سي آی اې: بېل کلنټن د اسامه بن لادن د وژلو مخه نیولې وه

0 570

ډیلي بیسټ ورځپاڼې د امریکا د استخباراتي چارواکو له قوله ویلي چې د اسامه بن لادن د وژلو مخه د امریکا د وخت ولسمشر بل کلنټن نیولې وه.

په مقاله کې د امریکا د استخباراتي مامورینو په حواله راغلي، دوی کولای شوای د ۲۰۰۱ کال د سېپټېمبر له یوولسمې پېښې مخکې اسامه ووژني او پر امریکا د دغې شبکې د برید مخنیوي وکړي، خو د سي.ای.اې چارواکو ویلي، پخواني ولسمشر بل کلنټن یې د دې کار مخه ونیوله.

په مقاله کې راغلي، بل کلنټن پر امریکا د القاعده شبکې له بریده لس ساعته وړاندې یوه وینا کې ویلي، ده کولای شوای اسامه بن لادن ووژنی، خو که یې پر هغه برید کړی وای، کندهار ښار به ویجاړ شوی و او درې سوه بې ګنا ښځې او ماشومان به وژل شوي وو.

ډیلي بیسټ دغه مقاله د( لانګیست وار) په نوم یوه نوي مستند فلم کې د سي.ای.اې د چارواکو د خبرو پر بنسټ خپره کړې ده.

په پاکستان کې د سي.ای.اې پخوانی مشر باب ګرینیر دغه فلم کې وايي، دوی یو ځل هلته د قبایلي شبکو په مرسته خبر ترلاسه کړ چې د بن لادن کاروان په یوه سړک تېرېږي.

ګرنیر ویلي، دوی کولای شوای د ماین په ایښودو بن لادن له منځه یوسي، خو وایي، که دا کار یې کړی وای، د بند له ګواښ سره مخ کېده.

مقاله کې راغلي، امریکایي چارواکو له خپلو استخباراتو غوښتي و چې اسامه ژوندی ونیسي، د سي.ای. اې یوه پخواني مامور ویلي، په دې امر سره د القاعده شبکې په وړاندې مبارزه کې د دوی یو لاس تړل شوی و.

د مقالې په پای کې راغلي، په نوي یمه لسیزه کې امریکایي ولسمشر بل کلنټن او د امریکا نورو امنیتي ادارو القاعده شبکه د ځان په وړاندې لوی ګواښ نه بلله.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply