له کرونا څنګه ځان وساتو؟

ډاکتر احمدضيا  حيات

0 616

په دې ورځو کې چې د کرونا ویروس په هیواد کې خلک له جدي اندیښنې سره مخ کړي، نوټولو ته ښایي چې په دې برخه کې روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونیسي، ترڅو د ناروغۍ پروړاندې وقایه شي.

د کرونا ويروس د وقايي او مخنيوى لپاره د نړيوال صحى سازمان يا WHO نوى سپارښتنې:

۱  – د کرونا ويروس د جوړ پوستکى څخه نه سى تيريدلى او تر ۱۰ لسو دقيقو پورى پر پوست يا جلد ژوندي پاته کيږى ،نو که چيرى دستکشى نه لرى مه وار خطا کيږى فقط لاسونه پزى،سترګو او خولى ته مه وړى.

۲ –  د کرونا ويروس د پارچى (ټوکر) پر سطحه باندى ۶-۱۲ ساعته،پر فلزى سطحه باندى۱۲-۲۰ ساعته او پر فولادى سطحه تر ۲۰ ورځو پورى ژوندى پاته کيږي.

۳ –  دا ويروس تر منفى ۶۰- درجى د سانتى ګراد ژوندى پاته کيږى او تر مثبت ۳۰ درجى د سانتى ګراد لوړ حرارت کى له منځه ځي .

۴  – د کرونا ويروس د ګرمو اوبو او کورنى مينځونکو موادو پواسطه له منځه ځي.

 ۵–  جامې د لمر په مستقیمو وړانګو ، اوتو يا مرکز ګرمى پواسطه وچ کړى.

 ۶ ـ   په ګرمو او بو حمام وکړى.

 ۷- د سړو اوبو د چښلو او سړى غذا د خوړلو څخه ډډه  وکړى ګرمى اوبه ،ګرم  چاى او ګرمه قهوه وڅښئ.

۸ـ  د دى ويروس د را ټوليدو ځاى په پزه کى دى، نو پزه په مکرر ډول د ګرمو او بو پواسطه ومینځئ.

۹ـ  که ګرم څښاک نه لرئ نو ژاولى وژووى تر څو ستونى مو په دوامداره ډول د خولى په مايعاتو لوند او ومینځل شي.

۱۰ ـ  د اوسيدلو ځاى کې مو باید پاکه هوا جریان ولري.

۱۱ـ  د ورځي څو څو ځلي د۱۰-۱۵ ثانيو لپاره خپل تنفس ودروى او وروسته بيا سا واخلى که چيرى ټوخى او يا نفس تنګى درته پيښ شو حتما و يو صحى مرکز ته مراجعه وکړى مه پريږدى چى تنفسى ستونځي درته پيدا شي او روغتون ته مو اړ کړي.

۱۲ ـ  که دکوره بهر کار کوى (په دفتر ،مغازه،دوکان او بل ځاى کى) نو! اول:- يونيم متر فاصله د نورو خلکو سره ولرى.

 دوهم:- لکه څرنګه چى د دى ويروس وزن دروند دى (۴۰۰-۵۰۰ ننومتره) او پر ځمکه لويږى نو ستاسو بوټونه د ويروس يوه منبع ده نو په هيڅ حالت کى بوټونه د اطاق داخل ته مه وړى.

۱۳ـ  د پرنجي په وخت کى تر هغه چى امکان لرى د نورو خلکونه فاصله واخلى او هر شى چى مو په لاس درشي(دسمال ،کاغذ ،خپل لاس او بازو) پواسطه خپل پزه او خوله تر څو ثانيو پټه کړى ترڅو د پزې او خولى افرازات جذب شي او په محيط کى خپاره نه شي.

۱۴ـ دا ويروس د کلکوالي له سببه د هر ماسک پواسطه راګرځي يعنى هر ډول ماسک ددى ويروس مخنيوى کوي که هغه( پارچه يي؛ويبريلى،دسمال او کاغذي) وي ټول يي په ککړ چاپیریال کى ساتونکى تماميږى په دې شرط چى ماسک بايد وچ او دوامداره تبديل شي.

۱۵ـ   لازمه نه ده چى ټولې هغه جامې چى موږ يي اغوندو پريولل شي بلکه حرارت او د لمرمستقيمو وړانګو ته ايښودل هغه پاکوي.

۱۶ـ وروسته تر هغه چى لاسونه په انتي سيپتيکو يا الکولو ووهى او بيا ميکروبى ساحې ته نه ځئ نو په لاسونو کریم او یا واسیلین ووهی تر څو له جلدى ناروغيو خوندي شی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply