د امريکا حکومت هغه په ٢٠٠١ کال کې د نيويارک په سوداگريزو مرکزونو باندې بريدونو کې د لاس لرلو او د اسامه بن لادن او د القاعدې د ترهگرې ډلې د غړو د نه سپارلو په خاطر تورن کړی وو.
مُلا محمد عمر د خپلي واکمنۍ په وخت کې د ځینو داخلي او بهرني مخالفتونو سره مخ وو، چې دا مخالفتونه دده د واک د ختم وروسته هم ادامه درلوده، دا چې ملا محمد عمر په قوم هوتک وو او د طالبانو د رهبریت په ۱۸۰ کسانو کې یواځي ۷ تنه د هوتک قوم اړوند کسان لیدل کېده. د ملا محمد عمر حکومت د ملګرو ملتونو سازمان له لوري په رسمیت ونه پېژندل شو، او د طالبانو رژیم یواځي د دریو هیوادونو له لوري په رسمیت وپېژندل شو چې لمړئ هیواد پاکستان وو.
د مُلا محمد عمر په حکومت کې مشاورین او تخنیکي کارمندان ټول د پاکستان هیواد تبعه وو، د بيلګي په توګه د هوائي چلند اتیا سلنه کارمندان پاکستانیان وه. په هغه وخت کې اختر منصور (د طالبانو دویم مشر) د ټولو هوائي ډګرونو عمومي مسؤل وو او ټول سلاکاران او کارمندان یې پنجاپي افسران وه.
کله چې په ۲۰۰۱م کې امریکا د ائتلاف په مرسته پر افغانستان حمله وکړه ملا محمد عمر او ملګري یې له هیواد څخه و تښتیدل. مُلا محمد عمر د کویټې شورا د طالبانو د همغږۍ د مرکز په توګه له سره تأسیس کړه، د یادی شورا په بغل کې یې د باجوړ او پیښور شورا هم جوړه کړه. د ملا محمد عمر داخلي اختلافات ورځ تر بلی پر ډېرېدو شول، څرنګه چې ملا محمد عمر نه سیاسي، نه قومي او نه یې هم مالي امکانات درلودل او هغه ملګري یې چې و مُلا محمد عمر ته وفاداره وه یا ووژل شوی او یا هم بندي شول، ملا محمد عمر پر میدان یواځي پاته شو. اختر منصور چې د طالبان د واکمني په وخت کې د هوائي ډګرونو عمومي مسؤل وو د پاکستان د څارګري ادارې سره یې له اوله ټینګي اړیکي لرلې د هر ډول امکاناتو ( مالی، سیاسی، قومي…) څخه برخمن وو، د پاکستان د څارګري ادارې له لوري د مُلا عمر په وړاندي ودرول شو. د مُلا محمد عمر نږدې ملګري لکه مولوي عبیدالله، حاجي بشر نورزی، مولوي بلوڅ، مولوي سنګریار، مولوي جمعه خان او داسي نور زنداني شول او نور ملګري یې لکه ملا داد الله د مُلا محمد عمر مخالف شول او ځیني نور ملګري یې لکه وکیل احمد متوکل، اکبر آغا، عبدالسلام راکټي، موسی هوتک، … و نوي حکومت ته تسلیم شول او پاته یې د دولت او امریکا له لوري ووژل شول.
مُلا محمد عمر پر میدان یواځي پاته شو او د پاکستان له لوري هم ورته توجه ونشوه، مُلا محمد عمر د خپل د قدرت د برقراري لپاره د زابل ولایت د بادیني کلي له لاري و افغانستان ته راغلي، په افغانستان کې یې د ځینو پخواني ملګرو سره ولیدل تر څو مجدداً خپل واک پر پښو ودروي، د نوموړي ددې فعالیت اصلي موخه د اختر منصور له واک څخه غورځول وه، اختر منصور چې پدې وخت کې د پوره امکاناتو څخه برخمن شوي وو، د خپلو استخباراتو په وسیله یې کله چې مُلا محمد عمر غوښتل بیرته د زابل ولایت له لاري و پاکستان ته ولاړ شي احصار او بندي کړ.
مُلا محمد عمر د مُلا جبار عمري په کور کې بندي شو، مُلا جبار عمري یو وخت د مُلا عمر شخصي ساتونکی اما د اختر منصور وفاداره شخص وو او کور یې د زابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ د سیوري په سیمه کې په یوه داسي ځای کې موقعیت درلود کې د بهرنیانو قرارګاه یې په څو میترۍ کې واقع وه، دا ځکه چې مُلا محمد عمر د تیښتي لاره هم بنده وي، پدې وخت کې پر ملا محمد عمر باندي د امریکا له لوري ۱۰ میلیونه ډالر انعام هم ټاکل شوي وو. مُلا محمد عمر د ملا جبار په بندي خانه کې تقریباً اته کاله تېر کړل، د مُلا جبار پر کور یو ځل بهرني ځواکونو عملیات هم وکړل، اما داچې د مُلا عمر د بند کوټه ډېره په مهارت جوړه شوې وه بهرنیان یې په لټولو ونه توانېدل، مُلا محمد عمر د زندان په شپو کې په روماتیزم او شکري ناروغۍ مبتلا شو، د سیمي یو تن ډاکټر چې د منصور او ملا جبار وفادار کس وو له لوري تداوي کېده. کله چې د ملا عمر ناروغي دوامداره او سخته شوه مُلا منصور د مُلا جبار په زریعه مُلا عمر د پاکستان و ژوب ته و یوه نظامي روغتون ته واستوه.
ددې مودې څخه په ګټي اخیستي ملا محمد عمر خپل یو عکس او خط خپل و کورنۍ ته ولېږه تر څو د اختر منصور په هکله ورته آګاهي ورکړي، د لنډي تداوي وروسته مُلا محمد عمر بیرته و زندان ( زابل ولایت سیوری ولسوالۍ د مُلا عبدالجبار کور) ته ولیږدول شو.
څرنګه چې خط او عکس د ملا محمد عمر زوی مُلا یعقوب ته ورسید، د طالبان تر منځ او د اختر منصور په وړاندي مخالفتونه پیدا شول، د حالات د کنټرول لپاره اختر منصور د مُلا جبار او محلي ډاکټر په مرسته مُلا محمد عمر د پیچکارۍ په زریعه وواژه او د شپي لخواه یې به همدې ولسوالۍ کې په یوه نامعلوم ځای کې تدفین کړ.
داچې مُلا یعقوب د خپل پلار د زنداني او وروسته د مرګ په هکله پوره آګاه شوي وو د اختر منصور سره یې د بغاوت اعلان وکړ، پدې بغاوت کې د ملا داد الله ورور منصور دادالله، ملا رسول، ملا منان نیازي او ځیني نورو طالب مشرانو هم ورسره ودرېدل، اختر منصور د خپل پوره امکاناتو څخه په ګټه اخیستني وتوانیدی چې د پاکستان د فوځ او څارګري ادارې په مرسته پورته شوي بغاوتونه سرکوب کړي، مُلا یعقوب هم له څه وخت وروسته د فشارونو له کبله د اختر منصور سره بعییت وکړ، او پاته نور کسان چې بغاوت یې کړی وو د پاکستان له لوري یا ووژل شول یا هم زنداني شول، د اختر منصور ځیني مخالفین پدې وتوانیدل چې افغانستان ته و تښتي، منان نیازی د دولت سره یوځای شو، اما منصور دادالله د اختر منصور له لوري ووژل شو.
اختر منصور چې یو سرټمبه او د واک وږی شخص وو، د سیاسي حمایت لپاره یې د ایران په سیستان او زاهدان کې هم شوراګاني تأسیس کړلې، پدې وخت کې هیبت الله چې د طالبان په وخت کې د نظامي محکمي مشر وو مولوی یعقوب او د خپلو ځینو ملګرو په مرسته و توانید چې د اختر منصور اطلاعات و امریکا ته ورکړي تر څو امریکایان اختر منصور ووژني، تر څو د هبت الله په وړاندي داخلي خنډ جوړ نشي، همداسي هم وشول، د اختر منصور له ایران سره د دوستی له ویري امریکا دې ته اړه سوه چې د مولوي هیبت الله د اطلاعاتو به مطابق اختر منصور له منځه یوسي.
هیبت الله د اختر منصور تر وژني وروسته په ډېره آسانۍ سره وتوانید چې د طالبانو د دریم مشر په توګه واک ترلاسه کړي، مولوي هیبت الله د واک ته د رسیدو سره سم د اختر منصور د پلویانو (اسحاقزو) له لوري تر نیوکو لاندي راغلی. هیبت الله خپل ښکاره دښمنی د اسحاقزو سره اعلان کړه، او ټول طالب اسحاقزی یې یا ووژل او یا یې هم بر طرفه کړل، لکه مولوی عبدالحکیم او صدر ابراهیم… د مُلا برادر را خوشي اوس د مولوي هیبت الله لپاره یو تازه زنګ خطر واقع شوی، لیري به نه وي چې مُلا هیبت الله هم د داخلي اختلافاتو قرباني او مُلا برادر د هیبت الله ځای ناستی وټاکل شي.
په لنډه توګه:
مُلا محمد عمر د اختر منصور له لوري لمړئ ۸ کاله زنداني او وروسته ووژل شو. اختر منصور د مولوي هیبت الله او مولوي یعقوب له لوري د امریکا په مرسته ووژل شو. اوس داسي ښکاري چې هیبت الله به په لنډو وختونو کې له صحنې څخه ګوښه او ملا برادر د طالبان مشر وټاکل شي.
ملا محمد عمر د مولوي غلام نبي هوتک چې په ملا پاسنی مشوره وو زوی وو او په کال ۱۳۳۹ هجري لمریز کې چې له ۱۹۶۰ زېږدي کال سره سمون خوري د افغانستان د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ د چا همت په کلي کې زیږیدلی وو.
ملا عمر کورنۍ د کندهار د خاکریز ولسوالۍ څخه لمړئ و ډنډ ولسوالۍ ته ولاړ او د څو کلنو وروسته د ارزګان ولایت و دهراود ولسوالۍ ته کډه شو.
مُلا محمد عمر د خپلو ملګرو په مرسته د ١٩٩۶م کال څخه تر ٢٠٠١م کال پورې د افغانستان د حکومت مشر و. د هغه پلويانو و ملا محمد عمر ته د اميرالمومنين او محمد عمر مجاهد خطاب ورکړ، دا خطاب ده ته دسیمې په کچه د مدرسو د علماؤ لخوا چې د افغانستان او پښتونخوا سيمييز خلک هم پکښې شامل وه د يوې جرگې په لړ کې د کال ۱۳۷۵ هـ لمریز د وري د میاشتې په ۱۶مه نېټه باندې په خرقه شريفه کي ورکړل سو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320