ايا غواړئ په ټولنه کې ښه ملګري ولرئ؟

محمد آصف احمدزى

0 1,156

رابين خپل (( فوق العاده اوسئ )) کتاب کې ليکي: (( ستاسو د ژوند ښه والى ستاسو د اړيکو د ښه والي سره تړلى دى.))

بريالي کسان تر ډېره حده د اړيکو په جوړولو کې پياوړي وي او تل هڅه کوي چې ښه ملګري ولري؛ څو خپل ژوند په ښوښيو سره تېر کړي. همدارنګه ملګري درلودل د برياليتوب يو راز دى. خو سوال دا دى: چې څنګه کولاى شو ښه ملګري ولرو؟

کېداى شي د ښو ملګرو درلودو لپاره لاندې موضوعګانې تر ډېره حده اړينې او اغېزمنې وي:

د ملګرو درناوى وکړئ

د اړيکو متخصص لېس ګېبلېن وايي: (( که تاسې هر سومره هڅه وکړئ چې نورو ته ددې احساس ورکړئ چې ګواکې تاسو ته مهم دي، تر هغو به بريالي نشئ چې د زړه له تله ارزښت ورنه کړئ.))
که تاسو غواړئ له ملګرو سره ښې اړيکې ولرئ، د ښو اړيکو درلودو لپاره لومړى د خپلو شته ملګرو درناوى وکړئ؛ ځکه له ملګرو سره په
اړيکو کې تر ټولو مهم څيز متقابل احترام يا درناوى دى.

ملګري مو درک کړئ

يو شمېر کسان شته چې په خپلو کې هيڅ ښې اړيکې نه لري، تر يو حده د دوى عمده لامل دا وي چې دوى په ملګرتيا کې يو بل نه درک کوي.

که تاسې غواړئ په ټولنه کې ښه ملګري ولرئ، د هغوى ستونزې درک کړئ، البته ښه به لا دا وي چې په ستونزو کې له خپلو ملګرو سره مرسته وکړئ.
همدارنګه د ستونزو په اړه له ملګرو سره مشورې وکړئ او په ګډه د ستونزو لپاره حل لاره پيدا کړئ.
که دا کار يو ځل تکرار کړئ په ډاډ سره ويلى شم چې هيڅ کله به تاسو ملګري له لاسه ور نه کړئ.

په ملګرتيا کې، لاندې کلمو ته پام وکړئ

د ( اړيکو مديريت ) کتاب کې جان مکسويل داسې ليکي:
(( په اړيکو کې تر ټولو کوچنۍ خو اړينې کلمې چې بايد په کارولو کې يې له ډېر غور او دقت نه کار واخلو )):

۱ ـ تر ټولو بې ارزښته کلمه ( زه ) ده.
۲ ـ تر ټولو ارزښتناکه کلمه ( مونږ ) ده.
۳ ـ دوې ډېرې ارزښتمنې کلمې ( مننه کوم ) دي.
۴ ـ درې ډېرې ارزښتمنې کلمې ( ټول مې بښلي ) دي.
۵ ـ څلور ډېرې ارزښتمنې کلمې ( تاسو څه نظر لرئ ) دي.
۶ ـ پنځه ډېرې اړينې کلمې ( ښه کار مو کړى دئ ) دي.
۷ ـ اووه موهمې او اړينې کلمې ( خوښيږي مې چې ښه مو درک کړم ) دي.

که غواړئ ملګرتيا مو لا پياوړې شي، نو هڅه وکړى چې د الفاظو په استعمالولو کې پام وکړئ او هغه کلمې غوره مه ګڼى چې ستاسو ملګري پرې نا خوښ برېښي؛ برعکس هغه کلمې غوره وګڼى چې ستاسو ملګري پرې د خوشحالى احساس کوي.

تاسې که پورته يادې شوې کلمې د ملګرو په منځ کې غوره کړئ، په ښکاره ډول ويلى شم، چې ستاسو اړيکې به په هيڅ صورت پرې نشي.

په خپلو ملګرو باور وکړئ

يو سکاټلنډى عالم وايي: ((د دې پر ځاى چې له نورو سره مينه وکړئ، د هغوى باور ترلاسه کړئ؛ ځکه باور له نورو سره تر مينې ډېر ارزښتناک دى.))

که تاسې غواړى چې ښه ملګرتيا ولرئ، په ملګرو باور وکړئ، ځکه په ملګرتيا کې تر هر څه مهم باور ده. که باور مو يو ځل له لاسه ور کړ، کېداى شي ملګري هم له لاسه ورکړئ.
همدارنګه په ملګرتيا کې باور لرل اړين دى، ځکه باور ملګرتيا لا پياوړې کوي او شته خنډونه له منځه وړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply