کرونا ویروس افغانستان یوه سیاسي کړکېچ ته بیایي، دا د نېشنل انټریسټ خپرونې د یوې مقالې سرلیک دی.

په مقاله کې راغلي، د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې ګرځبندیز لګیدلی، خو د مقاله لیکونکي په باور، بې وزله افغانان لکه د نړۍ د نورو بی وزلو په شان یو انتخاب لري، یا به له لوږې مري او یا به هم له کرونا.

مقاله لیکونکی وایي، اوس د افغانستان ۲۷ ولایتونو ته کرونا ویروس خپور شوی، خو د دغه هېواد د واک پر سر سیاسي نانندرۍ لا په خپل ځای دي.

مقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې کرونا نړۍ له لویې ویجاړۍ سره مخ کړې، ښه داده چې د افغانستان سیاسي مشران خپل منځي اختلافات هوار کړي او طالبان جګړه و دروي.

مقاله کې راغلي، کرونا افغانستان کې داسې مهال د خپرېدو په حال کې ده چې دغه هېواد کې هرو لسو زرو کسانو ته یوازې درې ډاکتران شته.

لیکوال اندېښنه څرګنده کړې چې ګرځبندیز او قرنطین به د هغو افغانانو شمېر زیات کړي چې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.