ښار ته سوله، کلي ته جگړه

سلیم پاینده

0 799

په هندوکش کې د تاوتریخوالي د کچې کمول د شنبې «فبروري ۲۲» څخه پیل سول، کچیري بریالي پر مخ ولاړل د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د راډیکالې اسلامي ډلې تر منځ به د فبروري پر ۲۹مه تړون لاسلیک سي او وروسته تر هغې به د افغان حکومت او طالبانو خپلمنځي مذاکراتو ته لار پرانیستل کېږي.

امریکا او طالبانو پتیلې چې د تاوتریخوالي او مرگژوبلې کچه را ټیټه کړي، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پر ټویټر ولیکل چې تر لسېزو تضاد، وژنو و جگړو وروسته امریکا د طالبانو سره د تاوتریخوالي پر کمولو یوه خوله سوي. دا د افغانستان په اوږدې او مبهمې جگړې کې د نه اټکل کېدونکې سولې لپاره یو مهم و ارزښتمن قدم دی. افغان حکومت باید له دې روانو بدلونونو څخه د فرصت په توگه گټه پورته کړي او د فبروري د ۲۹مې د امریکا-طالب له تړون وروسته چې د سولې لپاره د بین الافغاني خبرو پړاو پیلیږي، د افغان جگړې و سولې یو نوی فصل او خورا بې ساری او حساس تاریخي پړاو پیلیږي. د مثبتې و منفې سولې هره ممکنه پایله د افغان انسان راتلونکی برخلیک، اقتصاد، سیاست، هویت او ازادي متاثیره کولی سي.

د امریکا-طالب په تړون کې د امریکايي ځواکونو وتل، په افغان جغرافیه کې د تروریزم د ځالگیو بیا نه پالل، افغان خاوره د نورو ملتونو د تهدید لپاره نه کارول او له نړیوال تروریزم سره د طالبانو او نورو متشددو ډلو د اړیکو له منځه وړل تر ټولو داغ موضوعات دي. خو د افغانانو لپاره تر دې ور هاخوا ډېره مهمه اندیښنه د واک او قدرت د بیا تنظیم، وېش او شریکولو ده، ځکه افغانان د طالبانو د تورې او بشرضد حکمرانۍ  یادونه لا اوس هم په خاطر کې لري. اوس که بې له کوم قانوني تضمین پرته هغوئ په افغانستان کې د واک و قدرت شریکان کېږي او یا دا چې ددې تضیمن پر ژمنتیا څومره باور کیدلی سي؟ که دا انديښنې همداسې ناڅرگنده پاته سي، دا به د ۱۹۹۶مو کلنو تکو تیارو ته د بیا ستنیدنې د دوهمې سناریو په مانا وي.

د امارت تر سیوري لاندې سوله

که څه هم په ښکاره د امریکا-طالب تړون او له هغې وروسته د بین الافغاني مذکراتو څخه ستر هلیمنتیا د مثبتې او تلپاتي سولې ده چې افغان مشروع حکومت، طالبانو، سیاسي اقشارو او میرمنو په گډون به په راتلونکي افغانستان کې د واک د شریکولو او سولیز چاپیریال رامنځته کولو باندې تاکید کوي، خو د اسلامي بنسټپالنې او طالبي تفکر تر سیوري لاندې څومره ممکنه ده چې د ښځو حقونه او انساني ازادي، ‌ډيموکراتیک ارزښتونه او زموږ د نسل سیاسي و ټولنیزې ارزو گانې په کې ولیدل سي؟ ایا طالب پر ښاورندي حقونو باورمن دی؟ د یوه جګړیز جریان په حیث  پر انسان ، آزادۍ، انساني کرامت، بشري حقونو او جنسیتي تساوي ایمان لري؟ زما په څیر د یوه افغان‌انسان پر ټولنېز او سیاسي قرارداد او د یوه ژمن انسان په حیث د افغان ښاروند  اعتقادات زغملی سي؟ او له دې هاخو د طالبانو پر ژمنو څومره باور کېدلی سي؟ تر هغه چې د طالبانو په سیاسي تفکر کې د مثبتې سولې لپاره بدلون نه وي راغلی، د مرمیو نه کارونه به د سولې زیری را نه وړي.

ښار ته سوله، کلي ته جگړه

له شنبې «فبروري ۲۲» راهیسې چې د تاوتریخوالي د کمولو اونۍ شروع سوي طالب اورپکو د ښار پر ځای په کلیو او لیري پرتو سیمو کې له خپلو بریدونو او وژونو لاس نه دی اخستی او یوازې تیره ورځ حداقل پنځه ولایتونو کې يې لسگونه افغان سرتیرو ته مرگژوبله اړولې  ده او په زرگونه کورنیو ته يې د تازه او نویو غمونو داغونه ورکړي دي. دا څه ښيي؟ ایا سولې ته همدا د طالبانو ژمنتیا ده؟ ایا په رښتیا طالبان افغانستان کې امن او ډزبندي غواړي؟ که یې غواړي ولې د تاوتریخوالي د کمولو شعار ته ژمن نه دي، ولې یې اوربند ونکړ؟.  د طالبانو ویاند پر ټویټر کې پیغام ورکړ چې د تاوتریخوالي کمولو څخه باید تر دې لوړه توقعه ونلرئ، دا څه پیغام لري؟ ایا هغوئ غواړي په سوله کې د ترور ترخې نغمې جاري وساتي؟

بې‌لښکره سرلښکر سره تړون

د طالب جنگیالیو مشرانو تل پر جنگیدونکي طالب قشر معامله کړي ده، د هغوئ له بې علمۍ او خراب اقتصادي حالت څخه یې په ګټه اخستنه او ډېرې اسانۍ خپلې خيټې او جیبونه پړسولې دي. همدا تازه د پاکستان  حکومت د طالبانو د مخکیني مشر ملا اخترمحمد منصور په میلیونه ډالره جایدادونه کنگل کړل چې د اسلام اباد او پنجاب په مهمو گران بیه اقتصادي نقطو کې یې درلول، په همدې ترتیب د اوسني مشر ملا هیبت الله اخند د کورنۍ اکثریت غړي د برتانیې په شمول د اروپا په پرانیستو ټولنو کې کاروبارونه، زده کړې او ژوند لري. ایا د سولې په خبرو او امریکا-طالب په توافقاتو کې طالبان ښکیل دي، قومندان یې په جریان کې دي؟ ایا هغوئ یوه خوله او یوه دریځ دي؟ د حقاني شبکې په گډون بیلیدونکې او له چوکاټ ایستونکې ډلې به راتلونکی حالت له بل بحران سره مخ نه کړي؟

منفي سوله، نه سوله

د طالبانو په دوره کې د افغانستان اقتصاد، کار، بازار، انساني ازادي، د پيسو نرخ، ملي اقتصاد او زیربینا، دولتداري او ټولنیز جوړښتونه سقوط ول او هغوئ خو له بنسټه پر دې موضوعاتو باورمن نه دي. هغوئ د افغان انسان لپاره د ژوند پیغام نه لري، یوازې مرگ او ویر… اوس که دا بې‌فرهنگه ډله د واک پر گدۍ بې جیوله او بې مهاره شریکه کېږي د افغانانو د ژوند او پرمختگ مسول به څوک وي؟ له یوې خوا به جگړه نه وي پایته رسېدلې له بل خوا به د حکومت خپل منځي اختلافات اوج کې وي او بل اړخ ته به د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې پای ته رسېدلې وي او ددې بیړنۍ تش په نوم لاستنه راوړنې درد به بیا هم افغان ولس زغمي.

…………….

د لیکوال په اړه:

ښاغلی پاینده د هند په مایسوري پوهنتون کې د جگړې-وروسته ډيپلوماسۍ او بهرني سیاست کې د ماستري پروگرام محصل دی او په افغانستان کې د مډرنې دولتدارۍ، پرمختیايي اقتصاد، بشري حقونو او میرمنو د پیاوړتیا په هکله لیکنې کوي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply