د «تاسې پوهېدئ؟!» کتاب چاپ شو

0 1,268

دغه کتاب چې د «دانش خپرندویه ټولنې» لخوا تازه چاپ شوی دی، ډېر ګټور او خوندور عمومي معلومات لري. د کتاب ژباړونکي او لیکوال انجنير اجمل روهي په دې برخه کې خورا زیار ایستلی او له ډېرو رازـ راز سرچينو يې دغه معلومات چاڼ او ژباړلي دي.

ښاغلی اجمل روهي د کتاب په هکله ليکلي: «د دې کتاب د معلوماتو په راغوڼولو کې زیاتره د انګریزي، جرمني، روسي، پښتو او پاړسي ژبو انټرنيټي وېبپاڼو څخه استفاده شوې ده. هغه معلومات چې شکمن او ډېر کره نه ښکاریدل په نورو سرچينو کې هم چک شوي…د دې کتاب يوه ښه ځانګړتیا دا ده، چې د ښوونځي د متوسطې له زده کوونکو نېولې تر لوړو زده کړو خاوندانو پورې، ټولو ته به ګټور او په زړه پورې اوسي.‎»

دغه کتاب د عمومي معلوماتو ډېټا بانک ته ورته یو کتاب دی، چې د دې لاندې موضوعات په هکله څپرکي لري:

  • مهم او په زړه پورې اسلامي معلومات
  • د نړۍ تر ټولو اغېزناکه او نامتو شخصیتونه
  • له ځانه خبر يئ؟ (د انسان د بدن جوړښت)
  • د مېرمنو له وړتیاوو او ځانګړتیاوو خبر يئ؟
  • د ژوو (حیواناتو) په هکله په زړه پورې معلومات
  • د غذايي توکو په هکله اړين او ګټور معلومات
  • د هېوادونو او ځایونو په هکله هېښونکي معلومات
  • د نړۍ د تاریخ تر ټول خونړۍ او عجيبه جګړې
  • تر ټولو مخکې یا لومړني او د اختراعاتو په هکله
  • عجیب، حیرانونکي او له تصوره پورته واقعیتونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply