د ژبژغورنې ملي غورځنګ ته څو اړينې مشورې 

سيلانی

0 1,081
له تاسو درنو لوستونکو هيله کوم، چې دا ليکنه تر نورو هم ورسوئ.
دا چې ژبه يوه اکتسابي پديده  ده او په ټولنه کې د وګړو تر منځ د پوهولو او را پوهولو له پاره کارول کيږي، نو د ژبې پرمختګ او بډايتوب  هم د ټولو وګړو دنده ده.  د ټولو وګړو له مسؤوليت څخه مې موخه دا  نه ده، چې دټولنې ټول وګړي دې ادبي او ژبپوهنيزې ليکنې وکړي، بلکې ټولنيز ادبيات دې په خپلو ورځنيو محارو کې وکاوري. چې همدا کار د ژبې د پرمختګ لامل ګرځي. د ژبې بنسټيز پرمختګ، تحول، څېړنه، ترميم، اړيکې او نيولوګيزم د متخصصو اشخاصو او ټولنو  دنده ده.
 د ژبژغورنې غورځنګ د خپل ملي او وطني احساس پر بنسټ د خپلې مورنۍ ژبې د پرمختګ له پاره مټې بډ وهلي او غواړي خپله ژبه د زمانې له تاړاکه  وژغوري. ددې غورځنګ سپېڅلي احساسات او ګړنې دستايلو دي. خو زه ددې ژبې د لوستي کس په توګه، غواړم څو اړينې مشورې د ياد غورځنګ مشر او غړو ته وړاندې کړم:
1) لومړی بايد دا په ډاګه شي، چې ولې دا غورځنګ را منځته شوی دی؟ دنده يې څه ده؟ موخه يې څه ده ؟ که د مسؤولينو ځواب يې داوي، چې پښتو ژبه په عملي توګه په دولتي ادارو کې خپروي او ددې ترڅنګ پښتو ژبې ته خدمت کوي. نو پر وړاندې يې دا پوښتنه را ولاړيږي: چې د علومو اکاډمۍ او دولتي پوهنتونونو دنده څه ده ؟ د ژبې خدمت، پرمختګ او څېړنه د يادو ادارو اصلي دنده ده. که چېرې هغوی يادې دندې نشي ترسره کولی، نو ولې زرګونه ليکوالان او څېړونکي په يادو ادارو کې  په څېړونو او تدريس بوخت دي؟ دوی څه کوي؟  ولې دا ادارې فعاله دي؟ ولې هره مياشت او  کال مادي او معنوي امتیازات اخلي؟ او په يو کال کې په ميليونونو افغانۍ ورته د بوديجې په توګه ځانګړې کيږي؟
2) د ژبژغورنې غورځنګ دې ، په دولتي ادارو کې په نامسؤوله توګه د ناسم ليکدود تر خپرولو او وړاندې کولو پرځای، په اړوندو مسؤولو ادارو او حتا په جمهوري ریاست فشار راوړي ترڅو علومو اکاډمۍ او د هېواد پوهنتونونونه دې ته مجبوره کړي چې د هېواد د ملي ژبو په بډايتوب کې خپل مسؤوليتونه او دندې په سمه توګه ترسره کړي. د دوی د څېړونو  او کلني کار له پاره دې يو اساسي او معياري طرالعمل جوړ شي. ترڅو د هر کال په پای کې د ژبې او فرهنګ کره پرمختګ ترسترګو شي. که دا کار نشي کولی د علومو اکاډمۍ  شتون ته څه اړتيا ده او نه بايد دومره لويه بوديجه ددې ادارې د لګښتونو له پاره بې ځايه ولګول شي.
3) د ژبې، فرهنګ او ادب مسلکي او تخصصي خدمت،پرمختګ او جوړښت د مسلکي ادارو(علومو اکادمۍ او پوهنتونونو) او مسلکي اشخاصو دنده ده. چې دا کار د څو وزارتونو (اطلاعات فرهنګ، بهرنيو چارو وزارت، د اقتصاد وزارت، د پوهنې وزارت، لوړوزده کړو وزارت او د علومو اکاډمۍ ) په  ګډه هماهنګۍ ترسره کيږي. نو دا کار د يو ټولنې له توان څخه وتلی کار دی او ددې پر ځای چې پښتو ژبې ته خدمت وکړي لا يې د ويجاړۍ او روسته پاتيوالي کندو ته غورځوي.
4) د ژبژغورنې غورځنګ دې د يوې ملاتړې قوې په توګه پر لوړو زده کړو وزارت،اطلاعاتو فرهنګ، د پوهنې وزارت، علومومو اکاډمۍ، اصلاحات اداري او د جمهوري رياست په فرهنګي او عملي مشاوريت ځانګړی فشار راوړي  ترڅو د خپلو مامورينو، څېړونکو او ښوونکو په ټاکلو کې د متخصصو اشخاصو په ګومارنه پيل وکړي او ترڅنګ يې له اړوندو ادارو څخه په جدي توګه دا غوښتنه وکړي، چې هر کال د ژبې او فرهنګ په برخه کې دې ځانګړي بورسونه د ليسانس، ماسترۍ او دوکتورا په کچه افغان محصلينو ته ځانګړي کړي. ترڅو دوی وکولی شي چې په مسلکي توګه ژبه زده او د پرمختګ له پاره يې بنسټيز کار وکړي.
5) د ژبژغورنې غورځنګ دې پورته اړوندې ادارې دې ته وهڅوي ترڅو يو معياري او ټول شموله ليکدود، چې د ټولو په خوښه او منلی وي،جوړي کړي. موږ د پښتو ژبې له پاره لا تر اوسه يو معياري او ټول شموله ليکدود نه لرو، چې بايد پرې کار وشي.
6) د هېواد په ټولو پوهنتونونو او علومو اکاډمۍ کې څېړونکي او ليکوالان د استعداد پر ځای په اړيکو ټاکل شوي دي، نو هېڅکله دوی خپلې ژبې، ادب او فرهنګ ته خدمت نشي کولی.  ياد غورځنګ دې د ګومارل شويو اشخاصو په برخه کې خپل غږ پورته کړي. ترڅو متخصص اشخاص نوموړو ادارو ته دننه شي.
7) د ژبژغورنې غورځنګ په مسلکي او رسمي توګه داسې يو ارګان نه دی،چې په  دولتي اداراو دې داصلاحيت ولري ترڅو هغوی دې پښتو ژبه د دوی په خوښه وکاروي، چې دا کار ځينې وخت د تشنج لامل هم کېداشي…
درنښت ! ستاسو کشر سيلانی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply