دغه سړی چې کله په زندان کې، کله مزو کې، کله امریکا او کله ګوانتانامو کې وي، له مالي پلوه دومره پیاوړی دی، چې اوس یې هم ددرست افغانستان او سیمې په سطحه د هیروینو سوداګري روانه ده او د سیاسي برنامې له لحاظه د طالبانو لارنقشه دده په لاس جوړه شوې او ملا عمر پکې یو عادي کرکټر و.

حاجی بشیر نورزی چې په حاجي بشر نورزي مشهوره دي د حاجی محمد عیسی خان نورزی زوی، د طالبانو د رهبرۍ شورا او دملا محمد عمر خاص سلاکار، د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ اوسېدونکی او په قوم نورزی دی.

نوموړی د طالبانو د تحریک لمړئ کس وو چې د تحریک لپاره یې عملاً په کار پېل وکړ او خپل شخصي جایدادونه یې د سیاسي فعالیت لپاره استعمال کړل، د رباني او ملا محمد عمر د واکمنۍ په وخت کې د نوموړي کور د پاکستان د سفارت او سیاسي مرکز په توګه استعمالېده. ملا محمد عمر چې د حاجي بشر د جهاد د وختو ملګری وو او د قوم(هوتک)  له پلوه کمزوری شخص وو د تحریک د مشرۍ لپاره غوره شو، د تحریک ټولي چاري د حاجي بشر له لوري تنظیمېدلې او ملا محمد عمر چې یو بېسواده او د سیاست څخه لیري کس وو یواځي د محلي سیاست لپاره په کندهار کې اوسېده. د تحریک مالي چاري مستقیماً حاجي بشر پر مخ بېولې حتی تر دې چې ملا محمد عمر د سپرلۍ موټر هم حاجي بشر ورته د بهر څخه پېرلۍ او راوستلی و.

حاجی بشر د خپلو دوو نورو ملګرو سره هر یو حاجي جمعه خان او حاجي بلوڅ سره یو پلان ترتیب کړ چې ددې پلان پر مټ حاجي بشر او ملګري یې ډېر سرمایه داره شول، پلان داسي وو چې لمړی به دا درې کسیزه ټيم د هیواد ټوله مخدره توکي رانیسي (هغه وخت د تاریاکو کښت آزاد وو او قیمتونه ټیټ وه) وروسته به ملا محمد عمر فرمان صادروی چې د مخدره توکو کښت په بشپړه توګه بند ولي رانیول او خرڅول آزاد دی، هغه وخت کې د مخدره توکو عمومي بازاد د میوند ولسوالۍ په کشک نخود بازار کې وو، او دا د حاجي بشر د اوسېدو ولسوالۍ او بازار دی. حاجي بشر پر یاد بازار کاملاً برلاسی وو د نرخونو پورته کول او ټیټول د نوموړي په لاس کې وه.

نوموړی په ډېر لږ وخت کې ډېر مشهوره او سرمایه داره شو، اما لدې سره سم د د نړۍ په لسو خطرناکه قاچاقبرو کې هم شامل شو، د امریکا د Most Wanted لیست کي یو د حاجي بشر نورزي نوم داخل شو، د نوموړي د جلب لپاره د امریکا د څارګري ادارې (CIA) او د فدرال د تحقیقاتي ادارې (FBI) له لوري په ګډه يو پلان جور شو ترڅو حاجي بشر د امریکا لپاره جلب کړي، ددې کار لپاره د امریکا د څارګري ادارې (سي آی اې) له لوري د نوموړي لپاره دوه تنه مشاورین استخدام شول تر څو حاجي بشر په یوه چل امریکا ته بوځي ځکه په افغانستان او پاکستان کې د حاجي بشر نیول شونې نه وه. یادو دوو تنو مشاورینو د حاجي بشر د مخدره توکو کاروبار مخي ته بېوه او د حاجي بشر اعتماد یې لاسته راوړ، حاجي بشر د بند تر وخته پدې نشو پوه چې دا دوه کسه د سي آی اې کسان دي. د حاجي بشر بل ورور حاجي حمید چې د مخدره توکو د نړۍ بېتاجه بادشاه بلل کېده اما د تحریک سره یې کار نلاره د حاجي بشر د دوو تنو بهرنیو سلاکارانو سره ښه نه وو، نو له همدې کبله به کله نا کله ددوی تر منځ څه نا څه شخړه هم را منځ ته کېدله.

حاجي بشر د طالبانو د واکمنۍ د ړنګېدو وروسته ۴۰ عرادې موټر او ۱۵ کانټېنره وسله او مېزایلونه هم پکې شامل وه  ګل آغا شیرزی (هغه وخت د کندهار والي وو) ته تسلیم کړه او خپله و پاکستان ته ولاړۍ او مشاورین یې بیرته و امریکې ته ولېږل، د مخدره توکو د ترافیک کاروبار د یو لنډي مودې وروسته بیرته پېل شو حاجي بشر هر څه د مبایل (تریا ټیلیفون) په زریعه ترسره کول، پدې موده کې د حاجي بشر ملګري یو په بل پسي یا ووژل شول او یا هم د امریکې له لوري ونیول شول، حاجي بشر د خپلو دوو تنو سلاکارانو په زریعه د امریکا د سپیني ماڼۍ سره تماس ونیوه تر څو د امریکا له لوري سپین شي، د امریکا له لوري و حاجي بشر ته د امریکا د سفر اجازه ورکول شوه، تر څو له نږدې د امریکایي چارواکو سره وویني او خپل ځان سپین کړي، د حاجي بشر د مشاورینو مشوره دا وه چې د ۵۰ میلیونو ډالرو د خالصو ایروینو یو کانټېنر هم له ځانه سره راوړي، حاجي بشر زړه نا زړه ودې کار ته لبیک ووایه او پدې ګمان چې امریکا به زما و مخدره توکو ته پام ونکړي او د کارنټینر د سودا وروسته به د امریکایي چارواکو سره ووینم او ځان به سپین کړم.

نوموړی د سفر مخکي و خپلي کورنۍ ته یو میلیون ډالر د مصرف لپاره پرېښودل او و خپلو ملګرو ته یې ویلي وه چې زه ودې سفر ته خوشبینه نه یم، نوموړي د ۲۰۰۵م کال د آپرېل په میاشت کې و امریکې ته ولاړ او لمړئ یې خپل د ۵۰ میلیونو ډالرو د خالصو ایروینو کانټینر پر یوه امریکایي قاچاقبر خرڅ کړ، دا امریکايي قاچاقبر یوه هفته مخکي د حاجي بشر د امریکایي مشاورینو په مرسته د ایف بي آی له لوري نیول شوی وو، خو ددې لپاره چې پر حاجي بشر باندي په امریکې کې د جرم سند پیدا کړي خوشی کړی وو. د کانټینر سودا د نوموړي د سفر په لسمه ورځ تر سره شوه او په همدې ترڅ کې نوموړي د یو کانټینر ایروینو او د ۵۰ میلیونو ډالرو سره لاس په لاس ونیول شو.

پر نوموړي باندی لمړئ د اعدام او وروسته د آبدي بند سزا راووتله، څرنګه چې حاجي بشر یو ظالم شخص هم وو تر دې چې نوموړي خپله خپل خُسر او اخښیان د ملا محمد عمر په غوښتنه په خپل لاس ووژل، نوموړي د امریکې د محبس څخه د شِفر په زریعه خپل ټول حریفان یا ووژل او یا یې هم له منطقې څخه ورک کړل، اوس د نوموړي د بند 15 کاله پوره کیږي د خوشي کیدو کوم درک یې نه معلومیږي، د نوموړي د مدافع وکیل له قوله تر اوسه پر نوموړي په میلیونونو ډالر مصرف شوی تر څو خوشي شي پداسي حال کې چې د نوموړي نور دوه ملګری (حاجي بلوڅ او حاجي جمعه خان) په تیرو دوو کلنو کې له بند څخه آزاد شول.

د امریکې او طالبانو تر منځ د اووم پړاو مذاکراتو وروسته د ۲۰۱۹م کال د جولای پر ۱۶ نېټه د حاجي بشر نورزي د آزادېدو خبره راپورته شوه، نوموړي په یوه الوتکه کې له امریکې څخه و قطر را وستل شو او په قطر کې د څو ورځو لپاره په الحدید امریکایي قرارګاه کې وساتل شو او څرنګه چې د ۲۰۱۹م کال د سپټمبر پر ۹ نېټه د امریکې د ولسمشر ټرمپ له لوري د سولي مذاکرات لغوه اعلام کړل شول حاجي بشر نورزي بیرته په عاجله توګه و امریکا ته واستول شو. نوموړي اوس د نیویارک په زندان کې د پخواه په پرتله سخت ساتل کیږي.

د هبت الله خواخوږي د حاجي بشر سره:

  1. قومي او سمتي اړیکی: دا چې هبت الله او حاجي بشر دواړه د یوه قوم (نورزي) او یوه ولایت (کندهار) پوري اړه لري نو د هبت الله ډېره هڅه همدا ده چې حاجي بشر را خوشي شی.
  2. سیاسي او قومي امکانان: حاجي بشر د طالبانو د تحریک لمړئ کس وو نو هیڅوک له نوموړي سره نظري یا سیاسي اختلاف نلري او نوموړي کولای شي چې د طالبانو لپاره سیاسي، مالي او قومي رهبر واقع شي.
  3. د احسان له پلوه: د طالبانو د واکمنۍ په دور کې لدې مخکي چې ملا هبت الله د نظامي محکمې د مشر په حیث وټاکل شي د حاجي بشر د مسجد ملا وو، او هیبت الله د حاجي بشر په سپارښتنه د نظامي محکمې مشر وټاکل شو.
  4. قومي حمایه: دا چې ملا هبت الله د قوم له پلوه کمزوری دی او مخالفین یې (اسحاقزي، پوپلزي، کاکړان، اڅکزی….) کله نا کله و هبت الله ته لوی خنډونه جوړوي، د حاجي بشر په خوشي کېدو سره به یاد مشکلات ختم شي ځکه د حاجي بشر مشري هر طالب مني.

سرچینې:

  1. https://www.dailymail.co.uk/news/article-1046025/War-FBI-US-drug-enforcers-left-Talibans-leader-large.html
  2. https://en.wikipedia.org/wiki/Bashar_Noorzai
  3. https://theintercept.com/2018/05/01/haji-juma-khan-afghanistan-drug-trafficking-cia-dea/
  4. http://www.rawa.org/temp/runews/2018/05/04/the-u-s-quietly-released-afghanistanand-8217-s-and-8220-biggest-drug-kingpinand-8221-from-prison-did-he-cut-a-dealo-3.html
  5. https://www.nytimes.com/2007/02/02/world/asia/02afghan.html