ایا د کوچیانو لپاره په رښتیا هم کوم خدمت کیږي؟

حیات الله افغان  

0 1,222

کوچیان له هر پرمختګ وروسته پاتې قشر دی، ژوند يې له خوندونو سره سره  په نږدې ټولو برخو کې له کړاؤنو ډک دی، لومړي خلک کوچیان دې چې د طبعي پېښو، جګړو، اورښتونو او سېلاؤنو له امله زیان ویني.

هېواد کې د لسیزو بې برخلیکه جګړو له امله کوچیان د ټولنې د بلې هرې برخې په  نسبت ډیر زیانمن شوي او مالدارۍ يې له منځه تللې ده، خو لسیزې وړاندې هغه مهال چې په هېواد کې جګړې نه وې، ورور ولې وه او یو بل منل وه کوچیانو د غوښو او لبنیاتو له پلوه د هېواد والو نږدې ټولې اړتیا وې په کور د ننه پوره کولې،خو اوس بازار پاکستاني او ایراني توکو نیولی دی.چې هر کال د میلیونونو ډالرو په ارزښت لبنیات او غوښې چې تر ډیره صحي نه دي را واریدیږي.

ددې لپاره چې کوچیان یو ځل بیا د هېواد د اقتصادي پياوړتیا د ملاتیر شي، مالدارۍ يې ورغیږي، بچیان يې ښوونځیو او مریضان يې تر روغتونه ورسیږي د همدې ستر کار د ترسره کولو لپاره د کوچیانو اداره د جلالتماب جمهور رئیس په ځانګړې پاملرنه اساسي کار کوي.

د کوچیانو چارو سمون لوی رئیس استاد حبیب الرحمن چې اوسمهال ددغې ادارې په رهبري کې قرار لري د اسنادو پر بنا په وروستیو کې يې ځیني اساسي او بنیادي قدمونه پورته کړي دي، دبېلګې په توګه د کلیو او پراختیا وزارت په چوکاټ کې کوچیان د ولسي تړون برخه شوه، دوه میلیارده افغانۍ سهم ورکړل شو، په دغه رقم به کوچیانو ته ښوونځي او د ابادۍ پروژې ورغیږي او د ژوند ماتې ګوډې به يې پرې ترمیم شي.

 د پوهنې په برخه کې همدا اوس د هېواد په کچه ۲۱۶ بابه ښوونیز مرکزونه چې لېسې، متوسطې، ابتدایه او مدرسې او سیار ښوونځي په کې شامل دې پرانیستي دي ، په دغو ښوونځیو کې زرګونه کوچي ځوانان او ماشومان زده کړې کوي. ددې ترڅنګ  په وروستي کال (۱۳۹۸) کې ۲۰۰ د سواد زده کړې کورسونه پرانیستل شوې دي چې په کې د سل ښوونکو له لوري پنځه زره کوچيانو ته لنډمهالې زده کړې ورکړل شوې او۴۶۰ تنه زده کوونکي د پوهنې وزارت په همکاري د مسلکې زده کړو لېسو ته وروپيژندل شوه او د ۲۰۰ په شاوخوا کې کوچي ځوانانو لوړو زده کړو ته لار موندلې ده .

د روغتیايي برخه کې هم د پام وړ کارونه روان دی، کوچیانو ته لسګونه ثابت او سیار روغتیا يي مرکزونه پرانیستل شوې او  له ۱۲۵۰ تنو زیاتو ځوانو رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لارې چارې ښودل شوي دي.

کوچیانو نه یوازې دا چې د ولسي تړون برخه شوه، د معارف او روغتیا په برخه کې ورته کار وشو ، بلکې ترڅنګ يې کوچیانو ته د سرپناه برابرولو او محلي ستونزو د حل په برخه کې هم د پآم وړ کارونه ترسره شول او د جلالتماب جمهور رئیس د ځانګړې حکم پراساس دملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سره د غوښو قرار دادونه هم ترسره شول، چې په نږدې راتلونکي کې به په دغه برخه کې  عملي قدم پورته شي او نور به د ملي ځواکونو لپآره د غوښو اخیستلو چارې د کوچیانو له اتحادیو ترسره شي، چې په دې سره به یو ځل بیا د وړې مالدارۍ د بیا احیالپاره توجه زیاته شي، کوچیان به د اقتصاد له پلوه پياوړې او په ژوند کې به يې دمثبت بدلون اساسي بنیادونه کېښودل شي.

کوچیان د اوسنۍ رهبري خوشاله دي، په یو کال کې د کوچیانو چارو سمون لوی رئیس استاد حبیب الرحمن په ځلونو د کوچیانو لخوا ستایل شوی دی او د ښه خدمت له امله د ویاړ لونګۍ ورپه سر شوي دي.

د کوچیانو لپآره هر لوی او کوچنی قدم پورته کول د ستاینی دی، ولې د کوچیانو  اوسني وضعیت ته په کتو موږ غوښتونکي یو چې د هېواد جلالتماب جمهوررئیس، سکتوري وزارتونه او نړیواله ټولنه په پوره مسؤلیت سره د کوچیانو لپاره د مالدارۍ د بیا احیا، د لبنیاتو او وړیو د پروسس د وړو کار خونو د جوړیدو ، روغتیا، پوهنې او ژوند ښه والي په بېلابېلو برخو کې اساسي او بنیادي کار وکړي او په دې سره زمینې برابرې کړي چې کوچیان یو ځل بیا د هېواد د اقتصادي پياوړتیا د ملاتیر شي او افغان ټولنې ته صحي غوښه او لبنیات ورکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply