موقت حکومت یعني یو بې خیره نظر

ډاکټر عطاالله زیارمل

0 1,082

هغه روشنفکران (!) چې د موقت حکومت ډنډورې وهي، هغوی لکه چې له تاریخ څخه نه دي خبر او یا لا هم په تېرو کلونو کې اوسېږي. نوره نړۍ مخته ځي او زموږ دغه په اصطلاح روشنفکران شا ته زور کوي. سړی حیران شي چې روان وضعیت او دغو ظلمونو ته د پای ټکی یو غښتلی نظام ايښودلی شي او که یو کمزوری موقت حکومت؟ خلک چې هره ورځ په ځانمرګو بریدونو کې شهیدانېږي او یا هم نورو چاودنو او بریدونو کې نو مسؤلیت یې د چا دی؟ د جنګ دواړه لوري باید خپل تاریخي مسؤلیت درک کړي او پر خپلو خلکو رحم وکړي. ښه به وي چې اوربند وشي او د نظام د قوي کولو لپاره ټول سره سلا شي او عزتمنه سوله وکړي.

نظام دا نه چې احمد یا محمود یې په سر کې دی. نظام باید په غلطي سره د ځینو اشخاصو شخصي ملکیت و نه ګڼل شي. نظام د ډېرو کوښښونو، سرښندنو او امکاناتو په لګولو سره منځته راغلی او ټول خلک باید په زغرده د خپل نظام د بقا او پايښت لپاره کار وکړي. په شته نظام کې ځينې اشخاص په موقت ډول پر ځینو پوستونو باندې ټاکل کېدای شي، خو نه دا چې ټول حکومت په لوی لاس موقت کړل شي.

د نظام په غښتلي کولو کې زموږ د ټولو عزت خوندي کېدای شي او هم مو له هرې بدبختۍ څخه ساتلی شي. نور ملتونه خپل نظامونه قوي کوي او د خپل هېواد د لوړو ګټو لپاره له خپلو شخصي هغو څخه تېرېږي، خو زموږ روشنفکران (!) بیا له بده مرغه د خپل نظام تضعیفولو ته بډوهلي ناست دي. همدا فکري طرز زموږ او د نورو ملتونو تر منځ لوی توپیر جوړوي. هغوی ورځ تر بلې پرمختګ کوي او زموږ بیا د یو بل وینو ته تږي ناست دي.

ډېر به لېرې نه ځو. که په خپل ګاونډ کې سترګې وغړوو نو و به ګورو چې دا څه باندې اویا کاله کېږي، چې لا تر اوسه یې د انګریز په لاس د جوړ نظام اډانې ته د دې لپاره لاس نه دی ور وړی چې ګواکې سياسي ثبات او اقتصادي ثبات ور سره کاواکه کېږي، خو دلته بیا زموږ ځینې بې خبره سیاسیون (!) هره ورځ د موقت حکومتونو او د ډول ډول نظامونو سندرې بدرګه کوي.

که یو قوم په خپله د ځان د بدلون هوډ و نه کړي، نو خدای ج یې هم حالت نه بدلوي. همدې اصل ته په کتو، پکار ده چې د تخریب او ځان غوښتنې فکر له سره وباسو او د پرمختګ او تعالي په لور ګام اوچت کړو. دا سمه ده چې نوره نړۍ به موږ ته مالي امکانات برابر کړي او خپلو مرستو ته به دوام ورکړي، خو د انسانیت په چوکاټ کې ژوند کول او د یو بل درناوی او عزت زموږ خپل کار دی. که موږ په خپل ځان او خپلو خلکو رحم و نه کړو نو له نورې نړۍ څه تمه کولی شو؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply