د ديورند فرضي کرښې ارزښت

0 1,279

ليکوال: داکتر نوراحمد خالدي

ژباړن: سيلانی

وروستۍ برخه

له ۱۸۹۳ ز کال را په دې خوا په ځانګړې توګه د پاکستان له جوړېدو وروسته، د افغانستان له پاره د ډیورند کرښې ستونزه د يو بنسټيز عنصر او بهرني سياست په توګه پاتې ده. د افغانستان له پاره د ديورند کرښې له لاسه ورکول د هېواد د يو ستر ټبر د دوه/درېيمې برخې له لاسه ورکول دي. د پاکستان د سرشمېرنې له مخې د ديورند دهاخوا سيمو پښتنو شمېر تر ۴۰ ميليونو پورې رسيږي، په پاکستان کې وروسته له پنجابيانو دويم ستر ټبر ګڼل کيږي. دبلوچستان په له لاسه ورکولو سره افغانستان خپلې اړيکې دعربو له بحيرې او د هند بحر سره پرته د پاکستان له خاورې له لاسه ورکړې. لکه څنګه چې وينو د افغاستان دولتونو د ۱۲۵ کالونو په بهير کې د ديورند فرضي کرښه و نه منله او د کرښې دواړو خواوو پښتنو ته يې د تګ را تګ  لاره هواره کړه.  د افغانستان د اسلامي جمهوريت د رامنځته کېدو ( ۲۰۰۱ ز) کال وروسته، د افغانستان دولت رسمي دريځ د ديورند فرضي کرښې په هکله دادی: چې ددې ستونزې حل او صلاحيت د دواړو خواوو مېشتو ټبرونو پورې اړه لري او د افغانستان دولت د يادې قضيې د پرېکړې صلاحيت او واک نه لري. ولس مشر حامد کرزي په ۱۳۹۲ ل کال د ثور په ۱۴ نېټه په کابل کې په يو خبري کنفرانس کې وويل: « د هېواد په سرحد د پاکستان حملې دوه لاملونه لري، لومړی : د افغانستان د پرمختګ مخنيوی دويم:  د ديورند فرضي کرښې د رسمي پېژندنې په موخه فشارونه. کرزي وويل: دويم لامل کېدای شي داوي،چې پاکستان غواړي افغانان  دې د ډيورند کرښې پر سر له موږ سره خبرو ته کيښېني او دا کرښه په رسميت وپېژني.»

ښاغلي کرزي زياته کړه :« ټولې هغه هڅې او فشارونه به پايلې ورنه کړي، چې پاکستان يې د افغانستان د پرمختګ د مخنيوي او د ديورند کرښې د رسميت پېژندنې په موخه پر افغانانو راوړي. هغه کسان چې په دا ډول وحشت و دهشت لاس پورې کوي، نه بريالي کيږي. د افغانستان وګړو له هغه وخته چې انګليسانو دا کرښه را منځته کړې، دا کرښه په رسميت نه ده منلې» ( د المان غږ وېبپاڼې څخه )

د پاکستان له پاره د ديورند موضوع يوه حياتي موضوع ده. د پاکستان دعوا لرونکې سيمې د پاکستان ۶۰٪ خاوره جوړوي. کېداشي پاکستان په يو نړيواله محکمه کې، افغانستان ته د ديورند هاخوا سيمو ورکړه په داوطبانه توګه و نه مني او ترڅنګ يې نړيوال هېوادونه لکه : امريکا،چين او  انګلستان  د پاکستان په ملاتړ غږ پورته کړي.

د سوړو جګړو په بهير کې افغانستان د پخواني شوروي او پاکستان د امريکا د نظامي ملګري په توګه پاتې شول او ددغو دوو هېوادونو ستونزې په نړيواله کچه مطرح اولاينحل پاتې شوې.

د ۱۳۵۳ کال د سرطان مياشت د ۲۶ او وروسته د ۱۳۵۷ کال د ثور مياشتې د ۷ نېټې کودتاګانې ددې لامل شوې چې د افغانستان يو شمېر سياسي څېرې د پاکستان هېواد ته پناه يوسي او پاکستان ددې کار په ترسره کېدو سره یو طلايي چانس تر لاسه کړ او هڅه يې وکړه چې د افغانستان هېواد،نظام او اردو  بې ثباته ،کمزورې  او له منځه يوسي، چې همداسې وشول او د افغانستان هېواد تر دې کچې پياړی نشو چې د خپلو اوسنيو کرښو تعديل وکړي.

د مجاهدينو د دولت په رامنځته کېدو ( ۱۹۹۲ ز ) سره پاکستان عملآ خپلې همدا هيلو ته ورسېده او په دې وتوانېده چې د افغانستان د نظام او اردو ادارې او ځايونه له منځه يوسي او په پايله کې د منځڼۍ وسطايي رژيم ( طالباني رژيم ) په افغانستان کې واک ته ورسوي. دبن کنفرانس څخه وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت په را منځته کېدو سره، ظاهرآ پاکستان د افغانستان نوي حکومت سره خپل حسن نيت څرګند کړ، خو په حقيقت کې پاکستان ددغه نوي نظام په له منځه وړلو او د ستونزو په جوړولو کې خپلې هڅې و نه سپمولې.

 د لوی افغانستان  سياست

داسې وګړي هم شته چې د ديورند هاخوا پښتنو او بلوڅانو په ګډون  د لوی افغانستان د جوړېدو هيله لري. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د افغانستان شپږ برابره نفوس لري او ديوې ځواکمنې اردو او نسبتآ پياوي اقتصاد درلودونکی هم دی. هغه لارې چارې چې افغانستان کولی شي، خپلې له لاسه تللې سيمې بېرته تر لاسه کړي.

د پاکستان له منځه تلل، دا کار په لوی ګومان له هندوستان سره په څلورمه جګړه کې ترسره شي.

په پاکستان کې د کورنيو جګړو را منځته کېدل

په پاکستان کې د کورني انقلاب را منځته کېدل

ددغه سناريو د پرمختګ له پاره پاکستان يوه بهرني ملاتړ ته اړتيا لري، چې دا کار پخوا امريکا ترسره کو، مګر اوس دا کار چين پر مخ وړي. چين د هندوستان پر وړاندې د پاکستان ملاتړ کوي.

په دې وروستيو کې د ديورند کرښې هاخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د منظور پښتين په مشرۍ د هغو وګړو هيلې بیا را ژوندۍ کړي دي، چې د لوی افغانستان غوښتونکي دي. دا خوځښت لا نوی پيل شوی او تر اوسه مخشصې موخې او تشکيلات نه لري. ددې خوځښت موخه د پښتنو انډولتوب په پاکستان کې له ټولو مېشته اقوامو په څېر دی. ددې خوځښت مشران ادعا لري چې دپاکستان له لوري د مواصلاتي لارې بندېدل د قبايلي سيمو ( فاتا) اقتصادي اړيکې له افغانستان سره زيان منې کړي او دا کار په دې برخه کې لا نورې ستونزې زېږوي. اصف غفور د پاکستان پوځ وياند دياد خوځښت د پراخېدو څخه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې دا پښتانه د افغانستان  د پښتنو او د افغانستان د ملي امنيت د ادارې له  خوا ترې ملاتړ کيږي. ( وبسايت انګليسي ګندهارا تاريخ ۱۱ اپريل ۲۰۱۸ )

پايله او د يادې ستونزې عملي حل لاره

په رسمي توګه د ديورند کرښې منل که په پاکستان کې د پښتونو او بلوڅو ټول پوښتنه

د افغانستان له لوري د ديورند فرضي کرښې منل په دې شرط چې پاکستان د طالبانو او نورو ترهګرو ډولو له ملاتړ څخه لاس واخلي، د يادې ستونزې ډېره کمزورې او ناشونې حل لاره ده. افغانانو ته د ديورند مسئله يوه ناموسي مسئله ده. له بلې خوا پاکستان هېڅکله دا نه مني چې دوی دې د طالبانو ملاتړي وي.

ددې ستونزې حل لاره، د جانبينو ترمنځ مذکرات او په نړيواله کچه يو ټول منونکې حل لاره لټول لکه: د دواړو هېوادونو ترمنځ دې په يو عمومي ټول پوښتنې باندې سلا وکړي.هغه داچې د پاکستان د نفوس لاندې پښتنو او بلوڅو ته دې د ملګرو ملتونو د استازو په حضور کې د ټول پوښتنې حقوق ورکړل شي، په دې ټول پوښتنو کې دې  دا ډول پوښتنې ترسره شي:

د پاکستان د حکومت تر چتر لاندې ژوند کول

  له افغانستان سره يوځاېدل

 او يا هم د سياسي خپلواکي ترلاسه کول

دويمه حلا لاره منطقي ده. د پاکستان ادعا ته په پاملرنې سره چې په پاکستان کې پښتانه او بلوڅ ټبرونه د ۱۲۵ کلونو په موده کې د پاکستان له نورو ټبرونو سره په بشپړه توګه د فرهنګي،سياسي او اداري اړخو له مخې مدغم شوي دي، پاکستان نبايد په دې برخه کې کومه ستونزه ولري. مګر داچې پښتانه او بلوڅ ټبرونه خپله سياسي خپلواکي غوره کړي او دا تر ډېره برېده امکان هم لري. نو په دې  لحاظ د پاکستان توافق په دغه برخه کې ناشونې تر سترګو کيږي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د يو فعال پارتينرشپ او ګډو همکاريو رامنځته کول.

د افغانستان او پاکستان يو فعال پارتينر شيپ رامنځ ته کول: سر بيره پر دې يواځېنۍ او منطقي لاره د پاکستان او دافغانستان ساسيونو ته دا ده چې يو فعاله پارتينر شيپ په سيمه کې جوړ کړي. د بيلګې په توګه: د آزادو بازارنو، ترانسپورت او انرژي، ښونه او روزنه، سوداګري، ساينس او ټکنالوژي په برخه کې اسانتياوې رامنځ ته کړي. د سرحدي قومونو تر منځ د تګ او راتګ لاره خلاص وي، سربيره پردې د ډیورند کرښې اهميت له منځه يوړل شي، ما دغه وړانديز دوه کاله وړاندې کړی وه. ځينې شواهد شته چې اشرف غني د دغې حل لارې ته ژمن دي او ملاتړ يې کوي. کله چې اشرف غني د واک پر ګدۍ کېناست نو د لومړي ځل لپاره يې دغه پارتينر شيپ ته لاس اوږد کړو، ښاغلي غني پاکستان ته د دوستی لاس ورکړو سره له دې د پاکستان دولت ته يې امتيازات هم ومنل تر څو دواړه هېوادونه يو فعاله پارتينر شيپ ولري سره له دې چې د هېواد دننه يې هم مخالفان زيات وه دا کار يې له پاکستان سره وکړو، له بده مرغه دغه تړونونه د دواړو هېوادونو د سازمانونو او اردو په برخه کې ترسره نه شول. د نويو طرحو لپاره چمتووالی نيول چې په اقتصادي او ترانسپورتي اړخه دواړه هېوادونه سره مرسته وکړي، خو د پاکستان له خوا مناسب عکس العمل ونه ښودل شو په نتيجه کې ښه لاسته راوړنه نه لرله په افغانستان کې د طالبانو په تروريستي کړنو باندې کومه اغيزه ونه کړه چې د دوی تروريستي کارونه کم شي. برعکس پاکستان د طالبانو د تروريستي فعاليتونو په واسطه د افغانستان په نا امنه کولو کې لوي لاس درلود. پاکستان له دې خلا څخه مثبته ګټه پورته کړه چې د ناټو او خارجي قواو وتل له افغانستانه دا يې نظامي ډګر کې ګټه پورته کړه. له بلې خوا د پاسپورټونو او ويزو پر وکړه بنديز ولګوه د ډيورند کرښې باندې اغزن سيم او خندقونه و کيندل. د دواړو هېوادونو د سرحدي ستوزو حل د ويزو او پاسپورټونو، اغزن سيم او خندق کيندل نه دي. دغه پاليسي نه په شرقي او نه په غربي آلمان کې او نه په دواړو کورياګانو بريالۍ ده، که چېرته له حسن نيت څخه کار واخيستل شي تروريزم له امنيتي او دفاعي دستګاوو څخه تمويل نه شي په تګ راتګ او سوداګريزو معملو سره حل کېږي

یادداشتها و مآخذ

[i] Federally Administered Tribal Areas( FATA)

[ii] CHAPTER X: THE ECONOMIC AND SOCIAL COUNCIL -Article 69: The Economic and Social Council shall invite any Member of the United Nations to participate, without vote, in its deliberations on any matter of particular concern to that Member.

CHAPTER XI: DECLARATION REGARDING NON-SELF-GOVERNING TERRITORIES Article 74 Members of the United Nations also agree that their policy in respect of the territories to which this Chapter applies, no less than in respect of their metropolitan areas, must be based on the general principle of good-neighbourliness, due account being taken of the interests and well-being of the rest of the world, in social, economic, and commercial matters.

[iii] مونتستیوارت الفونستون، گذارش سلطنت کابل و ملحقات آن در هندوستان، تارتاری و فارس.

[iv] رنجیت را در عقب انگلیسها همکاری ‌نمود تا یک دیوار باشد تا افغانها نتوانند به مردم هند در مقابل انگلیسها کمک نمایند. مهاراجه های هندوستان در سالهای اخیر قرن هژدهم از زمانشاه پادشاه افغانستان طلب کمک کرده بودند. دلیل ان این بود که انگلیس‌ها موقع یابد تا اول تمامی مناطق هند جنوبی را در تحت کنترل آورده پس از آن دیوار رنجیت سنگ را که هردو طرف دشمن درانتظارش است ازبین خواهد برد؛ و انگلیسی‌ها همین عمل را اجرا کردند. زمانیکه رنجیت فوت نمود. انگلیسها اولاً دولت افغان را ضعیف ساختند پس از ان بالای پنجاب حمله نموده توسط معاهده جمرود با امیر دوست محمد خان پنجاب را از خاک افغان جدا کردند. سپس مناطق پشتون‌خواه امروزی را توسط معاهده دیورند در ۱۸۹۳ از خاک افغانستان جدا کردند.

[v] در زمان دوست‌محمدخان، ولیعهد او غلام حیدر خان در تاریخ ۳۰ مارچ ۱۸۵۵، معاهده‌ای که به معاهده جمرود شناخته شده‌است را با سر جان لارنس، گورنر جنرال پنجاب امضا نمود و باعث شد مناطق ولایات سواحل راست سند و بلوچستان رسماً به انگلیس‌ها تسلیم گردیدماده‌هایی از معاهده که منجر به جدایی مناطق ولایات سواحل راست سند و بلوچستان از افغانستان شد.

  • ماده اول: مابین آنریبل ایست اندیا کمپنی و جناب امیر دوست محمد خان والی کابل و آن ممالک افغانستان که در قبضهٔ او می‌باشد، و ورثای امیر مذکور صلح و دوستی دوامی خواهد بود. — میر غلام محمد غبار ، افغانستان درمسیر تاریخ، چاپ چهارم ۱۳۶۸، ص ۵۸۳–۵۸۴
  • ماده دوم: آنربیل ایست کمپنی معاهده می‌نماید که احترام آن علاقه جات افغانستان را که حالا در تصرف امیر مذکور می‌باشند، بکنند وابداً در آن‌ها مداخله ننمایند. — میر غلام محمد غبار، افغانستان درمسیر تاریخ، چاپ چهارم ۱۳۶۸، ص ۵۸۳–۵۸۴
  • ماده سوم: جناب امیر دوست محمد خان والی کابل و آن علاقه جات افغانستان که حالا در قبضهٔ او می‌باشند، عهد می‌نماید ازطرف خود و ازطرف ورثای خود علاقه جات آنریبل ایست کمپانی را احترام نماید و ابداً در آن‌ها مداخله ننمایند، و با دوستان آنریبل ایست اندیا کمپانی دوست باشند و با دشمنان کمپانی مذکور دشمن باشند. — میر غلام محمد غبار، افغانستان در مسیر تاریخ، چاپ چهارم ۱۳۶۸، ص ۵۸۳–۵۸۴

[vi] بعد از اشغال جلال آباد، کابل و قندهار توسط قوای انگلیسی در سال م استعمارگران انگلیسی معاهده معروف به گندمک را بالای امیر محمد یعقوب خان که بعد از وفات پدرش امیر شیرعلی خان جانشین او شده بود تحمیل کردند. بر اساس این معاهده ده ماده‌ای معاهده گندمک که سر لویس کیوناری، نماینده سیاسی انگلیس آنرا بالای یعقوب خان تحمیل کرده بود، انگلیسها علاقه کرم تا ابتدای جاجی، درهٔ خیبر تا کناره شرقی هفت چاه، لندی کوتل وسیبی وپشین را تا کوه کوژک غضب نموده استقلال افغانستان را در امور خارجی نیز بدست گرفتند.

[vii] شاه شجاع در توافق‌نامه ۱۸ ماده‌ای، سه جانبه لاهور که در تاریخ ۲۶ جون ۱۸۳۸ میان ایشان، رنجیت سنگ پادشاه پنجاب، مکناتن نمایندهٔ حاکم بریتانیایی هند امضا شده بود، تجزیه و جدا شدن سرزمین‌های جنوبی و غربی افغانستان را قبول کرد ماده‌هایی از این توافق‌نامه که منجر به تجزیه افغانستان شد: ماده اول: تمام نقاط وعلاقه جات که در دوطرف رود سند واقع وجزء علاقهٔ کشمیر تا حدود شرقی وغربی وشمال وجنوبی اتک وتوابع پشاور ویوسفزایی وکوهات وسایر توابع پشاور تاحد خیبر و وزیری وتانک وکرانک وکاله باغ ودیرهٔ اسماعیل وتوابع آن وعلاقه جلت ملتان وتمام ملحقات آن را خانوادهٔ سدوزایی به ملکیت وحاکمیت «رنجیت سنک پاد شاه سیکها» تصدیق کرده وخانوادهٔ سدوزایی نسلاً بعد نسل وبطناً بعد بطن هیچگونه ادعایی به نقاط مذکور وممالک موصوفه نخواهد داشت وممالک مذکور متعلق به «رنجیت سنک» وخانوادهٔ اونسلاً بعد نسل وبطناً بعد بطن خواهد بود.

[viii] In an interview with Durand quoted by Leitner, G. W. (1897) ‘The Amir, the Frontier Tribes and the

Sultan’, The Asiatic Quarterly Review Series 3, p.4, 237, quoted by Kakar, M. H. (2006) A Political and Diplomatic History of Afghanistan, 1863-1901, London: Brill, Omrani, B. and Ledwidge, F, op. cit.

[ix] The Durand Line of 1893 divided zones of responsibility for the maintenance of law and order between British India and the kingdom of Afghanistan; it was never intended as a de jure international boundary.

Encyclopædia Britannica, inc., Date Published: December 07, 2016, URL:https://www.britannica.com/place/Afghanistan/DustMohammad-1826-39-1843-63, Access Date: April 02, 20).

[x] Sir Alfred Hamilton Grant Foreign Secretary of the Government of India 1914-1919

[xi] Ali Ahmad Khan, commissary for home affairs.

[xii] Also called ” Treaty of Kabul” because it was negotiated and signed at Kabul by Henry R. C. Dobbs, the British envoy, and Mahmud Tarzi, chief of the Afghan delegation, after arduous, eleven month negotiations.

The treaty restored “friendly and commercial relations” between the two governments after the third Anglo-Afghan War and negotiations at the Mussoorie Conference and Rawalpindi.

The negotiations proceeded in four phases:

  1. During the first session, January 20 to April 9, 1921, the Afghan Amir unsuccessfully demanded territorial concessions, while Britain wanted the exclusion of Russian consular offices from southeastern Afghanistan.
  2. In the second phase, from April 9 to mid-July, 1921, Britain asked Afghanistan to break the newly established diplomatic with Russia in exchange for a subsidy of 4 million rupee and weapons, as well as guarantees from unprovoked Russian aggression. (26 May 1921, Treaty between USSR and Afghanistan; diplomatic representatives exchanged.)
  3. When in the third stage, from mid-July to September 18, the British foreign office informed the Italian government that it was about to conclude an agreement which would, “admit the superior and predominant political influence of Britain” in Afghanistan, the Afghans refused to accept an “alliances.” An exclusive treaty was impossible after Afghanistan announced ratification of the Russian-Afghan treaty of 1921.
  4. In the fourth and final stage of negotiations, from September 18 to December 8, 1921, the British mission twice made preparations to return to India, when finally an agreement was signed at Kabul on November 22, 1921. Ratifications were exchanged on February 6 of 1922.

In the treaty both government

  • “mutually certify and respect each with regard to the other all rights of internal and external independence.”
  • Afghanistan reaffirmed its acceptance of the boundary west of the Khaibar, subject to minor “re-alignment.”
  • Legations were to be opened in London and Kabul, consulates established in various Indian and Afghan towns, and
  • Afghanistan was permitted to import arms and munitions through India. No customs duties were to be charged for goods in transit to Afghanistan and
  • each party agreed to inform the other of major military operations in the frontier belt.
  • Representatives of both states were to meet in the near future to discuss conclusion of a trade convention, which was signed in June 1923.

[Source: The A to Z of Afghan Wars, Revolutions and Insurgencies, By Ludwig W. Adamec, pages 61-63. Scarecrow Press Inc, Maryland, 2005.]

[xiii] Treaty of Kabul signed in 1921 was made for three years

Not all pending anomalies were resolved and there remained yet more territorial disputes between the two Governments, along with other diplomatic issues of conflict. Therefore, this treaty included a clause which gave either of the “High Contracting Parties” the right to unilaterally denounce the Treaty after giving one year’s notice. The treaty was made for three years in the first instance, and is now subject to denunciation by either party with 12 months’ notice. As the Treaty was only a temporary arrangement and that the provisions of this treaty shall come into force from the date of its signature, and shall remain in force for three years from that date. In case neither of the High Contracting Parties should have notified 12 months before the expiration of the said three years the intention to terminate it, it shall remain binding until the expiration of one year from the day on which either of the High Contracting Parties shall have denounced it. ( National Archives of India (1921) ‘Texts of the Treaty of Kabul, 1921’, Foreign Department, Sec. F, 147/78, pp.1469.)

[xiv] Lord Birkenhead in a memorandum circulated in June 1925 assessed the same when he mentioned that “the treaty was made for three years in the first instance, and is now subject to denunciation by either party with 12 months’ notice.” (Source: National Archives of UK (1925) ‘Afghanistan’, Record Type: Memorandum, 9 June, Reference: CAB, 24/173/88.)

[xv] ماده ۶۹: شوراي اقتصادي و اجتماعي از هر يك از اعضاي ملل متحد براي اشتراک در مذاكرات مربوط به هر موضوعي كه آن عضو به نحو خاصي در آن ذينفع است دعوت خواهد كرد بدون آنكه عضو مزبور حق راي داشته باشد. ماده ۷۳ تا به ماده ۷۴ شامل فصل یازدهم اند که مربوط به «اعلاميه راجع به سرزمينهاي غير خودمختار» میشود.

[xvi] ماده ۷۴: اعضاي سازمان ملل متحد همچنين موافقت مي‌كنند كه خط مشي آنها چه در سرزمينهاي مشمول مقررات اين فصل و چه در قلمر خاك اصلي خود آنها در امور اجتماعي، اقتصادي و تجارتي با رعايت ملاحظات لازم از حيث منافع و رفاه ساير نقاط جهان بر اساس اصل كلي حسن همجواري استوار باشد.

[xvii] Article 45(a) of the VCLT does not apply in the case of Treaty of Kabul and the dispute over it between Afghanistan and Pakistan. It applies to treaties entered into after 1969. Thus, the Treaty of Kabul is subject to International Laws independently and therefore, Afghanistan had never lost the legal right to denounce and repudiate the arrangements made under Treaty of Kabul, as per Article XIV of the Treaty.

Source: VCLT – United Nations (1969) ‘Vienna Convention of Law of Treaties’, Treaty Series, vol. 1155, p.331. Available online at http://untreaty.un.org/ilc/texts/instruments/english/conventions/1_1_1969.pdf, accessed, 18 February 2013.

[xviii] The Express Tribune (2012) ‘Splintering Relations: Durand Line is a ‘settled issue’, says FO’,

[xix] The A to Z of Afghan Wars, Revolutions and Insurgencies, By Ludwig W. Adamec, pages 61-63. Scarecrow Press Inc, Maryland, 2005.

[xx] Ludwig W. Adamec, 1967, Afghanistan 1900-1923, A Diplomatic History, Berkeley University Press, USA.

Afghanistan: A “Spy” Guide, By International Business Publications Staff, Global Investment and Business Center, Inc. Staff, USA

  • میرغلام‌محمد غبار. افغانستان در مسیر تاریخ. چاپ چهارم. مرکز نشر انقلاب با همکاری جمهوری، س ۱۳۶۸. ص ۵۸۳–۵۸۴.
  • . مونستوارت الفونستون “گذارش پادشاهی کابل و توابع آن در تارتاری، فارس و هندوستان”، در دو جلد بزبان انگلیسی، چاپ لندن، 1842م
  • افغانستان در پنج قرن اخير، ميرمحمد صديق فرهنگ، جلد اول، انتشارات محمدوفايي، چاپ دوم قم 1374شمسي.
  • افغانستان در مسير تاريخ، ميرغلام محمد غبار، جلد اول، صحافي احساني، قم 1375شمسي
  • تاريخ مختصر افغانستان، عبدالحي حبيبي، چ. سوم 1377 هـ.ش دانش كتابخانه پيشاور
  • تاریخ روابط سیاسی ایران و انگلیس در قرن نزدهم میلادی، محمود محمود، چاپ چهارم، تهران ۱۳۵۳ه. ش.
  • وبسیات انگلیسی گندهارا تاریخ 11اپریل 2018
  • روزنامه اکسپرس تریبیون پاکستان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply