لښکرګاه ولې ناامنه سوه؟ د لښکرګاه د ناامنۍ ريښې په څه کې دي؟

سلیم پاینده

0 790

مخکې تر دې چې په لښکرګاه کښې د ترور او وژنو اصلي ريښو ته راسو، بايد ووايو چې د روان حالت څخه متاسفانه زموږ ډېر لوستي ځوانان او ځيني فرصت طلب فعالين ډېره ناوړه استفاده کوي او خپلې فردي او شخصي علاقې او عقدې پکښې سړوي، يو پر بل بې ځايه تورونه پورې کوي او هڅه کوي له دې لارې غچ واخلي چې دا نه يوازې د هغوئ په ګټه نه دي بلکې د ټولو هلمندوالو په خير او ګټه نه تماميږي.

لښکرګاه ولې ناامنه سوه؟   

۱. بې ثبت و راجستر وسلې او خپل سري مليشې؛
له هغه وخته چې د هلمند حکومتي جغرافيه را کمه سوې او يوازې په لښکرګاه، نهرسراج، ناوه او نادعلي پورې رالنډه سوې له دې سره د دولت او امنيت ځيني جوړښتونه لکه د شهيد عبدالجبار قهرمان د ابتکاري قطعې شاوخوا ۱۰۰۰ وسله وال چې په «سنګوريان» مشهور دي، شاوخوا ۷۰۰ کسان د امنيت په چوکاټ کې د بلې قطعې چې په «لړمان» مشهور دي، د ملي اردو شاوخوا ۱۳۰۰۰ – ۱۵۰۰۰ پرسونل، د ملي امنيت ډېری ځواکونه، ملي پوليس، سرحدي پوليس، د ملا رسول اخوند جبهه، محلي پوليس، … ټول لښکرګاه ښار ته را انتقال او ځای پر ځای سول. دا په داسې حال کښې وه چې جغرافيه کمه سوې او ځواک متمرکز او په لښکرګاه کې زيات سوی دی، مګر برعکس هم د ترور، وژنو او د دوښمن د هدفي عملیاتو کچه لوړه تللې ده. ولې؟

اساسي ستونزه د فساد، خيالي تشکيل او شخصي رقابتونه ده، په هغه وخت کې چې ميرزا خان رحيمي د هلمند والی و، شخصاً یې له جلالتماب جمهور رئیس محمد اشرف غني سره دا موضوع مطرح کړل چې پر سبا یې شخصاً د والي د منفکۍ مکتوب لاسليک کړ او ښاغلی رحیمي لومړنی والی و چې د ملي امنيتي ځواکونو په ليکو کې د ځينو مشخصو کړيو د فساد قرباني سو، ځکه ولسمشر د ملکي ادارو په اړوند هر وړانديز په ورين تندي مني مګر د امنيتي ځواکونو په اړه ټول معلومات د ورځې په اخر کې له امنيت شورا ترلاسه کوي، دا ستونزه له لوړ سر تر بولوک قومندان وجود لري، د افغانستان د بودجې له سم نيمايي برخه په امنيتي سکتور کې ده چې د سيګار، څارونکو، او شفافيت څيړلو د ادارو د مکررو تحقيقاتو په اساس په زياته کچه د خيالي تشکيل، فساد او غلا له لارې حیف و میل کېږي. اوس دې څوک د ۷۰۰ لړم قطعې څخه ۳۰۰ هم حاضر کړې, يا د سنګوريانو او محلي پوليسو څخه په ګډه ۵۰۰ په چوکاټ کې داخل موجود واوسي(ټولو یې وسلې وړي، معاش یې قومندان او … شريک وهي، ددې وسلو د استعمال ډاډ څوک ورکولی سي؟)

۲. زور واکي، تش په نوم مدني فعالين او قومي مشرانو

د نظامي او پوځي ډسپلين د نشتوالي له امله لاس اچولو ته جرأت کړی، همدا اوس هر مدني فعال په اصطلاح چې سر یې بوی کوي (۱ تر ۳) عسکر لري، هر قومي مشر نامسوله ساتونکي او وسله وال ساتي، چې دا په زرګونو ميله بې ثبت و راجستره وسلې کېږي او ددې نه کنترول له امله همدا پورته ګروپونه خپلې ګټې، رقابتونه او عقدې وسلې د کارونې څخه پالي، همدا اوس بشير شاکر تر ۲۰ زيات وسله وال لري، اختر محمد باديزی هم وسله وال لري هم د امنيي قومندانۍ سره د خپلو کسانو د تعيناتو په سر ستونزه لري، په داسې حالت کې چې هر هغه په نوم مدني فعال چې د شکوندو سابقې لري وسله وال او وسلې وګرځوي د ښار امنيت به څنګه وساتل سي؟

۳. د ملي امنيت او امنيه قوماندانۍ ترمنځ په ټيټه سطحه اختلاف او د څوکيو پر سر خوابديي بل لامل دی. کله چې د هلمند امنيه قوماندانۍ د ولسواليو او حوزو د قومندانانو او امرينو په اړه تغيرات راوړل، ځيني چارواکي چې د خپلو خپلوانو په ليري کيدلو خوابدی او عقده‌من سول او اوس ( د پورته جوړښتونو چې نومونه مې ذکر کړي لکه سنګوريان، لړمان، محلي….) په استفادي د امنيه قومندان د بدنامولو هڅه کوي او غواړي وښيي چې امنيه قوماندان بې کيفايته دی او له دې لارې خپل غچ اخلي، د بيلګې په توګه د ملي امنيت د نظامي څارنوالۍ څارنوال د محمود اغا دوه ورونه د امنيه قومندان لخوا له دندو ګوښه سوې او ورته نور اشخاص…. چې د امنيت ځينې وسله وال لکه نومونه چې مي ياد کړل د خپلو اهدافو لپاره کاروي. نو په ډاډ سره ویلی سو چې د لښکرګاه ناامنه کول د شخصي تضاد نتيجه ده او ممکن تر څو اونيو اوږده نسي.

۴. له همدي روان ارج مرج څخه د دوښمن ګټه اخلي. دا طبيعي ده چې دا ډول ګډوډي دوښمن ته موقع ورکوي چې په اسانۍ سره خپل اهدافو ته ورسیږي او د بريدونو او هدفي وژنې کار لا ورته اسانه سي، چې د لښکرګاه د وروستيو ناامنيو څلورم او نسبتا کوچنی عامل له روان حالت څخه د دوښمن فرصتي استفاده ده.

۵. پنځم عامل مخشوش سوی عامه ذهنيت، ټولنیزې رسنۍ او د ښاريانو وهم دی، چې د دوښمن د تبليغاتي دستګاه غيرمستقيه برخه ګرځيدلي ده، په هلمند کې د ورځې لږ تر لږه له ۵۰ تر ۸۰ وژنې کېږي مګر د هغو پر وړاندې دومره تشویش او ويره نه ده ايجاد سوې لکه د لښکرګاه د وروستيو څو هدفي ترورونو څخه چې را ولاړه سوې ده. ځکه ښار کې اطلاعاتي شبکې هر څه ژر خپروي. دغه حالت واقعا هم د اندېښنې وړ ځکه دی چې پر نظام، ملکي او نظامي ادارو د ولس اعتبار ته سخت زيان اړولی سي.

څه کول په کار دي؟

۱. نظامي شورا چې د والي، امنيه قوماندان، ملي امنيت رييس، قول اردو قومندان او سرحدي پوليسو قوماندان څخه تشکيل سوې د ولايت عام و تام سيمه ايزه صلاحيت و اختيار لري، هغوئ ته دا ستونزې تر بل هر چا ښه معلومې دي. د مدني فعالینو، قومي مشرانو وسلې دې ټولې کړې.

۲. نظامي شورا دې د سنګوريانو، لړمانو، محلي پوليسو او نورو نامسولو وسله والو چې په ښار کې خپاره دي مخه ونيسي او د ښار څخه دې د باندي وباسي. هغوئ د جګړې د کرښې او اراضي د پراخيدو او جنګ لپاره ايجاد کرای سوی و، همالته دې بيرته انتقال کړای سي.

۳. د امنيه قوماندانۍ او ملي امنيت د شخصي تضاد لپاره دې جدي اقدامات وسي کم څه هم دا په ټيټ رتبه کچه کې قرار لري مګر ستونزه داده چې همدوئ وسلې لري.

۴. يو بل پر بل د بې باوريو د ليري کيدو لپاره دې مشترک چيک پاينټونه جوړ کړي، نه جداګانه. اضافي چيک پاينټ او پوستو ته په ښار کې اړتيا نسته بلکې په هر چيک پاينټ کې دي د امنيت ملي او ملي پولیسو سرتيري يو ځای ځای په ځای کړای سي. لکه چې مخکې مي وويل ستونزه دايمي نه ده نو ځکه دا شيوه کولی سي د حالت د بدلون او امنيتي ادارو تر منځ د بې باوري کنګل مات کړي.

۵. په پارلمان کې د هلمند کيلان ټول په همږغي په کابل کې کنفرانس ورکړي او پر مرکزي و محلي حکومت دې له خپل اغيز څخه ګټه پورته کړي تر څو د جدي اقداماتو کولو ته لاره هواره سي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply