د قوانینو ساده، واضح او دقیقه ژبه

جانباز جرار

0 865

د قانون ژبه ځکه باید ساده وي چي د ټولني ټول وګړي ورباندي پوه شي او له مخي یې خپل وجایب وپیژني.

د قانون ژبه ځکه باید د قیقه وي چي د دولت او افرادو د حقونو او واکونو تر منځ میانه روي او اعتدال راولي، تر څو ټول حقونه پر خپل ځای خوندي او هر څوک د قانون غوښتونکي او ملاتړ کوونکي سي.

د قانون ژبه ځکه باید واضح وي چي د دولت او خلګو دواړو حقونه او واکونه په ښه معلومداره او واضح توګه سره ور مشخص کړي.

د اساسي قانون په نهه څلویښتمه ماده کي لولو چي: ((د جبري کار تحمیل منع دی. – د جګړې، آفتونو او نورو داسي حالتو کي چي عامه ژوند او هوساینه تهدید کړي فعاله برخه اخیستنه د هر افغان ملي وجبه ده. –  پر ماشومانو د کار تحمیل جواز نه لري.))

په پورته ماده کي وینو چي د لومړي بند څخه بغیر دوهمه برخه سم وضاحت نه لري، څنګه د جګړې، آفتونو او نورو داسي حالتو کي چي عامه ژوند او هوساینه تهدید کړي فعاله برخه واخلو؟ ایا دا خبره ظاهراً د اساسي قانون د لیکونکو، تدوین کوونکو او تدقیق کمیسیون د ماهرانو او پوهانو چي موخه یې له آفتو او تهدیدونو څخه مخنیوی دی، برعکس نه ده؟

همدا رنګه پورته مثال ته په کتو سره که د قوانینو، قواعدو، مقرراتو … په لیکلو کي د ژبي اصول (په سهي توګه د قوانینو لیکل مرعات نه شي) د هیواد عام او بې سواده خلګ څه چي سواداره پوړ به هم د ضروري او عمومي قانوني مسائلو څخه همداسي ناخبره سرګردان پاته وي لکه اوس  چي دي، د دې یوه عمده علت ممکن دا وي چي مسلکي طبقه مو اکثره د خپل تخصصي اړخ له کسب څخه ور ها خوا په نورو اړینو برخو یا هغو علومو او فنونو باندي چي باید پوه وای نه پوهیږي، د قانون اړوند به په حقوقي او مسلکي اصطلاحاتو باندي بر لاسي شوي وي، ولي په دې به نه پوهیږي چي خلګ څنګ ورباندي پوه او منظم کړي او د ولس پر ژبه یې څنګه واړوي، دا د قوانینو د سرغړوني په برخه کي له قانون څخه د ناخبرۍ یو غوښن علت کیدلای شي، تاسو به اوریدلي او یا د نورو ټولنو افراد لیدلي وي چي د خپلي ټولني یا دولت د هر اړخیزه عمده او اړینو قوانینو په هکله په کافي اندازه معلومات لري او په همدې خاطر زیات د جرم او غیري قانوني کار تر سره کولو ته زړه نه ښه کوي. موږ چي د هغوی په نسبت زیاتره له خپلو قوانینو ناخبره پاتیږو او پاته شوي یو، نو ځکه غیري قانوي او غیري مدني کړني په ډیره هوسايي او اساني سره تر سره کوو، د قانون تر تطبق وړاندي د قانون څخه اګاهي او پوهاوی د جرایمو ،غیري قانوني کړنو او طفلانه خواصو په راکمېدلو کي زیاته اغېزه لري، ځکه په ټولنه کي واضح قوانین او مقررات د انسانانو او ټولني د نظم له پاره ایګو (کنټرول) رامینځ ته کوي، په دې برخه کي د ارواپوهني لوي عالم فرویید  د انسان شخصیت د درو اړخو څخه ډیر ښه مطالعه کوي، چي (ایډ، ایګو او سوپر ایګو ده) ایډ: د انسان هغه غریزوي غوښتني دي چي یوازي په خوند پسي ګرځي، د ټولنیزو ارزښتونو، اخلاقو او قانون خیال نه ساتي لکه ماشومان او یا هم بعضي ماشومانو ته ورته نور ادمیان.

ایګو: خپلي غوښتني د ټولني د اصولو، قوانینو او ارزښتونو په چوکاټ کي ځایول دي یا دلته کولای شو ووایو چي ایګو یعني قانون چي د انسان غرایز کنټرولوي او د انسان خوهشاتو ته قانوني تګلاره او چوکاټ جوړوي.

سوپر ایګو: دا برخه چي هم لږ ساده کړو نو وبه وایو چي وجداناً، په فکري او اخلاقي لحاظ خپل ځان کنټرول ساتل د ټولنیزو ارزښتونو او اخلاقو مطابق حرکت کول دي، مثلاً که څوک په ټولنه کي د خلګو، پولیسو او قانون له بیري غلا یا جرم نه کوي دا د ایګو تاثیرات دي او که څوک د خپل وجدان له محکمي څخه متاثر وي جرم او یا کومه بله غیري قانوني کړنه نه تر سره کوي دا د سوپرایګو ( وجدان ) کار دی.

په ټولنه کي د قانو د حاکمیت له پاره که د دې اړخو پر تقويې کار وشي، د جرمونو او غیري قانوني کړنو په کم والي که به لوی تاثیر ولري.

 د خلګو د کنټرول له پاره، د فساد او جرایمو د فُرصت د له منځه وړلو له پاره د قانون تر تطبق لومړی د قانون څخه پوهاوی او په هغه باندي خلګ پوه کول مهم دي، د قانون او یا قانون پوهانو دا خبره درسته ده چي ( له قانون څخه ناخبري عذر نه ګڼل کیږي) اما په دې هم فکر په کار دی، چي افراد له قانون څخه څنګه په ښه او موثره توګه خبریدای او پوهیدای شي او د دې له پاره څه کول په کار دي.

که مو کله، کله ذهني میل دې خبري ته راګرځي چي په هیواد کي زیاتره برخه سیاسي شنونکي او قانون تطبق کوونکي کورټ بې سواده او زموږ و تاسو د ټولنیز مروج معمول سره سم لکه د کلي ډاکټران په تجربه مخته روان دي، دا سهي خبره ده خو د دې ستر لامل منشاء بیرته د قانون له ناخبري ـ نه شتون او نه حاکمیت څخه سرچینه اخلي، ځکه خو تر اوسه لا هم اکثریت برخه په طبعي ټولنه کي ژوند کوو، په طبعي ټولنه کي ژوند د قوانینو په اساس مخته نه ځي، هلته خلګ تر عامو/ سمو لارو زیات د فصیل ( کښت ) په منځ کي په کږو لارو ځان تر خپل منزله/ ټاکل شوې ساحې پوري ځان رسوي، هلته ټول سازمانونه د اقتدار په سالمه رهبري نه بلکي د قدرت (په زور بالا زور) سره چلیږي، د طبیعي ټولني د درک او  پوهېدا له پاره تر ټولو محسوسیدونکی او منونکی مثال په عموم کي د ټولنپوهني په ځانګړي ډول د سازماني ټولنپوهني له اړخه د کلیو، کورنو او ښارونو جوړښتونه دي، تاسو چي د هر ښار او کلي اوسیدونکي یاست د خپل چاپیریال شاوخوا ته ښه فکر وکړی، ټول ښه دقیق وګورئ چي څوه فیصده د قانون سره سم جوړښتونه موجود دي؟ داسي یې نو ټول اړخونه ښه په دیقت سره مطالعه کړی، تر څو د هري برخي سمون او تمدن ته مو فکر شي، تاسو به اندازه ولګوی چي څوه فیصده به د ګاونډیو هیوادو په پرتله پرمختللی او متمدن ژوند لرو؟ که څوک دا دقیق مطالعه کړي زه اطمناني یم چي د هغې ټولني د قانون د هر اړخیز حاکمیت پته به د وطن له کلیو، ښارو، ګډوډو او بندو کوڅو څخه ورته هرو مرو ولګي، د غصب، فیوډیالستي او بیا رغوني تر څنګ به د بیا  ورانوني او غصبوني په رمزو حتماً پوه شي.

که بیا دا پوښتنه راته پیدا سي چي د هیواد په ځینو ولایتو کي د ګوتو په شمار پر نړیوالو معیارو برابر او عصري جوړ شوي ښارګوټي څومره منظم دي، نو دې ته باید و نه کتل شي؟ دا شته اما د ښارګوټي څلور خواوي ګاونډيان حتمي وګورئ او د پرتلې پر وخت یې د ښارګوټي معیار ته د نا برابري د علل معلوموني تر څنګ دا څېړنه هم وکړی چي ښارګوټي چا جوړ کړي، اوسیدونکي یې څوک دي؟ او هلته څوک اوسیدلای شي؟

بیا به وګورو چي په ټولنه کي د بې عدالتیو نتجه څه وي او ټولنیز اعتدال یعنی څه؟ هرڅه چي دي، وي به، اما  ماته د دې علل سرچینه هم د جبر او ظلم تر څنګ د قانون څخه نا خبري او د قانون د حاکمیت نه شتون معلومیږي او دا د طبعي ټولنه په هغه اصطلاح  او ګړنیز متل کي داسي را لنډوم چي د تېرو نسلونو څخه اکثره وخت په همدغه ډول موضوعاتو کي د داسي وضعیت اعتراف مو پر کړی او پرکوو یې، هغه دا چي وایي: « یو په حساب نه پېدو، بل له خدایه نه بېریدو» موږ که په حساب او قوانینو باندي پوه سو، خدای ناترسه به بیا په اساني سره زموږ په وینو بلند منزلي او ماڼۍ په دومره اسانۍ سره  نه جوړوي.

پرمختللې ژبي په حقوقي او قضایي مسائلو کي د حقوقي او قضایي ژبپوهني ځانګړې څانګي لري، چي له ژبنۍ قاعدو نه نیولي بیا تر ټرمنالوجي پوري یې ټول اړخونه پکي واضح شوي وي، د ادبي، هنري، علمي، حقوقي حتا ټولو مسائلو د ویلو، په ځانګړي ډول د لیکلو له پاره د ژبي او ژبپوهني د اصولو تطبیق تر هر څه لومړی او مهم اصل دی، موږ چي تر اوس په عام ډول په ژبه کي د عمومي ژبپوهني پر تطبیق لا بشپړه نه یو توانیدلي او زده کړه یې راته یو بې ارزښته سرګرداني معلومیږي، نو ځکه په لوړو موقفو او رتبو کي هم د متن سم لیکل او ویل نه شو مرعاتولای، یو وخت مي د رسنیو له لاري د یو لوړ پوړي چارواکي خبري اورېدې، چي له کابله د کندهار ولایت محبس ته د مجریمنو د دوسیو د څېړلو او کتلو په موخه هیئات را لیږل شوی و، ده ویل چي: (( په دا هفته کي به د ټولو ګنهګارو بندیانو دوسیې وڅېړل شي)) دی که څه هم مسؤل او با صلاحیته چارواکی و، خو د دې برخي د عمومي ټرمنالوجي په برخه کي یې مطالعه څه چي د معمول سره سم په کافي اندازه مروجه تجربه هم نه لرله، دی تر اوسه پوري د ګنهګار، ګنهکار او مجریم په ډېر ساده او عام تفاوت هم نه پوهېدی او تعجب خو لا دا چي  دا خبره یې په یو اجرایویي او باصلاحیته انداز کي ښه په ټینګار سره تکراروله اوس نو تاسو فکر وکړی چي ده به د ګنهګارو دوسیې څنګه دقیقي څېړلې وي (!)، له دې سره سم د لیکلو او ویلو په برخو کي د داسي ډېرو چارواکو او لوړ رتبه کسانو د تېروتنو تجربې ممکن تاسو هم ولری، له دې را ورسته زیاته د مایوسي خبره دا ده چي نه یوازي په فردي ډول بلکي په ټولنیز او سازماني سطحه هم دا تېروتني په فیخر دي، اساسي قانون که څه هم نورو قوانینو او جریدو ته نسبت سم لیکل شوی، اما نوري رسمي جریدې چي بیلا، بېلو سازمانو ته نشر او خپریږي تاسو به لیدلې وي، داسي لیکل شوې چي لا خو مفهوم نه ځيني اخیستل کیږي او یا خوا په څه تکلیف له لاس پر لاس کولو وروسته کله وخت د زیات عمر تجربه لرونکي مامور د تجربي په سایه کي تقریباً د پوهېدلو وړ وګرځي، چي په اداراتو کي سوي تفاهم هم زیات وخت له همدې ځایه سرچینه اخلي او د قانون په موجودیت کي کله، کله بې قانونه کړني تر سره شي او یا هم تر سره شوې وي.

موږ نه وایو چي د قانون د تخصصي اړخونو تشریح او تفسیر دي په ټولنه کي عام وګړي هم وکړای شي او یا هم د ټولني هر وګړی دي قاضي، حقوق پوهه یا قانون پوهه شي، اما د ګرامري او ژبني اړخه خو دي لږ سم و اوډل شي، مبهم اړخونه خو دي لږ څرګند شي، د موضوعاتو پاشل شوی ترتیب خو دې لږ برابر شي، نور هغه قوانین چي د اساسي قانون څخه تکثیر شوي او رامینځ ته شوي، لږ اندازه خو دې تسلسل ورکړل شي، د ملي او شخصي ملاحظاتو د برخي پرتله خو دي لږ د قیقه ملاحضه شي.

لغات پراني یوه بله ناجوړي ده چي په دا برخه کي هم تر اندازه زیاتی کوو، ډېره خبره په لغاتو کي پیچل او یا هم په ناخبره توګه معلومات وړاندي کول او تائیدول مو رتبه او درجې نه شي را لوړولای، دا هسي په رواني لحاظ د خپلي کمزورۍ د پټولو او خپل ځان لوړ ښودولو ناکامه هڅه ده، د دې عام رواني تکلیف یوه نتجه دا ده چي موږ زیاتره په هغه موضوع چي هیڅ نه پوهیږي د نه پوهېږم اعتراف نه کو او خامخا یو څه وایو چي له یوې نه یوې خوا مو ځان په تاوان پسي غوټه کړی وي، یو وخت مي په فیسبوک کي د یو استاد کمېنټ (تبصره) وکته، چي د یو رئیس خپور شوي عکس ته یې د لغات پرانۍ په جذبه کي د شملې پر ځای شال ور پر سر کړی و او لیکلي و، چي (( موږ درباندي ویاړو، سر شاله اوسې)).

دا وې د قانون د ژبي د ساده والي، دیقت او وضاحت اړوند ځیني خبري، چي په ذهن کي به مو د قوانینو، جریدو، او نورو وثیقو د ژبي، لیکني او لوستني په اړه لږ، تر لږه یوه فکر پیدا کړي.

کندهار پوهنتون

  حوت / ۱۳۹۸ ل. کال

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply