د واټرشېد منجمنت څه شی دی او ګټې یې کومې دي

راټولوونکی: محمد عارف رسولي

0 1,287

سریزه

خبر شوم چې په هېواد کې ځینې ادارې د واټرشېډ په هکله ځینې کارونه تر لاس لاندې نیسي، دا خورا نیک قدم او پروګرام دی، خدای وکړي چې په مسلکي توګه یې پیل کړي ځکه دا یوه پېچلې مسله ده او هر اړخیزه څو سکتوري مدیریت غواړي. د طبیعي منابعو، اوبو او ځمکې په مدیریت کې یوه مشهوره خبره ده چې وايي: د ځمکو او د هغې د خاورې د بیا رغونې هره پرژوه باید د اوبو د مدیریت پروژه هم وي، په دې معنی چې د اوبو، ځمکو او د ځمکو د نباتي فرش مدیریت له یو بله نه شو بېلولی. همدارنګه، د واټرشېډ او نن سبا د لنډسکېپ په پروژو او پروګرامونو کې بریا هغه وخت تر لاسه کولای شو چې: (۱) د ځایي خلکو په معیشت او د هغوی په ټولنیزه وده او سازمانونو پانګونه وکړو، (۲) د سیمې په ایکالوجیکي بیا رغونه چې د ژوند تنوع، ایکوسیستمونو، طبیعي منابعو لکه څړ ځایونو، ځنګلونو او چاپېریال ساتنې ټولو باندې تمرکز وکړو. که دا کار ونه کړو د واټرشېډ منجمنت په نامه یوازې د انجنیرۍ او ساختماني کارونه کار نه ورکوي.

نو زما هیله ده چې که ممکنه وي له درنو دوستانو او لوستونکو سره څه معلومات شریک کړم. که اړتیا وي او هر پروګرام تخنیکي مرستو ته اړتیا ولري زه او یو شمېر نور مسلکی کسان ورسره مرسته کولی شو او دا خپل مسؤلیت بولو.

د نړیوال بانک له منابعو راټول شوی مطلب د واټرشېد منجمنت په هکله

واټرشېډونه (درې) د اکالوجیکي پانګو د اغیزمن مدیریت لپاره موثر واحدونه دي.کله چې تاسو د اقتصادي فعالیتونو سره تړلي خواص او د هغو اغیزې په یوه واټرشې‌‌‌‌‌‌ډ کې په ځایي، سیمه ایزه، پورته او کښته خواوو ته په نظر کې ونیسئ. واټرشېدونه په زیاتېدونکې توګه د زرغونو زېربناوو په توګه پېژندل کېژي، کوم چې د اقتصادي ګټو یوه لړۍ ترلاسه کوئ. په غرنیو ملکونو لکه نېپال کې، واټرشېد منجمنت مهمو اقتصادي موخو ته د رسېدو سره مرسته کوي او د اقلیم د بدلون په وړاندې مقاومت زیاتوي.

واټرشېډ منجمنت و زیاتو هغو فعالیتونو ته وایي چې د زرغونې زېربنا لکه د تېراس کولو، په قطارونو کې او د ځمکې د پوښلو کښتونو کرل، د کښتونو پاته شوني کارول، د ملچ نه کار اخیستلو، د ترېنچ یا ژورو ویالو او بندونو یا پولو جوړولو، د ځنګلونو د بیا رغونې او نوي ځنګل کېنولو او د څرولو د فعالیتونو بیا کتنه او اصلاح په کې شامل دي. د خاورې د تخریب او له لاسه وتو او د کښته خواته رسوباتو حد اقل ته رسول د واټرشېد د مدیریت یو له مشهودو او سملاسي ګټو څخه دي، چې مثبتې اغیزې یې په زیاتو اقتصادي سکتورونو کې د کرنې،هایدروپاور، او اوبو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون کې درک کېدی شي.دا فعالیتونه همدارنګه مرسته کوي چې د اوبو جریان تنظيم کړي، خاورې په خپلو ځایو کې باثباته او محکمې کړي، د خاورې حاصلخېزي وساتي، د خاورې د اوبو ساتلو ظرفیت لوړ کړي، په کښته سیندونو کې د اوبو کیفیت تنظيم او خوندي کړي، د کم عمقه او ژورو ځمکه ښوېېدنو تنظيم او مدیریت وکړي، او کاربن جذب او ذخیره کړي، کاربن به د ځمکې او خاورې عضوي مواد او د خاورې د بډاینې نور عناصر لکه نایتروجن، پاسفورس او پوتاشیم په زیاتوالي کې به هم مرسته وکړي او ځمکه به بډایه او غني کړي. همدارنګه، دا فعالیتونه د ځمکو خاوندانو او ځایي خلکو ته نورې ګټې هم لري لکه د سون توکي برابروي او څارویو ته واښه برابروي. د واټرشې‌‌‌‌‌‌ډ د مدیریت زیاتې ګټې نه یوازې د کرنې، انرژۍ،او اوبو په سکتورونو کې دي بلکه همدارنګه د بېړنیو پېښو او خطرونو په کمولو، ترانسپورتشن، او د اقلیم د بدلو په وړاندې په مبارزه کې هم ښه ونډه لري.

که موږ پورته واټرشېد ته وګورو ایا پورته ځمکې له کښته کرنیزو ځمکو بېلولئ شو؟ که د پورته ځمکو ګیاهی فرش ورک شي د باران په وخت به څه پېښ شي؟

په کرنه او کلیوالي سیمو په انکشاپ کې

خاوره غذایي مواد ذخیره کوي په کومو چې کښتونه او ګیاوې تړاو لري. نو واټرشېډ منجمنت د خاورې د غذایي موادو د له له منځه تلو مخه نیسي، دا غذایي مواد کښتونو ته برابروي او د نورو کیمیاوي سرو اړتیا کموي. یو شمېر مطالعاتو او څېړنو ښودلې ده چې تېراسونه، په قطارو کې کرل، د بلبې کمول، او نور فعالیتونه کوم چې د خاورې ضایع کېدلو مخه نیسي همدارنکه د د نباتاتو د ودې لپاره د غذایي موادو د ضایع کېدو مخه هم نیسي، نو ځکه د کښتونو کرنیز حاصلات زیاتوي: Das and Bauer 2012) (see, e .g., Atreya et al. 2008;

همدارنګه، د تشو لرونکې او اوبو جذبوونکې خاورې زیات رطوبت ساتي، دا توان لري چې کښتونو ته زیاتې اوبه تهیه کړي، او دا اړتېا کموي چې اوبه له بل ځای څخه راولو.په قطارونو کې کرل شوي (Pandit, Shrista, and Bhattari, 2014) توکي موږ راټولولی او د غذا، علوفې او نورو حاصلاتو په شکل ورنه کا اخیستلی شو. دوی کولی د باد د مخنیوي په هکله، او د سیلاوونو د کنترول یا مخ نیوي لپاره ګټور ثابت شي.

فزیکي ګټې یې کېدی شي په اقتصادي او ټولنیزو ګټو بدلېږي. د ناورې د زیات حاصل خېزه کېدو او کښتونو ته د زیاتو اوبو برابرېدل د زیاتو غذایي موادو او یا نورو کښتونه د کمو لګښتونو او لږ کارګرانو په مرسته ترلاسه شي. وروستنی نظر د پراخه ټولنیزې خوا له نظره د زیات اهمیت وړ کېدی شي. بزګرې کورنۍ به بیا ممکن لږې اوبه، کود او واښه، یا به لږ وخت ولګوي چې د خوراک په لټه کې خپل مالونه وڅروي).دا به د عدالت او په ساده ‌‌‌‌‌‌ډول د تولیدي ګټو له نظره زیات اهمیت ولري، تر دې حده پورې چې ښځې، ماشومان،مشران، یا نور له خطر سره مخ کسان ګروپونه به په ورته کارونو کې لګیا شي.

د اوبو رسول

زیاتې بېلګې او شواهد شته چې سالم واټرشېډونه د راز راز اکوسیستم هایدرولوژيک خدمتونه وړاندې کوي یا په بل عبارت خلکو ته د اکوسیستم د خدمتونو تاثیرات د تازه او صافو ابو په برابرولو کې نغښتي دي(Brauman et al. 2007). دا هایدرولوژيکي خدمتونه د اوبو تصفیه، د موسمي جریان تنظيم، د سیلاونو د خطرونو کمول، د ژوند د ځای (Habitat)ساتنه، او په اوبو پورې اړونده کلتوري خدمتونه ترسره کول شامل دي(Brauman et al. 2007; Postel and Thompson 2005).کله چې اوبه په یوه ساحه کې خوځېږي، هغه فزیکي شرایط چې د هغو په جریان او بیا ځلي دوران باندې اغیزه کوي د ګیاهي پوښ د جوړښت د شرایطو تر اغیزې لاندې راځي. د واټرشېد مدیریت له همدې کبله د هغو ټولنو لپاره یوه مهمه ستراتېژي ده چې د خپل ورځ تربلې زیاتېدونکي نفوس د پاکو او د ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ وړ اوبو د پوره کولو په لټه کې دي.

د اوبو د کیفیت ګټې چې د واټرشېد د مدیریت (لکه د رسوباتو او نورو ککړتیاوو ) د تم کولو په همله خورا روښانه دي. قوي شواهد شته چې د ځمکې د ګیاهي پوښ یا فرش په ساتلو ټينګار کوي تر څو د هایدرولوژيکي خدمتونو د تنظيم فعالیت دوام وکړي او په سمه توګه سرته ورسېږي (Brauman et al. 2007). که څه هم، د اوبو په موسمي جریان او د سیلاوونو د خطرونو کمول چې د ځمکې د مدیریت د فعالیتونو لکه د ځنګلونو بیا رغونه، د نویو ځنګلونو رامنځته کولو او تر ټولو غوره فعالیتونو چې په عام ‌‌‌‌‌‌ډول په کرل شوو ځمکو او د ځړ ځمکو کې عملي کېږي له ځایي شرایطو سره تغیر مومي او دا میتودونه په علمي څېړنو کې تر تودو بحثونو لاندې دي……

انرژي

هایدروپاور د همالایا، قراقرم او هندوکش په سیمه کې د انرژۍ د ستراتېژيک انکشاف لپاره یوه عمده منبع ده. خو د هایدروپاور موثر اپرېشن د د زیاتو رسوباتو له کبله له ستونزو سره مخ دی، کوم چې د بندونو د ذخیره کولو د ظرفیت کمولو له لارې د ذخیرو عمر کموي، په داسې حال کې چې په لن‌‌‌‌‌‌ډ وخت کې د اپرېشن قیمت لوړوي او د تولید موثریت کموي. نو ځکه په زیاته کچه هایدروپاور سکتور د واټرشېد منجمنت د اکوسیستم په خدمتونو پورې اړه لري او سکتور. درک کړې ده چې په پورته لن‌‌‌‌‌‌ډسکېپ او واټرشې‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډونو کې د رسوباتو مدیریت د سکتور د ستراتېژۍ هراړخیزه برخه ده(Annandale, Morris, and Karki 2016).

سړکونه

ښه مدیریت شوي واټرشېډونه د زېربناوو په ځانګړې توګه د سړکونو په ساتنه کې د فرسایش او تخریب، د ځمکې ښویېدلو او سیلاوونو د خطرونو کمولو له لارې، ښه رول لري(Mandle et al. 2016). د سړکونو د پاسه ښه پيوست شوې او ټينګې شوې ګیاوې د ځمکې ښوېدلو خطرونه مخ نیوی کوي کوم چې د لارو، خلکو، موادو او خدماتو رسولو د بندښت لامل کېږي او د بیارغونې زیات لګښتونه لري. پورتني کچمنتونه یا واټرشېډونه له فرسایش او تخریبه تحفظ د سیلاوونو خطرونه کموي، نو ځکه د سیلاوونو په واسطه د سړکونو د تخریب مخه نیسي. د سړکونو او نورو ترانسپورتي زېربناوو د ساتنې لپاره د واټرشېډ په مدیریت او ګټو پوهېدل د مصارفو له زیاتوالي مخه نیسي، د مثال په توګه د رسوباتو او نورو خطرونو د کنترول لپاره د زیاتو قیمتي انجنېري حل لارو کمښت رامنځته کوي.

د بېړنیو حالاتو د خطرونو مخ نیوی او مقاومت (Resilience) زیاتول

د ځمکو ښوېدل په غرنیو سیمو او دریایي حوضو کې د رسوباتو لویه منبع ده او د ژوند، شتمنیو او نورو پانګو لپاره چې په میلان لرونکو ناثابتو او تخریب شوو سیمو کې لوی خطر دی. د ځمکو ښوېدل په اغیزمنو سیمو کې زیات چاپېریالي، ټولنیز او اقتصادي تاوانونه اړوي، لکه د انسانانو ژوند تلف کېدل، زېربنجاوو ته زیان رسېدل، توکو ته د زیان له کبله اقتصادي تاوان رسېدل، په ځانګړې توګه په لېرې پرتو سیمو کې ګېرې چې د ۍړکونو شبکې نه وي. د ګیاهي پوښ اصلاح او بیا رغونه د میلان تحکیم او ثبات رامنځته کوي، د باران څاڅکی تجزیه کوي ترڅو په ځمکه کې په اسانۍ جزب شي، او له تخریب شوي میلان څخه اوبه بلې خواته چپوي،                       (Collison, Anderson, and Lloyd 1995; Vanacker et  at. 2003)

د خاورې قوت زیاتوي د واټرشېد د مدیریت له لارې د ځمکې ښویېدنې خطرونه کموي، چېرې چې مناسب وي کښته خواته سیندونو او کانالونو ته د رسوباتو د تلو مخه نیسي، او هم د ژوند د ضایع کېدو او نورو زېربناوو ته د ضرر رسېدو د مخ نیوي ګټه لري.

د اقلیم بدلون راکمول

د واټرشېد مدیریت. د هغو کړنو په مرسته چې د ونو اېښودل، د ځمکې د ګیاهي فرش یا پوښ اصلاح کول او د خاورې سالمیت بیا رامنځته کول د ځمکې لاندې او برسېره د کاربن ذخیرې او د خاورې عضوي کاربن زیاتولی شي، په لنډ سکېپونو او سیمو کې د نور کاربن جذب او ذخیره د واټرشېد منجمنت لپاره یوه روښانه بریا ده او د اقلیم د بدلون له پروګرامونو څخه د ګډ تمویل امکانات زیاتوي. د اقلیم نور شدید بدلون به د رسوباتو کچه نوره هم زیاته کړي، چې د زیاتو سکتورونو په انکشافي پایلو به اغیزه وکړي.. د واټرشېد منجمنت له لارې د هر اړخیزه موخه لرونکو پروګرامونو په مرسته د طبیعي زېرمو مدیریت دا وړتیا لري چې یادو ننګونو ته حل لارې ومومي.

د واټرشېد منجمنت په ګڼو ګټو پوهېدل او دا چې څنګه دا ګټې مختلفو سکتورونو ته فایده کوي، د پروګرام د طرح او ‌‌‌‌‌‌ډیزاین لپاره چې د پانګونې لپاره ستر عاید ولري خورا مهمه مسئله ده. که څه تم زیاتي اقتصادي ګټې پټې او ناښکاره دي ځکه چې د واټرشېډ دا خدمتونه و مارکېټ ته نه دي ننوتي. د دې لپاره چې په موثره او دوام لرونکې توګه دا مهمې پانګې مدیریت کړو، دا زیاته اړینه ده چې د واټرشېد منجمنت دا زیات خدمتونه د مقدار له لحاظه معلوم او ارزښت یې په علمي میتودونو وټاکو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply