خدایه نیسه مې په غېږ کې

پیر محمد کاروان

215

خواږه توري پرخې پرخې، له سپوږمۍ را ورېدلي

د ګلژبو شاعرانو، سرودونه غوړېدلي

***

شپه حبشه راته وایي، ستوري ستوري غزلونه

مخې مخې ته را درومي، وړانګې وړانګې منزلونه

زړونو زړونو ته د مینې، سل تارونه غځېدلي ——

***

راته وایي بیا به راشي، له وطن وتلې زاڼې

په رڼو رڼو اوبو کې، لکه شنې زرغونې پاڼې

په یوسف یوسف وطن کې، دا خوبونه ما لیدلي ——-

***

زه به تار تار غږومه، د سِتار وي که د څڼو

په خوږو دانو به ساتم، د مماڼو د کرکڼو

دا بلبلې بلبلان چې، دي له درده چغېدلي ———

***

په نغمه د قطغن به، د اتڼ سندرې وایو

خپل وطن ته به د غرونو، د ګلبڼ سندرې وایو

ژونده خود به دې منو چې، ماشومان وي موسېدلي ——-

***

د وطن پیرِ هرات وي، مولانا د خرابات وي

د ملالې پر ټیکري یې، لیک غزل او مناجات وي

موسمونه مینه مینه، صوفیانه وي نڅېدلي ——–

***

زه د داسې ارمانونو، په کاروان کې را روان یم

خدایه نیسه مې په غېږ کې، ستا خوږمن افغانستان یم

چې ټکورې مې شي هیلې، ارمانونه دردېدلي ——–

۶ قوس ۱۴۰۲ هجري شمسي، خوست توره وړۍ

یادونه: خدایه نیسه مې په غېږ کې نظم مې توري له ستورو نوم نه په الهام ولیکه. توري له ستورو د انلین مشاعرې یو ادبي او هنري ګروپ دی. دا ګروپ د خواږه شاعر احمد تکل په نوښت د ګران شاعر او ژورنالست اجمل اند صاحب او ګران شاعر او ژورنالست سعید شینواري په مخلصانه هلو ځلو جوړ شوی دی. بېګا د سپوږمۍ شپه وه، د پردېسو او په وطن کې د سره بې درکه خوږو شاعرانو خواږه شعرونه مې په کې واورېدل. تېر ماخستن مهال چې مشاعره ختم شوې وه، د ستورو او سپوږمۍ نندارې ته را ووتم. د چا خبره لکه په امتحان کې لاسبری نقال شاګرد په بیړه مې له ستورو او سپوږمۍ نقل وواهه، او سهار مې دا نظم په زمزمه پیل او په زمزمه مې ختم کړ. خدا زده چې څنګه به وي، خو بس برګ سبز تحفه دروېش، توري له ستورو یارانو ته دې ډالۍ وي. په افغانستان کې د رحماني، مینې، امن، پوهې حکمت او د مور وطن په غېږه کې د دې خوږې مور د ټولو بچو د موسکا او خوشحالۍ په هیله. کاروان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.