د نبوي سیرت ارزښت

زبیر افغان

0 1,198

د یو مسلمان لپاره د نبوي سیرت ارزښت دومره مهم دی لکه د ژوند لپاره د اکسیجن وجود. د قران کریم له دې وینا څخه دا ارزښت نور هم جوتېږي:

{لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا} [الأحزاب: 21]

ژباړه: یقینا له تاسو د هغه چا لپاره چې د الله او اخرت هیله لري او الله زیات یادوي رسول الله ورته غوره نمونه ده.

دا غوره نمونه به موږ څنګه پيدا کوو؟ دهغه د ژوند مهم اړخونه به موږ چیري پېژنو؟ په سختي و اساني، په غم او خوشالي، په عبادت او عامو حالاتو کې، په جنګ او سوله کې، په دعوت او غیر دعوت کې، له مسلمانانو سره په تعامل او له نامسلمانو سره په کړنو کې د هغه اعمال او کړنې څنګه وې؟ موږ به په هغه پسې څنګه اقتدا کوو؟ دا ټولې پوښتنې مو هغه مهال حل کېږي چې موږ د رسول الله سیرت په سم ډول مطالعه کړو.

یو مسلمان که په اسلام سم سر خلاصول غواړي په سیرت خبرتیا ورته لازمي ده، تر هغو چې یو مسلمان په سیرت خبر نه شي د رسول الله د ژوند له مهمو اړخونو نه شي خبرېدای او په سم ډول په هغه پسې اقتدا هم نه شي کولای، د ښې اقتدا لپاره لومړی سمه خبرتیا مهمه ده.

د سیرت سرچینې:

۱/ قران کریم.

قران کریم د رسول الله د سیرت په اړه بیلابیلو بعدونو باندې رڼا اچولې ده، که د رسول الله د سیرت په اړه قران کریم تلاوت شي، نو د رسول الله د سیرت جالب اړخونه به پکې پيدا شي، سیرت لیکونکو په خپلو کتابونو کې د قران کریم له ایاتونو بیخي ډېره استفاده کړې ده، نو د سیرت لومړۍ سرچینه قران کریم دی او د سیرت هر کتاب چې ادعاوې او زباتونې يې د قران کریم له واضحو نصوصو سره اړخ نه لګوي د اعتبار وړ نه دی.

۲/ د سنت او احادیثو کتابونه:

د رسول الله د سیرت په اړه دویمه د اعتبار وړ سرچینه د سنت او حدیثو کتابونه دي چې د سیرت لویه برخه پکې موندلای شو. سیرت لیکونکي همدې اهمیت ته په کتو د خپلو کتابونو په ریفرینسونو کې د حدیثو کتابونه له پامه نه دي اچولي او ځای پر ځای يې همدې معتبرونو کتابونو ته حوالې ور کړې دي.

۳/ د شمائل محمدي کتابونه:

دا هغه کتابونه دي چې د رسول الله د اخلاقو او صفاتو په اړه لیکل شوي دي. لکه شمائل ترمذي او داسې نور. په دې کتابونو کې د رسول الله د صفاتو تر څنګ د هغه د اخلاقو په اړه هم معتبر روایت شته. د سیرت کتابونه به د رسول الله د اخلاقو او صفاتو په برخه کې حتما دې کتابونو ته رجوع کوي.

۴/ دلائل النبوت:

دا هغه کتابونه دي چې د رسول الله د نبوت په اړه يې بحثونه کړي دي. دا کتابونه ځکه لازمي دي چې د رسول الله معجزې او د نبوت دلایل پکې شرحه شوي دي، له دې امله نو د سیرت لیکلو لپاره د دلایل النبوت کتابونه اړین دي.

۵/ د سیرت او مغازي کتابونه:

د رسول الله د سیرت او مغازي په اړه هم کتابونه لیکل شوي دي، چې د سیرت لیکنې لپاره ښه سرچینې کېدای شي. موږ که نن په پښتو ژبه کې د سیرت په اړه لیکنه کوو نو حتمي ده چې له دې دواړو سرچینو به استفاده کوو او خورا زیات بعدونه داسې شته چې بل ځای يې موږ نه شو موندلای، کله چې بل ځای زموږ هدف لاس ته را نه شي نو اړ یو چې همدې کتابونو ته رجوع وکړو او خپل هدف ته ځانونه ورسوو.

۶/ د اصحابو د معرفي کتابونه(تراجم الصحابه):

په دې کتابونو کې د رسول الله د اصحابو معرفي وړاندې شوې ده، اما له دې سره د رسول الله د ژوند ځينې بیلګې هم پکې شته چې رسول الله له دې صحابي سره څه کړي او له هغه بل سره يې کوم عمل کړی دی، دې ته يې څه ویلي او هغه ته يې څه توصیه کړې؟ له دې امله نو د سیرت لیکنې لپاره د تراجم الصحابه کتابونه هم اړین دي او هم يې له مهمو سرچینو څخه ګڼلای شو.

۷/ د تاریخ کتابونه:

د تاریخ کتابونه لکه چې د تاریخ په نورو موضوګانو کې مهم دي، دغه ډول د رسول الله د سیرت په برخه کې هم خپل ارزښت لري. په دې برخه کې هم د تاریخ عمومي کتابونه او هم يې هغه کتابونه چې د حرمین په اړه کښل شوي دي، د تاریخ دا دواړه برخې کتابونه د رسول الله د ژوند پر ګڼو برخو بحث کوي چې د سیرت لیکنې په برخه کې موږ ورڅخه ګټه اخیستی شو.

د سیرت په اړه مهم کتابونه:

مسلمانو علماؤ په دې برخه کې د پام وړ هڅې کړې دي، د رسول الله د سیرت پر ګڼو اړخونو يې کتابونه لیکلي دي چې د حدیثو له کتابونو را واخله بیا د مغازي، اخلاقو، دعوت او عمومي سیرت تر لیکنو پوري. دلته به د سیرت د ځینو مهمو کتابونو نومونه ولیکم چې لوستونکو ته د سیرت د کتابونو پيدا کول اسانه شي. 

  • سیرت ابن هشام، د ابو محمد عبد الملک بن هشام لیکنه
  • الشفا بتعریف حقوق المصطفی، د قاضي عیاض لیکنه
  • الروض الانف في شرح سیرة ابن هشام، د ابو القاسم السهیلي لیکنه
  • الفصول في اختصار سیرة الرسول، د ابن کثیر لیکنه
  • الرحیق المختوم، د صفي الرحمن مبارکپوري لیکنه
  • نبي الرحمه، د محمد مسعد یاقوت لیکنه
  • زاد المعاد في هدي خیر العباد، د ابن قیم لیکنه
  • محمد کأنک تراه، د عائض القرني لیکنه
  • فقه السیرة، د محمد الغزالي لیکنه
  • فقه السیره، د محمد سعید رمضان البوطي لیکنه
  • السیرة النبوية؛ کیف نبني دولة قویة؟ د محمد مسعد یاقوت لیکنه
  • المنهج الحرکي للسیرة، د منیر الغضبان لیکنه
  • السیرة النبوية، عرض وقائع و تحلیل احداث، د علي محمد الصلابي لیکنه
  • نور الیقین في سیرة سید المرسلین، د محمد الخضري لیکنه.
  • السیرة النبوية دروس و عبر، د دوکتور مصطفی السباعي لیکنه
  • اخلاق النبي و ادابه، د ابو الشیخ عبد الله الاصبهاني لیکنه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply