غزل

پیر محمد کاروان

0 674

ژوند د ساحل غاړه او شېبې د شګو، ڼۍ* دي
جوړې ماشومانو په کې نوې کوټڼۍ دي

غشي څه پر څوکو د اغزیو هم بندیز دی
امن پورته کړې بیا رنګینې پوکڼۍ دي

دا ماشومان ته وا د شنو چایو ګیلاسونه
ګرانې لکه میندې ورته ګوړې د ګوڼۍ دي

دا نجلۍ به څو کاله بعد، وي لویه شاعره
جوړې له ګلپاڼو یې نانځکو ته تڼۍ دي

سپینه د سپوږمۍ شپه د ځنګل تورې بلبلې
دنګې ودرولې د خوږو نغمو ماڼۍ دي

ورځ که د نرګسو د ګلابو ده، په شپه کې
لرې لېږدولې دا وږمې رات کې راڼۍ دي

ژوند که ښایسته او که بدرنګ لوبوي زړه یې
وار به یې تېرېږي د هر چا خپلې پاڼۍ دي

هر څو که چڼی د محبت مینې ، شاعر دی
دومره څه کوي چې څو غزلې یې چڼۍ دي

نجونو ته بدرنګې ویل کفر دی کاروا نه
سپینې پاغوندې دي او که تورې کوټڼۍ دي

*ڼۍ د خوست په یوه سیمه ییزه لهجه کې ډېرۍ، انبار ته وایي. زما په نظر ځانګړې کلمه ده چې د ڼ توری یې په سر کې راغلی دی.
۱۷ حمل ۱۳۹۹ هجري شمسي خوست

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply