د مال او واک وږي شرمښان د شرمښ په کور کې

سيد حسين پاچا

0 620

د مصالحې عالي شوری :

د مال او واک وږي شرمښان د شرمښ په کور کې

لمسونې ((هڅونې)) او وسوسې اچونې د شيطان خاصه ده

کرزی په پوست کې پاک انسان نه دی. له پيله تر ننه يې د خپل واک لپاره ناسم قومي – جهادي سياست کړی نه ملي. همدا کوي او همهاغه!

نوټ : پر ښاغلي خليلزاد باندې د افغانستان د معادنو په تړاو ګوته نيول کيږي، نو ځکه ځينې ستونزې راوزږېدې چې حکومت يې له يو لړ ستونزو سره مخ کړ. نه فېشني، نه لکۍ مار، نه طالب او نه رياست واخوندان بې برخې او خفه کولی شي. له دې ټاکنو او جمهوري نظامه يې د تېر جهادي وطالبي غوبلونو د شورای اهل العقد او د طالبي نظام د علماو شوری نه هم په لوی لاس وضعيت خراب کړی.

ما ذِئبانِ جائعانِ أُرسِلا في غنمٍ بأفسدَ لها مِن حرص المرء على المال والشرف لدِينه

دوه وږي شرمښان (لېوان) د ګډو (پسونو/مېږو) د کنډک لپاره دومره خطرناک نه دي لکه د يوه مسلمان د دين لپاره چې له واک ومال سره مينه کول څومره خطرناک دي.

د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې شيطان پر ميدان راڅرګندېدای نه شي، خو په زړونو کې وسوسه او لمسونه يې عادت دی. يو څوک چې پر ميدان کې ودرېدای نه شي او يا ورته اساسي قانون حق نه ورکوي، نو بيا دې غلی کښېني او انسان دې شي.

زاړه يادونه :

زما هغه وخت ياد دی چې ارواښاد پروفيسور عبدالرسول امين زلمي هېوادمل ته د ((وفا)) په رسمي پاڼه د ښاغلي کرزي پلار ارواښاد عبدالاحد کرزي ته د مرستې وسپارښتنې يو ليک وليکه چې کندهار ته ولاړ شي چې هلته او له ولسي (قومي) مخورو او سپينروبو سره مرکې وکړي او د ((وفا)) اونيزې ګڼې ته يو راپور برابر کړي. ښاغلي عبدالوکيل سوله مل [شينواري] او محمد ظاهر بابر ته به هم پته وي.

ښاغلی هېوادمل چې لاړ، نو په کوټه کې هلته له ښاغلي کرزي سره مخ شوی وو او له هماغه وخته د ښاغلي زلمي هېوادمل او د ښاغلي کرزي يارانه سره شروع شوه چې بيا دوه ځله زموږ دفتر ته هم راغی. اکرام شينواری، قريب الرحمان سعيد، سيد داوود اغا او داسې نور هم راغلي ول. سپينې جامې او تور واسکټ يې اغوستی وو.

هغه وخت يې هم زما ياد دی چې نوموړی له پاسه لاندې په پوړيو کې راکښته کېده او شا ته ورپسې اکرام شينواری او قريب الرحمان سعيد راکښته کېدل او له دفتره رخصت شول. ارواښاد امين ورسره تر دروازې پورې ولاړ او ما هغه وخت پر ((وفا))، خپلواکي او د ((وفا)) پر انګرېزي مجلې کار کولو او ډېر بوخت وم.

ما چې هغه وخت د مجاهدينو په عبوري حکومت کې د ده حرکت او کړه وړه کتل، نو خوښ مې نه شو او داسې چالاک او ښويه راته ښکاره شو، خو اوس چې ګورم د ده کړه وړو ته ګورم له هغه وخته تر دې دمه داسې پر خپله خبره ولاړ انسان راته ښکاري. تل يې د بوسو لاندې اوبه تېرې کړي او خلکو ته يې دوکه ورکړې او له حده زياتې لاپې کړي. اسمان يې زمکې ته راوستی او زمکه يې اسمان ته خېژولی.

اوس يې چې د خپل واک دوه دورې بشپړې کړې او واک غني ته انتقال شو، نو له پيله يې له غني سره تر دې دمه پورې ناباندې کړې. پټه وښکاره ګروهه (عُقده) کړې او ستونزې يې راولاړې کړي دي. نه پوهېږم چې ولې يې له دې خپل ولس سره داسې دښمني راخېستې چې هېڅ اخلاقي يې نه ايجابوي.

تېر ته په کتو يې ښاغلی زلمی رسول ودرولو، خو چې هغه بريالی نه شو، نو تر ننه هماغه ګروهه (عُقده) ګالي او نه پخلا کېدونکې دښمني يې شروع کړې ده. خپله دوره دې تېره کړې چې ښه وه او يا بد، خو ولې ښاغلي غني ته ستونزې جوړوي؟

هېښنده انسان دی؟ کله طالب شي، کله مجاهد شي، کله ملي (ولسواک) شي، کله ملک شي، کله خان شي، کله وړيا (ايله جار) دکاندار شي او خپله رمه د خپلو ناولو هيلو لپاره مسکو ته يووړه او هلته له طالب سره جوړ شو چې ګواکې له هغه سره يې هډو څه نه دي پېښ شوي.

اصل خبره دا ده چې نوموړي خپل وخت هسې په ناسم قومي وجهادي مافيايي سياست باندې تېر کړی، خو چې ښاغلی دې ولس او دې هېواد ته کار کوي، نو رخه (ګروهه) ورسره کوي او د پرمختګ مخه يې د نورو د خوشالولو لپاره کوي. خلک د ده د تېر په څېر ناسم قومي – جهادي ومافيايي سياست نه مني او ترې پزې ته راغلي دي، نو اوس يې د خليلزاد په مرسته ډاکټر عبدالله د زلمي رسول په شان رامخته کړی او سمتپالنه کوي. که نوموړی ځانته يو ملي سياستوال وايی، نو غني ته دې نورې ستونزې نه پيدا کوي. پرېږده چې هغه دې ولس ته خدمت وکړي او د هېواد اداري سيستم ورغوي چې له قومي – جهادي ومافيايي سيستمه يې خلاص کړي. يوه پاکه خبره عبدالله ته نه شي کولی، نو دی څه پر درد خوري؟

هيله وپايله :

ولس له نوموړي په درناوي هيله کوي چې نور له لمسونو ، لاسوهنو او تخريبه لاس واخلي. هغه خپل تېر ښه يا بده مخينه دې نوره نه خرابوي. کنه نو نوموړی به په ټولنه کې د خلکو پر وړاندې خپل اعتبار لا نور بايلي. اګر چې اوس يې هم خپل اعتبار له لاسه ورکړی، خو دا پاتې اعتبار دې نور نه خرابوي. خلک پوهيږي چې چا راوستی دی او اوس يې د خپل واک لپاره بيا څه ناباندې شروع کړې ده؟ د خپلې خولې کارغان به يې د شنګنهای په غونډو کې نه الوځول چې د اوباما له پامه بد راغی او تر ننه بيا ورته چا هغسې نظر ونه کړ چې د پخواني ولسمشر ښاغلي بُش په وخت کې يې لرلو. دی د اردوغان وعمرانخان و د باجوه نخرې کوي، خو دېته نه ګوري چې د دروغژن ومکار ديکتاتور مشرف څه حال دی؟

اوس خو ښاغلي خليلزاد تلويزيوني بحث ته ننګولی دی. که نر وي، نو ور دې شي او مرکه دې ورسره وکړي چې د زړه بړاس يې راووځي. ولې پر شا شو؟

په درنښت

سيد حسين پاچا

کرزي دوی نن د غني د حکومت نه منلو او د سياسيونو په مذاکراتي پلاوي هوکړه کړې

http://www.taand.com/?p=146405

ولسمشر په کې شتون نه لري؛ کرزي، عبدالله، حکمتيار، محقق، خليلي، رباني او نورو د مصالحې عالي شورا د جوړېدو کار پيل کړی

https://rohi.af/news/84368

جنرال باجوه: د افغان سولې په وړاندې خنډونه له منځه وړو

http://www.taand.com/?p=146403

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply