ،څاروی،بوټي له منځه وړی او دغه وسلې په دوړو او خاورو بدلیږی،چې دغه دوړې بیا وروسته د بادونو او اوبو له لارې تیتیږی اوخلک یې تنفس کوی.نوی پیاوړی قدرتونه د خپلو واکمنیو د پراختیا او په ډیرو زیرمو د ولکې لرلو په پار په خپلو هیوادونو کې وسلو جوړولو ته مخه کړی.هر یو هڅه کوی چې یو تر بل پرمختللی او وژونکی وسلې جوړې کړی،بیا همدې وسلو ته د بازار موندنې په موخه ډیر کله له وړاندې پلان شوی جګړې په لاره واچوی.هغوی ته مهمه نه ده چې په جګړو کې د خلکو ژوند یا زیرمې او چاپیریال له منځه وړل کیږی.بلکه هغوی یواځې په دی فکر کې دی چې څنګه خپلو واکمنیو ته پراختیا ورکړی او پریمانه زیرمې په واک کې ولری.کله چې په یوه سیمه کې جګړه رامنځ ته شی هلته بیا د چاپیریال هیڅ برخه خوندی نه پاتی کیږی.زیربناوې له منځه ځی ،زیرمې ککړیږی،خاوره له ګټې اخیستنې لویږی،وژونکی ګازونه هوا ته پورته کیږی او طبیعی زیرمې په ډیره ناوړه توګه مصرفیږی.داسې ډیرې بیلګې شته چې د جګړو په پایله کې چاپيریال ته نه جبرانیدونکی ناوړه اغیزې اوښتی دی.د بیلګې په توګه د ویتنام جګړه یادولی شو.چیرته چې د سل حاوؤ بمونو کارولو له امله تر دوه میلیونه هکتاره ځمکه له منځه ولاړه،ځنګلونه وسوځیدل او اور یې واخیست،د اوبو زیرمې ککړې او زهری شوې.دا هم څرګنده ده چې جګړې نه یواځې انسانان وژنی،بلکه ژوی اونباتات هم له منځه وړی.د ژوندیو موجوداتو ژوند په یو بل پسې د یو ځنځیر په څیر تړلی دی که خدای مه کړه د ځنځیر یوه غوټه هم له منځه ځی نو ټول ځنځیر صدمه وینی.له همدې امله چاپيریال پوهان د ژویو او بڼونو په خوندیتوب او ژغورنه باندې تاکید کوی.
مثلآ: کله چې په یوه سیمه کې جګړه رامنځ ته کیږی هلته که انسان،حیوان یا هم نبات ته زیان اوړی اغیزې یې د څنڅیر په نورو برخو باندې هم تاثیر کوی.د ځمکې په مخ د انسانانو تر منځ جګړې له ډیر پخوا څخه پیل شوی او تر نن ورځې پورې ادامه لری.د جګړو او کرکې خپرولو لپاره یواځې نارینه دی چې پلانونه جوړوی او خپلې مافیایی غوښتنې ترسره کوی.
د انسان پیدایښت ته کله چې ځیر شو او په اړه یې څیړنه وکړو،کتابونه او کیسۍ ولولو نو څو مشترک ټکی پکئ پیدا کوو.هغوی چې ځانونه د اسمانی دین پیروان بولی په ګډه سره دا منی چئ لومړنی کسان ادم او حوا  ؤل چئ د ځمکې پر سر یې انسانی ژوند پیل کړ.خو ځینې بیا پر د باور دی چې اویا زره کاله او ځینې دوه لکه کاله دمخه د انسان د ژوندانه پیل افریقا یادوی چې د ډنډونو شا اوخوا یې ژوند کاوو او له همهغه ځای څخه د شنو او ښو سیمو په پیدا کولو سره ورکډه شوی.یوه ډله څیړونکی په دی باور دی چې پنځه اتیا میلیونه کاله دمخه د انسانانو پیدایښت شوی دی.دا چی پخوا څه شوی کره مالومات نشته خو نن یواځې دا ویل کیږی او ډیری پرې یوه خوله او ژبه دی چې پيل د انسانی ژوند له ادم او حوا څخه شوی دی.د ژوندانه پیل کی د ادم او حوا زامنو یو پر بل برید وکړ چې پایله یې په وژنه د ورور بدله شوه.دغو ټکو ته په کتو سره ویلی شو په لومړی ځل هابیل چې نارینه وؤ خپل ورور قابیل یې وواژه ،چې په اصل کی د دواړو ورونو شخړه د خپلو خویندو د واده کولو پر سر راغله چې اقلیمه د قابیل خوښه وه خو هغه هابیل ته ورکړل شوه چې دواړو ورونو بلاخره د بشریت په تاریخ کی تر قتل کولو پورئ ورسیدل چې په پایله کی یوه ورور خپل بل ورور وواژه.په همدې سره په لومړی ځل یوه نارینه د خپلئ غوښتنې لپاره یو تن وواژه چې دی ته مونږ مافیا ویلی شو چې نارینه په پیل کی ځان مالک اوحقدار د ژوندانه وباله او دا حق یې ځان ته ورکړ چې هرڅه کوی دایې حق دی.له هغه وروسته څومره چې د انسانانو شمیر زیاتیدلو،ځمکه تنګیدله،طبیعی منابع کمیدلې ،د حریصو مافیایی ګروپونو په سینو کې وسوسې ډیردلې د نورو په حقوقو یې تیری پیل کړ.همدغه بی عدالتیو او حق تلفیو استثمار،فساد،جنګونه او د ناروا وینې تویول زیات کړل.اوسنی جنګونه او بې عدالتی د هماغه پخوانیو بی عدالتیو،فساد،جنګونو او استثمار سلسله ده هدف او کیفیت یې هماغه صرف وخت،ځای،خلک،پلانونه،وسلې او ویره خپرول یې په نوی ډول دی.پخوانی او اوسنی مکاره او درواغجن واکمنان په اصل کی د مافیایی سیستومونو بنسټ ګر وؤ.دوی د خلکو غولولو لپاره رسنې ،ملکان،عبادت ګاوې،تعلیمی مراکز او نصاب ټول د فریب او دوکې لپاره په خپله ولکه کی درلودل.نارینه وؤ د خپل بی ځایه غرور او  واک لپاره مافیا جوړه کړه چې په ځینو هیوادونو  کی مشخص او علنی نوم هم نه لری،د همدې مافیاوؤ  مشران د فری میسنری غړی دی بیا یې دا مافیاوی کړې هلته سیاسی قدرت ته رسولی.دغه مافیا په ډیرو منظمو پلانونو او وسیلو د نشه یی توکو او نورو غیر قانونی موادو قاچاق کوی،حتی فاحشه خانې او د هیروینو کارخانې جوړوی او چلوی،ډیر  یې بیلونران دی هر هغه څه چې پیسې پکې وی یا ترینه جوړیدی شی هڅې ورپسې کوی چه کله یې په غیر قانونی کولو لاسته راوړنې ولری تر هم جنس بازیو رسولی،د ناروغیو د خپرولو د پاره بیالوژیکی وسلې جوړوی او کاروی یې چې خپلې دواوې پرې خرڅې کړی چارواکی یې د همجنس بازانو په رایو وړونکی یا بایلونکی شی.ملی او بین المللی مافیا ، چې د فری میسنری یا ماسونیزم له ابتکارانو را منځته شوی،پیاوړی شوی،پرمختللی،تر دی چې سیاسی واک یې هم ترلاسه کړی،مګر د کارونو د اسانولو د پاره یې په لویو او کوچنیو کړیو ویشلی چې یو د بل سره هم رقابت او هم ملګرتیا لری یو د بل په ضد اتحادونه او اعتلافونه جوړوی او ورانوی.مګر د نړیوال شیطانی ګوند د قیادت او قوماندې لاندې وی،له بی سوادانو جنرالان،قوماندانان،وزیران او ریسان جوړ کړی .کله په یوه هیواد کې څو ولسمشران وټاکی ولی ټول به د نړیوال ګوند دستورات او پالیسی تعقیبوی،اطاعت او درناوی به ورته لری.د فساد او استثماری ګټو یوه برخه به بادارانو ته ورکوی،او باداران به یې له صدماتو،تلفاتو او د خپل منځی لویو جګړو خوندی ساتی.
د بشریت تاریخ ته په کتو سره ټولې جګړئ نارینه وؤ ترسره کړی او یو پر بل یې بریدونه ترسره کړی.نارینه وؤ دا کوښښ کړی له پیل د ژوندانه څخه ترننه پورې داسې وسلئ جوړې کړی تر څو نورو ته تهدید وی.له تیږئ څخه پیل د نن تر اتومی وسلو چې خپل وخت او پیسې پرې لګوی تر څو ځان برلاسی او د نورو انسانانو چې د دوی په خوښه ګام نه اوچتوی په یوه بهانه یې ژوند ترینه واخلی.نارینه دا حق ځان ته ورکړی تر څو په بیلابیلو نومونو سره هرڅه یې چې زړه وغواړی ترسره کړی.همدا نارینه لامل د دی شوی تر څو د ځمګئ کره په بیلابیلو برخو او نومونو وویشی او پوله ورته وټاکی.ټوله
نړئ یې په بیلابیلو جغرافیو سره ونوموله او خلک یې سره وویشل او دوی ته یې د هیواد د دفاع په نوم سره د جګړې او کرکې نوی نوم ورکړ.له بلې خوا بیا همدا مکاره نارینه د نورو په جغرافیه،ژوندانه او ولس تیری پیل کړی او د یادې جغرافې انسانان پرته له جرم څخه له ګواښ سره مخ کړی او ژوند یې ترینه اخلی.نارینه توانیدلی د دین او مذهب،د رنګ او ژبې،د قوم او سمت په نوم سره خلک په خپلو کی سره وجنګوی.سره له دی چې نړئ تر پخوا ډیره په چټکې سره د نارینه وؤ پرمټ د پرمختګ په حال کی ده خو بیا هم هیڅکله نارینه وؤ دا نه دی غوښتی چې یوه داسې تګ لاره غوره کړی تر څو انسانان انسانی او له مینې څخه ډک ژوند ولری.نارینه وؤ دا حق ځان ته ورکړی چې د نورو له میرمنو او نجونو سره روغ او بړ وکړی خو خپله میرمن ،لور او خور ته بیا اجازه نه ورکوی تر څو ورته عمل وکړی،ځکه دا ګناه بولی نو کله چې دا ګناه وی نو نوموړی ولې نه ګناه کاره کیږی؟د نارینه کله چې میرمن یې ناروغی ولری او اولاد یې ونشی نو نوموړی د بلې میرمنې په تکل کی کیږی خو برعکس که چیرته دی ستونزه ولری او اولاد یې ونشی بیا نو میرمن اجازه نه لری او تر پای د ژوند باید د نوموړی غلامی تر سره کړی.نارینه کولای شی د بل له له لور او زوی سره هر څه یې چې زړه وغواړی وکړی خو خپله لور او زوی له ورته عمل څخه ساتی او پرده یې کوی.ټول نارینه خپل قوم او ټبر تر هر چا پورته ګڼی خو د بل قوم او ټبر ورته سپک ښکاری.نارینه توانیدلی تر څو د قوم ،ژبئ،سمت او  ورته نومونو څخه په ګټې اخیستنتې سره خلک په بیلا بیلو نومونو سره وویشی.نارینه وؤ په بیلا بیلو نومونو سره توانیدلی تر څو د خلکو په منځ کې انسانی توپیر را پیدا کړی او په یاد نوم له خلکو څخه یې خوږ ژوند واخلی. نن د اصلیت او کم اصله په نوم خلک یو له بل څخه کرکه کوی او ځان او خپل ټبر تر نورو اوچت او د ژوند کولو حقدار ګڼی او برعکس د نورو د حذف لپاره پلانونه جوړوی.ننی عصر ته چې د تکنالوژې او متمدنه نړې په نوم سره یادیږی د انسانیت دښمنان توانیدلی چې د کورنې غړی هم سره لرې کړی. یو خور او ورور په کلونو ،کلونو سره لرې د ژوندانه چارې پرمخ وړی او په کلونو،کلونو سره نشی کولای د خپلو والدینو سره له نږدې ووینی.دا هغه مافیایی پلانونه دی چې د انسانیت دښمنان توانیدلی تر څو د انسانیت په نوم خوږ کورنی ژوند له خطر سره مخ کړی.یوه میرمن که چیرته زوی یې نه کیږی او لورانې زیږوی هغې ته د بدقسمتې او ناکاره نوم ورکوی حال دا چې همدا نارینه هم یوې ښځې نړې ته راوړی چې نن یې دی له ژوندانه څخه خوند اخلی.نارینه وؤ تل دا فکر کړی چې څنګه د خپلو خوښیو لپاره د حق او باطل په نوم سره له خلګو څخه ژوند واخلی حال دا چې هیڅ انسان وژنې ته د حق او باطل نوم نشو ورکولای.انسانان نن توانیدلی ژوی لکه زمریان،سپیان او داسې نور په کور کی دننه له ځان سره وساتی او پرته له ویرې یې وروزی،خو له بده مرغه نارینه وؤ هیڅکله دا فکر نه دی کړی چې د انسانانو د روزنې لپاره ګام اوچت کړی او په د فکر کی شی چې د وسلو کارولو ته د پای ټکی کیږدی. انسانان د ژوند او مینې حق لری خو دا مینه او ژوند یې نارینه وؤ له خطر سره مخ کړی.په د ټول باور او یقین لری چې په پیل کی د انسانانو شمیر کم،ځمکه پراخه او طبیعی منابع د خلکو له اړتیاوؤ زیاتې وی د نویو الاتو او مغلقو پلانونو او پروژو اړه هم کمه وه.(اړتیا د ایجادولو مور ده، چې اړتیا نه وه ایجاد هم نه وؤ.)د استثمار کچه ټیټه وه.
د هابیل او قابیل تر منځ جګړه که پیښه شوه د حسن د توپیر د حرص له مخې وه چې له امله یې خپل سکه ورور په ناحقه ووژلو او د لومړی ځل لپاره یې د ناروا وژلو ډبره کیښودله.همدا نارینه د نورو د پرمختګ د منلو او هضمولو سینه نلری او د له منځه وړلو لپاره یې پلانونه جوړوی.اوس باید دا ومنو او پوره یقین ولرو هره هغه غوښتنه چې اجباری بڼه ولری او انسانیت ته تهدید وی هغه مافیایی عمل دی.له بده مرغه نن په نړئ کی واکمن هیوادونه توانیدلی ترڅو د انسانانو تر منځ واټن پیدا کړی او یو له بل سره یې وجنګوی او په بیلابیلو نومونو یې سره وویشی ،حال دا چې انسانان ټول د یوه مور او پلار اولاده دی.د انسانی ژوندانه لپاره نارینه توانیدلی چې له ځمکې تر سپوږمئ پورې اوچت شی او اسانتیاوې برابری کړی ،خو هیڅکله یې دا نه دی ورسره ویلی چې دا د سوله یز ژوندانه او انسانیت لپاره ګام دی او تل د نورو د زبیښلو او باج اخیستنې لپاره هڅونه پکې شوې.نارینه تل په دی کوښښ کی دی چې وسلې جوړې کړی ترڅو د سیالیو په نوم سره ډګر ته راووځی او د خلکو ژوند ترینه واخلی.همدا مافیایی کړنه ده چې د خلکو د وژنې لپاره اتم بمب جوړیږی او همدا مافیایی عمل دی چې د یوه کس د تیروتنې لپاره د زرګونو او میلیونونو انسانانو ژوند ترینه اخیستل کیږی.د ژوندانه هرې برخې ته چې ځیر شو نو په یوه ډول نه په یوه ډول سره نارینه د ژوندانه لپاره درواغجنې او له کرکې ډکې لارې ټاکی.په ډیری هیوادونو کی نارینه وؤ داحق ځان ته ورکړی ترڅو هلکان وساتی او ځان سوړ کړی.نارینه وؤ د قانون په نوم کتابونه جوړ کړی ترڅو وکولای شی د هغه په رڼا کی مظلوم مجازات او هغوی چې زور او زر لری خلاصې تڼې وګرځی.ټول عدلی او قضایی ارګانونه د زورورو په ولکه کی دی او د یوه وکیل په نیولو سره د څو روپیو په بدل کی ځان خلاص کړی.فرعون هم یو نارینه وؤ د خدایئ دعوه یې وکړه او څه یې چې غوښتل ترسره یې کړل.نارینه توانیدلی د درواغو دینونه جوړ کړی او په اړه یې کتابونه ولیکی.مکاره نارینه داسې فیصلې او حکمونه کوی چې دا د ځان حق بولی.د نړې ټولې جګړې د نارینه وؤ په خوښه او امر سره تر سره شوی او د خلکو ارامه او هوسا ژوند یې ترینه اخیستی دی.په میلیونونو انسانان بی ګناه او پرته له کوم جرم څخه ووژل شول او همدا ډول په میلیونونو نور انسانان نن تر تهدید او ویرې لاندې ژوند کوی.د ځمکې په جغرافیایی جوړښت کی نړیوالې ،مذهبی،دینی،قومی او ژبنی جګړې شوی چې ټولو  یې انسانی حل لاره درلودله خو د څو تنو د خود خواهې او تکبر له وجې یې د میلیونونو انسانانو ژوند واخیست او د ژوند کولو له حق څخه یې  بې برخې کړل.ننی د ځمکې کره کې انسانان په بیلا بیلو نومونو سره ځوریږی او بل یې د ژوندانه برخلیک   ورته ټاکی.نارینه خلک په نوم د دین،مذهب،ژبې او سمت سره جنګوی. همدا مکاره نارینه بیا د خپلو ګټو لپاره په نوم تور او سپین جګړه کوی او له بلې خوا بیا څو محدودو تنو ته په خپله جوړه شوې جغرافیه کې د بشر د حقوقو په نوم ځای ورکوی تر څو ځان پرې موخې ته ورسوی.همدا نارینه د مافیایی کړنو په درلودلو سره د نورو هیوادونو او د نورو خلکو د ژوندانه د پرمختګ زغمل ورته ګران دی او په دی فکر کی دی چې څنګه په کوم نوم او ډول سره یې ښکار کړی او د خلکو ژوند یې ترینه واخلی یا یې ځان ته محتاج کړی.نارینه وؤ دا حق ځانته ورکړی چې په خپله خوښه میرمن وټاکی خو که کله ورته عمل یوه ښځه وکړی نو ورته بی شرمه وایی او دا حق هغې ته نه ورکوی.هیڅکله نارینه وؤ د بل د اسانتیا او د هوساینې لپاره داسې فکر له ځانه سره نه دی درلودلی چې د انسانیت زیری پکې نغښتی وی.نارینه وؤ دا حق ځانته ورکړی چې یوه میرمن طلاق کړی او بله بیا په خپله خوښه وکړی خو میرمن چې طلاق شی بیا نو د پیغور شی او تر پایه د ژوندانه د یوه روبات په ډول خپل ژوند مخ ته وړی.ننې اسانتیاوې چې د انسانانو په مټ را منځ ته شوی او خلک ترینه ګټه پورته کوی خو ترڅنګ د دغو ټولو اسانتیاوؤ  بیا هم انسانی ژوند پرته له مینې مخ ته وړل کیږی.نارینه د خپلو خوښیو او غوښتنو لپاره ښځینه د وسیلې په توګه کاروی.په ننئ نړئ کی نارینه وؤ داسې زمینه ځان ته برابره کړی چې د څو پیسو په بدل کی د ښکلو انجونو لوڅې نندارې ته ولاړ او خوند ترینه واخلی.نن نارینه په ډیره بې رحمې سره د ښکلو انجونو اخیستنه د څو پیسو په بدل کی ځان ته روا کړی.دا یو تریخ حقیقت دی چې نارینه د ځمکې پر سر د شیطانی کړنو لامل دی.نارینه وؤ کرکه او وحشت د انسانانو په منځ کی خپور کړی او د خلکو غولولو لپاره د تروریست،مسلمان،کافر،بودایی او ورته نومونو سره یو بل سره وژنی .هیڅ یوه جګړه ګټونکی نه لری دا د واک تږی او د انسانیت د ژوندانه دښمنان دی چې نن هغه کسان اتلان بولی چې جګړو ته یې لمن وهلئ او د انسانانو ژوند یې ترینه اخیستی دی. مکاره نارینه وؤ په پاڼو د تاریخ کې خپل راتلونکی نسل ته د جګړو او د انسانانو د له منځه وړلو کسانو نومونه په اتلولې سره یاد کړی او لیکلی یې دی. خپل سړکړنه،کوڅې،ښوونځیې،روغتونونه او عامه تاسیاسات یې د هغو کسانو په نوم نومولی چې د بل هیواد زرګونه وګړی یې له منځه وړی.د هغو کسانو مجسمې یې د خپلو ښارونو په واټونو کې لګولی چې د انسانیت له منځه وړلو شیطانان وؤ.دا نارینه چې نن په نوم د سیاست د خلکو پر اوږو سپاری دی او پرې حکومت کوی هغوی دین،مذهب،ژبه او سمت ځانته د واک رسولو وسیله ګرځولې حال دا چې سیاست هیڅکله نه دین او نه هم ژبه او سمت ته احترام لری.دوی ځانونه د واک رسولو لپاره هر څه ته چمتوکړی او پوهیږی چې له کومې تشې د خلکو څخه ګټه پورته کړی او ځان حاکم کړی.خور او لور د پلار او ورور د جرم قربانی شی او په بدو کی یې ورکړی او تر پایه د ژوندانه د ظلم څپیړې خوری.نن نارینه توانیدلی چې د ځان د هوساینې لپاره د نشه یی توکو او مخدره توکو رواجول په انسانی ټولنه کې دود کړی چې دا زهرجن نشه یی توکی نن د میلیونونو انسانانو ژوند تر ګواښ لاندې راوستی دی.
د ژوندیو انسانانو قاچاق په ډیره بی رحمې او سپین سترګې او همدا ډول د ماشومانو د بډوډو او نورو غړو ویستل او خرڅلاو نن په ډیری هیوادونو کې سوداګریزه برخه د نارینه وؤ د ژوندانه ده.همدا مافیایی نارینه وتوانیدل چې د نړې اوسیدونکی په نوم د دین،مذهب ،ژپې او سمت سره وویشی او ځمکه یې په څو برخو بیله او دی ته یې د جغرافیایی جوړښت نوم ورکړ.د انسانانو تر منځ یې دومره کرکه او ویره خپره کړه چې هیڅوک نشی کولای له یوه هیواد څخه بل هیواد ته پرته له درلودلو د پاسپورت او ویزي ولاړ شی.له بلې خوا بیا همدا مافیایی کړې نن د خپلو ګټو لپاره له څو محدودو هیوادونو سره کولای شی پرته له اخیستلو د ویزې تګ او را تګ وکړی.دغو ټکو ته په کتو سره ویلی شو که چیرته دا لړې په ننې انسانی ټولنو او ژوندانه کی دوام ومومی نو لرې نه ده چې د هغو ظالمو او له انسانیت څخه لرې کسانو چې نن یې اتمی وسلې او ستر بمونه د انسانانو د له منځه وړلو لپاره جوړ کړی او په واک کې یې دی د میلیونونو انسانانو د له منځه وړلو ویره ده.انسانان دومره د ناروا کړنو تر اغیزې لاندې راغلی چې د نورو خوښی نشی زغملی او د نورو د پرمختګ د مخنیوی لپاره شیبې شماری او تر له منځه وړلو ،سپکولو او خوارې پورې یې پلانونه تړی.شتمن کسان هیڅکله د یوه ناتوان او مجبوره انسان لاس نیوی نه کوی او تل په د کی دی تر څو د مجبوره کسانو شمیر ډیر شی ،چې دوی ترینه خوند ترلاسه او سکون ور په برخه شی.نن انسانان دومره خودخواه او مغرور دی چې د نورو سکون او د امنیت زغملو توان نلری.دا ګرانه ده چې په نارینه وؤ نیوکه وکړی او پرې ویې منې چې د ننی انسانی ژوندانه د له منځ وړلو او د کرکې خپرولو لامل یاست .نن په انسانی ژوندانه کې تر هر وخت څخه اسانتیاوې ډیرې دی او انسانان توانیدلی خلکو ته داسې اسانتیاوې برابرې کړی چې په مټ یې خپل ژوند پر مخ یوسی،خو د یادو اسانتیاوؤ سره،سره یې د انسان مینه او کورنی ژوند او چاپیریال ورته داسې برابر کړی چې هر یو یواځې د ځان جوړولو پرمختګ لپاره په هڅه کې دی.سره له پریمانه لاسته راوړنو  او د تکنالوژې تر اسانتیاوؤ بیا هم انسان نشی کولای خپل ژوند داسې چمتو کړی چې په هغه کې مینه او سکون وی.انسانی ژوند له کرکې او ستر طوفان سره مخ دی او د څو محدودو کسانو د ښکار کولو شیبې شماری.انسان او انسانیت دوه بیل نومونه خو له بیلو ماناوؤ سره جلا مطالب لری.د انسان لفظ یوه عامه کلمه ده چې په خپله غیږه کښې ټول راغوڼډوی،لکه تور، سپین ،پوه ناپوه،د هرې قبیلې ،د هر مذهب او داسې نور ………
انسان پرته له هوا،خوراک،خوب،څښاک څخه ژوند نشی کولای. خو سره دغو تعریفونو چې کتابونه پرې لیکل شوی او نن یې هر وګړی کولای شی د تکنالوژی په مټ هر کله چې وغواړی ولولی او د انسانیت نړې پکی ووینی او مینه پکې پیدا کړی.خو بیا هم انسان ،انسانی ژوندانه ته غاړه نږدی،انسان ښه پوهیږی چې هیڅکله به دی تل پاتی ژوند په دی نړې کې ونلری.انسانان ولې مینې ته ځای نه ورکوی ؟
که چیرته سر ګریوان ته کړو نو ویلی شوچې دا ټولې کړنې مافیایی عمل دې چې له پیل د پیدایښت څخه تر ننه دوام لری ،که چیرته مونږ د انسانیت د ژوندانه او د انسانی ژوندانه لپاره غږ اوچت نه کړو نو ویره د دی شته چې د مافیاوؤ په ولکه کې ګیره نړې ونړیږی.نو نارینه وؤ دا چې عبرت له جګړې نه دی اخیستی او لا یې د منفی اغیزو چې راتلونکی نسل هم هڅوی تر څو د خپلو پلرونو او نیکونو غلطه لاره پر مخ یوسی.د هر هیواد تاریخ ته چې ځیر شو یا یې زرګونه خلک له منځه تللی او یا یې زرګونه خلک د بل هیواد له منځه وړی او وژلی دی.همدا نارینه دی چې میندې یې د خپلو اولادونو په ویر کینولی،میرمنې یې کونډې او ماشومان یې  بې پلاره کړل.که چیرته ښه او دقیق ځیر شو او سر ګریوان ته کړو دا به ومنو چې مونږ هر یو مافیا یو او د روان ناورین د ساتلو لامل  یو.مونږ  یو چې تر ننه مو دا فکر نه دی کړی چې ولې د نورو انسانانو په له منځه وړلو  کی چپ خوله یو،مونږ  یو چې د وسلو جوړولو خاوندان اتلان بولو.مونږ  یو چې د خپل ظالم مشر ملاتړ کوؤ او د نورو د ځپلو لپاره لاس په ماشه یو.هیڅکله مو د ا فکر نه دی کړی چې په ټپی کیدلو سره یو کس څومره درد احساسوی.هیڅکله مو دا فکر نه دی کړی چی د جوړ شوی ټوپک په ډز سره کله چې یو کس وژل کیږی د هغه ټولې هیلې تر خاورو لاندې کیږی.
کله مو دا فکر کړی چې په روانو جرمونو کی مونږ ټول برخه لرو،هغه ځکه چې ما او تا چپ ناست او د دوی غلطې کړنې ستایو او ننداره یې کوو.ایا تر ننه پورې داسې کس پیدا شوی چې د انسانی ژوندانه لپاره ګام اوچت کړی او خپل غږ پورته کړی،چې مونږ د وسلو جوړولو او هر هغه څه چې انسانیت ته تاوان رسوی ودرول شی.مونږ کولای شو د وسلو جوړولو خاوندانو ته چې د جوړولو لپاره کار کوی ووایو چې ستاسو زامن ،لورانې او خپله تاسو یو،یو ډز ستاسو په جوړ شوی ټوپک ټپی کوو ترڅو دوی احساس کړی چې ټپی کیدل او وژل د انسان څومره درد لری.مونږ کولای شو تر څو د انسانیت  او د راتلونکی نسل لپاره د ښه سوله یز چاپیریال زمینه برابره کړو.که چیرته وسلې او ناخوالې نه وی نو هرڅوک به په خپل ټاټوبی کی د خپلې کورنې او خپلوانو ترڅنګ له مینې ډک ژوند ولری.راځې دا ومنو چې یوه ورځ ټول مرو  او هیڅوک تل پاتې ژوند په دی نړې کی نه لری،نو د دی لپاره پریږدو  چې د ځمګې اوسیدونکی په خپله خوښه له مینې ډک ژوند وکړی او پریږدو چې په خپل طبیعی مرګ له نړئ څخه سترګې پټې کړی.ټول څه چې وینو دا یوه پالونکی پیدا کړی او د انسانانو پیداکوؤنکی یو دی.غلط تعبیر او رواج شوی ناسم تفسیر چې مونږ ته په میراث راپاتی دی باید ورته د پای ټکی کیږدو. مونږ ولې یو بل ووژنو او ولې د یو بل د ورکې په درشل کی شو.هر څه امکان لری ، کله چې انسانان کولای شی سپوږمئ ته لاره پیدا کړی نو داهم کولای شی چې د سوله یز ژوندانه انتخاب هم وکړی.مونږ انسانان که وغواړو او ګام اوچت کړو کولای شو ناخوالې شاته کړو او د نورو د ژوندانه او ارامښت لپاره جوګه شو.غلط او بی مفهومه تفسیر چې په هغه کی د کرکې او له منځه وړلو دود نغښتی له خپلو فکرونو لرې کړو. ټول مخلوق رب د ژوندانه لپاره پیدا کړی او هیڅ کله او چیرته به پیدا نکړو چې مونږ د حق ولرو د بل انسان ژوند د دین او این په نوم سره له منځه یوسو او د بل د ژوند کولو حق ترینه واخلو.دا ټول مخلوق د ژوند کولو حق لری او هیڅوک نشی کولای په چا باندی جبرآ خپله خوښه او اراده تحمیل کړی.
د ژوند حقیقی مانا څه ده؟
ژوند:
ژوند سیند ته ورته دی،چې روان وی او شاته نه راګوری،څومره چې ځی بیرته نه راګرځی.دغه راز څومره چې زموږ عمر پخیږی په هماغه کچه مو د عمر شیبې او ورځې کمیږی.نو راځې چې په خپل ژوند کې ګلونه وکرو تر څو له ښکلی بوی څخه یې نور ګټه واخلی او راتلونکی نسل ته مو یادګار په توګه یو څه پرې ایښی وی.
ژوند څه دی؟
ژوند مانا دا ،چې له هیڅ څخه پیل کول او ډیر څه ته ځان رسول!
د دې لپاره چې د ژوند اخر ته ځان ورسوؤ ،ښه ده چې په ډیر دقت د حرکت کولو لاسونو په خپلو لاسونو کې ونیسو او په ستونزو کې له ښویدو څخه مخنیوی وکړو.ژوند زمونږ لپاره د یوه امانت په څیر دی،چې په ساتلو او پیژندلو کې یې باید پوره دقت وکړو.((وایی مرګ له ژوند څخه وپوښتل :لامل یې په څه کې دی ،چې ته خوږ او زه تریخ یم؟ژوند وخندل او ویې ویل:لامل یې دا دی چې زه یو خیال او ته یو حقیقت ))
ډیره ستونزمنه او ګرانه پوښتنه ده چې د هر یوه انسان په ذهن کې راولاړیږی.دا پوښتنه دومره ستره ده چې زمونږ وړوکی ذهن یې د ځواب ویلو توان په ځان کی نه وینی.مونږ ولې او د څه لپاره پیدا کیږو،ژوند کوؤ او په اخر کې هم بیرته د تل لپاره له نړې څخه سترګې پټوؤ.
انسانان توانیدلی وپوهیږی چې د((الف)) توری د ((ب)) لپاره او ((۱)) د ((۲)) لپاره اړین دی چې همدا لامل د دی کیږی چې اړیکې سره یوځای شی او خلک سره ونښلوی او ژوند وکړی.کله چې یو کس توپ په پښه ووهی نو ترینه لرې کیږی او بل لوری ته ځی،که څوک چاته ووایی چې ډیر بد کس یې او نه مې خوښیږې نو خامخا نور دا کس له تاسو سره لرې واری غوره کوی.دغو ټکو ته په کتو سره ویلی شو چې دا د ژوندانه تعریف نشی بیانولی، بلکه دا زمونږ د انسانانو تیروتنې دی چې تر سره کوؤ یې.د ژوند تعریف په مانا د انسانیت ده چې دا هر کس باید اړ شی او ویې منی چې هر انسان ښه او بد،تور او سپین ،لوستی او نالوستی د ژوندانه حق لری او هیڅوک نشی کولای د بل انسان ژوندانه ته ګواښ وګرځی.دا ښکلې نړئ د ژوندانه لپاره پیدا شوې تر څو  هر یو ترینه خوند واخلی او خپل ژوند پکې په خپله خوښه مخ ته یوسی.له انسانانو څخه د ژوند او ژوندانه لاره بی مانا شوې ده.انسانان تر ننه نه دی توانیدلی د ژوندانه تعریف او ریښتینې مانا پیدا کړی،حال دا چې دا د انسانانو حق دی چې ولې پيدا یم او د څه لپاره؟که په ریښتینې توګه د ژوند او ژوندانه تعریف او مانا پیدا کړو په باور او یقین سره مینې،سولې او ریښتینی ژوند ته رسیدلی شو او هیڅکله به یو انسان د بل انسان د ازار،اذیت او له منځه وړلو په فکر کی نشی.نن په نړئ کې له اوؤ میلیاردو څخه ډیر انسانان ژوند کوی او یو بل ته اړتیا لری او هیڅکله انسانان نشی کولای یواځې ژوند وکړی.
ولې مونږ دا ښکلې نړئ خلکو ته دوزخ ګرځولې او د ځان د څو ورځو خوښیو لپاره مو د نړې اوسیدونکو ته کرکه او ویره زیږولې ؟دا دومره ستره نړئ چې له ښکلاوؤ څخه ډکه ده او د انسان ،انسانی ژوندانه لپاره پکې ښکلې هوا،ځمکه،اسمان،غرونه،اوبه،باغونه،میوې،شنې ونې،واوره،باران او ورته نور ستر نعمتونه شتون لری ،نو ولې بیا یو انسان د بل انسان د وژنې او له پښو غورځولو په لټه کې ده؟ایا انسان دا فکر کله کړی چې د دی نړې اصلی خاوند دی او دی یواځې د ژوندانه حق پکې لری نه دا چې د نورو لپاره ژوند ورته تریخ کړی.انسان پرته له دی چې فکر وکړی ژوند کوی او هغه هم له کرکې  خپرولو سره چې یواځې د ځان خوښی د نورو د خوارې په بدل کې لټوی.انسان توانیدلی په ډیره چټکې سره پرمختګ وکړی او نن د انسان په مټ سره د نورو لپاره اسانتیاوې برابرې شوی او انسانان ترینه ګټه پورته کړی.د انسان دی بی ساری پرمختګ ته په کتو سره ویلی شو که چیرته وغواړی کولای شی د نړې په کچه ریښتینې او له مینې څخه ډک چاپیریال او د سوکاله ژوند کولو زمینه ټولې انسانی نړې ته برابره کړی.انسانان د ناروا او کرکې فرهنګ تر اغیزې لاندې خپل ژوند مخ ته وړی او هره لاسته راوړنه یواځې د ځان د بسیا لپاره بولی.انسان که کله د کرکې او ځان غوښتنې فرهنګ شاته کړی او هر یوه ته مینه ورکړی نو هیڅکله به د یوه انسان وینه بی ځایه تویې نشی.
نارینه وؤ خپل فزیکی جوړښت ته په کتو سره د غرور او کبر له وجې د ځان ساتنې لپاره لښکرې او پوځیان جوړ کړل تر څو  د نورو د له منځه وړلو او تضعیف لپاره یې وکاروی او ځان خوندی وساتی.د لښکرو او پوځیانو جوړولو سره د انسانانو په منځ کې کرکه او ویره دومره ډیره شوه چې د میلیونو انسانانو وینې بی ځایه او په ناروا تویې او له منځه ولاړل.همدا مغروره انسانان نن په نوم د ساتونکی ((باډیګارد))وسله وال کسان د ځان د ساتنې لپاره ګماری او د ځان د ساتنې لپاره نور خلک په بی رحمې سره له منځه وړی.نارینه وؤ د ښځو له مینې او عاطفې سره لوبې وکړې دوی ښځې یواځې د ځان د خدمت کولو،بچو راوړلو او د شهوانی غوښتنو لپاره وکارولې او هیڅکله یې له هغوی څخه دا ونه پوښتل چې مینه او ژوند ورته تعریف کړی،عاطفه او مهربانی ورته وښیی او د اوښکو تویولو ریښتینی ارزښت ورته بیان کړی.ښځه ریښتینې مینه کوی،ښځه د زړه له تله اوښکې تویوی او د اوښکو تویولو په ارزښت پوهیږی.که چیرته نارینه وغواړی چې ریښتینې او له مینې څخه ډک سوله یز ژوند وکړی نو ورته په کار ده ترڅو ښځو ته اجازه ورکړی چې له دوی سره په ریښتیا او انسانی توګه په هره برخه د ژوندانه کې ونډه واخلی .که چیرته په ریښتیا سره ښځو ته په ټولنه کې برخه ورکړل شی نو په یقین سره ویلی شو چې نړې به ټوله له مینې ،عاطفې او سوله یز ژوند څخه برخه منه شی.
ښځه د انسانیت ستوری!
د نړې په ټولو موجوداتوکې ښایسته موجود ښځه ده او د ښځې زړه او د ښځې عاطفه ده،د ښځې زړه ډیر ژر ماتیږی او همزمانه ډیر کلک هم دی. دښځې زړه ډیر نازک هم دی ،کله ډیر درد زغملی شی،کله چې یوه ښځه زړه یو چاته ورکوی نو د هغې ټوله شتمنی د هغې سپیڅلی زړه دی چې تاسو ته یې درکوی.هڅه وکړې چې د هغې سپیڅلی زړه تل ښه وساتی او هیڅکله یې خفه نه کړی،تل د هغې په مینه باندې باور ولرئ .ښځې هغه مینه او عاطفی ځواک دی چې تشه او(نشت)یې زمونږ د لویو بدمرغیو لامل ګرځیدلی دی.ښځه ده چې مینه خپروی نو هیڅکله به هغه څوک چې مینه ورکوی د نفرت لپاره دی ګام کیږدی.دا نارینه دی چې ښځه یې د پوچو افکارو ښکار ګرځولی او دی ته یې کرکه ورښودلې او دا یې له لارې ویستلې ده.
هو!نارینه چې (انسان)وژنی،ژوبلوی یې ،لوټی یې او جنایت کوی.
وګورې:چې د مور،میرمنې،یا لور په مینه او عاطفه کې یې څه کمی شته؟په ټولنه کې ښځې د نارینه له تاوتریخوالی ،ظلم او تعصب څخه سر ټکوی،خو دی پوښتنې ته ځّواب نشی ویلی چې همدغه نارینه چا زیږولی ،روزلی او لوبولی دی؟ایا نیمګړتیا خو به په هغې زورورې کې نه وی چې د ده مور او کورنئ وروسته چاپیریال او ټولنه لویه ونډه لری او هیڅ مور به ونه غواړی چې وژونکی زوی وروزی.اوس دا ویلی شو چې له عاطفې پرته انسان تز ځناورو بدتر دی او د عاطفې زیرمه او خزانه له ښخو سره ده.
هر څه ځان ته ښکلا لری،خو د بشر ښایست د هیڅ ښایست او ښکلا سره ورته نه دی.ښځه د بشری تاریخ په اوږدو کی د بشریت تر ټولو مظلوم ترینه طبقه ده، لطیفه، نازکه او د احساس څښتنه ده. ښځه چې کله پوه شی دا حمل لری نو د نړئ ټولې خوښئ شاته کړی او ټول پام یې خپل ماشوم ته شی.خپل خوب ،ارام،خوراک،څښاک او ټول هغه څه چې د دی ماشوم ته ګټه رسوی لومړیتوب ورکوی او هغه څه چې یې ماشوم ته تاوان رسوی ترینه ډه ډه کوی، ولو که د دی مخ کی له حمل څخه ډیر خوښ هم وؤ. ښځه له نهو میاشتو څخه وروسته مور شی ،نړئ ته یو انسان راوړی او خپله ټوله خوښی او هوساینه تر خپل ماشوم ځار کړی.خپله خندا،خوب او وخت ټول د ماشوم روزنې ته قربان کړی.تر څو چې خپل ماشوم په پښو دروی نو دا ځان اړ کړی چې د ماشوم په ژبه وغږیږی،هغه ته مینه ورکړی،خبرې ور زده کړی، په پښو یې ودروی او ژوندانه ته یې برابر کړی.ښځه ماشوم معصوم، سپیڅلی، له کرکې او نفرتونو لرې نړې ته راوړی خو له بده مرغه دا ټولنه ده او د ټولنې نا سم تفسیر او دود نوموړی د خپلې ناسمې اغیزې لاندې راولی. د نړئ جګړو ته که کله ځیر شو او په اړه یې ولولو او پلټنه وکړو نو دا به ومنو چې تر ننه کومې جګړې شوی ښځینه وؤ پکې د انسانیت سمبول په نوم یادې شوی.په ټولو جګړو کی چې تر ننه تر سره شوی ښځو پرې خپله خوابدی ښودلې او هرې یوې يې په پټه او ښکاره ډول سره د جګړې له قربانیانو،اسیرانو او ټپیانو سره انسانی او له مینې ډک چلند کړی او د خپلې مهربانې عاطفې له وجې یې مرسته کړې ده.دا یو منل شوی حقیقت دی کله چې یوه میرمن په خپله خیټه کې د انسان پیدا کولو او دهغه د راتګ لپاره زمینه برابروی نو دا باید ومنو چې ښځه هیځګله نه غواړی خلک په خپلو کی سره وجنګیږی او ناروا وینې دی تویې شی،ځکه هغه یوه مور ده او یوه مور پوهیږی چې روزنه او ژوند یعنی څه؟نن که ښځې چیرته جرم یا بد اخلاقی کوی د دی لامل هم نارینه دی،ځکه دا طبیعی خبره ده چې د نارینه فزیکی جوړښت او په ټولنه کی یې اغیزې ښځې مجبوروی او هڅه وی یې تر څو دوی هم ورته عمل تر سره کړی.ښځې د نارینه وؤ سره ژوند کوی او د نارینه وؤ د مکاره ګی او درواغجن جوړ شوی ژوند تر اغیزې لاندې راځی.د هر دین خپرولو تر شا د نارینه وؤ لاس دی او همدا نارینه وؤ د ګناه او ثواب په نوم سره رواج شوی دین د خپلو خلکو په منځ کی خپور کړی او ولس یې تر اغیزې لاندې راوستی او د دین په نوم سره تفسیر شوی امرونه په خپلو پیروانو عملی کوی.په د غو تفسیر شویو ادیانو کې هر یو یې د خپل دین اوچتوالی او غوره والی له نورو دینونو څخه پورته بللی او د نورو د وژلو لپاره یې ورته لاره هواره کړی.کله چې یوه خدای دا خلک د ځمکې پر سر د ژوندانه لپاره پیدا کړی نو هیڅکله به سالم عقل دا ونه منی چې یو انسان دی بل انسان ته ګواښ شی، وژل او له منځه وړل  خو یې ډیره لرې خبره ده.په دی هر څوک ښه پوهیږی چې د واک پر سر جګړې په پیل د انسانی ژوند کښې نه یواځې د نړې مادی او معنوی شتمنی له منځه ولاړه چې په دغو لعتنی سیالیو کی تر هر چه زیات میندې ځوریدلی دی،خاوند او نور نږدې خپلوان له لاسه ورکړی دی.له بده مرغه هغوی تر هر چا زیاته تحقیر او توهین شوی دی.نالوستوب او نورې له پخوا نه پاتې شوې نبمګړتیاوې او ناخوالې په کورنی ژوند کی د ګڼ شمیر کړکیچونو لوړوـژورو اساسی لامل ګرځیدلی .نن چې زیات مهال یې د میرمنو او پیغلو ژوند د ګواښ سره مخامخ کړی دی.د اقتصادی ستونزو او وسلې ‌ډزونه په ګټه پورته کولو سره د ځینو کسانو لخوا د تنکیو انجونو سره د قانونی سن د پوره کیدو نه دمخه ودونه یا له هغوی نه ناوړه جنسی استفادې د نړې د پوره نیمایی ژوند له جدی ګواښ سره مخامخ کړی دی.اکثره پلرونه خپلې لوړنې بی له موافقې نه هغه چا ته په نکاح کوی چې هغه یې غواړی،هغې هلک په سترګو لیدلی نه وی او نه یې پیژنی چې روغ دی او که ناروغ؟د هغه له اخلاقو،عادتونو،ځانګړتیاوو او نورو خصوصیاتو په هکله مالومات نه لری.خو متاسفانه پلار یې بی له مشورې د هغه په نکاح کوی،متاسفانه د منځنیو پیړیو ځینی داسې دودونه لا ژوندی دی ،چې تر زیات مهال به د ځوانانو په راتلونکی ژوند کی منفی تاثیرات ولری.زیات شمیر هغه ځوانان چې د ګډ ژوند د پیل په هکله یې د دوی نظر او موافقې ته پاملرنه نه ده شوی تر واده وروسته د میرمنې او د ژوند د ملګری تر منځ پر ډیرو کوچنیو مسایلو توند او تریخ چلند را برسیره شی،تر دی چې فزیکی ځور ورکوی.وهی او ټکوی یې او دا د ځان حق بولی.د کورنی ژوند فضا له همدې ځایه خړه پړه او کورنی تاوتریخوالی پیل شی.ایا دا ظالمانه نه ده چې نارینه او ښځو دواړو ته د انسان خطاب کیږی ،په قوانینو کی یو شان مسؤلیت لری،مګر کله چې د صلاحیت او په ټولنیز ژوند کی د ګډون او برابرئ خبره راشی بیا ښځوته د دوهمې درجې انسان په سترګه کتل کیږی.د یونیسیف د اعلامې په اساس ((۹۰))په سلو کې د ماشوم زیږول د روغتیایی اصولو خلاف سرته رسیږی.په همدې خاطر په هرو سلو زرو ماشومانو کې چې نړئ ته راځی((۱۹۰۰))ماشومان ضایعه کیږی .په منځنی توګه ښځه د عمر په اوږدو کې شپږ ځله اومیدواره کیږی.د اقتصادی او روغتیایی ناوړه شرایطو په سلو کې امیدواره ښځې د توبرکلوز په ناروغې اخته کیږی.
ټول سیاسی او ټولنیز سازمانونه چې په خپلو کړنلارو کښې د عدالت او ټولنیز انصاف خبرې کوی او د ښځو د حقوقو د دفاع ډبره په ټټر ټکوی.د قلم او سالم وجدان خاوندان چې مور،لور او خور ورته ګرانه ده په خپل ټول توان اوطاقت سره باید هوډمن اوسی چې د ښځو لپاره د سالمو ازادیو روا حقوقو او په ټولنیز ژوند کښې هغوی ته درناوی او د نارینه وؤ سره د ګډ کار او فعالیت د امکاناتو د برابرولو لپاره له هیڅ ډول زیار او زحمت څخه ډه ډه ونکړی.دا باید هیره نشی ،مور هغه څوک ده چې زه او ته یې روزلی یو ،میرمنه ده چې د نارینه سره په کورنې کښې چې د ټولنې بنسټ جوړوی په غمونو کې غمجنه او په ښادیو کې خوښه ده.ښځه ده چې نارینه ته د صبر ،زغم او تحمل مشورې ورکوی.همدا ښځه ده چې نارینه د غیرت،وطن،ناموس د ساتلو په لار کې هڅوی.د نړئ لویو شاهانو او فیلسوفانو د ژوند په اساسو شیبو کې ډیر ځله د خپلې مور مشورو،محبت او مهربانی ته اړتیا پیدا کړی ده،د هغې په  مهربانه غیږ کې یې سر ایښی او دهغې نه یې د ماشوم په دود د لارښودنې او بښنې غوښتنه کړې ده.همدا د شان اوشوکت خاوندانو هم یواځې د خپلې مور د مرګ د خبر په اوریدو د ماشوم غوندې اوښکې تویې کړی دی او ځان یې تنها احساس کړی دی.همدا ښځه ده چې د کور ټولې چارې سمبالوی.ښځه مور ده تر مور مقدس بل څه نشته .راشې نور د دغو وحشتونو،ظلمونو او تیریو پرخلاف ودریږو.کوم چې زما او ستا په ژوند او عزت پورې مستقیم تړاو لری.په هره کچه چې زمونږ په انسانی ژوند کې ښځې ته د قدر په سترګه وکتل شی او په ټولنیزو کارونو کښې د نارینه وؤ سره یوشانته او د دوی د توان او علاقې سره سم د ګډ کار زمینه چمتو شی په هغه اندازه د نړئ پرمختګ کاروان چټک پرمخ درومی.
یادونه:((د نړې د ښایست ، د ښکلی ژوند او ښه چاپیریال د رامنځته کولو لپاره خیالی او افسانوی غوښتنه دا ده چې ای کاش واک ټول له ښځو سره وی او یا هم اوسیدونکی د نړې ښځینه وی.د دوی د عاطفې ،مهربانې او مینې له وجې به نړې له خطر سره نه وی مخ او د انسانانو ژوند به له کرکې او وژنو خوندی وی.))
۱۳۹۸

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply